عبدالوکيل خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نايب سالار عبدالوکيل خان (مړينه: ۱۳۰۹ هـ. ل.) د افغانستان د آزادۍ يو اتل دی. نائب سالار عبدالوکیل خان نورستانی عبدالوکیل خان نورستانی په ۱۲۵۴،ل، ل، کې د نورستان د کانتیوا په کلي کې زیږیدلی دی، د امیرعبدالرحمن خان په حکومت کې د شاهي ګارد قطعې په توپچي کې یې دنده تر سره کوله. د امیرحیب الله خان په حکومت کې د کرنیلۍ، یا د کنډک مشرۍ رتبې ته ورسیده، په کال ۱۲۹۰، ل، ل، کې غونډ مشر شو. دوه کاله وروسته د کندهار ولایت د قوماندان په توګه وټاکل شو او د کندهار د شورشیانو په غلي کولو کې بریالی ؤ چې له امله یې د صداقت مډال ترلاسه کړ. په کال ۱۲۹۴، کې کابل ته راوغوښتل شو، لومړۍ د دوهمې لواء د قوماندان په توګه او بیا د کابل ولایت د کوټوالۍ د قوماندان په حیث مقرر شو. عبدالوکیل خان نورستانی وروسته د امیر حبیب الله خان له مرګ څخه د جنرالۍ رتبې ته ورسید او د کابل د دویمې لواء قوماندان او بیا د اسمارو د سرحدي ځواک د قومانداند په توګه تعین شو. د افغانستان د استقلال په څلورمه جبهه(د چترال او ارنوۍ) په جګړه کې یې توره وکړه. (افغانستان در مسیرتاریخ،۷۶۰) جنرال نورستانۍ په کال ۱۲۱۹، ل-ل، د کابل د لومړۍ فرقې قوماندن وټاکل شو، ده د امیرامان الله د حکومت په دوران کې د منګلو او ګوډملا پاڅونونو له منځه یوړل، په کال ۱۳۰۴، کې د نائب سالارۍ رتبې ته ورسید او د قطغن او بدخشان د قوماندان په توګه مقرر شو. نائب سالار نورستانی د نادرشاه په حکومت کې د خپلې رتبې په لرلو سره د شمالي(پروان) د امنیت د ټینګولو په خاطر د کابل د دویمې قول اردو د قوماندان په حیث مقرر شو، نوموړی د سرطان په میاشت، د ۱۳۰۹، کال کې د یو کنډک عسکرو سره د کوهدامن سیمې ته ولاړ او د اسد میاشتې په څلورمه نیټه د دندې د ترسره کولو په وخت کې د یاغیانو لخوا شهید کړی شو. د نائب سالار جنازه یې له سرای خواجه څخه کابل ته رواړله او د مرنخان(دشیهدانو غونډۍ) کې په درناوي سره خاورو ته وسپارل شو او د ده د لویو او ښو خدمتونو د درناوي له امله د ده مزنګ په څلورلاري کې شپږمخی یادګارۍ څلی جوړ شو.﴿ إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ﴾

تړلې لیکنې


سرچینې