عدد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

عدد (شمېر يا نومر يا نــِــمره يا نــَــمبــَــر يا لــَــمبــَــر) د اِنسانانو (ســَــړيليزو) په نزد کښې يوه مفهومي مفکوره (پوهېدلشويزه سوچېدا) ده چې د يو ډَول شيانو يا د څو کــَــسانو دِ ډلې څونمروالی يعني چې يا زيادوالی (ډېروالی) يا کموالی (لږوالی) جــَــوَت کوي يعني چې د يوې ډلې څونمرتوب اِېســـَـــوي (ښـــِـــيي يا ښکاره کوي) . په پښتو ژِبې کښې عدد (شمېر يا نومر) په تــَــرتيب (په اُوډنې) دا دي : يو ، دوه ، درې ، څلور ، پنځه ، شپږ ، اُووِه ، اَتــِــه ، نــِــهه ، لس ، یوولس ، دوولس ، ديارلس ، څوارلس اَو داسې نور .

نيوليک

د عـــَـــدَدونو رَقـــَـــمونه (شمېربــَــڼې يا دِګوتان) Numbers figures or digits

په جهان (يا په مـــِـــنـــَـــړۍ يا په دُنیا) کښې اِنسانانو په بېلابېلو ډَولونو عددونه (شمېرونه يا نومرونه) يې اِېســـَـــوِل (ښودِل) . مګر ويل کيږي چې تر ټولو مشهوره شوې آسانتره شېوه يا طريقه د لرغونو هنديانو وه ، چې د يوِه روغ اِنسان د دوو لاسونو د ټولو ګوتو په شمېر يعني د لس په شمېر ، ړومبي لــَــسو عددونو ته يې ، چې د صـــِـــفر (هېڅ) سره شروع (پـــَــــيل) کېدل ، لــَــس شــَــکلونه (بــَــڼې) يې وکاږل چې د هغو لسو شکلونو (بڼو) اُوسني هــِــندي شکلونه يا بڼې يې داسې دي :

چې په ځينو اِسلامي هېوادونو کښې شکلونه يا بڼې يې داسې شوي دي :

۰ ۱ ۲ ۳ ۴ ۵ ۶ ۷ ۸ ۹

يا په ځينو عربي هېوادونو کښې شکلونه (بڼې) يې داسې شوي دي :

٠ ١ ٢ ٣ ٤ ٥ ٦ ٧ ٨ ٩

اَو په اُروپايي هېوادونو کښې شکلونه (بڼې) يې داسې شوي دي :

0 1 2 3 4 5 6 7 8 9

د دې شکلونو (بڼو) څخه هر يوِه شکل (بڼې) ته رَقـــَـــم (شمېربڼه يا number figure يا دِګوت digit) ويل کيږي .

اَو د لس عدد (شمېر يا نومر) ته يې د راسته (ښي) خوا ته د «صفر» د رَقـــَـــم (د هېڅ د شمېربڼې) اَو تر څنګ يې د چپې (کيڼې) خوا ته د «يو» د رَقـــَـــم (شمېربڼې) په کېښودو د لس عدد (شمېر يا نومر) ليکل کېدِل يعني يو څه وَرته لــِــکه «۱۰» . اَو ويل کيږي چې بيا ځينو اِسلامي ليکوالو (لکه د اَلجبر د ړومبي مشهور ليکوال محمد بن موسیٰ اَلخوارَزمي چې د لرغوني اُزبکستان د سيمو څخه يو پاړسي ژبی رياضيپوه يا څوپوه وو) ، ځينو اِسلامي ليکوالو د هندي عددونو (شمېرو يا نومرو) بڼې يې لږ څه واړول اَو د دې عددونو (شمېرو يا نومرو) سره يې حسابونه (شمېرنونه) يې وکړل ، بيا د لــَــسو رَقـــَـــمونو (شمېربڼو) ســَــره د هر عدد (شمېر يا نومر) د ليکلو دا آسانتر چل روم (د اِيتاليې د هېواد پلازمېنې) ته اَو اُروپايي لرغونو سيمو ته ورَسېدِه اَو د آسانۍ لپاره يې د رومي عددونو (شمېرو يا نومرو) ځاي يې ونيو ، مګر په هندي ژبې کښې اَو په اِسلامي اَو عربي ډېرو هېوادونو کښې اَو په اُروپايي هېوادونو کښې د لسو رَقـــَـــمونو يا اَرقامو (شمېربڼو) شکلونه (بڼې) يو څه سره فــَــرق (پــَــرخ يا بـــِـــلډَولتيا) يې وميندِل . د آسانۍ لپاره هندي اِسلامي عربي اروپايي شوي رَقـــَـــمونه (شمېربڼې) کارَوِل کيږي ، ځکه چې هاغه اُوس د رياضي (څوپوهن) لپاره په ټول جهان کښې منل شوي دي .

د لس څخه پورته عددونه (شمېرونه يا نومرونه) اُوس په څه ډَول ليکل کيږي ؟ How are numbers above ten being written now

لس د دوو رَقـــَـــمونو په کارَوِلو ليکل کيږي يعني «10» بيا يوولس «11»  کښې د لس د صــِــفر (هېڅ) ځاي راتلونکی رَقــَــم چې يو دئ نيسي . بيا دوولس «12» د يوولس د يو ځاي دوه نيسي اَو داسې نور تر نولس «19» پورې . بيا چې نهه وروستی رَقــَــم (شمېربڼه) شي ، تر نولس وروسته شــِــل «20» کښې د نولس د نهه ځاي بيرته صفر نيسي اَو د نولس د لس د برخې د يو د رقـــَـــم ځاي دوه نيسي . بيا نو يوويشت «21» ، دوه ويشت «22» اَو داسې نور تر نهه ويشت «29» پورې اَو بيا دېرش «30» کښې د نهه ويشت د نهه رقم ځاي صفر نيسي اَو د شــِــل (يا د بيست يا د ويشت يا د ويست) د چپې (کيڼې) خوا دوَهم ځاي کښې چې دوه دئ تر دوه وروسته د درې رقم د دوه د رقم ځاي نيسي اَو داسې نور تر څو چې نهه نوي «99» ته راشو نو تر نهه نوي «99»  وروسته ســـِـــل «100» راځي چې ســـِـــل «100» درې رقمه (شمېربڼې) لري .

ړومبی د راسته (ښۍ) خوا ته ځاي د «يـــَـــوونو» دئ چې د يو څخه تر نهه پورې په کښې رقمونه ليکل کيږي . بيا چـــَـــپ يا کيڼې خوا ته يې دوهم ځاي د «لــَـــسونو» ځاي دئ يعني چې د «لـــَـــس 10»  ، «شــِــل يا ويشت يا ويست 20» (شل يعني چې «دوه لسونه») ، بيا «دېرش يا دېرس 30» (دېرش يعني «درې لسونه») ، بيا «څلوېښت 40» (څلوېښت يعني «څلور لسونه») ، بيا «پنځوس 50» (پنځوس يعني «پنځه لسونه») ، بيا «شپېته 60» (شپېته يعني «شپږ لسونه») ، بيا «اَويا 70» (اَويا يعني «اُووِه لسونه») ، بيا «اَتيا 80» (اَتيا يعني «اَته لسونه») ، بيا «نـــِـــويْ 90» (نــِــوي يعني «نهه لسونه») ، چې د لسونو ځاي چــَــپې (کيڼې) خوا ته دوهم ځاي دئ .

بيا چـــَـــپ يا کيڼې خوا ته درېيم ځاي د ســِـــلونو ځاي دئ يعني چې د «ســـِـــل 100» ، «دوه ســـَـــوه 200» ، «درې ســـَـــوه 300» ، «څلور ســـَـــوه 400» ، «پنځه سوه 500» ، «شپږ سوه 600» ، «اُووِه سوه 700» ، «اَته سوه 800» ، «نهه سوه 900» ، يعني چې د ســـِـــلونو ځاي درېيم وي .

د ســـِـــل «100» څخه وروسته بيا يو سل اَو يو «101» بيا يو سل اَو دوه «102»  اَو داسې نور ، اَو همداراز بيا څه ډېر وروسته لکه يو سل اَو نهه ويشت «129» اَو بيا ډېر وروسته لکه پنځه سوه اَو څلور دېرش «534»  عددونه (شمېرونه يا نومرونه) راځي اَو داسې نور تر څو چې نهه سوه اَو نهه نوي «999» راشي  .

په پښتو ژِبې کښې درې ځايونه وال عددونه يا درې رَقمونه وال عددونه داسې لوَستل کيږي چې ړومبی د ســـِـــلونو په ځايګک کښې چې درېيم ځايګک دئ ، هالته عدد (شمېر يا نومر) لوَستل کيږي ، بيا د يـــَـــوونو په ځايګک کښې يا د ړومبي ځايګک عدد (شمېر يا نومر) لوَستل کيږي اَو بيا وروسته منځينی يا د لـــَـــسونو په ځايګک کښې عدد لوَستل کيږي ، لکه :

539

چې «پنځه سوه اَو نهه دېرش» لوستل کيږي .

درې رقميځ عددونه (شمېرونه يا نومرونه) چې پوره شي اَو تر «نهه سوه اَو نهه نوي 999» پورې چې ورسيږي بيا وروسته  ، زِر (يا هزار) «1000» راځي چې زِر څلور رقمونه (يا شمېربڼې) لري .

په اوسني جهاني عددونو (شمېرو يا نومرو) کښې د عددونو (شمېرو يا نومرو) د رقمونو (شمېربڼو) ځايونه داسې پېژندَوِل کيږي :

يوونه لــَــسونه زِرونه || يوونه زِر لــَــسونه زِر ســِــلونه زِر || يوونه ميليون لــَــسونه میليون ســِــلونه ميليون

په پورتني جــَــدوَل (لــَــښتيليک) کښې درې درې ځايګکانو څخه وروسته دوې کرښې يا خــَــطونه راغلي دي چې عددونه (شمېرونه يا نومرونه) په درې ځايګکان والو برخو وېشل کيږي چې ړومبي درې ځايګکان د يو «1» څخه تر  نهه سوه اَو نهه نوي «999» پورې عددونو (شمېرو يا نومرو) ته ځاي ورکوي بيا د چپې يا کيڼې خوا ته يې د زِرونو درې ځايګکان وي اَو بيا تر هغو وروسته چپې يا کيڼې خوا ته د ميليونونو درې ځايګکان وي چې «يو ميليون» داسې ليکل کيږي «1000000» .

راځئ چې داسې يو عدد (شمېر يا نومر) ولوَلو چې نهه رقمونه (شمېربڼې) يا نهه ځايګکان لري :

867524301

د دې عدد (شمېر يا نومر) د لوستلو د آسانۍ لپاره ، بايد چې درې درې ځايګکان د هــَــمـډَلو په ډَول وپېژَندَوو . يعني چې دا عدد (شمېر يا نومر) داسې وليکو :

867.524.301

اوس پوهېږو چې د راسته يا ښۍ خوا ته د عددونو (شمېرو يا نومرو) درې ځايګکان واله ډله په ترتيب (يا په اوډنې) د يوونو اَو د لسونو اَو د سلونو ډَله يا ړومبۍ ډله ده بيا چپ يا کيڼې خوا ته يې درې ځايګکان د زِر ډله ده (يعني چې «يوونه زِر» ، «لسونه زِر» ، «ســـِـــلونه زِر») اَو بيا د زِر د ډَلې چپ يا کيڼې خوا ته د ميليون درې ځايګکان دي (يعني چې «يوونه ميليون» ، «لسونه ميليون» ، «ســـِـــلونه ميليون») . د ميليون په درې ځايګکانو کښې «867» ليکل شوي يعني چې «اَتــِــه سوه اَو اُووِه شپېتـــِـــه ميليونه» بيا د زِر په درې ځايګکانو کښې «524» راغلي يعني چې «پنځه سوه اَو څلور ويشت زَره» اَو بيا په ړومبي درې ځايګکانو کښې «301» راغلي يعني چې «درې سوه اَو يو» . نو ټول داسې لوستلي شو چې :

«اَته سوه اَو اُووِه شپېته ميليونه اَو پنځه سوه اَو څلور ويشت زَره اَو درې سوه اَو يو» .  

په هند ، په پاکستان اَو په اَفغانستان کښې عددونه (شمېرونه يا نومرونه) لوَستل Reading numbers in India, in Pakistan and in Afghanistan

مونږ تر دې وړاندې د عددونو (شمېرو يا نومرو) د لوَستلو د اُوس وَقت جهاني شېوه مو د پښتو ژِبې لپاره وښودِله . مګر په هند کښې اَو په پاکستان کښې اَو په اَفغانستان کښې «لاکهـ»  (Lakh) يا «لـــَـــک» اَو «کروړ» (Crore) هم کارَوِل کيږي .

ســـِـــل زَره ته «يو لاکهـ» يا «يو لـــَـــک» وَيل کيږي .

ســـِـــل لاکهـ (يا «ســـِـــل لـــَـــک») ته «يو کروړ» وَيل کيږي .

يعني چې د «ســـِـــل زَره» يا د «ســـَـــوه زَره» پر ځاي «لاکهـ» يا «لــَـــک» هم وَيل کېدَی شي .

لاندينی رَسم يا کښنه د هندي اَو د پاکستاني عددونو (شمېرو يا نومرو) د لوَستلو شېوه اِېســَــوي يا ښــِــيي يا ښکاره کوي 

يوونه لــَــسونه ســِــلونه || يوونه زِر لــَــسونه زِر || يوونه لاکهـ (لــَــک) لــَــسونه لاکهـ (لــَــک) || يوونه کروړ لــَــسونه کروړ

يعني چې په هندي اَو په پاکستاني شېوې کښې چې په اَفغانستان کښې هم ځينې وقتونه کارَوِله کيږي ، راسته (ښۍ) خوا ته د عددونو (شمېرو يا نومرو) ړومبۍ ډَله درې ځايګکان لري ، مګر بيا د «زِرو» عددونه (شمېرونه يا نومرونه) دوه ځايګکان لري اَو بيا د «لاکهـ يا لک» عددونه (شمېرونه يا نومرونه) هم دوه ځايګکان لري اَو بيا د کروړ (يا «کـــَـــروړ») عددونه (شمېرونه يا نومرونه) هم دوه ځايګکان لري .

يعني که هماغه خپل عدد (شمېر يا نومر) چې نهه رقمونه (يا شمېربڼې) يې لرِل چې لاندينی عدد (يا شمېر يا نومر) وو

867524301

 که په هندي يا په پاکستاني شېوې يا طريقې کښې ولوَلو نو د راسته (ښۍ) خوا څخه ، ړومبي درې ځايګکان جــُــدا کوو ، اَو بيا چــَــپې (کيڼې) خوا ته يې دوه دوه ځايګکان جــُـــدا کوو

86.75.24.301

اوس نو کولي شو چې همدا عدد (شمېر يا نومر) په هندي اَو په پاکستاني شېوې ، په پښتو ژِبې کښې داسې ولوَلو :

«شپږ اَتيا کروړ اَو پنځه اَويا لک اَو څلور ويشت زر اَو درې ســَــوه اَو يو» .

يوونه لــَــسونه ســِــلونه || يوونه زِر لــَــسونه زِر ســـــــِــــلـــــونـــــه زِر || يـــوونــه مــيــلـيـون لــَــسونه ميليون ســِــلونه ميليون
يوونه لــَــسونه ســِــلونه || يوونه زِر لــَــسونه زِر || يوونه لاکهـ (لــَــک) لــَــسونه لاکهـ (لــَــک) || يــوونـه کروړ لـــَـــسـونه کروړ

مونږ پرتله يا مقايسه کولي شو چې :

«يو کروړ» برابريږي په «لــَــس ميليون» .

اَو «لــَــس کروړ» برابريږي په «ســـِـــل ميليون» .

اَو همداراز «لـــَـــس لاکهـ (يا لــَــس لـــَــک)» برابريږي په «يو ميليون» .     

وروسته تر 999 999 999 after  

د «نهه سوه اَو نهه نوي ميليون اَو نهه سوه اَو نهه نوي زره اَو نهه سوه اَو نهه نوي» څخه وروسته عدد (شمېر يا نومر) «زِر ميليون» وي مګر «زِر ميليون» څوک چندان ډېر نه وايي ، مګر «زِر ميليون» ته د اَمـــِــريکې د مـــُـــتـــَّـــحـــِـــده (يوون شوي) اَيالتونو په هېواد کښې (in the United States of America) ، هالته «زِر ميليون» ته «يو بيليون» (one billion) ويل کيږي چې د عددونو (شمېرو يا نومرو) د نومونو دا ســِــلســِــله (لــَــړۍ) د اَمريکې د يوون شويو اَيالتونو په هېواد کښې رواج لري :

يو اَمريکايي بيليون برابر دئ په زِر ميليون (One U.S. billion = 1000 million)

يو اَمريکايي تريليون برابر دئ په زِر بيليون (One U.S. trillion = 1000 U.S. billion)

يو اَمريکايي کوادريليون برابر دئ په زِر تريليون (One U.S. quadrillion = 1000 U.S. trillion)

يو اَمريکايي کوينتيليون برابر دئ په زِر کوادريليون (One U.S. quintillion = 1000 U.S. quadrillion)

يو اَمريکايي سېکستيليون برابر دئ په زِر کوينتيليون (One U.S. sextillion = 1000 U.S. quintillion)

يو اَمريکايي سېپتيليون برابر دئ په زِر سېکستيليون (One U.S. septillion = 1000 U.S. sextillion)

يو اَمريکايي اُوکتيليون برابر دئ په زِر سېپتيليون (One U.S. octillion = 1000 U.S. septillion)

يو اَمريکايي نونيليون برابر دئ په زِر اُوکتيليون (One U.S. nonillion = 1000 U.S. octillion)

يو اَمريکايي دېسيليون برابر دئ په زِر نونيليون (One U.S. decillion = 1000 U.S. nonillion)

د اِنګلستان England په هېواد کښې اُوس ډېري وَقتونه د اَمريکې د يوون شويو اَيالتونو United States of America's د هېواد د لويو عددونو (شمېرو يا نومرو) شېوه method کارَوِله کيږي .

مګر د فرانسې France په هېواد کښې (اَو د پــُــخواني وَقتونو لپاره يا پخواليځ يا and previously په اِنګلستان کښې in England هم also) اَو په ځينو (يا some) نورو اُروپايي (يا «يوړوپي» یا European) هېوادونو countries کښې هم «زِر ميليون» one thousand million ته «يو ميليارد» one milliard وَيل کيږي (اَو ویل کېدِه) اَو په اَفغانستان کښې هم «يو ميليارد» برابر (يا «يو څه یال» يا «يوڅيال» يا «سيال» يا equal) دئ په «زِر ميليون» اَو د «نهه سوه اَو نهه نوي ميليون اَو نهه سوه اَو نهه نوي زره اَو نهه سوه اَو نهه نوي» څخه وروسته لويو عددونو (شمېرو يا نومرو) ته په فرانسوي French شېوې يا طريقې کښې دا نومونه ټاکل شوي دي :

يو فرانسوي ميليارد برابر دئ په زِر ميليون (One French milliard = 1000 French million)

يو فرانسوي بيليون برابر دئ په زِر فرانسوي ميليارد (One French billion = 1000 French milliard)

يو فرانسوي بيليارد برابر دئ په زِر فرانسوي بيليون (One French billiard = 1000 French billion)

يو فرانسوي تريليون برابر دئ په زِر فرانسوي بيليارد (One French trillion = 1000 French billiard)

يو فرانسوي تريليارد برابر دئ په زِر فرانسوي تريليون (One French trilliard = 1000 French trillion)

يو فرانسوي کوادريليون برابر دئ په زِر فرانسوي تريليارد (One French quadrillion = 1000 French trilliard)

يو فرانسوي کوادريليارد برابر دئ په زِر فرانسوي کوادريليون (One French quadrilliard = 1000 French quadrillion)

يو فرانسوي کوينتيليون برابر دئ په زِر فرانسوي کوادريليارد (One French quintillion = 1000 French quadrilliard)

يو فرانسوي کوينتيليارد برابر دئ په زِر فرانسوي کوينتيليون (One French quintilliard = 1000 French quintillion)

يو فرانسوي سېکستيليون برابر دئ په زِر فرانسوي کوينتيليارد (One French sextillion = 1000 French quintilliard)

يو فرانسوي سېکستيليارد برابر دئ په زِر فرانسوي سېکستيليون (One French sextilliard = 1000 French sextillion)

يو فرانسوي سېپتيليون برابر دئ په زِر فرانسوي سېکستيليارد (One French septillion = 1000 French sextilliard)

يو فرانسوي سېپتيليارد برابر دئ په زِر فرانسوي سېپتيليون (One French septilliard = 1000 French septillion)

يو فرانسوي اُوکتيليون برابر دئ په زِر فرانسوي سېپتيليارد (One French octillion = 1000 French septilliard)

يو فرانسوي اُوکتيليارد برابر دئ په زِر فرانسوي اُوکتيليون (One French octilliard = 1000 French octillion)

يو فرانسوي نونيليون برابر دئ په زِر فرانسوي اُوکتيليارد (One French nonillion = 1000 French octilliard)

يو فرانسوي نونيليارد برابر دئ په زِر فرانسوي نونيليون (One French nonilliard = 1000 French nonillion)

يو فرانسوي دېسيليون برابر دئ په زِر فرانسوي نونيليارد (One French decillion = 1000 French nonilliard)

يو فرانسوي دېسيليارد برابر دئ په زِر فرانسوي دېسيليون (One French decilliard = 1000 French decillion)

خو اُوس وَقتونو (مهالونو) کښې ورو ورو اَمريکايي شېوه د لويو عددونو (شمېرو يا نومرو) لپاره د جهان په نورو هېوادونو کښې هم ډېرتر کارَوِل کيږي .

د لويو عددونو د نومونو (يعني د «بيليون» اَو «تريليون» اَو «کوادريليون» اَو «کوينتيليون» اَو «سېکستيليون» اَو «سېپتيليون» اَو «اُوکتيليون» اَو «نونيليون» اَو «دېسيليون» د نومونو) د ياده کـــَـــوِلو لپاره دغه لاتيني مــَــختاړي يا پېشوَندونه بايد چې ياد کړل شي :

بي (دوه) ، تري (درې) ، کوادر (څلور) ، کوينت (پنځه) ، سېکس (شپږ) ، سېپت (اُووِه) ، اُوکت (اَتـــِـــه) ، نون (نهه) ، دېس (لـــَـــس) .

رومي عددونه (شمېرونه يا نومرونه) Roman numbers

وړاندې تر دې چې هندي اِسلامي عربي اُروپايي عددونه (شمېرونه يا نومرونه) روم ته (د اِيتاليې د هېواد پلازمېنې) اَو اُروپايي سيمو ته ورَسيږي په ډېرو اُروپايي سيمو کښې رومي عددونه (شمېرونه يا نومرونه) کارَوِل کېدِل . رومي عددونه د ځينو تأريخي (نېټه اِيځ اَو پېښليکي) ميلادي (مــَــسيحي زېږدي) کالونو د ښودِلو لپاره په جهان کښې پــُــخوا کارَوِل کېدل (ځکه چې مــَــسيحي دين د اوسني اِسلامي دين څخه پخواتر تأريخ يا پېښليک لري) اَو لا تر اُوسه هم په ځينې وَقتونو (مهالونو) کښې ، لکه په ځينو ساعتونو يا ګـــَـــړۍ ګانو کښې ، يا هم په شــَــوقي ډَول اَو د ځينو خلکو په خوَښې لا هم رومي عددونه (شمېرونه يا نومرونه) په جهان کښې کارَوِل کيږي .

په رومي عددونو کښې د رَقـــَـــمونو (شمېربڼو) پر ځاي د لاتيني ژِبې (د اِيتاليا د هېواد د رَسمي لرغونې يعني ډېرې پخوانۍ ژِبې) حـــَـــرفونه يا توري کارَوِل کېدِل اَو بايد چې دا لانديني لاتيني حـــَـــرفونه يا توري ، د عددونو (شمېرو يا نومرو) په ډَول زده کړل شوي وَی :

I (يا «i » د «يو» لپاره)

V (يا «v» د «پنځه» لپاره)

X (يا «x » د «لـــَـــس» لپاره)

L (يا «l » د «پنځوس» لپاره)

C (يا «c » د «ســـِـــل» لپاره)

D (يا «d» د «پنځه ســَــوه» لپاره)

M (يا «m» د «زِر» لپاره) 

په رومي عددونو (شمېرو يا نومرو) کښې ، «دوه» داسې وو «II» ، اَو «درې» داسې وو «III»  ، مګر «څلور» داسې وو «IV»  يعني چې که د چپې (کيڼې) خوا ته ووړتر عدد (شمېر يا نومر) ليکل کېدِه هاغه د راسته (ښي) خوا ته لويتر عدد (شمېر يا نومر) څخه کمتر کېدِه ، نو په رومي عددونو (شمېرو يا نومرو) کښې «پنځه» داسې وو «V» ، نو چپ (کيڼې) خوا ته يې «يو» يا «I» يعني چې د «پنځه څخه يو کمتر» چې «څلور» شي . بيا «شپږ» داسې وو «VI» (يعني چې «پنځه اَو يو») ، اَو «اُووِه» داسې وو «VII» اَو «اَتـــِـــه» داسې وو «VIII» ، اَو د «نهه» عدد (شمېر) داسې وو «IX»  يعني چې «د لـــَــس څخه يو کمتر» ، بيا يوولــَـــس داسې وو «XI» ، اَو «دوولس» داسې وو «XII» .

په رومي عددونو (شمېرو يا نومرو) کښې په عادي ډَول لويتر عدد (شمېر يا نومر) د چپ (کيڼې) خوا ته ځاي يې لرِه ، اَو که راسته (ښي) خوا ته ووړتر عدد (شمېر يا نومر) ليکل کېدِه نو هاغونمره هاغه عدد ډېرتر کېدِه ، اَو بيا هم ياد کړل شي چې که د لويتر عدد چپې (کيڼې) خوا ته ووړتر عدد (شمېر يا نومر) ليکل کېدِه ، نو هاغه لويتر عدد (شمېر يا نومر) د چپې (کيڼې) خوا د ووړتر عدد (شمېر يا نومر) سره کمتر کېدِه . راځئ چې «دوه زَره اَو اُووِه لس» په رومي عددونو کښې وليکو :

 

يا هم «نولـــَـــس ســـَـــوه اَو درې نـــِـــويْ» يعني «يو زِر اَو نهه ســَــوه اَو درې نــِــويْ» په رومي عددونو (شمېرو يا نومرو) کښې وليکو :

 

د طــَــبيعي (پــَــنځونيځ يا پــَــيداشوِښتين) عددونو (شمېرو يا نومرو) مجموعه (ډَله يا سـېـټ) Natural number’s set

طبيعي (پنځونيځ يا پيداشوِښتين)natural  عددونه (شمېرونه يا نومرونه)  numbers  ټول مثبت (پځيشويځ) positive پوره (نــِــټوټېګي)  integer عددونه (شمېرونه يا نومرونه)  numbers دي چې اِنسانان (خلک اَو وګړي) يې د طبيعت (پیداشوِښت)  nature څخه پېژندلي شي ، اَو ځينې رياضيپوهان (څوپوهان) ، د صفر (هېڅ) zero  عدد (شمېر يا نومر) number هم په طبيعي (پنځونيځ يا پيداشوِښتين) عددونو (شمېرو يا نومرو) کښې ګېڼي .

د ټولو طــَــبيعي (پنځونيځ يا پیداشوِښتين) عددونو (شمېرو يا نومرو) مجموعه (ډَله يا سېټ) د «اِن» په حرف (توري) داسې ښودل کیږي :

يعني چې :

دوَهم :

د تام (پوره يا نــِــټـوټـېـګي) عددونو (شمېرو يا نومرو) مــَــجموعه (ډَله يا سېټ) Integer number’s set

تام (پوره يا نټوټېګي) عددونه (شمېرونه يا نومرونه) ، ټول طبيعي (پنځونيځ يا پیداشوِښتين) عددونه (شمېرونه يا نومرونه) دي اَو ټول د طبيعي (پنځونيځ يا پيداشوِښتين) عددونو (شمېرو يا نومرو) آپــِــضــِــد ، يعني چې ټول تام (پوره يا نټوټېګي) منفي (نغوښتـشويځ) عددونه (شمېرونه يا نومرونه) هم دي . د تام (پوره يا نټوټېګي) عددونو (شمېرو يا نومرو) مجموعه (ډَله يا سېټ) د «زِد» يا د «زي» په حرف (توري) داسې ښودل کيږي :

ویل کيږي ځکه چې په آلماني (جـېـرمــَــني يا دويچلــَــندي) ژِبې کښې عدد (شمېر يا نومر) ته Zahl (څال) ويل کيږي .

د تام (پوره يا نټوټېګي) عددونو (شمېرو يا نومرو) مجموعه (ډَله يا سېټ) دوې برخې لري :

د «» علامه (نښه) يعني چې د مجموعې (ډَلې يا سېټ) څخه تفريق (کمتر) کول . که د مجموعو (ډَلو يا سېټونو) اِتــّــِــحاد (يوون) union ته د «» علامه (نښه) وکاروو ، نو مونږ داسې ليکلي شو :

که د «» يا د «» د فــَــرعي (څانګي يا بــَــرخيځ) مجموعې (ډَلې يا سېټ) يا «لانديني سېټ» subset  لپاره وکاروو ، نو ليکلي شو چې :

درېيم :

د نــِــسبــَــتي (بــَــرخړيکي) عددونو (شمېرو يا نومرو) مــَــجموعه (ډَله يا سېټ) Rational numbers’ set

نــِــسبــَــتي (برخړيکي) عددونه (شمېرونه يا نومرونه) هاغه دي چې د نسبت (برخړيک) په ډَول ليکل کېدی شي ، يعني چې لکه داسې يو نسبت (برخړيک) :

د نسبتي (برخړيکي) عددونو (شمېرو يا نومرو) په مجموعې (ډَلې يا سېټ) کښې ټول کــَــسري (ماتشمېري) عددونه (شمېرونه يا نومرونه) دي اَو ټول تام (پوره يا نټوټېګي) عددونه (شمېرونه يا نومرونه) ، ځکه چې هر تام (پوره يا نټوټېګي) عدد (شمېر يا نومر) یو کــَــسر (ماتشمېر) کېدی شي چې په مخرِج (وتونځاي يا ترېنوماندګر) کښې يې «يو» وي ، لکه :

ځکه چې هر عدد (شمېر يا نومر) چې پر «يو» تقسيم (وېش) شي لاستراوړ يې بېرته هماغه عدد (شمېر يا نومر) وي .

د نسبتي (برخړيکي) عددونو (شمېرو يا نومرو) مجموعه (ډَله يا سېټ) د «کيو» حرف (توري) سره داسې ښودل کيږي :

ځکه چې د تقسيم (وېش) لاستراوړ ته quotient  هم ويل کيږي چې د لاتیني ژبې څخه کلمه (وَيــَــی) ده چې په اِنګليسي ژِبې کښې کاروله کيږي .

د نسبتي (برخړيکي) عددونو (شمېرو يا نومرو) مجموعه (ډَله يا سېټ) هم مثبت (پځيشويځ) اَو منفي (نغوښتـشويځ) برخې يا فرعي (څانګي يا برخيځ) مجموعې (ډَلې يا سېټونه) يا ســَــبـسېټونه subsets لري :

اَو ليکلي شو چې :

څلورم :

د غــَــيرِ نــِــسبــَــتي (نابــَــرخړيکي) عــَــدَدونو (شمېرو يا نومرو) مــَــجموعه (ډَله يا سېټ) Irrational numbers’ set

غیرنسبتي (نابرخړیکي) عددونه (شمېرونه يا نومرونه) هاغه اَعشاري (لــَــســِــمانيځ) عددونه (شمېرونه يا نومرونه) دي چې د دوو عددونو (شمېرو يا نومرو) د نسبت (برخړيک) په ډَول نه شي ليکل کېدی ، ځکه چې د اَعشاريې (لسمانيزې) د علامې څخه وروسته رقمونه (شمېربڼې يا دِګوتونه) يې په کوم ترتيبي (اُوډني) تــَــکراري (بياځلي) نه دي . 

په غیرنسبتي (نابرخړیکي) عددونو (شمېرو يا نومرو) کښې ځينې جذرونه (بېخونه يا ريښې) چې د اَعشاريې (لسمانيزې) د علامې (نښې) څخه وروسته رقمونه (شمېربڼې يا دِګوتونه) يې هېڅ آخــِــر (وروستون) نــِــه لري ، لکه :

اَو همداراز د رياضي (څوپوهن) داسې عددونه (شمېرونه يا نومرونه) لکه :

غيرنسبتي (نابرخړیکي) عددونه (شمېرونه يا نومرونه) دي .

په ځينو کتابونو کښې د غيرنسبتي (نابرخړيکي) عددونو (شمېرو يا نومرو) مجموعه (ډَله يا سېټ) د «کيو ميله» يا «کيو تير» يا Q bar په حرف (توري) داسې ښودل کيږي :

يعني چې د تقسيم (وېش) د حاصل (لاستراوړ) يا د  quotient په ډَول دا عددونه (شمېرونه يا نومرونه) نــِــه شي ليکل کېدی ، اَو پې باندې يو «خــَــنډ» يا «مانــِــع» يا «میله» يا «تير» bar  شته دئ . 

د حــَــقـيـقـي (رِښتين) عــَــدَدونو (شمېرو يا نومرو) مــَــجموعه (ډَله يا سېټ) Real numbers’ set

ټول نسبتي (برخړيکي) rational اَو غيرنسبتي (نابرخړيکي) irrational  عددونه (شمېرونه يا نومرونه) چې سره په يوې مجموعې (ډَلې يا سېټ) کښې ونيول شي ، هاغې مجموعې (ډَلې يا سېټ) ته د حــَــقيقي (رِښتين) real عددونو (شمېرو يا نومرو) مجموعه (ډَله يا سېټ) ويل کيږي . د حقيقي (رِښتين) real عددونو (شمېرو يا نومرو) مجموعه (ډَله يا سېټ) داسې ښودل کيږي :

اَو داسې لرو چې :

د مثبت (پځيشويځ) حقيقي (رِښتین) عددونو (شمېرو يا نومرو) مجموعه (ډَله يا سېټ) داسې ښودله کيږي :

اَو د منفي (نغوښتـشويځ) حقيقي (رِښتین) عددونو (شمېرو يا نومرو) مجموعه (ډَله يا سېټ) داسې ښودله کيږي :

نو د دې درې مجموعو (ډَلو يا سېټونو)  اِتــّــِــحاد (يوون) union هم د حقيقي (رِښتين) عددونو (شمېرو يا نومرو) مجموعه (ډَله يا سېټ) راکوي :

د مــَــوهومي («آندجوړګــَــريځ» يا «سوچــَــنځورګــَــريځ» يا «تــَــصــَــوُّري» يا «خــَــيالي») عــَــدَدونو (شمېرو يا نومرو) مــَــجموعه (ډَله يا سېټ) Imaginary numbers’ set

مونږ داسې يو عدد دلته پېژندوو چې :

نو هر حقيقي (رِښتين) عدد (شمېر يا نومر) چې «» د ضريب (څوپلاګر) په ډَول د ځان سره ولري ، هاغه يو «موهومي» («آندجوړګــَــريځ» يا «سوچنځورګريځ» يا «تصوري» يا «خــَــيالي») عدد (شمېر يا نومر) وي ، لکه :

د «موهومي» («آندجورګريزو» يا «سوچنځورګريزو» يا «تصوري» يا «خــَــيالي») عددونو (شمېرو يا نومرو) مجموعه (ډَله يا سېټ) set of imaginary numbers  د «آي» د حرف (توري) سره داسې ښودل کېدی شي :

نو ليکلي شو چې :

د مــُــختــَــلــَــط (هــَــمپـېـلايـېـځ يا هــَــمپـېـچــِــلي) عــَــدَدونو (شمېرو يا نومرو) مــَــجموعه (ډَله يا سېټ) Complex numbers’ set

يو مختلط (همپېلايېځ يا همپېچلي) complex عدد (شمېر يا نومر) په عمومي (ټولونوال) ډَول داسې شکل (بڼه يا جوړون) form  لري :

که چېرې په داسې عدد (شمېر يا نومر) کښې ، «» صفر (هېڅ) وي ، نو مختلط (همپېلايېځ يا همپېچلی) عدد (شمېر يا نومر) سوچه حقيقي (رِښتين)real  عدد وي ، اَو که چېرې په داسې عدد (شمېر يا نومر) کښې ، «» صفر (هېڅ) وي ، نو مختلط (همپېلايېځ يا همپېچلی) عدد (شمېر يا نومر) سوچه موهومي (آندجوړګــَــريځ يا سوچنځورګريځ يا تصوري يا خيالي)imaginary  وي .  

د مختلطو (همپېلايېځو يا همپېچليو)  complex عددونو (شمېرو يا نومرو) مجموعه (ډَله يا سېټ) د «سي» د حرف (توري) سره داسې ښودل کيږي :

د حقيقي (رِښتينو) real عددونو (شمېرو يا نومرو) numbers مجموعه (ډَله يا سېټ) set د مختلطو (همپېلايېځو يا همپېچليو)  complex عددونو (شمېرو يا نومرو) numbers د مجموعې (ډَلې يا سېټ) set لپاره يوه فــَــرعي (څانګي يا بــَــرخيځ) مجموعه (ډَله يا سېټ) يا «لاندينی سېټ» subset دئ :

نو د عددونو (شمېرو يا نومرو) مجموعې (ډلې يا سېټونه) چې مونږ ولوستل هاغه د فرعي (څانګي يا برخي) مجموعو (ډلو) يا د ســَــبسېټـونو subsets   په ډَول داسې ليکلي شو :

اَوَّلـــِـــيـــَّـــه (ړومبيځ) عــَــدَدونه (شمېرونه يا نومرونه) Prime numbers

يو عدد (شمېر يا نومر) چې يوازې اَو يوازې پر «خپل ځان» باندې اَو د «يو» پر عدد (شمېر يا نومر) باندې پوره د تقسيم (وېش) وَړ وي هاغه عدد (شمېر يا نومر) ته اَوَّلــِــيــَّــه (ړومبيځ) عدد (شمېر يا نومر) وَیل کيږي . دا لاندې عددونه (شمېرونه يا نومرونه) د اَوليه (ړومبيځ) عددونو (شمېرو يا نومرو) مثالونه (بېلګونه) دي :

غـــَـــيرِ اَوَّلـــِـــيـــَّـــه (ناړومبيځ) عــَــدَدونه (شمېرونه يا نومرونه) Nonprime numbers

کوم عدد (شمېر يا نومر) چې هم پر «خپل ځان» اَو هم پر «يو» اَو هم پر «کوم بــِــل عدد (شمېر يا نومر)» ، پوره د تقسيم (وېش) وَړ واُوسي ، داسې عدد (شمېر يا نومر) ته غــَــيرِ اَوّليه (ناړومبيځ) عدد (شمېر يا نومر) ويل کيږي . لــِــکه :

جــُــفت (جوړه اِيځ يا even) عدد (شمېر يا نومر) number

جــُــفت (جوړه اِيځ يا even) عدد (شمېر يا نومر) هاغه وي چې پر «دوه» پوره تقسيم (وېش) شي ، لکه :

 طاق (بې جوړه اِيځ يا odd) عدد (شمېر يا نومر) number

 طاق (بې جوړه اِيځ يا odd) عدد (شمېر يا نومر) هاغه وي چې پر «دوه» پوره تقسيم (وېش) پې و نه شي ، لکه :