عبدالهادي عمري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالهادي عمري يو افغان ليکوال او ژباړن دی. په پښتو ژبه يې يو شمېر کتابونه چاپ شوي.

مخينه[سمول]

هغه د الحاج محمدعمرقانع زوی دملا میرحاتم لمسی دی په ۱۳۶۴ ه ش کال کي دمهاجرت پر مهال دپاکستان په بلوچستان ایالت کي زیږیدلی دی لومړنی زدکړي يي دکلي دملاامام څخه پیل او او دپيښاور دسکندریه لیسي څخه يي ددولسم صنف شهادتنامه ترلاسه کړي نوموړي ددې ترڅنگ دینی تعلیم هم مکمل کړی دی چي دوړي دوری سند يي دپيښور دمنهاج العلوم او دلويي دوري سند يی دچمن دعلامه عبدالغني رحمه الله دمدرسي څخه ترلاسه کړی دعالی دارالمعلیمن ديني څانگه يي هم په پيښور کي لوستي ده نوموړی که څه هم اوس په اسلامي اوفرهنگي فعالیتونو بوخت دی خودددی ترڅنگ په اراکوزایا خصوصي پوهنتون کي دی دحقوقو اوسیاسي علومو دلومړي کال محصل دی . پلرنی ټاټوبی يې د افغانستان د هلمند ولایت مرکز لښکرگاه ښار شرقي لښکر بازار دی.

چاپ اوناچاپ اثار[سمول]

  1. نعتیه پلوشې
  2. د انوارو قافلې شعري ټولگې
  3. د میرمنو حقوق او د هغوي ارزښت ژباړه
  4. د حج او عمرې لارښود ژباړه

ناچاپه اثار

  1. د خاوند حقوق اودهغوی ارزښت
  2. دنعتونو یوه نوی ټولگه