علمي توکمپالنه
عمومي مالومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
برخه د |
---|
علمي توکمپالنه چې کله ناکله بیولوژیکي توکمپالنې هم بلل کېږي، داسې یوه کاذبه علمي عقیده ده چې ګواکي د توکمپالنې (توکمیز تبعیض)، توکمیز ټیټوالي یا توکمیز غوره والي د ملاتړ یا توجیې لپاره تجربي شواهد موجود دي. علمي توکمپالنه د تاریخ له نظره په ټوله علمي ټولنه کې اعتبار ترلاسه کړ، خو نوره علمي نه ګڼل کېږي. په بیولوژیکي جلا ډلو د بشریت وېشل کله ناکله د توکمیزپالنې، توکمیز ریالیزم یا د توکمیز علم په نوم یادېږي. عصري علمي اجماع دا نظر ردوي، ځکه چې د عصري جنیټیکي څېړنو سره انطباق نه لري. [۱][۲][۳][۴][۵]
علمي توکمپالنه، د انسان پېژندنې د طبقه بندیو په وړاندې کولو کې چې له فزیکی پلوه مجزا انساني توکمونو ته د انسانانو د نفوس له طبقه بندۍ څخه ملاتړ کوي، انسان پېژندنه (په ځانګړې توګه فزیکي انسان پېژندنه)، د انسان جسمي اندازه ګیري یا انتروپومټري، د ککرۍ اندازه ګیري یا کرینیومیټري، تکاملي بیولوژي او نورې څانګې یا کاذبې – څانګې ناسمې استعمالوي، ناسمې تعبیروي یایې تحریف کوي، چې یو شمېر یې امکان لري د نورو څخه غوره یا ټیټ وي. علمی توکمپالنه د ۱۶۰۰ ز کال له لسیزې څخه د دوهمې نړیوالې جګړې تر پای ته رسېدو پورې عامه وه. علمي توکمپالنه د شلمې پېړۍ له دوهمې نیمایي راهیسې منسوخ او نااعتباره تر نیوکې لاندې نیول شوې، خو بیا هم په دوامداره توګه د توکمیز کتګوریو په شتون او اهمیت باندې د باور او د غوره او ټيت توکمونو د مراتبو د سلسلې پربنسټ د توکمپاله نړیوال لید د ملاتړ یا اعتبار لپاره کارول کېږي. [۶]
علمي توکمپالنه د دوهمې نړیوالې جګړې له ختمېدو وروسته په ځانګړې توګه د یونیسکو د توکمپالنې ضد په لومړنۍ بیانیه "د توکم مسئله" ( ۱۹۵۰ز کال) کې په تیوري او عمل کې رسماً وغندل شوه: "د توکم بیولوژیکي حقیقت او د توکم افسانې تر منځ باید توپیر وشي. د ټولو ټولنیزو عملي موخو لپاره 'توکم' هغومره چې ټولنیز افسانه ده، بیولوژیکي پدیده نه ده، د "توکم" افسانې ډېر لوی انساني او ټولنیز زیانونه رامنځته کړي. په وروستیو کلونو کې یې د انسانانو ژوند ته سخت زیان اړولی دی او د بې شمېره کړاوونو لامل شوې ده." د هغه وخت راهیسې، د انسان په تکاملي وراثت او په فزیکي انسان پېژندنه کې پرمختګونه د انسان پوهانو ترمنځ د یوې نوې اجماع لامل شوې دي، دا چې انساني توکم بیولوژیکي پدیده نه بلکې ټولنیزه سیاسي پدیده ده. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
عموماً د علمي توکمپالنې اصطلاح کله چې په ډېر عصري تیوریو، لکه د بیل کورو (۱۹۹۴ ز کال) نظریاتو کې پلي کېږي، په منفي معني کې کارول کېږي. منتقدین استدلال کوي چې دا ډول آثار د توکمپالنې په پایلو پر اصل لکه د توکم او ځیرکتیا تر منځ جنټیکي اړیکه باندې ولاړ دي، چې شته شواهد یې ملاتړ نه کوي. خپروندویې لکه د بشر درې میاشتنۍ ژورنال (Mankind Quarterly)، چې په ښکاره ډول د "توکم حساسیت" ژورنال په توګه رامنځته شوه، په عمومي ډول د علمي توکمپالنې لپاره د تبلیغ د وسیلې په توګه ګڼل کېږي، ځکه چې دوی د انساني تکامل، ځیرکتیا، توکمپوهنې، ژبې، افسانې، لرغونپوهنې او توکم په اړه حاشیوي تفسیرونه خپروي. [۱۲]
د علمي توکمپالنې ریښې
[سمول]د روشنګرۍ دورې متفکرین
[سمول]د روشنګرۍ دورې په اوږدو کې (د ۱۶۵۰ ز کال له لسیزې څخه د ۱۷۸۰ ز کال تر لسیزې پورې دوره ده)، د انسان د اصل و نسب یووالي یا مونوجینیزم (monogenism) او انسان د اصل و نسب څووالی یا پولي جینزم (polygenism) شهرت ترلاسه کړ، که څه هم د ۱۹ پېړۍ په اوږدو کې د معرفت پېژندنې په بڼه منظم نشو. مونوجینیزم ادعا کوي چې ټول توکمونه یو واحد اصل لري، پداسې حال کې چې پولي جینیزم داسي نظر دی چې هر توکم جلا اصل لري. د "توکم" او "نوعې" کلمې تر ۱۸ پېړۍ پورې د تبادلې وړ وې.[۱۳]
فرانسوا برنیر
[سمول]فرانسوا برنیر (۱۶۲۰ – ۱۶۸۸ ) یو فرانسوی طبیب او توریست و. په ۱۶۸۴ ز کال کې یې یوه لنډه مقاله خپره کړه، چې انسانیت یې په کې په "توکم" وېشلی، افراد او په ځانګړې توګه ښځې د پوستکي د رنګ او یو څو نورو فزیکي ځانګړتیاو له مخې جلا کوي. دا مقاله په مستعار نوم په Journal des Savants کې چې په اروپا کې ترټولو لومړنۍ خپور شوی علمي ژورنال ؤ، " په ځمکه کې د ساکن انسان د بېلابېلو نوعو یا توکمونو په وسیله د ځمکې د نوي وېش" تر سرلیک لاندې خپره شوه. [۱۴]
نوموړي په مقاله کې څلور مختلف توکمونه جلا کړل: ۱) په لومړي توکم کې د اروپا، شمالي افریقا، منځني ختیځ، هند، سویل ختیځې آسیا او امریکا نفوس شامل ؤ، ۲) په دوهم توکم کې د جنوبي سهارا افریقایان شامل ؤ. ۳) په دریم توکم کې ختیځه او شمال ختیځه آسیا شامل ؤ او ۴) څلورم توکم کې سامي خلک وو. د ښځینه ښکلا په بېلابېلو ډولونو ټینګار توضیح کېدی شي، ځکه چې مقاله د فرانسوي سالون کلتور (French Salon culture) محصول وه. برنیر ټینګار وکړ چې د ناول طبقه بندي یې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د مسافرت پر مهال د خپلو شخصي تجربو پربنسټ وه. برنیر د اساسي جنیټیکي توپیرونو او تصادفي جنیټیکي توپیرونو ترمنځ چې په چاپېریالي فکتورونو پورې یې تړاو لره، فرق وړاندیز کړ. همدارنګه وړاندیز یې وکړ چې دوهم معیار ممکن د فرعي ډولونو په توپیر پورې تړلی وي. د توکمیز ډولونو بیولوژیکي طبقه بندي هېڅکله په دې هڅه کې نه وه چې د فزیکي ځانګړتیاو څخه بهر لاړه شي او هغه د انساني تنوع د درجې په تشریح کې د اقلیم او خوړو رژیم رول هم ومنه. برنیر لومړی کس ؤ چې د "انسان د نوعو" مفکوره یې وغځوه ترڅو ټول انسانیت د توکم له پلوه طبقه بندي کړي، خو د هغو "توکمونو" تصور یې چې کړی ؤ، کلتوري مراتب سلسله یې جوړه نه کړه. له بل پلوه هغه په ښکاره ډول سپین پوستي اروپایان د هغه معیار په توګه چې نورو توکمونو ځنې انحراف درلود، ځای په ځای کړل. [۱۵][۱۶]
هغه ځانګړتیاوې چې یې هر یوه توکم ته منسوب کړې، دقیقاً اروپا ته متمرکزې نه وې، ځکه چې هغه فکر کاوه چې د معتدلې اروپا، امریکا او هند خلک د کلتور له پلوه ډېر توپیر لري، تقریباً یوې توکمیزې ډلې ته تړاو لري او د اقلیم او سازماني تاریخ له لارې یې د هند د تمدنونو (د هغه د تخصص اصلي ساحه) او اروپا تمدنونو ترمنځ توپیرونه تشریح کړل. له بلې خوا هغه د اروپایانو او افریقیانو ترمنځ په بیولوژیکي توپیر ټینګار وکړ او د شمالي اروپا د ډېر ساړه اقلیم د سامي خلکو (لاپونان) او د ښه امید رأس (Cape of Good Hope) د افریقایانو په اړه ډېرې منفي تبصرې وکړې. د بېلګې په توګه هغه لیکلي چې "لاپونان یا (Lappons ) څلورم توکم جوړوي. په دې توکم کې کوچني او لنډي خلک دي چې پلنې پښې، پراخې اوږې، لنډه غاړه او داسې مخ لري چې نه پوهیږم څنګه یې توصیف کړم، پرته له دې چې اوږد دی، ډېر بدرنګ او د یږې مخ ته ورته دی. ما دوی یوازې دوه ځله په ډانزیګ (Danzig) کې لیدلي، خو هغه انځورونه چې ما لیدلي او د یو شمېر خلکو څخه چې ما اوریدلي دې، دې ته پام سره دوی بدرنګ څاروي دي". د هغه څه د راڅرګندېدو لپاره چې جان پائو روبیس یې "عصري توکمیزې خبرې اترې" بولي د برنیر په اهمیت باندې بحث شوی دی، چې سیپ سټورمن یې د عصري توکمیز فکر پیل بولي، پداسې حال کې چې جان پائو روبیس فکر کوي چې که د انسانیت په اړه د برنیر ټول نظر په پام کې ونیول شي، د دې اهمیت لږ دی.[۱۵][۱۶][۱۷]
رابرټ بویل د هنري دي بولین ویلیرز پر وړاندې
[سمول]انګلیس-آیرلنډی طبیعي فیلسوف، کیمیا پوه، فزیک پوه او مخترع رابرټ بویل (۱۶۲۷ – ۱۶۹۱ز کلونو) لومړنی ساینس پوه ؤ چې د توکم وڅېړه. بویل په هغه څه چې نن ورځ مونوجینیزم بلل کېږي، باور درلود، یعنې دا چې ټول توکمونه، پرته له دې ځومره متنوع ؤ، د یوې سرچینې، آدم او حوا څخه ؤ. هغه د مور او پلار د مختلف الرنګه البینو د زیږون په اړه راپور شوې کیسې وڅېړلې، نو دې پایلې ته ورسېد چې آدم او حوا په اصل کې سپین پوستي وو او دا چې سپین پوستي کولی شي مختلف الرنګه توکمونه وزیږوي. رابرټ هوک په فزیک کې نور تیتوالي په وسیله د رنګ او رڼا په اړه د اسحاق نیوټن او خپلې نظریې هم د پولی جینیزم خبرو اترو ته وغځول شوې او ګمان یې دا ؤ چې ښايي دا توپیرونه د "نطفې اغېزو" له امله وي. که څه هم د بویل په لیکنو یادونه شوې چې د هغه په وخت کې، د "اروپایي سترګو" لپاره په رنګ کې د ښکلا اندازه دومره نه ارزول کېده، خو " قد او جګوالی، د بدن د غړو ښکلی تناسب او په مخ کې ښې ځانګړتیاوې" ارزول کېدې. د علمي ټولنې زیاتره غړو د هغه نظرونه رد کړل او هغوی یې "پرېښانکونکي" یا "مضحک" وبلل. [۱۸][۱۹]
له بل پلوه، تاریخ لیکونکي هنري دي بولین ویلیرز (۱۶۵۸ – ۱۷۲۲ز کلونه) فرانسویان په دوو توکمونو ووېشل: (۱) اشرافي "فرانسوي توکم" چې د جرمن یرغلګرو فرانکانو له نسل څخه دي او (۲) د ګالو-رومي اصلي توکم (د دریم طبقې سیاسي خلک) ؤ. فرانکي اشراف د تصرف د فطري حق له لارې په ګالانو (Gauls) باندې تسلط درلود.
هنري دي بولین ویلیرز چې په خپل وخت کې یې د "تصرف په حق" باور درلود، د "توکم" یې د بیولوژیکي پلوه د بدلون وړ نه بله، بلکې معاصر کلتوري جوړښت یې بله. د فرانسې د تاریخ په اړه یې توکمپاله روایت په بشپړ ډول افسانوي نه ؤ: د تقدیس لیکنو (hagiographies) او حماسي شعرونو لکه د رولانډ سندره (The Song of Roland) (La Chanson de Roland، تقریباً 12 پېړۍ) د "ملاتړ" سره سره، هغه په فرانسه کې د جنیټیکي او ژبني پلوه جلا آلماني او لاتین ژبو خلکو په تاریخي شتون باندې د خپل توکمیز توپیر پر بنسټ د علمي مشروعیت غوښتنه وکړه. د هغه د توکم تیوري د هغو بیولوژیکي حقایقو څخه چې د ۱۹ پېړۍ په علمي توکمپالنه کې په کې لاس وهل شوی ؤ، جلا وه (د کلتوري نسبتپالنې سره پرتله شي).
ريچارډ براډلي
[سمول]ریچارډ براډلي (۱۶۸۸ – ۱۷۳۲ ز کلونه) یو انګلیسي طبیعت پوه ؤ. هغه په خپل کتاب "د طبیعت د آثارو فلسفي تشریح" (۱۷۲۱زکال) کې ادعا کړې چې د پوستکي رنګ او نورو جسمي ځانګړتیاوو پر بنسټ "پنځه ډوله نارینه" موجود دي: سپین پوستي اروپایان چې ږیره لري؛ په امريکا کې بې ږيرې سپين پوستي (يعنې اصلي امريکايان)؛ هغه نارینه چې مسي رنګه پوستکی، کوچنۍ سترګې او مستقیم تور وېښتان لري؛ تور پوستی چې مستقیم تور وېښتان لري؛ او تور پوستي چې لوپه لوپه وېښتان لري. داسې ګمان کېږي چې د هغه تشریح د لیناوس وروستی کټګورۍ ته الهام ورکړ. [۲۰]
لارډ کامز
[سمول]د سکاټلنډی وکیل هنري هوم، لارډ کامز (۱۶۹۶ – ۱۷۸۲ ز کلونو) یو پولیجینیسټ ؤ، هغه باور درلود چې خدای په ځمکه کې مختلف توکمونه په جلا جلا سیمو کې پیدا کړي دي. هوم د ۱۷۳۴ کال په خپل کتاب کې، د انسان د تاریخ په اړه طرحې، ادعا وکړه چې چاپېریال، اقلیم یا د ټولنې حالت نشي کولی توکمیز توپیرونه تشریح کړي، نو دې توکمونو باید د جلا جلا اصل و نسب څخه سرچینه اخیستې وي. [۲۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Ostensibly scientific": cf. Theodore M. Porter, Dorothy Ross (eds.) 2003. The Cambridge History of Science: Volume 7, The Modern Social Sciences Cambridge University Press, p. 293 "Race has long played a powerful popular role in explaining social and cultural traits, often in ostensibly scientific terms"; Adam Kuper, Jessica Kuper (eds.), The Social Science Encyclopedia (1996), "Racism", p. 716: "This [sc. scientific] racism entailed the use of 'scientific techniques', to sanction the belief in European and American racial Superiority"; Routledge Encyclopedia of Philosophy: Questions to Sociobiology (1998), "Race, theories of", p. 18: "Its exponents [sc. of scientific racism] tended to equate race with species and claimed that it constituted a scientific explanation of human history"; Terry Jay Ellingson, The myth of the noble savage (2001), 147ff. "In scientific racism, the racism was never very scientific; nor, it could at least be argued, was whatever met the qualifications of actual science ever very racist" (p. 151); Paul A. Erickson, Liam D. Murphy, A History of Anthropological Theory (2008), p. 152: "Scientific racism: Improper or incorrect science that actively or passively supports racism".
- ↑ Gould 1981, pp. 28–29. "Few tragedies can be more extensive than the stunting of life, few injustices deeper than the denial of an opportunity to strive or even to hope, by a limit imposed from without, but falsely identified as lying within."
- ↑ Kurtz, Paul (September 2004). "Can the Sciences Help Us to Make Wise Ethical Judgments?". Skeptical Inquirer. Archived from the original on November 23, 2007. نه اخيستل شوی December 1, 2007.
There have been abundant illustrations of pseudoscientific theories-monocausal theories of human behavior that were hailed as "scientific"-that have been applied with disastrous results. Examples: ... Many racists today point to IQ to justify a menial role for blacks in society and their opposition to affirmative action.
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
و|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
و|archive-url=
specified (help) - ↑ "Encyclopedia of Philosophy and the Social Sciences".. (2013). SAGE Publications. 779. ISBN 9781452276045.
- ↑ Templeton, A. (2016). EVOLUTION AND NOTIONS OF HUMAN RACE. In Losos J. & Lenski R. (Eds.), How Evolution Shapes Our Lives: Essays on Biology and Society (pp. 346–361). Princeton; Oxford: Princeton University Press. doi:10.2307/j.ctv7h0s6j.26. That this view reflects the consensus among American anthropologists is stated in: Wagner, Jennifer K.; Yu, Joon-Ho; Ifekwunigwe, Jayne O.; Harrell, Tanya M.; Bamshad, Michael J.; Royal, Charmaine D. (February 2017). "Anthropologists' views on race, ancestry, and genetics". American Journal of Physical Anthropology. 162 (2): 318–327. doi:10.1002/ajpa.23120. PMC 5299519. PMID 27874171. See also: American Association of Physical Anthropologists (March 27, 2019). "AAPA Statement on Race and Racism". American Association of Physical Anthropologists. نه اخيستل شوی June 19, 2020.
- ↑ Cf. Patricia Hill Collins, Black feminist thought: knowledge, consciousness, and the politics of empowerment (2nd ed., 2000), Glossary, p. 300: "Scientific racism was designed to prove the inferiority of people of color"; Simon During, Cultural studies: a critical introduction (2005), p. 163: "It [sc. scientific racism] became such a powerful idea because ... it helped legitimate the domination of the globe by whites"; David Brown and Clive Webb, Race in the American South: From Slavery to Civil Rights (2007), p. 75: "...the idea of a hierarchy of races was driven by an influential, secular, scientific discourse in the second half of the eighteenth century and was rapidly disseminated during the nineteenth century".
- ↑ UNESCO, The Race Question, p. 8
- ↑ Gannon, Megan (February 5, 2016). "Race Is a Social Construct, Scientists Argue". Scientific American (په انګليسي). نه اخيستل شوی December 25, 2018.
- ↑ Daley, C. E.; Onwuegbuzie, A. J. (2011). "Race and Intelligence". In Sternberg, R.; Kaufman, S. B. (eds.). The Cambridge Handbook of Intelligence. Cambridge New York: Cambridge University Press. pp. 293–306. ISBN 9780521518062.
- ↑ Diana Smay, George Armelagos (2000). "Galileo wept: A critical assessment of the use of race in forensic anthropolopy" (PDF). Transforming Anthropology. 9 (2): 22–24. doi:10.1525/tran.2000.9.2.19. Archived from the original (PDF) on August 18, 2018. نه اخيستل شوی July 13, 2016.
- ↑ Rotimi, Charles N. (2004). "Are medical and nonmedical uses of large-scale genomic markers conflating genetics and 'race'?". Nature Genetics. 36 (11 Suppl): 43–47. doi:10.1038/ng1439. PMID 15508002.
Two facts are relevant: (i) as a result of different evolutionary forces, including natural selection, there are geographical patterns of genetic variations that correspond, for the most part, to continental origin; and (ii) observed patterns of geographical differences in genetic information do not correspond to our notion of social identities, including 'race' and 'ethnicity
- ↑ Tucker 2007
- ↑ Jen E. Boyle (2010), "Anamorphosis in Early Modern Literature: Mediation and Affect", Ashgate, p. 74
- ↑ François Bernier, "A New Division of the Earth" from Journal des Scavans, 24 April 1684. Translated by T. Bendyshe in Memoirs Read Before the Anthropological Society of London, vol. 1, 1863–64, pp. 360–64.
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Stuurman, S. (2000), "François Bernier and the invention of racial classification", History Workshop Journal, 50, pp. 1–21.
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Joan-Pau Rubiés, «Race, climate and civilization in the works of François Bernier», L'inde des Lumières. Discours, histoire, savoirs (XVIIe-XIXe siècle), Purushartha 31, París, Éditions de l'EHESSS, 2013, pp. 53–78.
- ↑ French introduction by France Bhattacharya to an edition of Voyage dans les Etats du Grand Mogol (Paris: Fayard, 1981).
- ↑ Robert Boyle (1664), "Experiments and Considerations Touching Colours", Henry Herringman, London, pp. 160–61
- ↑ Palmeri, Frank (2006). Humans And Other Animals in Eighteenth-Century British Culture: Representation, Hybridity, Ethics. pp. 49–67.
- ↑ Staffan Müller-Wille (2014). "Linnaeus and the Four Corners of the World". The Cultural Politics of Blood, 1500–1900. pp. 191–209. doi:10.1057/9781137338211_10. hdl:10871/16833. ISBN 978-1-349-46395-4.
- ↑ Jackson & Weidman 2005, pp. 39–41