عزیز التفاسیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عزیز التفاسیر د نامتو عالم مولوي سلطان عزيز (عزيز) اوولس كلن زيار پایله ده چې په ديارلسو ټوكو او څه د پاسه اوه نيم زره مخونو کې یې لیکلی دی.

دا تفسیر د احاديثو په گاڼه سمبال، مستند، او له اسرائيلياتو او ضعيفو اقوالو څخه پاك او له ژوندنيو مسايلو سره تړلى تفسير دى. دا تفسیر د خلكو د پوهې مختلفو طبقو ته په پام سره په روانه پښتو ژبه د ايتونو ژباړه او تفسير، فقهي او عقيدوي احكام، شان نزول، صرفي او نحوي تحليلونه، د كلمو لغوي او شرعي معناگانې، عبرتناکې كيسې، د قرآن په رڼا كې ساينسي څيړنې او په روانو مختلفو پېښو تبصرې، د افغاني ټولنې ستونزو ته كتنه، او د هغو پوښتنو ځوابونه په خپل غېږ كې ځايوي چې د تلاوت په وخت كې چا ته په ذهن كې راپورته كېږي، او دې ته ورته گڼې نورې ځانگړتياوې لري. ‬د "عزيز التفاسير" ستره ځانګړينه دا ده چې هغه په پښتو ژبه لومړنى تحليلي او تشريحي تفسير دى چې له (146) علمي مستندو مراجعو څخه په كې استفاده شوې ده.

د تفسیر تګلاره: اول: په روانـه ژباړه کې ځنـې قـيدونو ته د قوسـونو تر منځ ځاى ورکړل شوى دى، تر څو ترې هغه لـوستونكي ګټه پورته کړي ،كوم چې زيات فرصت نه لري او د وخـت د كـمـبـود له كبـله یې پـه مضـامـينو باندې په ځغرده خپل ځان پـوه كول غواړي. دوهم: د ژباړې څخه وروسته د اياتونو د مضامينو خلاصه ليكل شوې ده. البته دا د هغه چا لپاره چې وخت ورسره زيات وي او اوږده بيان ته یې زړه نه تنګېږي. درېم: بيا وروسته د (توضيحات) عنوان ايښودل شوى دى ،تر څو د هغو لوستونكو عمومًا او د هغو علماوو كرامو خصوصًا تنده ماته کړي ،كوم چې په موضوعاتو کې ډېر تحقيق او تدقيق خوښوي. د همدې كبله د ذكر شوي عنوان لاندې مختلف مطالب. لكه: فقهي احكام، صرفي او نحوي تحليلونه، لغوي او شرعي معناګانې، ځنې ګټورې کیسې او متلونه او داسې نور.

د تفسیر طريقه او طرز يې: د سلفو صالحينو او ثقه مفسيرينو غوندې په لاندې ډول دی : الف: د قران کریم تفسير په قران کریم سره. ب: د قران کريم تفسير د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په احادیثو سره. ج: د قران کریم تفسير د صحابه کرامو رضی الله عنهم په اقوالو او تر هغو را لاندې د معتبرو او لویو مفسرينو په اقوالو سره، خو د دې تر څنګ يې د عربي لغت او عربي ژبه او نور قوانين هم په تفسير کې له پامه نه دې غورځولې. د: د مشکلو آیتونو په تفسير کې يې د معتبرو مفسروینو تفسيرونه د حوالې سره را نقل کړي ، او په پای کې يې ځینو او یا یوه تفسير ته ترجیح ورکړي ده، خو اکثره يې د جمهورو رائې ته ترجیح ورکړي ده. هـ: د متشابهاتو په هکله يې تګلاره د اصحابو رضی الله عنهم او سلفو صالحينو ده. و: د اسرائیلیاتو څخه بېخي پاک دی. ز: فني اصطلاحات يې په ساده ژبه تشریح کړي دي. ح : د معاندينو اعتراضاتو ته يي غاښ ماتوونکي ځوابونه ويلي دي. ط: داهل سنت والجماعت دعقايدو يې کلـــــکه دفاع کړې ده. ک: د لوستونکي په ذهن کې چې کومې احتمالي پوښتنې پــيداکيـږې هغه يې ځواب کړيدي . ل: د شان نزول او د سورتونو ترمنځ يـــې د ارتباط يادونه کړيده. م : د لغاتو معنی، صرفي او نحوي تحليلونه يې کړي دي. ن : فقهي احکام، دفقهاوو آراء او په پای کې يې د خپل حنفي مسلک فيصله ذکر کړې ده. س: د تفسير ليکلو په جريان کې د معتبرو او ثقه مأخذونو او مراجعو څخه استفاده کړي ده چـــي شمېريې (۱۴۹) ته رسيـږي.