عبد الرؤف غزنوي
ونگبڼه
حضرت مولانا مفتی عبد الرؤف غزنوي د غزني اوسيدونکي او يو نامتو او مخور عالم دين دی چي وړه دوره يي په جامعه امنيه ډهلي کي ويلي ده او دوره حديث او تخصص يي په دار العلوم ديوبند کي کړي ده ، لس کاله د دار العلوم ديوبند د مرکزي جومات امام او استاد هم پاتي شوی دی ، او بيا يي په کراچۍ کي د شیخ زرولي خان په مدرسه احسن العلوم کي هم درسونه کړي دي ، اوس وخت د جامعة العلوم الاسلامیة علامه محمد يوسف بنوري ټاون کراچۍ نائب شيخ الحديث دی په يو وخت د بخاري او ترمذي اول درس ورکوي او ورسره د تخصص في الفقه او د تخصص في الحديث په کلاس کي هم درس ورکوي ، نوموړی د ګول مسجد چي د کراچۍ يو غټ جومات دی چي په ډينفس کي موقعيت لري ، له ډيري مودي راهيسي هغلته امام او خطيب دی ،