عايشه بنت ابي بکر
| عايشه بنت ابي بکر | |
|---|---|
|
|
| د شخص معلومات | |
| پيدايښت | ۰۶۱۴[۱][۲][۳] مکه |
| مړینه | 13 جولای 678 (63–64 کاله)[۴] مدينه |
| تابعیت | P27 |
| ميړه | محمد (۰۶۲۰–۰۶۳۲)[۵] |
| پلار | ابوبکر [۵] |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | شاعر |
| مورنۍ ژبه | عربي ژبه |
| کاروونکې ژبه(ي) | عربي ژبه |
| پوځي خدمت | |
| سمول |
|
عايشه بنت ابي بکر چې د بي بي عايشه په نامه هم يادېږي د اسلام د وروستي پيغمبر محمد مېرمن او د ابوبکر صديق لور وه. دمور نوم يې زينب وو او داُم رومان په نامه ياديدله . حضرت بي بي عايشه رضي الله عنها دبعثت په څلورم كال زيږيدلې اوپه شپږكلنۍ كې يې له رسول الله صلى الله عليه سره نكاح شويده . يو روايت دادى چې ددې دنكاح غوښتنه پخپله پيغمبرصلى الله عليه وسلم كړې وه . خوديوه بل روايت له مخې ويل شوي چې كله دخدای جل جلاله نازولې استازې صلى الله عليه وسلم حضرت بي بي سوده په نكاح كړه نوحضرت ابوبكرصديق رضي الله عنه پيغمبرصلى الله عليه وسلم ته عرض وكړچې عايشه لومړنۍ انجلۍ ده چې له مسلمان پلاره زيږيدلې نوكه تاسې يې په خپله نكاح مشرفه كړئ!!! رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې عايشه لاوړه انجلۍده خو حضرت ابوبكرصديق رضى الله عنه ورته وويل چې خيردى دواده لپاره به يې زه صبروكړم ترڅو لويه شي . هغه حضرت صلى الله عليه وسلم داخبره ومنله . دغه بي بي ترنبوي هجرت وروسته دنهو كلونو په عُمر واده كړى شوه . له عايشې رضي الله عنه نه ډيرى نبوي احاديث روايت كړل شويدي . دحديثو ځيني څيړونكي پدې باوردي چې په شرعي احكامو كې له دې څخه څلورمه برخه روايتونه شويدي . نوموړې بي بي ته خدای پاك بيسارى ذكاوت ورپه برخه كړى وو. هغې دتفسير , حديثو , دشريعت په اسرارو , خطابت , ادب او دنسبونو په فن كې لوى لاس درلود . دحضرت ابوبكر ,حضرت عُمر اوحضرت عثمان رضي الله عنهم دخلافت په پيرونوكې يې فتواگانې وركولې . حضرت عايشې رضي الله عنها نهه كاله له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره تيركړل , دپاك رسول صلى اللله عليه وسلم دوفات پرمهال دهغې عُمراتلس كاله وو. په اوه پنځوسم هجري كال كې نژدې دشپږشپيته كلونو په عُمر وفات شوه اود دې له وصيت سره سم په جنت البقيع كي دشپې خاوروته وسپارل شوه . قاسم بن مُحمد, عبدالله بن عبدالرحمن , عبدالله بن عتيق ,عبدالله بن زبير اوعُروه بن زبير رضي الله عنهم قبرته ورښكته كړه .دجنازې لمونځ يې دحضرت ابوهُريرة رضي الله عنه په امامت كې ترسره شو. دغه مهال نوموړى دمروان بن حاكم له لوري دمدينې منورې والي وو.
دا هم وگوري
- ↑ Encyclopædia Britannica — ليکوال: Andrew Bell — خپروونکی: Encyclopædia Britannica Inc.
- ↑ Great Norwegian Encyclopedia ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Aisha — سرليک: Store norske leksikon
- ↑ Great Norwegian Encyclopedia ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Aisha — ليکوال: Al-Nasa'i — سرليک: الْمُجْتَبَى
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://bigenc.ru/ او https://old.bigenc.ru — خپرېدونېټه: ۱۳ مارچ ۲۰۱۷ — سرليک: Большая российская энциклопедия — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia — منښتلیک: works protected by copyrights
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ سرليک: Аиша бинт Абу Бакр — خپور کړی: Islamskiy entsiklopedicheskiy slovar'
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- ليکنې چې ويوکي په عربي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 678ز مړينې
- 13 جولای مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P26
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P22
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- د محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب مېرمنې
- اسلام
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په بوکمول
- ليکنې چې ويوکي په روسي
