عبدالخالق زیار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډاکتر عبدالخالق زیار (د ۱۹۵۶ ز کال د نوامبر ۱۳ -د ۲۰۱۶ ز کال د ډيسمبر ۲۶)، د پښتو ژبی شاعر، ليکوال او ژباړن وو.

مخينه[سمول]

ډاکټر عبدالخالق زیار په ۱۹۵۶ ز کال کې د ملکنډ ايجنسۍ درگۍ تحصيل د سيدرا جوړ کې د سعد ملک خان کره زیږېدلی وو. هغه تر رسمي زده کړو وروسته له کابله د ډاکټرۍ سند تر لاسه کړو او د درگۍ په سرکاري روغتون کې يې خپله دنده ترسره کوله.

ارواښاد زيار په شل کلنۍ کې په شاعرۍ پيل کړى وو، خو په دې وروستيو کې يې د نثر او ژباړې په برخه کې هم کار کړى دى، چې تر اوسه يې د شعرونو د مجموعې په شمول څو د نثر کتابونه او ژباړلي آثار هم خپاره شوي دي.

د ډاکټر زيار شاعري ډېره روانه، ساده او د رزم و بزم دواړو رنگونه پکې موجود دي. د ده يو گڼ شمېر شعرونه سندرغاړو له موسيقۍ سره هم زمزمه کړي، چې په ولس کې ډېر شهرت لري.

د ډاکټر خالق زیار ملگري او د پښتو نامتو شاعر رحمت شاه سایل مشال راډیو ته وویل چې «نوموړی د پښتنو یو لوی مبارز وو او د قامي وحدت لپاره به يې په تقریرونو او د شعر او نثر په ژبه هم پوهه خوروله.»

سایل وايي «هغه یو ډېر لوی سړی وو، ډېر لوی کار يې کړی دی؛ ډېر خدمت يې کړی او کتابوته يې ژباړلي دي، شاعري يې کړې ده او ډېر عالم فاضل سړی وو؛ ټولنیز سړی وو.»

د نیازک خان په وینا: «ډاکټر صېب په پښتون قام مئین وو، تل به يې د پښتنو په قامي ستونزو خبرې کولې او ویل به یې پښتنو له نور مذمت نه، بلکې مزاحمت پکار دی.»

ډاکټر خالق زيار په پښتو ژبه کې شاعري کوله او څلور کتابونه یې ليکلي دي. نوموړي د خليل جبران مشهور انگريزي ناول بروکن وينگز د مات څانگونه په نوم پښتو ژبې ته ژباړلی دی...هغه په پښتو ژبه سربېره په اردو، انگليسي او فارسي هم پوهېده.

ډاکټر خالق زيار په مالاکنډ سيمه کې د پښتو ژبې او ادب د ودې لپاره له اوږدې مودې راهيسې هلې ځلې کولې او هلته يې څه موده د «مالاکنډ ادبي جرګې» مشري هم په غاړه لرله. نوموړي په فلسفه او مارکسيزم کې هم ژوره مطالعه لرله، د دې تر څنګ د پښتنو له تاريخ او سياسته هم ښه خبر وو او په اوس وخت کې يې د پښتنو د حقوقو لپاره په سياسي ميدان کې هم فعال رول تر سره کاوه.

ارواښاد ډاکټر خالق زيار دوه زامن اتل خان (اېم بي بي اېس ډاکټر) کامل خان (الېکټرانک انجینئر) او یوه يې لور لري.

مړينه[سمول]

ډاکټر خالق زيار د ۲۰۱۶ ز کال د ډيسمبر پر ٢٦ مه د زړه د ناڅاپي درېدو له امله د ۶۰ کلنۍ په عمر له دې نړۍ سترگې پټې کړې. د هغه چنازه د هغه په پلرنۍ سيمه مالاکنډ کې خاورو ته وسپارل شوه. اروا دې يې ښاده وي.

چاپ شوي اثار[سمول]

  1. دا خاوره دا خلک (ژباړه).
  2. په سوېل لوېديځ هند کې د پښتنو بغاوتونه (ژباړه).
  3. مات څانگونه (د جبران خليل د ناول ژباړه).
  4. تلوسې (شعري ټولگه).

ناچاپ اثار يې[سمول]

  1. خپل رباب خپله نغمه (شعري ټولگه).
  2. مړاوې منجرې (شعري ټولگه).

سرچينې[سمول]

  1. https://www.mashaalradio.com/a/28197439.html
  2. https://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-38455001
  3. http://www.taand.com/archives/82985 Archived 2019-10-23 at the Wayback Machine.
  4. https://www.voadeewanews.com/a/3650815.html