عبري ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

Page Module:Infobox/styles.css has no content.

عبري
עברית, Ivrit
Temple Scroll.png
د طومار معبد ټوټه، د مړه سمندر یوه زړه نښه د مړه سمندر طومارونه چې په قمران کې موندل شوي.
تلفظکينډۍ:آواکينډۍ:آوا
Native toاسرایل
فلسطین (فلیطیني سیمې)
سيمېد اسرائیل سیمه
نسلبني اسرایل؛ یهودي او سامریان
Extinctلاتینه عبري په ۵۸۶ کاله مخکې له میلاده ورکه شوه، اما د خپل مقدس توب په خاطر د یهودیانو لپاره ژوندې پاتې شوه.[۱]e18
Revival۹٫۰ میلیونه ویونکي نوی عبري چې په اسرائیل کې د ۵ میلیونه خلکو مورنې ژبه ده. (۲۰۱۶)[۲]
لومړنۍ بڼې
Standard forms
عبري الفابټ
زاړه عبري الفابټ (توراتي عبري)
آرامي الفابټ (توراتي عبري)
اشاره عبري ( شفاهي عبري په نښه شوې)[۳]
رسمي حالت
رسمي ژبه په
کينډۍ:ISRنوې عبري نوم د لاندې)
منظم کونکيد عبري ژبې الفابټ
האקדמיה ללשון העברית (HaAkademia LaLashon HaʿIvrit)
د ژبې کوډونه
آيسو 639-1he
آيسو 639-2heb
آيسو 639-3Variously:
heb – نوې عبري
hbo – توراتي عبري (دیني)
smp – سامري عبري (دیني)
obm – موابي (له منظه تلې)
xdm – ادومي (له منظه تلې)
Glottologhebr1246[۴]
Linguasphere12-AAB-a
{{{mapalt}}}
په نړۍ کې د عبري ژبې ویونکي: کينډۍ:د نقشې لیک مل کينډۍ:د نقشې لیک مل
This article contains IPA phonetic symbols. Without proper rendering support, you may see question marks, boxes, or other symbols instead of Unicode characters.


عبراني يا عبري ژبه چې عبري (עִבְרִית) تلفظ یې د الفبا د نړیوال فونوتیک (IPA) له مخې ایورېټ یا عیورېټ دی (معلوماتي لارښود/help·info)، د افروسیاتیک ژبو له کورنۍ نه یوه شمال‌لویديځه سامي ژبه ده. له تاریخي پلوه اسرائیلو په دې ژبه خبرې کولې او دا د دوی د تر ټولو پخوانۍ کرړې(اولادې) یعنې يهودیانو او سامریانو ژبه وه. د تاریخ په اوږدو کې دا ژبه تر ډېره د یهودي مذهب او سامریت د اصلي ژبې په توګه له دویم معبد وروسته خوندې پاتې شوه. عبراني د کنعان یوازینۍ لرغونې ژبه ده چې لاهم خبرې پرې کېږي او د مړې شوې ژبې یوازینۍ بریالۍ بېلګه ده چې بېرته راژوندۍ شوې. همداراز د شمال‌لویديځو سامي دوو ژبو نه چې بله یې ارامي (Aramaic) ده، یوازینۍ ژبه ده چې لا هم خبرې پرې کېږي.[۵][۶]

د عبراني ژبې د پولیو لیکدود (Paleo-Hebrew) لومړنۍ لیکل شوې بېلګه، له میلاد نه مخکې لسمې پېړۍ ته ورګرځي. نږدې ټول عبراني انجیل په عبراني ژبه لیکل شوی دی او د لهجې د اوسنۍ بڼې  له مخې يې پوهان په دې باور دي چې ښايي له میلاد نه مخکې د شپږمې پېړۍ په شاوخوا کې د بابلیانو د اسارت پر مهال غوړېدلې وي. په همدې وجه عبراني ژبه د یهودیانو له خوا د لاشون هاکودېش/Lashon Hakodesh (לָשׁוֹן הַקֹּדֶשׁ) څراغ او «سپېڅلې ژبې» یا د تقدس د ژبې په نوم یادیده. دا ژبه په انجیل کې د عبراني په نوم نه یادېده، بلکې د یهودیت په نوم چې د یهودا ژبې ژباړه ده یا د Səpaṯ Kəna'an چې د کنعاني ژبې ژباړه ده یادېده. د مېشنا ګېټېن رسالې په ۸:۹ برخه کې دا ژبه د اېوېرېټ په توګه چې د عبراني په معنا ده راغلې ده. له دې سره  مېشنا مګی‌الله، دا ژبه د اشورېت په توګه یاده کړې چې د اشوري په معنا يې بولي، چې د اېيورېټ خلاف د پيلیو عبراني لیکدود د عبراني الفبا له نامه نه اخیستل شوې ده. [۷][۸]

په عادي ډول، په عبراني ژبه خبرې کول، له میلاد نه وروسته، د ۲۰۰ -۴۰۰ کلونو تر منځ درېدل، په یهودیه کې د مېشتو یهودیانو له خوا د روم د سترواکۍ پر وړاندې د بارکوخبا (Bar Kokhba revolt ) تر ناکام یرغل وروسته راکمه شوه. ارامي او تر کمي کچې یوناني ژبه له وړاندې د نړیوالو ژبو په توګه په ځانګړي ډول د ټولنې د اشرافو او مهاجرینو تر منځ کارېدلې ده. عبراني ژبه د منځنیو پېړیو په دوره کې د یهودیانو د عبادت، رباني ادبیاتو، د یهودیانو تر منځ د سوداګرۍ او د یهودیانو د شعري ادبیاتو د ژبې په توګه پاتې شوه. په نولسمه پېړۍ کې د صهیونیزم له راپورته کېدو سره عبراني ژبې د ویونکې او ادبي ژبې په توګه په بشپړ ډول بیا راژوندي کېدل تجربه کړل او تر هغه وروسته  په فلسطین کې د یوشوف (Yishuv ) او ورپسې د اسرائیلو د دولت په رسمي ژبه بدله شوه. د اېتونولوګ/Ethnologue (د ژبو نړیوال دایرةالمعارف) پر بنسټ، په ۱۹۹۸ز کال کې په ټوله نړۍ کې پنځه میلیونه کسانو په عبراني ژبه خبرې کولې او په ۲۰۱۳ز کال کې په ټوله نړۍ کې نهه میلیونه کسانو پرې خبرې کولې. تر اسرائیلو وروسته، متحده ایالتونه د عبراني ژیې لوی نفوس لري چې شاوخوا ۲۲۰۰۰۰ واکمن ویناوال لري (اسرائیلي امریکایان او یهودي امریکایان وګورئ).[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

معاصره(مډرنه) عبراني ژبه، د اسرائیلو د دولت رسمي ژبه ده، په داسې حال کې چې د عبراني ژبې له بیاراژوندۍ کېدو نه مخکې بڼې په ټوله نننۍ نړۍ کې په سامري او یهودي ټولنو کې د دعا یا مطالعې لپاره کارول کېږي. وروستنۍ ډله سامري ژبه د خپلې دیني ژبې په توګه کاروي. دا ژبه د غیر لومړۍ ژبې په توګه په اسرائیلو کې د غیر اسرائیلي يهودیانو او زده‌کوونکو، په منځني ختيځ او تمدنونو کې يې د لرغون‌پېژندونکو او متخصصو ژب‌پوهانو او د مسیحیانو په علمي حوزو کې د ویونکو له خوا مطالعه کېږي.  

رېښه[سمول]

د هېربیو/ Hebrew (عبراني) مډرنه انګلیسي کلیمه، له لرغونې فرانسوي کلیمې اېبرو(Ebrau) نه اخیستل شوې. د لاتیني له لارې له یوناني Ἑβραῖος (Hebraîos) او ارامي له 'ibrāy نه اخیستل شوې چې دا ټول د اسرائیلو څوګوني نومونه (یهودي او سامریان) دي، چې له سپېڅلي عبراني کتاب نه اخیستل شوي دي. خلکو ته یې عبرانیان ویل کېږي. دا په دودیز ډول د ابراهیم (ع )د نیکه د نوم اېبر(Eber) پر بنسټ، چې د لرغوني انجیل په ۱۰:۲۱ برخه کې يې يادونه شوې، درک کېږي. باور دا دی، چې دا نوم ساميري رېښه لري ʕ-b-r (עבר‎) چې معنا یې «هاخوا»، «بل لور»، «پورې» ده. د عبراني (Hebrew) اصطلاح، په عام ډول (د سیند یا دښتې له بلې غاړې نه) په معنا تفسیر شوې ده، چې د اسرائیلو او یهودا ټاټوبي د اوسېدونکو لپاره یو مستعار نوم، چې ښايي د عراق، فونېشیا (Phoenicia ) او ترانس اردن یا ماورا‌‌ءالنهر له منظره، ښايي د فرات سمندر،اردن یا لېتاني او یا هم د بابل او کنعان تر منځ د عربستان له شمالي دښتې نه په اشارې اخیستل شوی وي. د عبر (Habiru ) کلیمه، یا د اشوري اېبرو (ebru) همزولې کلیمې له ورته معنا سره پرتله کړئ. [۱۴][۱۵][۱۶]

د دې ژبې د نوم اړوند یو له تر ټولو نه لومړی اخځ، له میلاد نه مخکې په دویمه پېړۍ کې د بن‌سیره کتاب په سریزه کې موندل شوی چې د اېوېرېټ (Ivrit) په نوم راغلې ده. د عبرانیانو په سپېڅلي کتاب کې عبري اصطلاح ته د عبري ټبر(قوم) د ژبې په توګه اشاره نه ده شوې. وروستۍ تاریخ لیکنې یاده ژبه د پاچایانو په کتاب کې د יְהוּדִית د یهودیت یا یهودي ژبې په توګه یاده کړې ده.  [۱۷][۱۸][۱۹]

تاریخچه[سمول]

عبراني ژبه د کعناني ژبو له ډلې سره تړاو لري. کنعاني ژبې د شمال‌لویدیځو سامي ژبو د کورنۍ يوه څانګه ده. [۲۰]

د ایوراهام بېن-یوسف (Avraham Ben-Yosef) په وینا: عبراني د اسرائیلو او یهودا د پاچهۍ په دورو کې له میلاد نه مخکې د شاوخوا ۵۸۶ نه تر ۱۲۰۰ کلونو پورې وغوړېده. پوهان په لرغونې زمانه کې د بابل له جلاوطنۍ وروسته، د عبراني ژبې پر مخکښتوب بحث کوي او په پخوانۍ ارامي سیمه کې يې د نړیوالې ژبې په توګه یادوي. [۲۱]

عبراني د لرغونې زمانې په وروستیو کې د یوې مروجې ژبې په توګه له ورکېدواوانقراض سره مخامخ شوه، خو لا هم د یوې ادبي ژبې په توګه کارول کېږي، په ځانګړي ډول په هسپانیا کې د یهودیانو د بېلابیلو سیمه‌ییزو ژبو د وګړو ترمنځ د سوداګرۍ ژبه ګڼل کېږي او د یهودیانو د مذهبي ژبې په توګه له منځنیو پېړیو نه د نولسمې پېړۍ تر وروستیو پورې د عبراني ژبې د بیا راژوندي کېدو بېلابېل ادبي ګړدودونه بشپړوي. [۲۲][۲۳]

تر ټولو زړې عبراني لیکنې[سمول]

د ۲۰۰۸ز کال په جولای میاشت کې اسرائیلي لرغون‌پېژندونکي یوسي ګارفېنګل (Yossi Garfinkel) د خېربت په قیافه (Khirbet Qeiyafa ) کې یوه سرامکي ټوټه کشف کړه چې د هغه د ادعا پر بنسټ، ښايي لومړنۍ کشف شوې عبراني لیکنه وي، چې شاوخوا ۳۰۰۰ کاله مخکې وخت پورې تړاو لري. د عبراني پوهنتون لرغون‌پېژندونکي امیهای مزار (Amihai Mazar) وویل چې: دا لیکنه پروټو کنعاني (proto-Canaanite) ده ،خو په دوام یې وویل چې، په هغو دورو کې د ژبې د لیکونو او په خپله د ژبو تر منځ توپير نامشخص دی او وړاندیز یې وکړ چې، یاد متن ته عبراني ویل به ډېر لرې وي.  [۲۴][۲۵]

د ګېزر جنتري(کلیزه) هم له میلاد نه مخکې د سلطنتي دورې له پیل نه لسمې پېړۍ ته د داوود (ع) او سلیمان (ع )د سلطنت دورو ته ورګرځي. دا کلیزه د عبراني سپېڅلي کتاب په توګه طبقه‌بندي شوې ده، چې د هر موسم اړوند د کرنیزو فعالیتونو نوملړ وړاندې کوي. د ګېزر کلیزه، د همغه ښار په نوم نومول شوې، کوم ته چې نږدې وموندل شوه او په پخواني سامي لیک چې فنیقي/ Phoenician  لیک (وروسته د یونانیانو او اتروسکانو له خوا په رومي لیک بدل شو) ته ورته دی لیکل شوې، د ګېزر کلیزه، له هېڅ یو غږلرونکي واول توري پرته لیکل شوې او ان د عبراني ژبو په هغو املا ځایونو کې چې وروسته ورته اړتیا پېښه شوې، هم له بې‌غږه تورو نه د غږلرونکي پر دلالت کار نه اخېستل کېږي.  

آثار[سمول]

  1. H. S. Nyberg 1952. Hebreisk Grammatik. s. 2. Reprinted in Sweden by Universitetstryckeriet, Uppsala 2006.
  2. Thompson, Irene (June 15, 2016). "Hebrew". About World Languages. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Meir, Irit; Sandler, Wendy (2013). A Language in Space: The Story of Israeli Sign Language. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Nordhoff, Sebastian; Hammarström, Harald; Forkel, Robert; Haspelmath, Martin, المحررون (2013). "Hebrewic". Glottolog. Leipzig: Max Planck Institute for Evolutionary Anthropology. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: عرض-المحررون (link)
  5. Grenoble, Leonore A.; Whaley, Lindsay J. (2005). Saving Languages: An Introduction to Language Revitalization. United Kingdom: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 63. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-01652-0. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۱۷. Hebrew is cited by Paulston et al. (1993:276) as 'the only true example of language revival.' الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 26 April 1998 باندې). Once 'dead' language brings Israel to life Hebrew: After 1,700 years, a revived language becomes a common thread knitting together a nation of immigrants with little in common except religion. The Baltimore Sun.
  7. Hoffman, Joel M. In the Beginning : A Short History of the Hebrew Language. New York, New York University Press, 2006, p. 169.
  8. "Most ancient Hebrew biblical inscription deciphered". Physorg.com. 7 January 2010. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sáenz-Badillos (1993), p. 171
  10. "Hebrew" in The Oxford Dictionary of the Christian Church, edit. F.L. Cross, first edition (Oxford, 1958), 3rd edition (Oxford 1997). The Oxford Dictionary of the Christian Church which once said, in 1958 in its first edition, that Hebrew "ceased to be a spoken language around the fourth century BCE", now says, in its 1997 (third) edition, that Hebrew "continued to be used as a spoken and written language in the New Testament period".
  11. "'Kometz Aleph – Au': How many Hebrew speakers are there in the world?". Nachman Gur for Behadrey Haredim. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ نومبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Table 53. Languages Spoken at Home by Language: 2009", The 2012 Statistical Abstract, U.S. Census Bureau, د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ ډيسمبر ۲۰۰۷ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "If you couldn't speak Greek by say the time of early Christianity you couldn't get a job. You wouldn't get a good job. A professional job. You had to know Greek in addition to your own language. And so you were getting to a point where Jews... the Jewish community in, say, Egypt and large cities like Alexandria didn't know Hebrew anymore, they only knew Greek. And so you need a Greek version in the synagogue." – Josheph Blankinsopp, Professor of Biblical Studies University of Notre Dame in A&E's Who Wrote the Bible
  14. "Strong's Hebrew: 5676. עֵ֫בֶר (eber) – region across or beyond, side". biblehub.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "הספריה של מט"ח". Lib.cet.ac.il. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Muss-Arnolt, William (1905). A Concise Dictionary of the Assyrian Languages (په انګلیسي ژبه کي). Reuther & Reichard. د کتاب پاڼې 9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Géza Xeravits; József Zsengellér (25 June 2008). Studies in the Book of Ben Sira: Papers of the Third International Conference on the Deuterocanonical Books, Shime'on Centre, Pápa, Hungary, 18–20 May, 2006. Brill. د کتاب پاڼي 43–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-16906-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Barton, John, ed. (2004) [2002]. The Biblical World. 2. Taylor & Francis. p. 7.
  19. Kings II 18:26.
  20. Ross, Allen P. Introducing Biblical Hebrew, Baker Academic, 2001.
  21. אברהם בן יוסף ,מבוא לתולדות הלשון העברית (Avraham ben-Yosef, Introduction to the History of the Hebrew Language), page 38, אור-עם, Tel-Aviv, 1981.
  22. Share, David L. (2017). "Learning to Read Hebrew". In Verhoeven, Ludo; Perfetti, Charles (المحررون). Learning to Read Across Languages and Writing Systems. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 156. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-09588-5. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Fellman, Jack (1973). The Revival of a Classical Tongue: Eliezer Ben Yehuda and the Modern Hebrew Language. The Hague: Mouton. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-279-2495-7. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 30 October 2008 باندې). 'Oldest Hebrew script' is found. BBC News.
  25. (په 30 October 2008 باندې). Have Israeli Archaeologists Found World's Oldest Hebrew Inscription?. Haaretz.