عزيز التفاسير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عزیز التفاسیر د نامتو عالم مولوي سلطان عزيز (عزيز) اوولس كلن زيار پایله ده چې په ديارلسو ټوكو او څه د پاسه اوه نيم زره مخونو کې یې لیکلی دی. دا تفسیر د احاديثو په گاڼه سمبال، مستند، او له اسرائيلياتو او ضعيفو اقوالو څخه پاك او له ژوندنيو مسايلو سره تړلى تفسير دى. دا تفسیر د خلكو د پوهې مختلفو طبقو ته په پام سره په روانه پښتو ژبه د ايتونو ژباړه او تفسير، فقهي او عقيدوي احكام، شان نزول، صرفي او نحوي تحليلونه، د كلمو لغوي او شرعي معناگانې، عبرتناکې كيسې، د قرآن په رڼا كې ساينسي څيړنې او په روانو مختلفو پېښو تبصرې، د افغاني ټولنې ستونزو ته كتنه، او د هغو پوښتنو ځوابونه په خپل غېږ كې ځايوي چې د تلاوت په وخت كې چا ته په ذهن كې راپورته كېږي، او دې ته ورته گڼې نورې ځانگړتياوې لري.‬ د "عزيز التفاسير" ستره ځانګړينه دا ده چې هغه په پښتو ژبه لومړنى تحليلي او تشريحي تفسير دى چې له (146) علمي مستندو مراجعو څخه په كې استفاده شوې ده.