Jump to content

علم او کاتولیک کلیسا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د علم او کاتولیک کلیسا ترمنځ اړیکه یوه بحث جوړونکې موضوع ده. له تاریخي پلوه کاتولیک کلیسا د علومو ملاتړې پاتې شوې ده. د ښوونځیو، پوهنتونونو او روغتونونو په تاسیس او مالي ملاتړ کې مخکې وه او ډېری روحانیون یې له مذهبي چارو سربېره د علومو په برخه کې فعال وو. د علومو اړوند یو شمېر تاریخ پوهان لکه پري ډوهم د منځنیو پېړیو کاتولیک ریاضي پوهان او فیلسوفان لکه جان بوریدان، نیکول اورسمه او راجر بېکن د معاصرو علومو بنسټګر بولي. ډوهم موندلې، «میخانیک او فیزیک چې په معاصر مهال کې په موجه ډول ورباندې ویاړ کېږي د هغو بې وقفې هڅو او په ډېر ندرت سره درک کېدونکو دوکتورینو له ټولګې څخه سرچینه اخلي چې د منځنیو پېړیو د مکتابو په زړه کې یې شتون درلود». تاریخ پوه جان هیلبرون څرګندوي چې «له منځنیو پېړیو رانیولې د روڼ آندۍ تر دورې پورې چې له شپږو پېړیو څخه زیات مهال کېږي، کاتولیک کلیسا د ستورپوهنې په برخه کې د علمي چارو په موخه پریمانه مالي او ټولنیزه مرسته وکړه څو له لرغونو موندونو څخه اخذ وشي». د دین او علم ترمنځ د تضاد تېزس او نور نقدونه د کاتولیک کلیسا او علم ترمنځ په تاریخي یا معاصر تضاد ټینګار کوي او د ګالیله محاکمه هم د هغو ثبوت بولي. په همدې توګه کاتولیک کلیسا بیا خلکو ته لارښوونه کوي چې علم او عیسوي ایمان د یو بل بشپړونکي دي؛ هماغه ډول چې د کاتولیک کلیسا لارښوونې د عقیدې او علم موضوع ته په داسې ډول اشاره کوي: [۱][۲][۳]

په داسې حال کې چې ایمان له عقل څخه لوړ دی، خو هېڅکله نه شي کېدای د ایمان او عقل ترمنځ واقعي اختلاف شتون ولري. له هاغه راهیسې کله چې هماغه خدای چې اسرار ښکاره کوي او خلکو ته ایمان القا کوي، د عقل رڼا یې هم د انسان په ذهن کې اچولې ده، خدای ځان غلط نه ثابتوي او نه هم حقیقت هېڅکله له کوم حقیقت سره مخالفت لرلی شي. له همدې امله د علومو په هره برخه کې څېړنې په دې شرط چې په واقعي علمي بڼه ترسره شي او اخلاقي قوانین له پامه وه نه غورځوي هېڅکله نه شي کېدلای له ایمان سره په ټکر کې وي، ځکه چې دنیوي چارې او ایماني موارد هم له هماغو سرچینه اخلي. هماغه خدای چې د طبیعت د اسرارو څخه خبر دی، دا ټول د هغه په لاس او د ده له خوا هدایت کېږي، ځکه چې خدای د هرڅه ساتونکی دی او هر څه یې په غوره ډول جوړ کړي دي. [۴]

کاتولیک پوهانو که هغه مذهبي او یا غیر مذهبي وو په ډیری برخو کې یې د علمي اکتشافاتو مشري پر غاړه لرلې. له لرغونې زمانې راهیسي عیسویان په عملي مرستندویه چارو ټینګار لري چې د نرسنګ یا روغتیا پالنې د برخې او روغتونونو د منظمې پراختیا لامل ګرځېدلې دي او تر نن ورځې پورې کلیسا په ټوله نړۍ کې د خصوصي روغتیايي پالنو او څېړنیزو چارو مالي ملاتړې ده. د روم له سقوط وروسته په لویدیځه اروپا کې صومعې او کلیساوې د زده کړو په سنګرونو واوښتې او ډېری روحانیون د خپل مهال مخکښ عالمان شول، دوی د طبیعت، ریاضیاتو او د ستورو د حرکت (د مذهبي موخو لپاره) په برخو کې څېړنې کولې. د منځنیو پېړیو پر مهال کلیسا د اروپا لومړني پوهنتونونه تاسیس کړل او د رابرټ ګروسټسټ، لوی البرټ، راجر بېکن او توماس اکویناس په څېر یې داسې پوهان وروزل چې د علمي کړنلارو په رامنځته کولو کې یې پام وړ ونډه لرله. [۵][۶][۷]

نن ورځ نږدې ټول تاریخ پوهان د دې اړوند یوه خوله دي چې عیسویت (کاتولیک او پروتستانت) ډېری لومړنی روڼ آندي د طبیعت سیستماتیکې مطالعې ته سوق کړل. تاریخ پوهانو همدارنګه موندلې چې له عیسوي عقیدې څخه اخیستل شوو مفاهیمو په علمي بحث کې له ځای موندلو وروسته پام وړ پایلې لرلې دي. -         نووا جې. افرون[۸]

په دغه دوره کې کلیسا سربېره پر دې د لویو کلیساګانو په جوړولو کې د انجینرۍ د چارو اصلي ملاتړې وه. د رنسانس دورې څخه وروسته کاتولیک پوهان د بېلابېلو علمي څانګو د پلرونو په توګه پېژندل کېدل: نیکولاس کوپرنیک (۱۴۷۳ – ۱۵۴۳ زکال) د لمر مرکزیت د نظریې مخکښ، رنه دکات (۱۵۹۶ – ۱۶۵۰ زکال) د تحلیلي هندسې پلار او د معاصرې فلسفې یو بنسټګر، ژان باپتېست لامارک (۱۷۴۴ – ۱۸۲۹ زکال) د لامارکېزم په اډانه کې د تکامل د تیوري بنسټګر، ګریګورمنډل (۱۸۲۲ – ۱۸۴۴ زکال) د ژنټیکي علومو مخکښ او پلار جورج لومټر (۱۸۹۴ – ۱۹۶۶ زکال) د لویې چاودنې پر بنسټ د کیهانی موډل وړاندې کوونکی و. دغه مهال د جېسېز سوسایټي په نامه د عیسویانو ټولنه په ځانګړې توګه د ستورپوهنې په برخه کې فعاله وه؛ پاپ او یسوعیانو په پیل کې د ګالیله د مشاهداتو او مطالعاتو ترویج ته مخه کړه، تر دې چې ګالیله له محاکمه کېدو سره مخ شو او د رومي څېړنو له امله اړ شو له خپلو چارو منصرف شي. د علومو څخه د کلیسا ملاتړیزې چارې د پاپي علومو د اکاډمۍ (په ۱۶۰۳ زکال کې د لینسیانو د ټولنې ځای ناستې) او د واټیکان د رصد خانې (په ۱۵۸۰ زکال کې د ګریګورې د رصد خانې ځای نیونکې) په څېر یو شمېر بنسټونو له خوا دوام لري. [۹][۱۰]

د علم او کلیسا ترمنځ د تضاد تیوري[سمول]

دغه لیدلوری چې کلیسا د علومو ملاتړې پاتې شوې د یو شمېر هغو کسانو له نیوکو سره مخ ده چې د داسې یوې توپیر لرونکې تاریخي اړیکې څخه یادونه کوي چې له فعال او یا هم ځانګړي ملاتړ څخه په شدیدې نښتې (د بدعت د تور پر بنسټ) اوښتې ده – یا هم د هغو کسانو له خوا چې د دین او علم ترمنځ د دوامدارو فکري ستونزو څخه خبرې کوي. یو شمېر روڼ آندو فیلسوفانو لکه ولټر په مشهور ډول د منځنیو پېړیو لاسته راوړنې له پامه غورځولې دي. په ۱۹مه پېړۍ کې د «تضاد موضوع/ تېزس» د کلیسا او علم ترمنځ د یو تضاد یا داخلي ستونزې د بیان کولو په موخه رامنځته شوه. له دغې اصطلاح څخه لومړنۍ تاریخي ګټنه څرګندوي چې کلیسا د تل لپاره له علم سره په مخالفت کې وه. ورته مهال یې راتلونکو ګټنو له علم سره د کلیسا د معرفتي مخالفت څرګندويي کوله. دغه موضوع د کلیسا او علم ترمنځ اړیکه په داسې توګه تفسیر کوي چې په نه مخنیوي کېدوني ډول د عامه دښمنۍ لامل ګرځېدلې؛ هغه مهال چې دین د ګالیله د جنجال په څېر نوي علمي نظریات په تهاجمي بڼه وننګول. یو بل ځای نیونکی نقد هم دا دی چې کلیسا له هغو ځانګړو علمي اکتشافاتو سره مخالفت لرلی چې له هغو څخه به یې د خپل ځواک او واکمنۍ پر وړاندې د ګواښ احساس کاوه – دغه مخالفت په ځانګړې توګه د اصلاحاتو او همدارنګه د روڼ آندۍ پر مهال شتون درلود.[۱۱][۱۲][۱۳]

خپله کلیسا بیا د ذاتي مخالفت مفهوم رد کوي. د واټیکان شورا (۱۸۶۹/۱۸۷۰ زکال) اعلان کړه چې «ایمان او عقل په مشترکه بڼه له یو بل سره مرسته کوي». په ۱۹۱۲ زکال کې کاتولیک پوهنغونډ څرګنده کړې چې «د کلیسا او علم ترمنځ مخالفت واقعي نه دی» او زیاته کړې یې ده چې په دغه ډول جنجالونو کې دغه باور د ناسمو فرضیاتو له امله اټکل کېږي. دویم پاپ ژان پال د ایمان او عقل ترمنځ د اړیکې اړوند کاتولیک لیدلوری په داسې ټکو کې را لنډ کړی چې «ایمان او عقل دوه وزرونه دي چې پر مټ یې د انسان ارواه تر وروستي بریده په حقیقت کې مخکې تللی شي؛ خدای دې ته د انسانانو په زړه کې ځای ورکړی څو ځانونه په حقیقت پوی کړي – په یوه جمله کې، چې سړی ځان وپېژني – له همدې امله د خدای په پېژندلو او له هغه سره د مینې پر مټ ټول نارینه او ښځینه کولای شي د ځان اړوند بشپړ حقیقت درک کړي». اوسنی پاپي ستورپوه یا منجم ګای کونسلماګنو علم «عبادت» بولي او هغه «خالق ته د نږدې کېدو د لارې» په توګه توصیف کوي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Wallace, William A. (1984). Prelude, Galileo and his Sources. The Heritage of the Collegio Romano in Galileo's Science. N.J.: Princeton University Press.
  2. Lindberg, David C.; Westman, Robert S., سمونګران (27 July 1990) [Duhem, Pierre (1905). "Preface". Les Origines de la statique 1. Paris: A. Hermman. p. iv.]. "Conceptions of the Scientific Revolution from Bacon to Butterfield". Reappraisals of the Scientific Revolution (چاپ 1st). Cambridge: Cambridge University Press. مخونه 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-34804-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Heilbron, J. L. (June 2009). The Sun in the Church. Harvard University Press. مخونه 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674038486. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "Saint Charles Borromeo Catholic Church of Picayune, MS - Faith - Catechism of the Catholic Church - Table of Contents with Paragraph Numbers". www.scborromeo.org. 159, 37. لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. . The Catholic Church and the Creation of the University.
  6. . Middle-Ages Science - Medieval Period - History of Science.
  7. "Facts - Statistics". www.chausa.org. لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Numbers, Ronald L. (8 November 2010). Galileo Goes to Jail and Other Myths about Science and Religion. Harvard University Press. مخونه 80–81. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674057418. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "Home page of the Pontifical Academy of Sciences". www.pas.va. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مې ۲۰۱۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Heilbron, J. L. (June 2009). The Sun in the Church. Harvard University Press. مخونه 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674038486. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. . The Church Opposes Science: The Myth Catholic Irrationality.
  12. "ConflictThesis". www.fredseiler.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ جنوري ۲۰۱۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Smith, Randall (2015-04-29). "A "War" between Science and Religion?". The Catholic Thing. لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. "Science"; Catholic Encyclopedia
  15. Vatican Council (Sess. III, de fide, c. 4)
  16. Fides et Ratio Archived November 26, 2011, at the Wayback Machine.; Pope John Paul II
  17. The Pope's astronomer on space, the Bible and alien life"; The Sydney Morning Herald; 16 October 2014