عبدالوهاب مومند
عبدالوهاب مومند (انګلیسي: Abdul Wahab Momand) زوکړه (۱۳۷۹ل) د پښتو ژبې لیکوال دی.
مخینه
[سمول]عبدالوهاب مومند پښتون لیکوال دی، نوموړی په ۱۳۷۹ل کال کې د بغلان ولايت په مرکزي بغلان، معلم شعبان کلي کې زیږیدلی، عبدالوهاب مومند د عبدالجبار مومند زوی او د عبدالستار مومند لمسی دی.
زده کړې
[سمول]مومند په ۱۳۸۴ل کال کې د مرکزي بغلان په لیسه کې شامل او په ۱۳۹۶ل کال کې له نوموړې لیسه فارغ شو، د کانکور ازموینې وروسته یې د خوښې پوهنځي ( پښتو ادبیات) څانګې ته بریالی شو او اوسمهال دغه پوهنځي کې خپلې لوړې زده کړې ترسره کوي.
لیکلي آثار
[سمول]د لیکوالۍ په برخه کې مومند لا تراوسه د مرکزي بغلان د شاعرانو ادبي تذکره ( لا به ډیر ګلونه وشي به کرکر کې) یو ژباړل شوی کتاب د ( کرونا کرغیړنې او د هغې لارې چارې) د ځوان کهول فکر جوړونې او د انګیزې تولید برخه کې د ( روڼ اندي ځوان) تر نومونو لاندې کتابونه د چاپ په ګاڼه سینګار کړي، او تازه یې د لنډو کیسو کتاب د ( د اغزیو ګرېوان) تر نامه لاندې د چاپ په ګاڼه سینګار شوی دی.
اخځلیک
[سمول]https://8am.af/ps/پښتو-ژبې-ته-یوه-بله-ډالۍ-ور-اضافه-شوه/ Archived 2021-12-28 at the Wayback Machine.
https://taand.com/main/?p=188166 Archived 2021-12-28 at the Wayback Machine.
https://8am.af/ps/why-the-birth-of-the-prophet/ Archived 2021-12-28 at the Wayback Machine.
https://yaraan.com/likwali-mashq-aw-tamreen2/ Archived 2021-12-28 at the Wayback Machine.