عبدالهادي حيران

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالهادي حيران

عبدالهادي حېران (په انگرېزي: Abdulhadi Hairan ) پښتون ليکوال، شاعر، لنډه کيسه ليکونکى، ستون ليکونکى، ناول ليکونکى او ژورنالست د افغانستان د کندوز ولايت د قلعه زال اوسيدونکى دى. په قام ساپى دى.

زده کړې

دندې

په کراچۍ کې يې د اردو ورځپاڼه ايکسپريس، اوه نيز روشن پاکستان او نورو سره کار کړى دى. په پيښور کې يې د ورځپاڼه وحدت، ورځپاڼه خبرونه، مياشتنۍ ليکوال او افغان اسلامي اژانس تر څنگ د يو شمېر انگليسي او پښتو ويبپاڼو او د ژباړو د ادارو سره دندې ترسره کړې دي. په مجلو، ورځپاڼو او ويب پاڼو يې گڼ شمير گټور ليکونه، لنډې کيسې، شعرونه او د "چڼى" په نوم يو ناول خپور شوى دى. ښاغلي عبدالهادي حيران په ورځپاڼه وحدت او افغان اسلامي اژانس کې د يوه فعال خبريال او تحليل ليکونکي په توگه دنده ترسه کړې ده. په کابل کې يې د "يو لپټاپ پر هر ماشوم" پروژې او "د سولې او شخړې د مطالعاتو مرکز" سره کار کړى دى. عبدالهادي حېران په پښتو، اردو او انگليسي ژبو ليکنې کوي چې زيات شمېر يې خپرې شوې دي. په پښتو ژبه يې دوه کتابونه "پښتو په انټرنېټ کې" او "تنده مې ماته شوه" خپاره شوي دي.

چاپ شوي آثار

  1. پښتو په انټرنېټ کې - د پښتو وېبپاڼو په - چاپکال ۲۰۰۶ ز. کال
  2. تنده مې ماته شوه - د لنډو کيسو ټولگه - چاپکال ۲۰۰۷ ز. کال
  3. په جنت کې مساپر

ناچاپه آثار

  1. ښکاري سترگې (ناول)
  2. پښتو متلونه (د هم مانا انگرېزي متلونو سره)
  3. تورمخې گوانتانامو (د يو امريکايي پوهنتون د تحقيقي څانگې د څېړنې پښتو ژباړه)

باندنۍ تړنې


سرچينې