عيسوي روحانيت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عيسوي روحانيت يا روحاني ژوند د عيسويانو عبادتي عمل دی، چې د زهد يا پرهېزګارۍ ژوند کوي او په عمومي ډول په صومعې يا خانقاه پورې تړلې اوسېدنې دي، چې عيسوي عبادت لپاره ځانګړې شوې دي. دې چارې د عيسوي کليسا د تاريخ په لومړيو کې وده پيل کړه او لرغونې صحيفه “Old Testament” کې د شته کتابي بېلګو په ګډون د ورته بېلګو او نظرياتو پر بنسټ نمونه شوې ده، مګر په کتابونو کې د يو بنسټ په توګه نه وه ټاکل شوې. دا چاره د مذهبي قوانينو لکه د سېنټ اګوسټېن قانون، «the Rule of Saint Augustine»، ستر انتوني «Anthony the Great»، سينټ پاچومييس «St Pachomius»، د سينټ باسيل قانون «Rule of St Basil» او د سينټ بينيډېکټ قانون «Rule of St Benedict» او په معاصرو وختونو کې د اړوند عيسوي نوم ايښودنې کانون قانون “Canon Law” له مخې منظم شوې ده، چې د روحاني ژوند بڼې لري. هغوی چې روحاني ژوند کوي د نوعي يا جنسي اصطلاحاتو له مخې يې نارينه راهبان يا “monks” او ښځينه راهبانې “nuns” پېژندل کېږي. د “monk” ويی له يوناني «μοναχός» (monachos, ‘monk’) څخه اخېستل شوی دی، چې په خپله «μόνος» (monos) د يوازې يا ځانته معنا لري. [۱][۲]

عيسوي راهبان په لومړيو کې صومعو که نه اوسېږي، مګر دا چې له نورو څځه د ګوښه يا بيلو انسانانو په څېر يوازې ژوند کولو له مخې پيل کوي، چې د “monos” ويی هم ښايي همداسې يوه معنا وړاندې کوي. دا چې زياتو خلکو د راهبانو ژوند غوره کړ او په دښته کې يوازې اوسېدل، يو له بل سره يو ځای کېدل يې پيل او په نږدې اصلي راهبانو پورې يې ځانونه وتړل يا موډل کړل. په چټکۍ سره راهبانو ټولنې جوړې کړې، چې په واسطه يې د پرهېزګارۍ ژوند په پام کې نيولو په موخه خپلې وړتياوې زياتې کړي. د عيسويت تاريخپوه روبرت لوئيس وېلکين له نظره «دوی کليسا کې دننه د يو نوبتي ټولنيز جوړښت په جوړولو سره د يو خورا پايښت لرونکي عيسوې ټولنې بنسټونه کېښودل». روحانيون په عمومي ډول صومعه کې اوسېږي، چې هلته کېدای شي يوه ټولنه (canobites) يا هم يوازېتوب کې ژوند وکړي. [۳][۴]

د ښځينه او نارينه راهبانو لپاره ژوند[سمول]

د روحانيت يا رهبانيت په ټولو ډولونو کې بنسټيزه نظريه له ټولنې يا نړۍ څخه ګوښه کېدل يا لاس اخېستل دي. روحاني ژوند له مذهبي حکمونو لکه “friars” [د سوالګرو د ډلې يا طبقې غړې ]، “canons regular” [د کاتوليک کليسا د روحانيونو د ډلې غړې]، “clerks regular” [د سترې پادري ډلې غړې] او يو څه وروستيو مذهبي جماعتونو يا غونډو څخه يو بېل ژوند دی. وروستی هغه يې د تبليغ، تدريس، د بنديانو ازادول او داسې نورو په څېر يو څخه ځانګړی کار يا نښه لري، چې په خپلو فعاليتونو کې يوه پراخه سيمه رانغاړي. په داسې حال کې چې راهبانو د خورا بېلې ځانګړتيا کارونه تر سره کړي دي، دا کار په هر حالت کې د روحاني دولت د اصل پر وړاندې باندنی يا فرعي دی. راهبان او دروېشان يا د صومعې راهبان دوه بېلابېلې ونډې دي. په ديارلسمه پېړۍ کې د صومعو د کمښت له امله د عيسوي عقيدې د تدريس په موخه د صومعې د راهبانو نوي ترتيبات رامنځته شول. [۵][۶]

د عيسوي ژوند تېرولو دواړه لارې د هغو عيسوي نوم ايښودنو اړوند کليسايي قانون له مخې منظم شوې دي، چې پېژني يې. لکه: رومن کاتوليک کليسا، د ختيځ ارتودوکس کليسا، انجيلي يا انګليکن کليسا يا لوتري کليسا. عيسوي روحاني ژوند تل ورته فکر لرونکو عيسويانو سره ټولنيز ژوند نه رانغاړي. عيسوي روحانيت په خپلو باندنيو بڼو کې ستر توپير کړی دی، مګر په پراخه کچه ويل کېږي چې دوه اصلي ډولونه لري، چې يو يې ګوښه کېدنه يا منزوي “eremitical” او بل يې ښاري ژوند يا “cenobitical” ډول دی. د صومعې مشر سينټ انتوني “St. Anthony the Abbot” ته لومړنی او سينټ پاچوميس “St. Pachomius” ته دويم بنسټګر ويل کېدای شي. روحاني ژوند د بشپړ اوسېدلو په موخه ځکه د عيسی عليه السلام د امين پر بنسټ دی، چې ستاسې اسماني پلار بشپړ دی. (د انجيل ليکونی متيو “Matthew 5:48). دې نظريې ته د بشپړتيا حالت هم وايي، چې د بېلګې په ډول د فېلوکاليا “Philokalia” په نوم د روحاني ليکنو کتاب کې هم کتل کېدلی شي. د دوی د ځان پرېښودنې عادت يا خوی درې عناصر لري چې له درې انجيلي مشورو (فقر، سپېڅلتوب او غاړه اېښودنې) سره سمون کوي. [۷]

تاريخچه[سمول]

د لومړۍ پېړۍ ځينو ډلو لکه ايسينيس “Essenes” او تيراپيوتای “Therapeutae” د ژوند هغه ډولونه وڅارل، چې د عيسوي روحانيت د وړاندينيو بڼو په توګه ګڼل کېدلی شوې. لرغوني عيسوي روحانيت د الياس پيغمبر او تعميد ورکونکي جان “John the Baptist” له بېلګو څخه خپل الهام واخېست، چې دواړو په دښته کې يوازې او له خپلې عمومې کشيشې ډلې څخه د مخه په دښته کې له شيطان سره د يوازېوالي په هڅه کې د حضرت عيسی عليه السلام وخت له کيسې څخه له ټولو پورته ژوند وکړ. [۸][۹]

لرغونی عيسويت[سمول]

لرغونو عيسوي راهبانو تاييد شوې لرغونپوهنيزه نښې نه دي پرېښي او يوازې په ليکلي ثبت يا سند کې ورته په نامستقيم ډول اشاره کېږي. د پاک لمنو مېرمنو هغه ټولنې چې ځانونه يې مسيح عليه السلام ته ځانګړي کړي وو، لږ تر لږه دويمه پېړۍ کې موندل کېږي. ځيني انفرادي راهبان هم وو، چې د پاک يا پرهېزګار په توګه پېژندل کېدل او په عمومي ډول يې د دښتو پر ځای د ابادو ځايونو په څنډو کې ژوند کاوه، چې لا هم په نړۍ کې پاتې دي، مګر روحانيت باندې عمل کوي او له خدای سره يووالي يا پيوستون لپاره هڅه کوي. په نيسن ضد “Anti-Nicene” راهبانو کې به يو شخص يوازينی ژوند تېروي، اوږدې او پرله پسې روژې نيسي، له غوښې او شرابو څخه به ځان ساتي او د وړتيا په حالت کې د يو کوچني لاسي صنعت له لارې به د ځان ملاتړ کوي، چې يوازې د ځان پايښت لپاره مطلق اړينه تر لاسه کړې ګټه به ځان سره ساتي او پاتې به بېوزلو ته ورکوي. [۱۰]

«له روحانيت څخه د مخکې» يوه لومړنۍ بڼه درېيمه پېړۍ کې د «د تړون زامنو» خوځښت له لارې د سرياني عيسويانو په منځ کې هم څرګندېږي. ختيځ ارتودوکسي د قيصريه باسېل ‘Basil of Caesarea’ او همدا راز د «دښتې پلارونه:Desert Fathers» بېلګې ته د بنسټګر روحاني قانون جوړونکو په سترګه ګوري.

د ګوښه کېدنې روحانيت “Eremitic Monasticism”[سمول]

د ګوښه کېدنې يا يوازېوالي روحانيت له ټولنې څخه د بشپړې لاس اخېستنې له مخې مشخص کېږي. د “eremitic” ويی له يوناني “eromos” ويي څخه اخېستل شوی دی، چې د دښتې معنا لريږ دا نوم د مصر د سينټ انتوني له امله ورکړل شوی و، چې په درېيمه پېړۍ کې يې مصري غر کې په يوازېوالي کې د ژوند کولو په موخه تمدن پرېښود. که څه هم نوموړی ښايي لومړنی عيسوي زاهد نه و، مګر لږ تر لږه د لومړني پېژندل شوي شخص په توګه پېژندل کېږي. [۱۱][۱۲]

زاهد پاول “Paul the Hermit” په تاريخي ډول لومړنی پيژندل شوی عيسوي دی، چې د يو راهب په توګه يې ژوند کاوه. په درېيمه پېړۍ کې د مصر انتوني (۲۵۲ – ۳۵۶ز) دښته کې د زاهد يا صوفي په توګه ژوند وکړ او په وار وار يا په تدريجي ډول يې هغه پيروان تر لاسه کړل، چې د زاهدانو په توګه يې له نوموړي سره رښتينې ټولنه کې د ژوند پر ځای نږدې سيمو [دښتو] کې ژوند کاوه. د روحانيت دې ډول ته د ګوښه کېدنې يا زاهدۍ ته ورته روحانيت وايي.

د يوازې يا ګوښه راهب کېدنې لپاره يو بل اختيار راهبه کېدل و. دا چاره ځکه پيل شوه، چې ځيني خلک وو چې غوښتل يې د يوازېتوب ژوند وکړي، مګر په دښته کې د يوازې ژوند کولو وړتيا يې نه درلوده. دوی به د همدې له امله د اجازې غوښتلو لپاره پادري ته تلل، چې هغوی به ورته بيا د رانغاړلو مذهبي دود تر سره کړ. د دې چارې له بشپړتيا څخه وروسته به راهبې په داسې يوه خونه کې ځانله ژوند کاوه، چې په عمومي ډول به يې د کليسا پر لور کړکۍ خلاصه وه او په همدې ډول به يې ګډون تر لاسه کولی او د کليسا خدمتونو کې برخه اخېستلی شوه. دوه نورې کړکۍ هم وې، چې د خواړو ورکولو او د مشوره غوښتونکو خلکو د راتګ په موخه وې. تر ټولو نامتو راهبه د نوروېچ جولين “Julian of Norwich” وه، چې په ۱۳۴۲ز کال انګليستان کې زېږېدلې وه. [۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:OEtymD
  2. Corbishley, Mike. Monks lived a very strict and regulated life. Life in a monastery included prayer, manual work, and this promoted the idea of the dignity and labour. Cultural Atlas for Young People The Middle Ages Revised Edition. New York: Facts On File, Inc., 2004, page 38.
  3. Rowling, Marjorie. Everyday Life in Medieval Times. London: Jarrold and Sons Ltd, 1968, page 125.
  4. Wilken, Robert Louis (27 November 2012). The First Thousand Years: A Global History of Christianity. New Haven and London: Yale University Press. د کتاب پاڼې 100. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-11884-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Macdonald, Fiona. How would you survive in the Middle Ages?. New York: Franklin Watts, 1995, page 37.
  6. Huddleston, Gilbert. "Monasticism." The Catholic Encyclopedia. Vol. 10. New York: Robert Appleton Company, 1911. 31 May 2013
  7. "Early Monasticism", Monastery of the Holy Spirit
  8. "Early Christian Monasticism", Order of Cistercians of the Strict Observance
  9. Eusebius of Caesarea, in his Ecclesiastical History, describes Philos Therapeutae as the first Christian monks, identifying their renunciation of property, chastity, fasting, solitary lives with the cenobitic ideal of the Christian monks. Professor Constantine Scouteris, Source
  10. Bacchus, Francis Joseph. "Eastern Monasticism Before Chalcedon (A.D. 451)". The Catholic Encyclopedia. Vol. 10. New York: Robert Appleton Company, 1911. 31 May 2013
  11. Butler, Edward Cuthbert "St. Anthony". The Catholic Encyclopaedia Vol. 1. Robert Appleton Company. 
  12. "Idiorrythmic Monasticism". Encyclopædia Britannica. Encyclopædia Britannica Inc.. 
  13. "Anchoress". The Middle Ages Website. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Gardner, Edmund "Juliana of Norwich". The Catholic Encyclopaedia Vol. 8. Robert Appleton Company.