عبدالله الهام جمالزى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالله الهام جمالزى ( ۲۵ د زمري، ۱۳۶۶ ل. = ۱۶ د اگست، ۱۹۸۷ ز. - ) افغان لیکوال، ژورنالست او مدني – فرهنگي فعال دی چې په پښتو، فارسی او انگلیسي ژبو لیکنې کوي او په تېره بیا په ادبیاتو کې د نوو چوکاټونو لیکل یې د یادولو دی. هغه د افغانستان د ژباړې او څيړنې د مرکز بنسټگر او مشر هم دی.

مخينه

عبدالله الهام جمالزى د افغانستان په مرکزي سيمو کې د ميدان وردگو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د الحاج مولوي عبدالسليم جمالزی په کورنۍ کې زيږيدلى. د عبدالله الهام جمالزي کورنۍ هغه مهال چې په هيواد د پخواني شوروي اتحاد يرغل پيل شوى د پاکستان پېښور ښار ته کډوال شوي. پلار يې د افغانستان د جهاد د پړاو په لومړنيو کلونو کې فعاله څيره وه چې د جهاد له بريا سره جوخت له اړوند گوند څخه ووت او په کويټ کې يې له يوې نړيوالې اسلامي ادارې سره کار پيل کړ، او څه موده وروسته يې د حاجيانو د ښونکي په توگه سعودي عربستان ته د تگ راتگ دنده په غاړه واخيسته او له هېواد څخه د شوروي اتحاد د ځواکونو له شاتگ سره هغه هم عربي هېوادونه پرېښودل او له خپلې کورنۍ سره خپل پلرني ټاټوبي ته راغى.

زده کړې

عبدالله الهام جمالزي لومړنۍ زده کړې په ۱۳۸۳ کال کې په امام اعظم ابوحنيفة (رح) عالي لېسه کې بشپړې کړې.په راډیو او ټلویزیون کې د وینديۍ فن، ژورنالیزم او د پېښو د مدیریت او خطرراټیټولو په برخو کې په لنډمهالو زده کړو سربېره یې په کابل کې د سیاسي علومو په برخه کې ۱۳۹۲ او د هند له یوه معتبر پوهنتون (اندراگاندي) څخه ۱۳۹۴ د نړیوالو اړیکو په برخه کې زده کړې.

دندې

په ١٣٧٩ کال کې هغه مهال چې د طالبانو واکمني په هېواد کې ټينگه وه هغه شعرونه او لنډې کيسې ليکلې او مقالې يې هېواد ورځپاڼې ته چې په کابل کې خپرېدله استولې او خپرېدلې. د خبريالۍ د لنډو زده کړو وروسته يې په غزني ولايت کې له سنايي جريدې او غزني دولتي راديو سره همکاري پيل کړه. د همدې کال په پاى کې د پژواک خبري آژانس د خبريال په توگه په دنده بوخت شو او څه موده وروسته پکتيکا ولايت ته لاړ او هلته يې د پژواک خبري آژانس د خبريال په توگه دنده پيل کړه. د دې تر څنگ چې په پکتيکا ولايت کې د پژواک خبري آژانس خبريال وو د پکتيکا غږ په نوم له نوې فعالې شوې راديو سره يې هم کار کړى. له پکتيکا ولايت وروسته د هغه دنده په نيمروز ولايت کې وه او هلته يې د دې تر څنگ چې پژواک خبري آژانس ته د خبريال په توگه کار کاوه له گڼو نورو رسنيو سره هم د همکار په توگه فعال وو. د ٢٠٠٦ کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه د ايران د اسلامي جمهوريت د راديو تلويزيون په رسمي بلنه د تهران راډيو د پښتو څانگې د متن د اوډونکي او وياند په توگه تهران ته لاړ او هلته يې تر دوه کلونو پورې کار وکړ. هېواد ته له را گرځېدو سره يې د ميدان وردگو ولايت د مطبوعاتي مسئول او د ولايت د وياند په توگه د لنډې مودې لپاره کار وکړ. د ١٣٨٩ کال په لومړۍ مياشت کې د افغانستان د ژباړې او څيړنې د مرکز په نوم د نادولتي موسسې په جوړولو او ثبتولو بريالى شو او د همدې مرکز د عمومي مشر په توگه يې د هېواد د ژبو د بډاينې په موخه کار پيل کړ. په سبا ټلويزيون او نوا راډيو کې یې د سياسي برخې د مسول او د پښتو خپرونو د ناظر په توگه يې دنده پر مخ یوړه. له هغې وروسته د کابل نیوز تلویزیون د تولید او پروگرام مدیر او بیا د گوربت راډیوټلویزیون رييس و. هغه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت کې د ستراتیژیک پلان او پالیسي جوړونکي په توگه هم کار کړی. یو شمېر ملي او نړیوالو رسنیو او تحقیقاتي ادارو ته يې لیکنې او څېړونې هم کړې دي.

آثار

  1. د ويندويۍ فن ( څيړنه )
  2. د ابراهيم ادهم په پلونو ( ناول)
  3. ښکار ( د لنډو کيسو ټولگه)
  4. واوره او وينه ( د لنډو کيسو ټولگه)
  5. سلامونه ( داستاني ليکونه )
  6. کبابي ( ناول)
  7. کیسه‌گۍ
  8. انځورونه ( د لنډو کيسو ټولگه)
  9. هندي خالونه ( د لنډو کيسو ټولگه)
  10. مسلکي وژونکى ( ناول )
  11. د کابلي کيسې ( ناول )
  12. بلوڅان ( ناول)
  13. گوډ تيمور ( ژباړه )
  14. د ډله ايزو رسنيو څيړنه ( ژباړه)
  15. ځينې بهرنۍ کيسې ( ژباړه)
  16. اورنۍ سيلۍ ( يونليک)

باندنۍ تړنې

سرچينې