عبدالمالک بېکسيار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالمالک بېکسيار

ښاغلى عبدالملک بیکسیار

مخينه

په ۱۳۴۳ ز كال كې د په میدان ،وردگ كې زېږېدلى دى .

زده کړې

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د میدان په لېسه كې او لوړې زده كړې يې د كابل پوهنتون د ژبې او ادبياتو په پوهنځي كې پاى ته رسولې دي . عبد المالک بېکسيار د افغانستان يو ځوان نوښتگر شاعر دی . دی د يو ملي اند خاوند دى . خپله پښتونواله او ملي مينه يې په خپلو فرهنگي هڅو په زبات رسولې ده . دى له افغانستان نه لرې په يو هېواد ډنمارک کې د پردېسۍ ژوند تېروې ، خو د خپل تندي د خولو په بيه د هيلې په شان د يوې ښکلې مجلې د خپرولو جوگه دی . رښتينولي ، سپيڅلتيا ، مينه او ملي ولوله د ده د شخصيت نور رغنده توکي دي ، په هېوادنيو او ملي چارو کې بېړندی او گړندی دی ، د خپل ژوند خواږه يې تر ملي ژبې بلهاري كړي ، او د فرهنگي خدمت لپاره يې ځان ملنگ کړی دی . د بيکسيار ملنگي د نورو تر خانۍ او پاچا هۍ غوره ښکاري او په دې ژوند کي يې يو لوی شان او شوکت ليدل كيږي .

چاپ شوي آثار

  1. سوچونه او کږلېچونه
  2. د سنځل گل په شپو کې
  3. شینشوبي
  4. تیگا
  5. داته دکومو غرونو شور یې
  6. سیوري دهندارو (ډنمارکي)
  7. لکه خوب هغه وختونه
  8. د څپو چې زړه راډک شي

باندنۍ تړنې

سرچينې

  1. http://samsoor.com/sheruna.php Archived 2020-10-03 at the Wayback Machine.