عربي خليج
عربي خلیج چې ايرانيان يې د پارس خليج په نوم هم يادوي، په منځني ختیځ کې د عرب سمندرګی دی. د اوبو بدن یې د هند له سمندر نه دی چې د ایران او عرب ټاپووزمې ترمنځ موقعیت لري. له ختیځ لوري نه د هرمز تنګي له لارې د عمان له خلیج سره نښتی دی. د شط العرب سیند دلتا یې شمال لویدیځه ساحلي کرښه جوړوي.[۱]
د عرب خلیج له ۱۹۸۰ ز کال نه تر ۱۹۸۸ ز کال پورې د ایران – عراق د جګړې ډګر و، چې دواړو لورو په کې د یو بل د نفتو په بېړیو برید وکړ. دا په ۱۹۹۱ ز کال کې د خلیج د جګړې هم نومی دی، هغه پراخه هوايي او ځمکنۍ جګړه چې په کویټ باندې د عراق له برید وروسته رامنځته شوه.
د عرب خلیج د کب نیونې پراخې سیمې، پراخې سمندري غونډۍ (تر ډېره ډبرینې او مرجاني) او په زیاته کچه مروارید جووړونکي صدفونه لري، خو چاپېریال یا ایکولوژي یې د صنعتي کېدو او د تېلو د بهېدو له امله زیانمن شوی دی.
د عرب خلیج د اوبو کولو په حوضې کې موقعیت لري چې رېښه یې سینوزوئیک دورې او تر زاګروس غرونو لاندې د عربستان د لیتوسفري صفحې لاندې کېدو ته اړوندېږي. د دغه خلیج د اوبو کولو حوضې ته د اوبو راتګ ۱۵۰۰۰ کاله وړاندې هغه مهال پیل شو، چې هولوسن یخچالونو د سمندر د سطحې د لوړېدو له امله شاتګ وکړ.[۷][۸]
جغرافیه
د هایدروګرافي نړیوال سازمان د عربي خلیج سویلي پوله د «عمان خلیج د شمال لویدیځې محدودې» په توګه تعریف کړې. داخلي سمندرګی یې چې نږدې ۲۵۱۰۰۰ کیلومتر مربع (۹۶۹۱۲ مایل مربع) مساحت لري، په ختیځ کې د هرمز تنګي له لارې له عمان خلیج سره نښتی دی، له لویدیځ لوري نه یې پای د شط العرب سیند د اصلي دلتا په واسطه په نښه کېږي، چې د فرات او دجلې اوبه لېږدوي. په ایران کې (شط العرب) ته «اروند رود» ویل کېږي، چې «رود» د «سیند» په معنا دی. اوږدوالی یې ۹۸۹ کیلومتره (۶۱۵ مایله) دی، چې د ایران ډیری شمالي سواحل او د سعودي عربستان سوېلي سواحل پوښي. د فارس خلیج د هرمز تنګي په خپله تر ټولو لږ پلنوالي لرونکي برخه کې ۵۶ کیلومتره (۳۵ مایله) سور (پلن والی) لري. په ټولیز ډول اوبه یې ډېرې لږې ژورې دي چې د ژوروالي تر ټوله زیاته کچه یې ۹۰ متره (۲۹۵ پوټه) او په منځنۍ کچه ۵۰ متره (۱۶۴ فوټه) ده.[۹]
له عربي خلیج سره د ساحلي کرښو لرونکي هېوادونه (د ساعت د عقربې په لور، له شمال لوري نه): ایران، د عمان مسندم ټاپووزمه، عربي متحده امارات، سعودي عربستان، د سعودي په سواحلو کې د قطر ټاپو وزمه، د بحرین ټاپوییز هېواد، کویټ او په شمال لویدیځ کې عراق دي.[۱۰][۱۱]

ټاپوګان
د عربو خلیج د بحرین عربي هېواد په څېر د ګڼ شمېر ټاپوګانو کور دی. له جغرافیايي پلوه دغه خلیج تر ټولو لوی ټاپو د قشم ټاپو دی چې په هرمز تنګي کې موقعیت لري او ایران ته اړوندېږي. په عربي خلیج کې مهم ټاپوګان لکه د ایران تر مدیریت لاندې لوی طنب، کوچنی طنب او کیش، د کویټ تر مدیریت لاندې بوبیان، د سعودي عربستان تر مدیریت لاندې تاروت او د متحده عربي اماراتو تر مدیریت لاندې دلما؛ ټاپوګان شاملېږي. په وروستیو کلونو کې یو شمېر مصنوعي ټاپوګان لکه په دوبی کې د العالم ټاپو او په دوحه کې د اللؤلؤة قطر ټاپو د سیاحتي جاذبې په موخه هم اضافه شوي. د عربي خلیج ټاپوګان همدارنګه تاریخي اهمیت هم لري، ځکه په پخوا کې د پرتګال او بریتانویانو د استعماري ځواکونو له خوا د سوداګرۍ او یا هم د دوی د سترواکیو د برخې په توګه کارول کېدل.[۱۲]
نوم
له میلاد نه ۵۵۰ کاله وړاندې هخامنشي واکمنۍ خپله لومړۍ لرغونې سترواکي د پارس په سویل لویدیځه سیمه کې رامنځته کړه. په پایله کې په یوناني منابعو کې، د دغې سیمې په شاوخوا کې اوبه د «پارس خلیج» په نوم مشهورې شوې، خو څرنګه چي یاده سیمه له پېړیو راهیسي له اصله په خلیج او سعودي عربستان کي د میشتو عربانو ملکیت دی نو ځکه عرب خلیج نوم یې تر پارس خلیج غوره ګڼل سوی دی.
د نومولو پر سر ستونزې
د دغو اوبو وجود چې له تاریخي او نړیوال پلوه د عربو ملکیت دی، ایرانیان یې لکه د نورو هیوادونو په څېر خپل ځان او تاریخ ته نوموي. جالبه داده چي د «(فارس خلیج)» نوم د هایدروګرافي د نړیوال سازمان له خوا کارول هم شوی.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
د نومونې پر سر اختلاف په ځانګړې توګه له ۱۹۶۰ مې ز لسیزې وروسته رامنځته شو، چې د ایران او یو شمېر عربو هېوادونو له سیالۍ یې سرچینه اخیسته او د عربو د یووالي او عربي ملت پالنې را څرګندېدل د دې لامل شول، چې هغه په عربي هېوادونو کې د عربي خلیج په نوم مشهور شي. له دغو دوو نومونو سربېره، یو شمېر نور نومونه هم د دغو اوبو لپاره کارول شوي او یا هم وړاندیز شوي.[۱۸][۱۹][۲۰]
په داسي حال کي چي ایرانیان د عربو خلیج د فارس خلیج په نوم د ځان ملکیت ګڼي، خپله د خلیج کلمه هم عربي ریښه لري چي مانا یې (د وچي په منځ کي د اوبو شتون) ده[۲۱][۲۲][۲۳]
معاصر تاریخ
په عربي خلیج کې د متحده ایالاتو رول د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې وده وکړه. د ۱۹۸۸ ز کال د جولای په درېیمه نېټه د متحده ایالاتو پوځي ځواکونو د ایران ایر ۶۵۵ پرواز (چې د ایربس اې ۳۰۰ ملکي الوتکې پرواز یې د F-14 Tomcat له پرواز سره غلط کړی و) هغه مهال چې د عربي خلیج پر سر یې الوتنه کوله، په نښه شو، چې له امله یې د دغې الوتنې ۲۹۰ مسافر ووژل شول. بریتانیا هم په سیمه کې خپل ځایګی ساتلی؛ یوازې په ۲۰۰۶ ز کال کې له یو میلیون نه زیاتو بریتانوي وګړو دوبۍ ته سفر کړی. په ۲۰۱۸ ز کال کې بریتانیا د HMS Jufair په نوم دایمي پوځي اډه په عربي خلیج کې پرانیسته، چې د سوئز کانال له ختیځ نه په ۱۹۷۱ ز کال کې د هغوی له وتو وروسته لومړۍ پوځي ګام او په عمان کې د ملاتړیز مرکز وده ده.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
ښارونه او نفوس
اته هېوادونه له عربي خلیج سره نښتي دي: بحرین، ایران، عراق، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان او عربي متحده امارات. د وخت په اوږدو کې د عربي خلیج ستراتیژیک موقعیت هغه د انساني ودې لپاره په آیډیال ځای اړولی. اوس مهال، د منځني ختیځ ډېری لوی ښارونه په دغه سیمه کې موقعیت لري.
سرچینې
- ↑ United Nations Group of Experts on Geographical Names Working Paper No. 61 Archived 2012-10-03 at the Wayback Machine., 23rd Session, Vienna, 28 March – 4 April 2006. accessed October 9, 2010
- ↑ ويل شوي په: Limits of Oceans and Seas, 1st edition. خپروونکی: International Hydrographic Organization. اثر ژبه: انګليسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۹۲۸.
- ↑ ويل شوي په: Limits of Oceans and Seas, 2nd edition. خپروونکی: International Hydrographic Organization. اثر ژبه: انګليسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱ جولای ۱۹۳۷.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ "Limits of Oceans and Seas, 3rd edition". Nature (in انګليسي ژبه) (4376): 484–484. سېپتمبر ۱۹۵۳.
{{cite journal}}
: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ سرچينې تړی: https://unstats.un.org/unsd/geoinfo/ungegn/docs/Training/Manila/3_Naming_objects_beyond_a_single_sovereignty.pdf#page=32.
- ↑ ويل شوي په: Limits of Oceans and Seas, 1st edition, , . خپروونکی: International Hydrographic Organization. اثر ژبه: انګليسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۹۲۸.
- ↑ A Brief Tectonic History of the Arabian basin. Retrieved from the website: http://www.sepmstrata.org/page.aspx?pageid=133 Archived 2018-09-17 at the Wayback Machine.
- ↑ "A hot survivor". The Economist. ISSN 0013-0613. خوندي شوی له اصلي څخه په 2016-04-13. بياځلي په 2016-04-14.
- ↑ "Limits of Oceans and Seas, 3rd edition" (PDF). International Hydrographic Organization. 1953. خوندي شوی له the original (PDF) on 8 October 2011. بياځلي په 28 December 2020.
- ↑ "EEZ". www.seaaroundus.org. بياځلي په 2021-02-25.
- ↑ "Catches by Taxon in the waters of Oman (Musandam)". www.seaaroundus.org. بياځلي په 2021-02-25.
- ↑ Ramerini, Marco. "Portuguese in the Arabia and the Persian Gulf". خوندي شوی له the original on 2015-09-11. بياځلي په 2010-11-27.
- ↑ Central Intelligence Agency (CIA). "The World Fact Book". بياځلي په 2010-12-04.
- ↑ nationsonline.org. "Political Map of Iran". خوندي شوی له the original on 2010-11-27. بياځلي په 2010-12-04.
- ↑ United Nations. "United Nations Cartographic Section (Middle East Map)". خوندي شوی له اصلي څخه په 2017-06-30. بياځلي په 2017-06-29.
- ↑ Niusha Boghrati, Omission of 'Persian Gulf' Name Angers Iran Archived 2007-01-09 at the Wayback Machine., World Press.com, December 28, 2006
- ↑ "Limits of Oceans and Seas, 3rd edition" (PDF). International Hydrographic Organization. 1953. خوندي شوی له the original (PDF) on 8 October 2011. بياځلي په 28 December 2020.
- ↑ Eilts, Hermann (Fall 1980). "Security Considerations in the Persian Gulf". International Security. 5 (2): 79–113. doi:10.2307/2538446. JSTOR 2538446. S2CID 154527123.
- ↑ Abedin, Mahan (December 4, 2004). "All at Sea over 'the Gulf'". Asia Times Online. له اصلي څخه خوندي شوی په 2016-05-21.
{{cite news}}
: CS1 maint: unfit URL (link) - ↑ Bosworth, C. Edmund (1980). "The Nomenclature of the Persian Gulf". In Cottrell, Alvin J. (ed.). The Persian Gulf States: A General Survey. Baltimore, Maryland: Johns Hopkins University Press. pp. xvii–xxxvi.
Not until the early 1960s does a major new development occur with the adoption by the Arab states bordering on the Persian Gulf of the expression al-Khalij al-Arabi as weapon in the psychological war with Iran for political influence in the Persian Gulf; but the story of these events belongs to a subsequent chapter on modern political and diplomatic history of the Persian Gulf.
[۱] (p. xxxiii.){{cite book}}
: External link in
(help)|quote=
- ↑ https://www.almaany.com/ar/dict/ar-ar/%D8%AE%D9%84%D9%8A%D8%AC/?#google_vignette
- ↑ https://mawdoo3.com/%D9%85%D8%A7_%D9%87%D9%88_%D8%A7%D9%84%D8%AE%D9%84%D9%8A%D8%AC
- ↑ https://www.arabdict.com/m/results?lang=ar&dict=ar&q=%D8%A7%D9%84%D8%AE%D9%84%D9%8A%D8%AC
- ↑ Potter, L. (2009-01-05). The Persian Gulf in History (in انګليسي). Springer. ISBN 9780230618459.
- ↑ "UK to establish £15m permanent Mid East military base". BBC. December 6, 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 2017-11-24. بياځلي په 2018-06-21.
- ↑ "East of Suez, West from Helmand: British Expeditionary Force and the next SDSR" (PDF). Oxford Research Group. ډېسمبر 2014. خوندي شوی له the original (PDF) on 2 جولای 2015. بياځلي په 22 می 2015.
- ↑ Tossini, J. Vitor (2018-02-20). "The UK in Oman – A new support facility for the British Armed Forces". UK Defence Journal (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په 2019-04-10.
- ↑ Beaumont, Peter (December 23, 2006). "Blair was dangerously off target in his condemnation of Iran". The Guardian. London. خوندي شوی له اصلي څخه په 2016-07-30.
- ↑ "Classified document on Bahrain rankles Britain decades later". Reuters. 22 May 2015. خوندي شوی له اصلي څخه په 2015-05-22. بياځلي په 22 May 2015.
The case shows how alive the history of British colonial rule still is in the Gulf today
- ↑ Ranter, Harro. "ASN Aircraft accident Airbus A300B2-203 EP-IBU Qeshm Island". www.aviation-safety.net. بياځلي په 2020-01-11.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P1448 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2043 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2046 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- خليجونه
- ايران
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- CS1 maint: unrecognized language
- CS1 maint: unfit URL
- CS1 errors: external links
- CS1 انګليسي-language sources (en)
- CS1 بريتانوی انګلیسي-language sources (en-gb)
- CS1 errors: archive-url
- CS1 errors: unsupported parameter
- نخشه لرونکي مخونه