عبدالغفور ویاند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الحاج عبدالغفور وېاندد افغانستان ملي راډیو ټلویزیون پخوانی د خپرونې وياند ؤ . ښاغلی وياند د افغانستان ملي راډیو کې د ماشومانو د خپرونې ویاند او چمتو کؤونکی و .

مخینه[سمول]

الحاج عبدالغفور وېاند د ملک سلېم الله خان زوی په قوم مومند، په کال ۱۳۰۱ هجری لمریز کې د ننگرهار د روداتو په ولسوالۍ کې د حصارشاهی د ملکانو په کلي کې يوې متديېنې او علمپالې کورنۍ کې زېږدلی . ښاغلی وياند په خپلو ملکارانو کې د نرم طبیعت ځانتياؤ له کبله مخور ؤ. همدارنگه د ده ملگرو لکه نوموتی کیسه لیکوال سعدالدین شپون دی داسې راپېژني : وياند په هرچا پېرزویېن درلودې او عبدالغفور ویاند د راډیو افغانستان له لومړنیو او غوره نطاقانو څخه یو ښه وياند هم ؤ .

زده کړه[سمول]

وياند په کال ۱۳۰۸ لمریز کې د روداتو په ولسوالۍ کې ښوونځي کې شامل شو . له هغه ښوؤنځي څخه په لمړۍ درجه بريالی راؤوت او خپل بری لېک يې تر لاسه کړ. په هماغه ښوؤنځي کې د ښوؤنکي په توگه د کلي د خلکو په خدمت کې دنده په غاړه واخسته. مرحوم وياند هرکله د علم او لوړو زده کړو لېواله ؤ نو پدې خاطر کابل ته ورغی او د استقلال په عالي لېسې کې د پښتو ژبې داستاد په توگه دنده تر لاسه کړله.د همدې دندې ترڅنگ یې خپلو لوړو تحصېلاتو ته هم د شپې په لېسې کې دوام ورکړ او په عالي درجې يې بری لېک ترلاسه کړ.

دندنې[سمول]

ښاغلي وياند د افغانستان د راډيو د لمړېؤ نطاقانو له ډلې څخه يادېږي او د خپلو ښو ځاني ځانگړتياؤ له کبله يې د ښه غږ او استعداد لامله د وخت وزير محمد گل خان مومند ده ته د وياند وروستاړنوم لقب ورکړ .

وياند د افغانستان رادېو له لارې د خپلو هېودوالو للپاره څلوېښت کاله هڅوبیزه چوپړ کړی دی. همدارنگه وياند د افغانستان ملي راډيو د نطاقانو په روزلو کې ډېره فعاله ونډه درلوده او بې شمېره د وياندۍ زده کؤونکي يې روزلي دي.

د فراه ولایت د پوهنې رئيس په توگه[سمول]

ښاغلی وياند د افغانستان د پوهنې وزارت له خوا د فراه ولايت لپاره د پوهنې د عمومی مسؤل په توگه، د کابل د ښاري ښوؤنځيو د مشر په حيث او د کابل د ولايت د پوهنې د عمومي رئيس په توگه هم دندې درلودلې. بیايې د کندهار د ولايت د پوهنې د رئيس په حېث او د پوهنې د وزارت د پلټنې د رياست د مرستیال په توگه هم دندې ترسره کړي دي.

کونړ کې د والي په توگه[سمول]

عبدالغقوروياند څخه د پخوا حکومت د لازمې کره کتنې پر بنسټ د زبات شوي کارکؤونکي په توگه په کال ۱۳۵۰ لمریز کې د کونړ د ولايت د والي دنده ور وسپارل شوه چې لمخې یې د افعان ولس لپاره د لا ښه چوپړ ترسره کولو سره یې ځان د ولس خادم ثابت کړ. وياند د پوهنې د وزارت د لومړنيو او منځنیو ټولگيؤ د پښتو قراات مضمون لیکوال دی او ددې تر څنگ يې د متونو په لوستلو کې ځانگړی فصاحت او بلاغت (روان لوستنیز او وينايي وړتياوې) درلودې چې ډېر ژر د غوره دیکلماتور په توگه هم شهرت وموند . هغه وخت ښاغلی ویاند د ښه غږ او پر نطاقۍ د تسلط له کبله د ده د غږ بې شمېره خوښؤونکي د هغه د هنر راښکونکي شول .

ښاغلي وياند په کال ۱۳۷۱ لمریز کې د ناخوښو کورنيو حالاتو له کبله پاکستان هېواد ته کډوال شو او د کډوالۍ په مهال يې هم د افغانانو د ټولنيزو چوپړونو کې مهمه ونډه اخيستله . د ختيځو ولاياتو د سپين روبو د يوولس کسيزې ټولنې د لارښوؤنې مهم غړی پاتې شوی ؤ چې د ختيځو ولايتونو د وگړو د ورځينیو ستونزو ، د سوله ييز حل ملگرتيا يې کؤوله . د سولې په لار کې يې بې شمېره سرښندنې کړېدي.

مړینه[سمول]

ارواښاد وياند ته د ورپېښې يوې ناروغۍ له لامله په کال ۱۳۸۷ لمریز کې د غويي د مېاشتې په دولسمه نېټه په۸۶ کالو عمر دې نړۍ څخه کډه وکړله او د حق لار کې ومړ چې وروسته په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. انا لله و انا الېه راجعون د ښاغلي د مړینې وروسته داسې هیله وه چې د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون او افغان فلم مشرتابه جرگه گۍ د ملي راډیو ټلویزيون یوه ستوډیو ددغه لومړني نومیالي نطاق په نامه ونوموي .

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]

  • د افغانستان د ملي راډيو ټلویزيون پخوانی پوځي رپورټر او خبريال يوسف هېواد دوست لخوا