توکمپالنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

توکمپالنه (په انگرېزي: Racism) دې باور ته ويل کېږي چې ګوندې ځينې انسانان د خپلو ميراثي ځانګړنو پر بنسټ، د جلا ځانګړتياوو او چلندونو څښتنان دي او په همدې اساس، د يو بل توکم په پرتله د غوره توکم په توګه وېشل کېږي. همدا راز توکمپالنه د تعصب، تبعيض، يا د نورو په وړاندې تضاد بلل کېدای شي، ځکه چې دوی يو بل توکم يا قوميت لري. د توکمپالنی اوسني ډولونه ډېر ځله د خلکو تر منځ د مختلفو بيولوژيکي توپيرونو په اړوند د ټولنيز درک پر بنسټ ولاړ دي. شونې ده چې دا ډول اندونه، د ټولنيزو کړنو، کارونو، باورونو يا سياسي نظامونو بڼه غوره کړي، په کوم کې چې بېلا بېل توکمونه د ځانګړتياوو، توانايۍ يا د ګډو فرض کړای شوو څرنګتياوو پر بنسټ، يو له بل څخه غوره يا کم ډلبندي شي. داسې هڅې شوي دي چې، توکمپاليز باورونه، له علمي لارو چارو څخه روا(مشروع) وګڼل شي، چې ډېری يې بې بنسټه بلل شوي دي.[۱][۲][۳]

د سياسي جوړښت له نظره (د بېلګې په ډول اپارتاييډ) کوم چې د تعصباتو د څرګندونو يا د کرکجنو کارونو او يا قوانينو ملاتړ کوي، شونې ده چې په توکمپاله نظرياتو کې ټولنيز اړخونه هم شامل وي، لکه: اصليت پالنه، له پرديو ویره، پردي کېدل، جلا والی، په ميراثي بنسټ ډلبندي او غوره والی.

په داسې حال کې چې په معاصرو ټولنيزو علومو کې د توکم او قوميت تصور له ټولو جلا بلل شوی، دواړه اصطلاحات په پخوانيو ټولنيزو او علمي ادبياتو کې يو له بل سره د ورته والي اوږد تاريخ لري. په دوديز ډول په عمومي توګه، «قوميت پالنه» «توکم» ته په نژدې معنا سره کارول کېږي: د هغو کيفيتونو پر بنسټ، د انساني ډلو وېش چې باور کېږي، د يوې ډلې لپاره اړين يا اصلي دي (د نمونې په ډول شريک نسب يا شريک چلند). په همدې بنسټ توکمپالنه يا توکميز تبعيض، ډېر ځله د قوم يا کلتور پر اساس د توپير په معنا کارول کېږي، بې له دې چې دې توپير ته نژاد وويل شي يا نه. د توکميز توپير په اړه د ملګرو ملتونو له کنوانسيون سره سم، د «توکميزو» او «قومي» توپيرونو تر منځ توپير نه شته. د ملګرو ملتونو کنوانسينونه دې پايلې ته رسېدلی دي چې، په علمي بنسټ د توکميز توپير پر بنسټ غوراوی ناسم دی، اخلاقاً د غندنې وړ، په ټولنيز ډول غیر عادلانه او خطرناک دي. کنوانسيون اعلان کړی، چې د توکميز توپير لپاره هېڅ توجيه نه شته، هيڅ چېرته هم نه؛ نه په نظريه کې او نه په عمل کې. [۴]

توکمپالنه یو څه نوی مفهوم دی، چې د اروپايي امپرياليزم په پړاو، په تعقيب يې د پانګه یيز نظام او په ځانګړي ډول د اتلانتيک د مريانو د سوداګرۍ پر مهال يې سر راپورته کړی، کوم چې د توکمپالنې د رامنځته کېدو اصلي محرک و. توکمپالنه د توکميز جلاوالي تر شا اصلي ځواک و، په ځانګړي ډول په نولسمه او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې په متحده ايالاتو کې او په سويلي افريقا کې د اپارتاييد واکمني پر مهال؛ په لويديځ کلتور کې په نولسمه او شلمه پېړۍ کې توکمپالنه په ځانګړي ډول مستنده شوې چې د توکمپالنې اړوند مطالعاتو او ويناوو کې د يوې مرجع په توګه ګرځېدلې ده. توکمپالنه په نسل وژنه، لکه هالوکاسټ، امريکايي نسل وژنه او د سربانو نسل وژنه کې ځانګړې ونډه درلودې ده. د زبېښاک په پروژو کې يې هم د پام وړ ونډه لرلې، لکه د اروپايانو له خوا د امريکاګانو، افريقا او اسيا مستعمره کول او همدا شان، د شوروي له خوا د اصلي لږه کيو په شړلو کې مهم عنصر و. ډېر ځله اصلي اوسېدونکي خلک، د توکمپال چلند موخه ګرځېدلي او اوس هم هدف دي.[۵][۶][۷][۸][۹]

رېښه پېژندنه، تعريف او کارېدل

په نولسمه پېړۍ کې، ډېرو پوهانو باور درلود، چې انسانان بايد د توکم پر ابنسټ ووېشل شي. د توکمپالنې اصطلاح هغه نوم دی، چې د توکمپالۍ حالت بيانوي. د دې باور منل چې شونې ده او يا بايد انسانان د بېلا بېلو وړتياوو او تمايلاتو پر اساس وېشل کېدای شي، چې په همدې بنسټ ممکنه ده، د يوې سياسي نظريې محرک وګرځي، په کوم کې چې حقوق او امتيازات د توکميزو برخو پر بنسټ وېشل شوي وي. شونې ده چې د «توکمپال» ټکی يا يو نوم يا يو ستاینوم(صفت) وي، که نوم وبلل شي، نو د هغه کس ښودنه به کوي، چې توکمپاله باورنه لري. د «توکم» ټکي رېښه روښانه نه ده. ژبپوهان په عموم کې يوه خوله دي چې دا ټکی انګليسي ژبې ته له فرانسوي ژبې لېږدېدلی دی، خو په دې اړه توافق نه شته چې دا ټکی هغو ژبو ته څه ډول راغلی، چې لاتيني بنسټ لري. وروستۍ وړانديزونه دا دي چې، دا ټکی د عربي ژبې د رأس له لفظ څخه راايستل شوی، چې معنا يې «سر، پيل، اصليت» دی، يا د عبري ژبې له روش کليمې څخه اخستل شوی، چې معنا يې د عربي ژبې لفظ ته ورته ده. د توکم لومړي اندپوهان په دې نظر و، چې ځينو توکمونو په نورو غوراوی درلود او په همدې بنسټ، دوی باور لاره، چې له توکمونو سره جلا جلا چلند کول په بشپړه معنا عادلانه و.  دې لومړيو نظريو، د نيمه علمي څېړنيزو انګېرنو لارښوونه کړې، د توکميزو توپيرونو د اټکل لپاره مناسب تعريف او دې فرضيې ته د بڼې ورکولو ډله یيزې هڅې ته په عمومي ډول، د ساينسي توکمپالنې نوم ورکول کېږي، که څه هم د حقيقي پوهې د نشتوالي له امله، د دې ادعا د ملاتړ لپاره دا اصطلاح ناسم نوم دی.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

ډيری بيولوژي پوهان، بشرپوهان او ټولنپوهان، لکه: د جغرافيايي، قومي يا له خپلوانو سره د ودونو په څېر د ځانګړو معيارونو په ګټه، د توکمونو ډلبندي کول ردوي. له ۲۰۰۵ ز کال راهيسې، د انسان د ژينوم څېړنې ښيي چې، توکم د انسانانو لپاره معنا لرونکې ارثي ډلبندي نه ده.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په ۲۰۰۸ ز کال کې د اکسفورډ په انګليسي قاموس کې ځای کړای شوې برخه توکمپالنه (Racialism) داسې راپېژني: « له توکمپالنې څخه يوه مخکينۍ اصطلاح چې اوس يې ځای Racism اصطلاح نيولی» او د Racialism يادونه د ۱۹۰۲ ز کال څخه کوي. د اکسفورډ انګليسي قاموس، د توکمپالنې اصطلاح يادونه له ۱۹۰۳ ز کال څخه کوي. د اکسفورډ انګليسي قاموس (په ۱۹۸۹ ز کال کې بيا سمون ورکړل شوی) يې داسې تعريف کوي:«هغه نظريه چې د انسانانو بېلوونکې ځانګړتیاوې او وړتياوې د توکم پر بنسټ وټاکل شي». په همدې قاموس کې Racism  او Racialism په يوه معنا ښودل شوي دي: «د يوه ځانګړي توکم د غوره ګڼلو باور». د دویمې نړيوالې جګړې له پای ته رسېدو سره سم، توکمپالنې هماغه د غوره ګڼلو معنا خپله کړه، چې مخکې له توکمپالنې سره ملګرې وه: توکمپالنه هغه مهال په توکميز توپير، توکميز غوره والي او بد نيت دلالت کاوه. (د «توکم کرکه» اصطلاح، د ۱۹۲۰ز کلونو په پای کې، د ټولنپوه فریدريک هرتز له خوا هم کارول شوې ده). [۱۹][۲۰]

لکه چې تاريخ يې څرګندونه کوي، د توکمپالنې له کليمې څخه ګټه اخستل یوڅه نوې ده. په لويديزه نړۍ کې دا ټکی په پراخه کچه په ۱۹۳۰ مو زېږدېزو کلونو کې وکارول شو، کله چې دا ټکی د نازيانو د سياسي او ټولنيز اند د بيانولو لپاره کارېده، چا چې توکم ته د يوه طبيعي سياسي واحد په سترګه کتل. دا اتفاقي خبره ده چې، توکمپالنه د دې کليمې له رامنځته کېدو مخکې هم وه، خو د توکمپالنې د پېژند لپاره داسې اتفاقي تعريف نه شته، چې توکمپالنه څه ده او څه نه ده. نن سبا ځينې پوهان دا غوره بولي چې، د توکمپالنې مفهوم د جمعې په معنا وکاروي، تر څو د توکمپالنې ټول هغه ډولونه په کې شامل کړي چې، په يوه تعريف کې نه رانغښتل کېږي. دوی استدلال کوي چې، د توکمپالنې بېلا بېل ډولونه، په بېلا بېلو پړاوونو او جغرافيايي سيمو کې منځته راغلي. ګارنر ۲۰۰۹ز د توکمپالنې اوسني بېلا بېل تعريفونه لنډيزوي او درې عام عناصر په ګوته کوي چې، د توکمپالنې په دې درېو تعريفونو کې راټول دي. لومړی، د ډلو تر منځ  د تاریخي-  ميراثي ځواک اړيکه، دويم د توکميزو توپيرونو په اړوند د اندونو يوه ټولګه (يوه نظريه) او درېيم ـ تبعيضي کارونه.[۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې او ياداښتونه

  1. Ghani, Navid (2008). "Racism". In Schaefer, Richard T. (المحرر). Encyclopedia of Race, Ethnicity, and Society. SAGE. د کتاب پاڼي 1113–1115. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4129-2694-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Newman, D. M. (2012). Sociology: exploring the architecture of everyday life (الطبعة 9th). Los Angeles: SAGE. د کتاب پاڼې 405. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4129-8729-5. racism: Belief that humans are subdivided into distinct groups that are different in their social behavior and innate capacities and that can be ranked as superior or inferior. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Newman, D. M. (2012). Sociology: exploring the architecture of everyday life (الطبعة 9th). Los Angeles: Sage. د کتاب پاڼې 405. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4129-8729-5. racism: Belief that humans are subdivided into distinct groups that are different in their social behavior and innate capacities and that can be ranked as superior or inferior. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "International Convention on the Elimination of All Forms of Racial Discrimination". Office of the United Nations High Commissioner for Human Rights. د لاسرسي‌نېټه December 23, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Dennis, R.M. (2004). "Racism". In Kuper, A.; Kuper, J. (المحررون). The Social Science Encyclopedia, Volume 2 (الطبعة 3rd). London; New York: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-35969-1. Racism [is] the idea that there is a direct correspondence between a group's values, behavior and attitudes, and its physical features [...] Racism is also a relatively new idea: its birth can be traced to the European colonization of much of the world, the rise and development of European capitalism, and the development of the European and US slave trade. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Lieberman, L. (1997). ""Race" 1997 and 2001: A Race Odyssey" (PDF). American Anthropological Association. د کتاب پاڼې 2. In the period since 1492, European overseas empires and colonies were established ... The establishment of mines and plantations enriched Europe while impoverishing and decimating the conquered and enslaved peoples in Africa and the New World. The race concept helped to give all this the appearance of scientific justification. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Fredrickson, George M. 1988. The arrogance of race: historical perspectives on slavery, racism, and social inequality. Middletown, Conn: Wesleyan University Press
  8. Reilly, Kevin; Kaufman, Stephen; Bodino, Angela (2003). Racism : a global reader. Armonk, N.Y: M.E. Sharpe. د کتاب پاڼي 45–52. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7656-1060-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Martin, Terry (1998). "The Origins of Soviet Ethnic Cleansing". The Journal of Modern History 70 (4): 813–861. doi:10.1086/235168. https://dash.harvard.edu/bitstream/handle/1/3229636/Martin%201998.pdf?sequence=2. 
  10. Webster's Ninth New Collegiate Dictionary. Merriam-Webster, Inc. 1983. د کتاب پاڼې 969. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-87779-508-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. کينډۍ:Cite dictionary
  12. Garner, Steve (2009). Racisms: An Introduction. Sage. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Racism". The Canadian Encyclopedia. 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جون ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Multiple sources:
  15. Bamshad, Michael; Steve E. Olson (December 2003). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Does Race Exist?"]. Scientific American 289 (6): 78–85. doi:10.1038/scientificamerican1203-78. PMID 14631734. Bibcode2003SciAm.289f..78B. "If races are defined as genetically discrete groups, no. Researchers can, however, use some genetic information to group individuals into clusters with medical relevance.". 
  16. Patrinos, Ari (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "'Race' and the human genome"]. Nature Genetics 36 (S1–S2): S1–S2. doi:10.1038/ng2150. PMID 15510100. 
  17. Keita, Shomarka O. Y.; Rick A. Kittles (1997). "The persistence of racial thinking and the myth of racial divergence". American Anthropologist 99 (3): 534–44. doi:10.1525/aa.1997.99.3.534. http://www.councilforresponsiblegenetics.org/pageDocuments/WAURRSZQOE.pdf. Retrieved 2016-03-10. 
  18. Smedley, Audrey; Brian D. Smedley (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Race as biology is fiction, racism as a social problem is real: Anthropological and historical perspectives on the social construction of race"]. American Psychologist 60 (1): 16–26. doi:10.1037/0003-066x.60.1.16. PMID 15641918. 
  19. "racialism, n." OED Online. September 2013. Oxford University Press. (Accessed December 03, 2013).
  20. "racism, n.". OED Online. September 2013. Oxford University Press. Accessed December 3, 2013.
  21. Fredrickson, George M. (2002). Racism: A Short History. Princeton, NJ: Princeton University Press. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-11652-5. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ مارچ ۲۰۱۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Bethencourt, Francisco (2014). Racisms: From the Crusades to the Twentieth Century. Princeton, NJ: Princeton University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Garner, Steve (2009). Racisms: An Introduction. Sage. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)