صاحبزاده عبدالقیوم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نواب خان بهادر صاحبزاده سر عبد القیوم خان د ټوپۍ ، صوابۍ ولسوالۍ ، د برتانیې هندوستان اوسیدونکی (اوسنی خیبر پښتونخواه پاکستان) یو نامتو ښوونکی او سیاستدان وو. خان په 1893 کال کې له افغانستان سره د ډیورنډ لاین تړون د خبرو اترو پر مهال له مورټیمر ډیورنډ سره مرسته وکړه. خان د 1 اپریل 1937 کې د سرحدي صوبي (اوسنی خیبر پښتونخواه) لومړی وزیر شو. هغه د پیښور د اسلامیه کالج د جوړولو لپاره هم پیژندل شوی چې د سر سید احمد خان د مسلمانانو د تعلیم د پالیسۍ په اساس جوړ شوی دی[۱]. صاحبزاده عبدالقیوم خپله دنده د دولتي کارمند په توګه پیل کړه خو بلاخره هغه یو لوی ښوونکی او دروند سیاستوال شو[۲].

وختي ژوند[سمول]

صاحبزاده عبدالقیوم د ټوپۍ مشهورې مذهبي کورنۍ کې زیږیدلی وو. د هغه مورنۍ کورنۍ بیرته د لودۍ سلطنت پورې اړه لري[۳][۴][۵]. د هغه نيكه صاحبزاده قطب عالم وو چې په (1800/01) زيږيدلى وو. د هغه پلار صاحبزاده عبدالرؤف وو چې په (1837/38)زیږیدلی وو. عبدالرؤف د خپل ترور د لور زینب,د سید امیر لور (کوټي ملا) سره واده وکړه. دا جوړه څلور اولادونه (درې لوریانی او یو زوی) لري. دوه لوریانی په ماشومتوب کې مړي شوي دي, پداسې حال کې چې خیر النساء (زیږیدلی 1860) او عبدالقیوم ژوندی پاتې شوی دي. د هغه مور هغه وخت مړه شوه کله چې هغه 3 کلن وو او پلار یې د سیالانو لخوا وژل شوی کله چې هغه 10 کلن وو. د خپل پلار تر مرګ وروسته ، هغه او خور یې د خپل ماما سید احمد باچا لخوا کوټي ته راوړل شول. چیرې چې ده ده ماما ښوونکی وو هغه مدرسه کې ده زده کړې.

لومړنی دنده[سمول]

د نایب تحصیلدار پوست نه شتون له امله ، هغه د تصفیې کار کې د روزنې لپاره غوښتنه وکړه. هغه په ​​پای کې د کمشنر دفتر کې شامل شو او د ژباړونکي او لوستونکی په توګه وګمارل شو. په 1887 کی صاحبزاده عبدالقیوم نایب تحصیلدار وټاکل شو. وروسته هغه څو اداري قلمدانونه ونیول يعني: تحصیلدار ، د هزاره لوی سیاسی اجنټ ، د عوایدو معاون او د خزانې افسر ، اضافي اسسټنټ کمیشنر ، د کمشنر ورنا کولر دفتر سپرنټنډنټ ، خیبر سیاسي معاون ، خیبر ، د چترال معاون سیاسی اجنټ. خیبر ایجنسۍ او بیا د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل اجنټ ته وده ورکړل شوې ، د فدرالي ادارې لخوا اداره شوي قبائلي سیمې (فاټا) ، د 1891 څخه تر 1919 دوره کې.

سرچینې[سمول]

  1. Ghaffar Khan: nonviolent Badshah of the Pakhtuns p112 Gandhi - 2008 "Ominously for the Raj, Khudai Khidmatgar candidates humbled four titled khans, Sahibzada Sir Abdul Qayyum (who, before the elections, had been nominated to serve as the Frontier's First Minister),"
  2. http://eprints.hec.gov.pk/2858/1/2553H.htm[مړه لينکونه]
  3. Legislative Assembly debates India 1928, Vol 1, p681
  4. Nasr, Nasrullah Khan, Sir Shahibzada Abudl Qayyum Khan, Peshawar 1949, p28
  5. Islamia College Library Record Tazkira Sahibzada Abdur Rauf Mussanafir Kitab