طبیعي ګاز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

طبیعي ګاز (چې فوسیلي ګاز او کله ناکله یوازې ګاز هم بلل کېږي) د طبیعي هایدروکاربني ګاز مخلوط دی چې له میتان څخه جوړ شوی او معمولاً څه ناڅه لوړ الکان او کله ناکله  څه ناڅه کاربن ډای اکسایډ، نایتروجن، هایدروجن یا هیلوم هم په کې وي. طبیعي ګاز بې‌خونده، بې‌بویه او انفجاري دی، نو معمولاً د سلفرو بوی (لکه د خوسا هګۍ بوی) د لیکیو د چټک تشخیص لپاره ور اضافه کېږي. طبیعي ګاز هغه مهال جوړېږي چې د نباتي او حیواني موادو د تجزیې په حال کې طبقې د ځمکې تر سطحې لاندې د میلیونونو کلونو په جریان کې له شدیدې ګرمۍ او فشار سره مخ شي. کومه انرژي چې نباتات یې په اصل کې له لمره اخلي، په ګاز کې د کیمیاوي رابطو په ډول ذخیره کېږي. [۱][۲][۳][۴][۵]

طبیعي ګاز یو داسې هایدرو کاربن دی چې د بیا نوي کېدو وړ نه دی او د ګرمولو، پخولو او د برېښنا د تولید لپاره د انرژۍ د سرچینې په توګه کارول کېږي. په نقلیه وسایطو کې د سون‌توکو په توګه او د پلاستیک او نورو مهمو عضوي کیمیاوي موادو په جوړولو کې د لومړنۍ کیمیاوي مادې په توګه کارول کېږي.

د طبیعي ګاز استخراج او مصرف د اقلیم د بدلون اصلي لامل دی. دا په‌خپله یو قوي ګلخانه‌يي ګاز دی چې په اتوموسفیر کې خپرېږي او کله چې سوځېږي کاربن ډای اوکسایډ تولیدوي. طبیعي ګاز د تودوخې او برېښنا د تولید لپاره په اغېزناک ډول سوځول کېدای شي، د سوځېدو لپاره د نورو سون‌توکو  په پرتله د کارېدو په ځای کې کم اضافي او زهري مواد تولیدوي.  [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

طبیعي ګاز د ځمکې په ژورو کې په ډبرینو جوړښتونو کې د هایدروکاربن له زېرمو سره یوځای د ډبرو په سکرو کې پیدا کېږي چې د میتان کلتیریت په ډول وي. تېل یا نفت بل ډول فوسیلي سوځېدونکي مواد دي چې له طبیعي ګاز سره نږدې موندل کېږي. د وخت په تېرېدو سره ډېره برخه طبیعي ګاز د دوو میکانیزمونو له لارې رامنځته شوی: بیوجنیک او ترموجینیک. بیوجینیک ګاز د میتانوجینیکو موجوداتو په مرسته په زیمناکه ځمکه، ډېرانونو او لږو ژورو رسوباتو کې جوړېږي. د ځمکې په ژورو برخو کې چې تودوخه او فشار لوړ وي، ترموجونیک ګاز له خښو شویو عضوي موادو څخه جوړېږي. [۱۵]

د تېلو په تولید کې ګاز ځینې وخت د اضافي ګازونو د سوځولو لپاره کارول کېږي. وړاندې تر دې چې طبیعي ګاز د سون په توګه وکارول شي، باید پروسس شي او د اوبو په ګډون یې ټولې ناپاکۍ لرې کړل شي تر څو د طبیعي ګاز ځانګړنې پوره کړي. د دغه پروسس نور ضمني محصولات ایتان، پروپان، بیوتان، پنتان او د لوړ مالیکلولي وزن هایدروکاربونونه لکه هایدروجن سلفایډ (چې ښايي پر خالص سلفر بدل شي) کاربن ډای اکسایډ، د اوبو بړاس او کله ناکله هلیوم او نایتروجن دي.

طبیعي ګاز کله ناکله په غیر رسمي ډول یوازې «ګاز» بلل کېږي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې د انرژۍ له نورو سرچینو لکه تېلو یا د ډبرو له سکرو سره پرتله شي. طبیعي ګاز باید له پېټرولو سره غلط نه‌شي، ځکه تر ډېره په عادي خبرو کې «ګاز» بلل کېږي، په تېره په شمالي امریکا کې.

تاریخچه[سمول]

طبیعي ګاز به ناڅاپي ډول په لرغوني چین کې کشف شو. طبیعي ګاز د لومړي ځل لپاره چینایانو تر میلاد وړاندې ۵۰۰ کاله (یا ښايي ۱۰۰۰ کاله) مخکې وکاراواه. دوی د سیوان په زیلیوجېنګ سیمه کې له ځمکې څخه په باڼس لرګیو کې د ګاز د انتقال لپاره یوه لاره کشف کړه تر څو د ګاز په مرسته مالګینې اوبه جوش او مالګه ترلاسه کړي. [۱۶][۱۷][۱۸]

په امریکا کې طبیعي ګاز په ۱۶۲۶ کال کې کشف او وپېژندل شو. په ۱۸۳۶ کال کې ویلیام هارټ په بریالیتوب سره د متحدو ایالتونو د نیویارک په فریډونیا کې د طبیعي ګاز لومړنی څاه وکینده چې په پایله کې یې د فریډونیا لایټ ګاز شرکت جوړ شو. د فیلاډیلفیا ښار په ښاروالۍ پورې اړوند د طبیعي ګاز د توزېع لومړی شرکت په ۱۸۳۶ کال کې جوړ کړ. تر ۲۰۰۹ کال پورې له ټولو ۸۵۰۰۰۰ کیلومتر معکب (۲۰۰۰۰۰ مایل مکعب) اټکلیزو زېرمو څخه ۶۶۰۰۰ کیلومتر معکب (۱۶۰۰۰ مایله معکب) (یا ۸٪) طبیعي ګاز کارول شوی و. په ۲۰۱۵ کال کې د ګاز د نړیوال مصرف د اندازې د اټکل له مخې چې هر کال د ۳۴۰۰ کیلومتر معکب (۸۱۵ مایل مکعب) شاوخوا ګاز مصرف ښيي، د دغه مصرف اندازې ته په کتو به د طبیعي ګاز ټولې اټکل شوې زېرمې ۲۵۰ کاله دوام وکړي. هر کال د ګاز د مصرف دوه یا درې سلنه ډېروالی ښايي د طبیعي ګاز زېرمې په پام وړ کچه کمې کړي چې ښايي ۸۰ یا ۱۰۰ کاله دوام وکړي.  [۱۹][۲۰]

سرچینې[سمول]

د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې ډېری له تېلو سره اړوند طبیعي ګاز په اسانۍ سره ازادېده یا د تېلو په برخو کې سوځول کېده. په اوسنیو وختونو کې لا هم له څاه بهر ګاز خوشی کېږي او د تولید پر مهال بهر د اضافي ګازونو لپاره سوځول کېږي، خو په ټوله نړۍ کې د دغو طریقو لپاره د نورو سوداګریزو عملي او ګټورو بدیلونو د موندلو هڅې دوام لري. په هغو سیمو کې چې د طبیعي ګاز غوښتنه په کې ډېره ده (لکه متحد ایالتونه)، پایپلاینونه هغه وخت جوړېږي چې له څاه څخه د وروستي مصرف تر ځایه د ګاز انتقال له اقتصادي پلوه ممکن وي.

د برېښنا د تولید لپاره د پایپ‌لاین له لارې د ګاز پر انتقال سربېره د طبیعي ګاز په نوره استفاده کې د مایع طبیعي ګاز (LNG) په توګه صادرات یا پر مایع د ګاز (GTL) د بدلېدو د ټکنالوژۍ له لارې پر نورو مایعو محصولاتو د طبیعي ګاز بدلول شامل دي. پر مایع د ګاز د بدلولو ټکنالوژي طبیعي ګاز پر نورو مایع محصولاتو لکه تېلو، ډیزلو یا د جیټ الوتکو پر سون‌توکو بدلولی شي. پر مایع د ګاز بدلولو ټکنالوژۍ لکه فیشر – ټروپش (F–T) میتانول پر پېټرولو (MTG) او ګاز پر تېلو بدلوی. دا ټکنالوژي مصنوعي خام تېل تولیدوي چې تر ډېره پر وروستیو محصولاتو تصفیه کېدای شي، په داسې حال کې چې میتانول پر پېټرولو ښايي له طبیعي ګاز څخه مصنوعي پېټرول تولید کړي. ګاز پر تېلو ښايي پېټرول، ډیزل، د جېټ الوتکې سون‌توکي او بوی‌ناک کیمیاوي مواد په مستقیم ډول له طبیعي ګاز څخه د یوې جلا کړۍ د پروسې له لارې تولید کړي. په ۲۰۱۱ کال کې د رویال ډاچ شیل شرکت هره ورځ د ۱۴۰۰۰۰ بېرلو (۲۲۰۰۰ متر مکعب) په اندازه تولید سره په قطر کې پر کار پیل وکړ. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

طبیعي ګاز ښايي «مرتبط» (د تېلو په برخو کې موندل کېدونکی)، یا «نامرتبط» (د طبیعي ګاز په برخو کې تجرید شوی) او د ډبرو د سکرو په ځایونو کې وموندل شي. د طبیعي ګاز تر انتقال وړاندې باید غیر ضروري هایدروکاربني مواد لکه کاربن ډای اکسایډ، نایتروجن، هیلوم او هایدروجن سلفایډ لرې شي. [۲۵][۲۶]

دا چې کوم هېواد د ګاز لویې ثابتې زېرمې لري، په دې اړه د نظر اختلاف موجود دی. هغه سرچینې چې وايي روسیه تر اوسه لویې ثابتې زېرمې لري، هغه د متحدو ایالتونو سي.ای.اې (۴۷۶۰۰ کیلو متر مکعب)، د متحدو ایالتونو د انرژۍ د معلوماتو اداره (۴۷۸۰۰ کیلومتر مکعب) او اوپک سازمان (۴۸۷۰۰ کیلومتر مکعب) دي. «برېټېش پټرولیم» په روسیه کې یوازې ۳۲۹۰۰ کیلومتره مکعب ګاز تاییدوي او دا هېواد تر ایران وروسته په دویمه درجه کې راځي  چې ایران (۳۳۱۰۰ تر ۳۳۸۰۰ کیلومتره مکعب) ګاز لري. له ګاز پروم (روسي شرکت) سره روسیه هېواد د نړۍ د طبیعي ګاز تر ټولو ستر تولیدوونکی دی. ثابتې شوې سرچینې دا اندازه (د کیلومتر مکعب پر اساس) داسې بیانوي: نړۍ ۱۸۷۳۰۰ (۲۰۱۳)، ایران ۳۳۶۰۰ (۲۰۱۳)، روسیه ۳۲۹۰۰ (۲۰۱۳)، قطر ۲۵۱۰۰ (۲۰۱۳) ترکمنستان ۱۷۵۰۰ (۲۰۱۳) او متحد ایالتونه ۸۵۰۰ (۲۰۱۳). [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچینې[سمول]

  1. "Natural Gas – Exports". The World Factbook. Central Intelligence Agency. 
  2. "Background". Naturalgas.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جولای ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Why Does Natural Gas Smell Like Rotten Eggs? | Metropolitan Utilities District". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Natural gas explained". U.S. Energy Information Administration. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Electricity from Natural Gas". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جون ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Valerie Volcovici, Kate Abnett, and Matthew Green (2020-08-18). "Cleaner but not clean - Why scientists say natural gas won't avert climate disaster". Reuters. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  7. "Data and Statistics: CO2 emissions by energy source, World 1990-2017". International Energy Agency (Paris). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Hannah Ritchie and Max Roser (2020). "CO₂ and Greenhouse Gas Emissions: CO₂ Emissions by Fuel". Our World in Data (Published online at OurWorldInData.org.). https://ourworldindata.org/co2-and-other-greenhouse-gas-emissions#co2-emissions-by-fuel. Retrieved 2020-04-24. 
  9. "Why carbon dioxide isn't the only greenhouse gas we must reduce – Dr Richard Dixon". www.scotsman.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Methane Emissions in the Oil and Gas Industry". American Geosciences Institute. 16 May 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Natural gas and the environment". U.S. Energy Information Administration. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. کينډۍ:Cite document
  13. Howarth, R.W. (2014). "A bridge to nowhere: methane emissions and the greenhouse gas footprint of natural gas". Energy Science & Engineering (Society of Chemical Industry and John Wiley & Sons Ltd.) 2 (2): 47–60. doi:10.1002/ese3.35. http://www.eeb.cornell.edu/howarth/publications/Howarth_2014_ESE_methane_emissions.pdf. 
  14. Adam Voiland and Joshua Stevens (8 March 2016). "Methane Matters". NASA Earth Observatory. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Organic Origins of Petroleum". US Geological Survey. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ مې ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Eric & Chun-Chih Hadley-Ives. "First Oil Wells". www.historylines.net. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  17. "History". NaturalGas.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Abbott, Malcolm (2016). The Economics of the Gas Supply Industry. Routledge. د کتاب پاڼې 185. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-138-99879-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "A Brief History of Natural Gas - APGA". www.apga.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "World Energy Outlook 2009" (PDF). International Energy Agency. 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Global Gas Flaring Reduction Partnership". United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "UN Climate Initiatives Platform - Zero Routine Flaring by 2030". United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Introduction to STG+ Technology". Primus Green Energy. February 2013. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "First cargo of Pearl GTL products ship from Qatar". Shell Global. 13 June 2011. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Extraction". NaturalGas.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جولای ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Natural gas overview". Naturalgas.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جنوري ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Natural Gas – Proved Reserves". The World Factbook. Central Intelligence Agency. 
  28. US Energy Information Administration, International statistics, accessed 1 December 2013.
  29. "U.S. Crude Oil, Natural Gas, and Natural Gas Proved Reserves, Year-end 2017". www.eia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Table 3.2 – World Proven Natural Gas Reserves by Country". OPEC. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ فبروري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)