عصري ترکيب (شلمه پېړۍ)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی


عصري ترکيب د شلمې پېړۍ د لومړيو هغه ترکيب و، چې د چارلس ډاروین (Charles Darwin) د تدريجي تکامل نظريه او د وراثت په اړه د ګريګور منډيل (Gregor Mendel) نظريې ته په يو ګډ رياضيکي چوکاټ کې متحد کوي. جولين هکسلي (Julian Huxley) دا اصطلاح د خپل ۱۹۴۲ ز کال کتاب (تدريجي تکامل: عصري ترکيب) کې اختراع کړه.

د نولسمې پېړۍ د طبيعي ټاکنې او (Mendelian genetics) نظريې د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د نفوسو جنيټيک سره يو ځای اېښودل شوې وې. عصري ترکيب د لرغوني ژوند پوهانو په واسطه د لوی تدريجي تکامل د پراخې کچې بدلونونه او د ژونديو موجوداتو سيمه یيز نفوس د کوچنۍ کچې بدلونونو تر منځ اړيکې هم په نښه کولې. ذکر شوی ترکيب، د هغې د رامنځته کوونکو په واسطه په بېلابېل ډول تعريف شوی دی. ايرنسټ ماير (Ernst Mayr په ۱۹۵۹ کې، جي ليديارد سټيببينس (G. Ledyard Stebbins) په ۱۹۶۶ کې او تيوډوسييس ډوبژانسکي (Theodosius Dobzhansky) په ۱۹۷۴ ز کې د بېلابېلو شمېر بنسيزو ادعاوو وړانديز کوي، که څه هم دوی ټول طبيعي ټاکنه په نظر کې نيسي او د ارثي بدلون په واسطه د ميراث په کېدو وړ بدلونونو باندې کار کوي. په یاد شوي ترکيب کې نورې سترې څېرې اي بي بورډ (E. B. Ford)، بيرنهارد رينچ (Bernhard Rensch)، ايوان سکمامهاوسن (Ivan Schmalhausen) او جورج ګيلورد سيمپسن (George Gaylord Simpson) دي. په عصري ترکيب کې يوه نوې پېښه د رياضيکي نفوس د جنيتيک په اړه د ار ای  فيشر (R. A. Fisher) د ۱۹۱۸ ز کال مقاله وه، مګر ويليم بېټسن (William Bateson) او په جلا ډول اوډني يول (Udny Yule) وار دمخه، په ۱۹۰۲ز کال په تدريجي تکامل کې د منډيلي جنيټيک کار د څرګنوالي ښکاره کول پيل کړي وو. [۱]

بېلابېل ترکيبونه د ۲۰ مۍ پېړۍ د لومړيو ترکيبونو د تدريجي تجزيې تعقيب او ملګرتيا کوي، د اي او ويلسن (E. O. Wilson) د ۱۹۷۵ ز کال په ټولنيزه بيولوژي کې د ټولنيز سلوک، د تدريجي تکامل د پرمختيايي بيولوژي د جنيټک او تدريجي تکامل سره د جنين پوهنې د يوځای کولو، چې په ۱۹۷۷ ز کې پيل کېږي او د (Massimo Pigliucci) او (Gerd B. Müller) د ۲۰۰۷ ز کال د پراخ تدريجي تکامل ترکيب د ادعا په ګډون. په ۲۰۰۹ کال کې د تدريجي تکامل بيولوژيپوه ايوجين کوونين (Eugene Koonin) د نظريې له مخې به، د عصري ترکيب پر ځای له عصري نه  مخکې ترکيب ځای پر ځای شي، چې په ماليکولي بيولوژي کې د تدريجي تکامل بدلونونه، د پروکاريوت (هسته نه لرونکو) څېړنه او د ژوند پایلې شجره او (genomics) به راونغاړي. [۲]

د طبيعي ټاکنې په واسطه د ډاروين تدريجي تکامل، ۱۸۵۹ز[سمول]

د انواعو په اصليت باندې د چارلس ډاروين (Charles Darwin) د ۱۸۵۹ ز کتاب په دې اړه چې تدريجي تکامل واقع شوی و، د زياتره بيولوژي پوهانو په قانع کولو کې بريالی و، مګر په دې اړه چې د تدريجي تکامل بنسټيز ميکانيزم طبيعي ټاکنه ده، لږ قانع کوونکی و. په ۱۹مې او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د (Lamarckism) بدلونونه، (د پلټل شوو ځانګړنو ميراث)، orthogenesis (جاري تدريجي تکامل)، Saltationism (ټوپ په واسطه د تدريجي تکامل اصالت) او Mutationism (د ارث په واسطه رامنځته شوی تدريجي تکامل) د متبادلو نظرونو په توګه بحث شوی و. الفرډ رسيل ويليس (Alfred Russel Wallace) د تدريجي تکامل د ټاکنيزې نسخې ملاتړ وکړ او برعکس ډاروين په بشپړ ډول Lamarckism رد کړ. په ۱۸۸۰ ز کې د ويليس نظريه د سمويل بټلر (Samuel Butler) په واسطه د نوي ډاروین پلوۍ (neo-Darwinism) په نوم په نښه شو. [۳][۴][۵][۶]

د ډاروين اصالت تتوالی، ۱۸۸۰ لسيزو نه  وروسته[سمول]

له ۱۸۸۰ ز لسيزو نه  راوروسته د بيولوژي پوهانو تر منځ يو پراخ باور و، چې د ډارویني تدريجي تکامل په سخته ستونزه کې و. د ډاروین اصالت دا تتوالی (جولين هکسلي Julian Huxley په نظر) د ډاروین په دليل کې د ضعيفوالي نه  وده وکړه، چې د وراثت په يوې ناسمې نظريې سره ليکل شوی دی. ډاروين په خپله هم په مخلوط وراثت باور درلود، چې استنباط يې وکړ چې هر نوی بدلون ان که ګټور هم وي، په هر نسل کې به ٪۵۰ کمزوری وي؛ لکه په ۱۸۶۸ ز کال کې چې انجنير فليمنګ جينکين (Fleeming Jenkin) په سمه توګه يادښت کړه. دې په خپل وار د دې معنا درلوده چې کوچني بدلونونه به کافي اوږد ژوندي پاتي نه شي، تر څو وټاکل شي. مخلوط يا ترکيب به د همدې له امله په مستقيم ډول د طبيعي ټاکنې مخالفت وکړي. د دې تر څنګ، ډاروين او نورو د غوښتل شوو ځانګړنو Lamarckian وراثت په بشپړ ډول ممکن په نظر کې ونيو او د ډاروین د ۱۸۶۸ کال د pangenesis نظريه، راتلونکي نسل ته په مرستې سره د بدن له ټولو برخو نه جريان کوي، چې په حقيقت کې Lamarckian او ترکيب (blending) استنباطوي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د ويزمين (Weismann) جنين يا تخم پلازما، ۱۸۹۲ز[سمول]

د اګسټ ويزمين (August Weismann) نظريه، د هغې د ۱۸۹۲ زکال کتاب (Das Keimplasma: eine Theorie der Vererbung) (د جنين پلازما: د وراثت يوه نظريه) تر عنوان لاندې ځای پر ځای شوې ده. د دې نظريې له مخې ارثي مواد چې نوموړي ورته جنين پلازما وويل او د بدن نوره برخه (سوما Soma) په يوه واحده طريقه اړيکه لری: د جنين پلازما بدن تشکيل کړی دی، مګر بدن د جنين پر پلازما اغېزه نه لري؛ غير له دې چې په غير مستقيم ډول طبيعي ټاکنې ته د يو نفوس موضوع کې ګډون لري. که چېرې دا خبره سمه وي، نو د ډاروین pangenesis ناسم او د لامارکي وراثت ناممکن دی. پر موږکانو باندې د نوموړي تجربې د هغوی لکۍ پرې کوي او ښيي چې د دوی نسل عادي لکۍ درلودې، دی راښيي چې وراثت سخت و. نوموړی د ډاروين اصالت په پلوۍ او د لامارک اصالت پر ضد په پياوړي او تعصبي ډول بحث وکړ او د نورو پوهانو تر منځ يې په متضاد ډول نظريات رامنځته کړل. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

جينيټک، د ارثي بدلون اصالت او بايوميتريک، ۱۹۱۸ – ۱۹۰۰ز[سمول]

کله چې په ۱۹۰۰ز کې د وراثت ميکانيزم د روښانه کولو لپاره د توليد مثل تجربه کارېده، (Hugo de Vries) او (Carl Correns) په خپلواک ډول د (Gregor Mendel) کار بيا کشف کړ. د دې رسېدنې خبر په انګليستان کې (William Bateson) په يوې څېړنې باندې شاهي کرن پوهنې ټولنې ته د يوه سيمينار په جريان کې د ۱۹۰۰ ز کال په می مياشت کې ورکړ. د منډيل (Gregor Mendel) په وراثت کې د والدينو مرسته د نورو والدينو له مرستې سره د ترکيب په پرتله د دوی بشپړتيا او سپېڅلتوب خوندي کوي. د دوو ريښتينو د مثل توليد ډولونو کې د کراس په حالت کې، لکه: د مينډيل د ګرد او تاوتاو نخود، د لومړي توليد ټول نسل په دې حالت کې يو شان تاو دی. دوی ته د کراس په ورکولو سره، اصلي ځانګړتيا يو ځل بيا (توپير او بدلون سره): د نسل لږ تر لږه ۴/۳ برخه ګرده او ۴/۱ برخه يې تاو تاو (چينخورده) راښکاره کېږي. د نسل د ظاهري بڼې تر منځ يوه نامتداومتيا (نه جريان) دی؛ دي وراېس (de Vries) د د يو ارثي ځانګړتيا د بدلې شوې بڼې لپاره د allele اصطلاح اختراع کړه. دې اصطلاح د فکر يوه ستر وېش پياوړی کړ، چې وار له مخه په ۱۸۹۰ مه ز لسيزه کې د هغو تدريج پلوو تر منځ موجود و، چې د ډاروين او د ټوپ(خیز) تکامل پلويانو، لکه: بېټسن (Bateson) پيروي يې کوله. [۱۶][۱۷]

دوه مکتبونه داوو: د منډيل مکتب، لکه: بېټسن او دي ورايس، چې ارثي بدلون اصالت لېوالتيا يې درلوده. د دې نظريې له مخې تدريجي تکامل د ارثي بدلون له مخې د جينونو پر بنسټ راځي، چې alleles يې په مجرد ډول، لکه: د منډيل د نخودو متحد شوي دي. دويم يې بايومټريک مکتب دی، چې کارل پيرسن (Karl Pearson) او والټر اوولدن (Walter Weldon) په واسطه رهبري شو. د بايومتريک مکتب پيروانو په جدي ډول د ارثي بدلون اصالت پر وړاندې بحث وکړ. دوی وايي چې: ازمېښتي ثبوت وښودله چې، بدلون په زياتو موجوداتو کې جاري و، نه مجرد، لکه: د منډيل اصالت چې د اټکل لپاره وليد، دوی په ناسم ډول باور درلود، چې د منډيل اصالت په ناچارۍ سره په غير جاري يا غير پرله پسې ټوپونو کې تدريجي تکامل استنباط کړ. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

يو دودیز يا عادي نظر دا دی چې، د بايوميتريک او منډيل دواړو پلويانو طبيعي ټاکنه رد کړه او د ۲۰ مو کلونو لپاره يې خپلې بېلې نظريې بحث کړې. دا بحث د نفوسو جنيټيک د پرمختګ په واسطه یوازې تجزيه شو. يو وروستنی نظر دا دی چې: بېټسن (Bateson)، ډي ورايس (de Vries)، توماس هنټ مورګن (Thomas Hunt Morgan) او ريګينالډ پننيټ (Reginald Punnett) په ۱۹۱۸ ز کې درلود. دوی د منډيليزم او ميټيشنيزم (د منډيل اصالت او د ارثي بدلون اصالت) يو ترکيب جوړ کړ. د دې جينيټيکونو په واسطه تر لاسه شوي درک په alleles (د يوه جين متبادله بڼه)، هارډی وينبيرګ په تعادل (Hardy–Weinberg equilibrium)، په متداوم ډول د متفاوتو ځانګړتياوو،(لکه: لوړوالی، ونه او  قد) او په هغه احتمال باندې د طبيعې ټاکنې عمل وتاړه، چې يو نوی ارثي بدلون به ثابت وي. په دې نظريه کې د وراثت لومړني علم طبيعي ټاکنه ومنله، مګر د بدلون او وراثت په اړه يې د ډاروين غیر منډيلي (non-Mendelian) نظريې رد کړې او ذکر شوی ترکيب له ۱۹۰۰ ز نه  وروسته ژر پيل شو. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچینې[سمول]

  1. Gould 2002, p. 216
  2. Koonin, Eugene V. (November 2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Origin at 150: is a new evolutionary synthesis in sight?"]. Trends in Genetics 25 (11): 473–475. doi:10.1016/j.tig.2009.09.007. PMID 19836100. 
  3. Bowler 2003, pp. 236–256
  4. Kutschera, Ulrich (December 2003). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A comparative analysis of the Darwin–Wallace papers and the development of the concept of natural selection"]. Theory in Biosciences 122 (4): 343–359. doi:10.1007/s12064-003-0063-6. 
  5. Butler, Samuel (1880). Unconscious Memory. David Bogue. د کتاب پاڼې 280. I may predict with some certainty that before long we shall find the original Darwinism of Dr. Erasmus Darwin … generally accepted instead of the neo-Darwinism of to-day, and that the variations whose accumulation results in species will be recognised as due to the wants and endeavours of the living forms in which they appear, instead of being ascribed to chance, or, in other words, to unknown causes, as by Mr. Charles Darwin's system الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Beccaloni, George (2013). "On the Terms "Darwinism" and "Neo-Darwinism"". A. R. Wallace Website. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bowler 2003, pp. 196–253
  8. Larson 2004, pp. 105–129
  9. Gayon, Jean (1998). Darwinism's Struggle for Survival: Heredity and the Hypothesis of Natural Selection. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 2–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-56250-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Darwin, Charles (1868). The variation of animals and plants under domestication. John Murray. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4191-8660-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Holterhoff, Kate (2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The History and Reception of Charles Darwin's Hypothesis of Pangenesis"]. Journal of the History of Biology 47 (4): 661–695. doi:10.1007/s10739-014-9377-0. PMID 24570302. 
  12. Weismann, August (1892). Das Keimplasma: eine Theorie der Vererbung [The Germ Plasm: A theory of inheritance]. Jena: Fischer. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Bowler 2003, pp. 253–256
  14. Bowler 1989، صص. 247–253, 257.
  15. Bowler 1989، ص. 248.
  16. Ambrose, Mike. "Mendel's Peas". Norwich, UK: Germplasm Resources Unit, John Innes Centre. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ جون ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Bateson 1894: Mutations (as 'sports') and polymorphisms were well known long before the Mendelian recovery.
  18. Larson 2004, pp. 157–166
  19. Bowler 1989, pp. 275–276
  20. Grafen & Ridley 2006, p. 69
  21. Provine 2001, p. 69
  22. Grafen & Ridley 2006, p. 69
  23. Olby, Robert (September 1989). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Dimensions of Scientific Controversy: The Biometric-Mendelian Debate"]. The British Journal for the History of Science 22 (3): 299–320. doi:10.1017/s0007087400026170. PMID 11621982. 
  24. Gayon, J. (1988). Darwinism's Struggle for Survival: Heredity and the Hypothesis of Natural Selection. Cambridge University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Stoltzfus, Arlin; Cable, Kele (2014). "Mendelian-Mutationism: The Forgotten Evolutionary Synthesis". Journal of the History of Biology 47 (4): 501–546. doi:10.1007/s10739-014-9383-2. PMID 24811736. https://link.springer.com/content/pdf/10.1007%2Fs10739-014-9383-2.pdf. 
  26. Bateson, William; Saunders, E. R. (1902). "Experimental Studies in the Physiology of Heredity". Royal Society. Reports to the Evolution Committee. http://post.queensu.ca/~forsdyke/bateson1.htm#Bateson%20&%20Saunders%20(1902). 
  27. Yule, G. Udny (1902). "Mendel's Laws and their probable relations to inter-racial heredity". New Phytologist 1 (10): 226–227. doi:10.1111/j.1469-8137.1902.tb07336.x. http://onlinelibrary.wiley.com/doi/10.1111/j.1469-8137.1902.tb06590.x/pdf. 
  28. Provine 2001، صص. 81–82.