Jump to content

عبدالرحمن المهدي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالرحمن المهدي
عبدالرحمن المهدي
عبدالرحمن المهدي

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۵ جولای ۱۸۸۵[۱]
ام درمان   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه
ام درمان   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت سوډان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه

سید عبدالرحمن المهدي (زوکړه: د ۱۸۸۵ زکال د جون میاشت – مړینه: د ۱۹۵۹ زکال د مارچ ۲۴ مه) د انګلیس- مصر له خوا د سوډان د استعمار پر مهال (۱۸۹۸-۱۹۵۵ زکال) یو له مخکښو مذهبي او سیاسي څېرو څخه و چې د سوډان له خپلواکۍ وروسته د نوې مهدوي ډلې د مشر په توګه یې پراخ واکونه لرل. انګلیسانو هڅه وکړه د نوموړي له نفوذ څخه په ناوړه ګټنې د سوډاني خلکو پر وړاندې کار واخلي په داسې حال کې چې د نوموړي پر مفکرو هم بې باوره وو. د انګلیس- مصر له خوا د سوډان د استعمار پر مهال بریتانویانو سید عبدالرحمن المهدي ته د مهدویانو د یو مهم معتدل مشر په سترګه کتل. [۲][۳]

عبدالرحمن د محمد احمد بن عبدالله زوی و چې د نوموړي له مړینې وروسته وزېږید، پلار یې په ۱۸۸۱ زکال کې ځان مهدي یا د اسلام د عقیدې ژغورونکی باله او په ۱۸۸۵ زکال کې څو میاشتې وروسته له هغه ومړ چې ځواکونو یې خرطوم ونیو. د بریتانیا او مصر ګډو ځواکونو په ۱۸۹۸ زکال کې مصر بیاځلي ونیو. په پیل کې بریتانویانو د عبدالرحمن فعالیتونه او اقدامات په کلکه توګه محدود کړل. له دې سره نوموړی ډېر ژر د انصارو په نوم د مهدوي خوځښت د ملاتړې مذهبي ډلې د مشر په توګه راڅرګند شو. [۲]

انګلیسانو له عبدالرحمن سره نږدې سیاسي اړیکې جوړې کړې. ورته مهال هغه په ابا ټاپو کې چې په ماشومتوب کې هلته تبعید شوی و د پنبې له تولید څخه پریمانه شتمني ترلاسه کړه چې د دغه کار په موخه یې ملاتړو ورته بشري قوه برابره کړې وه او په دې سره یې د خپلو وګړو ترمنځ ډېر نفوذ او محبوبیت درلود. د بریتانیا دولت پر هغه باور نه درلود ځکه نه یې شو کولای هغه کنټرول کړي یا هم له هغه څخه په سوډان باندې د نفوذ په برخه کې کار واخلي. [۴][۵]

په ۱۹۳۰ مه لسیزه کې عبدالرحمن د مصر او بریتانیا ترمنځ هغه هوکړه چې له مخې یې په سوډان باندې د مصر حاکمیت په رسمیت پېژندل کېده، غبرګون وښود او څرګنده یې کړه چې د دې اړوند له هېڅ یو سوډاني سره مشوره نه ده شوې. هغه لندن ته سفر وکړ چې په دې اړوند خپل غږ پورته کړي. د ۱۹۳۸ زکال په جوړه شوې شوې شورا او د ځای ناستوب په مشورتي شورا کې چې په ۱۹۴۴ زکال کې تاسیس شوې وه د هغه انصار پیروان په یوه اغېزمه ډله اوښتي و. عبدالرحمن په ۱۹۵۶ زکال کې د سوډان د خپلواکۍ څخه وروسته او له هغو وړاندې د ملت پاله «امه» (ملت) سیاسي ګوند ملاتړی و. ملت ګوند له خپلواکۍ وروسته د ۱۹۵۸ زکال په لومړنیو پارلماني ټاکنو کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ترلاسه کړې. د ۱۹۵۸ زکال په نومبر میاشت کې پوځ کودتاه وکړه او عبدالرحمن د هغوی ملاتړ وکړ. نوموړی د ۱۹۵۹ زکال د مارچ په ۲۴ مه د ۷۳ کلونو په عمر ومړ. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

خپلواکۍ ته رسېدل

[سمول]

د ۱۹۴۴ زکال په اګست میاشت کې سید عبدالرحمن د کانګرس له مخکښو غړو او قبایلي مشرانو سره د یو داسې خپلواکي غوښتونکي ګوند د جوړولو اړوند خبرې وکړې چې له مهدویت سره یې کومه اړیکه نه لرله. د دوی لومړنی ګام د الامه (ټولنې) په نامه د ورځپاڼې نشرول و. د ۱۹۴۵ زکال په فبروري میاشت کې د ملت ګوند د تنظیم چارې بشپړې شوې او د دغه ګوند لومړي منشي عبدالله خلیل د هغو د فعالیت لپاره د دولتي جواز غوښتنه وکړه. د دغه ګوند په اساسنامه کې سیدعبدالرحمن یا انصارو ته هېڅ اشاره نه دې شوې. له عبدالرحمن سره د دغه ګوند یوازنې پام وړ اړیکه د مالي اړتیاوو د تامین په موخه وه. له دې سره داسې اوازو شتون درلود چې ملت ګوند د استعماري دولت له خوا جوړ شوی او موخه یې هم واک ته د سید عبدالرحمن رسول دي. دغو ګنګوسو د ۱۹۴۵ زکال تر جون میاشتې پورې دوام وکړ، هغه مهال چې دولت په رسمي ډول اعلان وکړ چې له مهدوي سلطنت څخه ملاتړ نه کوي. [۸]

دغه مهال عبدالرحمن د پریمانه شتمنۍ لرلو په خوا کې وګړیز ملاتړ له ځانه سره درلود. د هغه قد او قامت د دې لامل ګرځېده چې یو شمېر سیاستوال د رهبرانو پرځای د هغه د پیروانو په توګه په پام کې ونیول شي. عبدالرحمن نه شو کولای د بریتانیا د یوځلي وتو جنجال پر غاړه واخلي ځکه دغې چارې د مصر له خوا د سوډان د نیولو لپاره دروازه پرانیسته او هغه خپل ځواک له لاسه ورکاوه. انګلیسان هم د بېلابیلو لاملونو له امله پر سوډان باندې د مصر د واکمنۍ سره مخالف و. له دې سره نه شو کېدلای چې عبدالرحمن د سوډان د ناڅرګند استعماري وضعیت ملاتړی وبلل شي، هغه چې د خپلواکۍ ترویج ته یې دوام ورکاوه. عبدالرحمن او انګلیسان له یو لړ حساس او بې ثباته مدیریت سره ښکېل و چې ځانګړنه یې متقابله بې باوري وه. [۱۲]

هغه مهال چې په ۱۹۴۶ زکال کې د سوډاني العشیقه ګوند مشر اسماعیل الازهري د نیل د درې د یو موټي کولو لپاره هڅې پیل کړې، عبدالرحمن په کلکه سره په سوډان کې د مصر د پاچا د هر ډول ځواک لرلو سره مخالفت وکړ. هغه او ملاتړو یې د «خپلواکۍ جبهه» جوړه کړه او په ټول سوډان کې یې د سوډان اړوند د مصر او انګلیس د هوکړې د مسودې په غبرګون کې لاریونونه پیل کړل. د ۱۹۴۶ زکال په نومبر میاشت کې عبدالرحمن له یوه مذاکراتي پلاوي سره له قاهرې څخه لندن ته ولاړ. نوموړی چې په په بشپړه توګه په قاهره کې د مصر د دولت له خوا له پامه غورځول شوی و په لندن کې یې د بریتانیا له لومړي وزیر کلمنت آتلي سره دوه ساعته خبرې اترې وکړې. هغه مهال چې آتلي ترې وپوښتل چې ولې سوډانیان د مصر له خوا په سوډان باندې د اویا کلنې ادعا اړوند چوپه خولي دي، عبدالرحمن ورته وویل چې دا له دې امله چې انګلیسانو هغوی په هر ډول خبرو اترو کې له پامه غورځولي. هغه زیاته کړه چې سوډانیان به په هرې بیې چې وي د خپلې خپلواکۍ لپاره به جګړه وکړي. [۱۳]

عبدالرحمن د ۱۹۴۸ زکال په ډسمبر میاشت کې د مقننه قوې د کار له پیلولو څخه ملاتړ وکړ. هغه د لومړي ځل لپاره دا وموندله چې د سوډان سیاسي او مذهبي ډلې کولای شي له یو بل سره په داسې ځای کې سره کښېني چې بریتانویانو نه شو کولای د هغوی ترمنځ اختلافات رامنځته کړي. د هغه مخالفو ډلو بیا ویل چې اسماعیل الازهري یوازې له دې امله چې سوډان له مصر څخه لرې او خپلواکۍ ته یې نږدې کړي د شورا مخالفت کاوه. د ۱۹۵۰ زکال په ډسمبر میاشت کې د ملت ګوند یو غړي د یوه پرېکړه لیک په وړاندې کولو سره له ګورنر جنرال څخه وغوښتل چې مصر او بریتانیا باید له ځنډ پرته د سوډان خپلواکي اعلان کړي. انګلیسانو په کلکه سره له دغه ګام سره مخالفت وکړ او څرګنده یې کړه چې شورا د ټول سوډان استازولي نه شي کولی ځکه خاتمیه ډلې د هغوی په غونډه کې له ګډون ډډه کړې وه. دغه پرېکړه لیک په یوه رایه تصویب شو. عبدالرحمن او الازهري دواړو د بریا دعوا کوله؛ عبدالرحمن له دې امله چې رایه تصویب شوې وه او الازهري بیا له دې امله چې بریتانویانو ویلي و شورا استازیتوب نه شي کولای. [۱۴]

د سید عبدالرحمن په خبره انګلیسانو له دغه مهال وروسته له هېڅ ډول هڅې سپما ونکړه څو وکولای شوي ملت ګوند وپاشي او شخصا د ده هڅې شنډې کړي. هغوی ناکامه هڅې وکړې څو قبایلي او سیمه ئیز مشران یاد ګوند پرېږدي. هغه ادعا کړې چې دا ملت ګوند و چې بریتانویان یې اړ کړل په ۱۹۵۱ زکال کې د خپلواک سوډان لپاره د اساسي قانون د مسودې په لیکلو کار پیل کړي، هغه اساسي قانون چې د ۱۹۵۲ زکال په اپرېل میاشت کې تصویب شو. له دې سره چې متحده ایالاتو هڅه کوله مصر ته په سوډان کې واک ورکړل شي یو شمېر پراخو ملاحظاتو بریتانیا د خپلواک سوډان پر لور هدایت کوله. [۱۵]

میراث

[سمول]

سید عبدالرحمن د ۱۹۵۹ زکال د مارچ په ۲۴ مه د ۷۳ کلونو په عمر ومړ. هغه په خپل اوږد او له جنجالونو ډک ژوند کې تل د نوي مهدویت د خوځښت پیاوړی او هڅاند رهبر و. په ۱۹۵۶ زکال کې د مشارکتي حکومت په پای ته رسېدو سره څرګنده شوه چې سید عبدالرحمن د سوډاني وګړو تر ټولو بډایه کس و. انګلیسانو غوره بلله څو د انصارو خوځښت په بشپړه توګه مذهبي ماهیت ولري، خو سید عبدالرحمن المهدي د سوډان مخکښ سیاسي رهبر هم و. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6kj5tdt — subject named as: Abd al-Rahman al-Mahdi — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Stiansen او Kevane 1998، مم. 23–27.
  3. Rulers: IM-M.
  4. Bartlett 2008، م. 73.
  5. Warburg 2003، مم. 76–77.
  6. Niblock 1987، مم. 219–220.
  7. Brief History.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Warburg 2003، مم. 125–127.
  9. Warburg 2003، م. 115.
  10. Warburg 2003، م. 121.
  11. Warburg 2003، مم. 106–107.
  12. Daly او Hogan 2005، م. 47.
  13. Warburg 1978، م. 71.
  14. Warburg 1978، م. 73.
  15. Warburg 1978، م. 74.
  16. Ibrahim 2004، مم. 8–10.
  17. Warburg 1978، م. 64.
  18. Daly او Hogan 2005، م. 233.
  19. Warburg 2003، م. 171.