شېخ الاسلام امام قتیبه بغلاني رحمه الله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مخینه[سمول]

قتیبه بن سعید بن جمیل بن طریف بن عبدالله الثقفي، ابو رجاء البلخي البغلاني؛ چې په بلخ کې زېږېدلی دی. د شېخ الاسلام امام قتیبه صاحب له شاګردانو څخه، چې احمد بن سیار مروزي نومېږي، وايي: ما خپله د امام قتیبه(رح) څخه اوردېدلي و چې ویل یې، (وَلَدَتُ سَنَهَٔ خَمسِینَ ومائهٔ) یعنې، پهیو سلو پنځوس(۱۵۰) هجري کال کې زېږېدلی.

پیژندګلوي[سمول]

قتیبه بن سعید بن جمیل بن طریف بن عبدالله الثقفي، ابو رجاء البلخي البغلاني؛ چې په بلخ کې زېږېدلی دی. د شېخ الاسلام امام قتیبه صاحب له شاګردانو څخه، چې احمد بن سیار مروزي نومېږي، وايي: ما خپله د امام قتیبه(رح) څخه اوردېدلي و چې ویل یې، (وَلَدَتُ سَنَهَٔ خَمسِینَ ومائهٔ) یعنې، پهیو سلو پنځوس(۱۵۰) هجري کال کې زېږېدلی یم.

د امام قتیبه رحمه الله په پېژندګلوي کې د (الثقفي) کلمه ځکه یاده شوې، چېد خطیب بغدادي د روایت له مخې، دی یې په خپل کتاب «الرحلة فی طلب الحدیث» کې د امام صاحب پېژندګلوي داسې را اخلي: (قتیبه بن سعید بن جمیل بن طریف ولی الحجاج بن یوسف) دلته د ثقفي کلمې څخه مراد دا دی، چې د امام قتیبه بن سعید نیکه (جمیل) د حجاج بن یوسف الثقفی په نامه یو غلام ازاد کړی و، په همدې سبب د امام صاحب په قرابت کې ثقفي یاد شوی دی.

هغه جریده چې په مرکزي بغلان کې د امام قتیبه صاحب د زیارت پر دېوال نښلول شوې، دده پېژندګلوي داسې راوړي: (د محدیثونو لارښود امام الهام ابو رجاء قتیبه بن علي بن سعید بن جمیل بن طریف او بن عبدالله چې د ۱۴۸ ه.ق کال د رجب المرجب د میاشتې په څلورمه نېټه د بلخ دشتک په سیمه کې زېږېدلی دی.)

د قتیبه بن سعید منسوبېدل بلخ ته دده زېږېدنې پورې اړوندېږي، خو سکونت یې په بغلان کې د امام صاحب د توقع پر خلاف و، ځکه شېخ الاسلام امامقتیبه صاحب د امام مالک شاګرد و، یوه ورځ په یوه مجلس کې ابراهیم بن یوسف بلخي له امام قتیبه سره په نظر اختلاف کې غورځېږي او امام قتیبه خپل استاد ته وايي: ابراهیم بن یوسف د ارجاء مفکوره او عقیده لري نو امام مالک ابراهیم بن یوسف له مجلس څخه شړي، دلته ابراهیم بن یوسف له امام قتیبه سره عُقده اخلي او کله چې دوی بلخ ته بېرته راګرځي، نو هغه وختابراهیم بن یوسف په بلخ کې له متنفذینو عالمانو څخه ګڼل کېده، د خلکو توافق له مخې امام قتیبه رحمه الله له بلخ څخه شړي او امام صاحب بیا پهبغلان کې مسکن اختیاروي. شېخ الاسلام په یوه شعر کې خپل احساس داسې بیانوي چې، الهي قضاء یو حتمي امر دی او همدارنګه د رزق برخه چې د هر انسان په تقدیر کې لیکل شوی دی، د الله تعالی له لوري ورکول کېږي، بغلان هېڅ د انساني ژوند ځای نه دی، هغه سیمه چې یواځې د مسافرینو د تګ راتګ لپاره جوړه شوې لاره وي.

بالاخره محدث شېخ الاسلام امام قتیبه رحمه الله په ۲۴۰ ه.ق کال د شعبان میاشتې په لومړي او یا دویمه نېټه د چهارشنبې په ورځ د ۹۲ کالو په عمر وفاتېږي او د بغلان په ګوډانو کې د خپل جومات ترڅنګ خاورو ته سپارل کېږي، څرنګه چې د امام مبارک زیارت د بغلان سیند د اوبو له خطر سره مخامخ شوی و، نو دده مبارک جسد د ظاهر شاه په وخت کې دغه ځای ته؛ چې اوس د امام قتیبه سیمې باندې مشهور دی، راوړل شو او په یوې لوړې غونډۍ باندې مبارک جسد یې خښ شو. دغه مبارک زیارت د اسلامي ضد کمونیستي رژیمونو د تورې دورې په درشل کې ویجاړ شوی و او د بیا رغولو لپاره یې دومره پاملرنه نه کېدله خو د اسلامي امارت، یعنې (ملا محمد عمرمجاهد) تر مشرۍ لاندې په بریالیتوب سره د بیا رغولو چارو ته یې په کلکه پاملرنه وشوه او وروسته د بلخ والي ملا نور الله نوري، د شمال زون تنظیمه ریاست او د بلخ ولایت مقام مرستیال ملا عبدالجبار صدیقي او د بلخ ولایت د لوژستیک ریئس ملا عبدالدیان مظلومیار په هڅو او نه ستړي کېدونکي کوښښونو په پایله کې له سره په مبارکه کتبیه باندې دغه زیارت ښکلی کړای شو.

کارنامې[سمول]

په لومړیو پېړیو کې، یعنې د اصحابو له وخت نه را پیل، تر تابعینو او تبع تابعینو له زمان نه تر ننه پورې د علم کسب لپاره بهترینه لاره علمي سفرونه وو. د حافظ ابن الصلاح له خبرو داسې استنباط کېږي چې یو محدث باید یوازې د خپل د سیمې او چارچاپېر له روایاتو اخځ څخه بسنه ونه کړي، یعنې د عالي او کره روایت ترلاسه کولو لپاره د علمي سفرونه په موخه باید هجرت وکړي.

خطیب بغدادي په خپل کتاب «الرحلة فی طلب الحدیث» کې د مشهور عالم یحیی بن معین څخه نقل کوي: (څلورو کسانو څخه د خیر تمه نه ده پکار، یو له هغو څخه دا دی چې یوازې په هغو حدیثونو او روایاتو باندې اکتفاء کوي چې د خپل هېواد او سیمې کې یې شتون ولري خو د همدې علم په طلب کې سفر ونه کړي) یعنې، هغه محدث او عالم چې یوازې د خپلې سیمې په احادیثو او روایاتو باندې بسنه کوي نو د ده علم او شخصیت تر پوښتنې لاندې راځي، په هغه وخت کې د احادیثو پوه عالم هغه یو وو، چې د احادیثو طلب لپاره علمي مراکزو ته د زده کړې او کسب په موخې سفرونه کړي وي. خطیب بغدادي د احادیثو د علم کسب لپاره د سفرونو اهمیت وړاندې وشاربه، خو د همدې سفر موخه داسې وايي، ( لومړی: کله چې محدث د علمي سفرونو په موخو یون کوي نو د عالي او کره حدیثونو رواي به وي. دویم: هغه محدث چې د احادیثو کسب لپاره د خپلې سیمې نه بغیر نورو علمي مرکزونو او هېوادونو ته سفر کوي نو هلته د احادیثو له حافظانو او عالمانو سره لیدل کاته کوي او پایله به یې علمي بحثونه وي چې نچوړ یې د کره حدیثونو ترلاسه کول دي.)

د همدې بحث له مخې د نړۍ له مشهورو محدیثونو څخه شېخ الاسلام امام قتیبه رحمه الله دی، چې په کال ۱۷۲ه.ق په ۲۳ کلنۍ کې د احادیثو علم کسب لپاره علمي مرکزونو ته یې سفرونه وکړل، چې د عراق، مدینه منوره، بصره، کوفه، مکه مکرمه، شام، مصر، بغداد، حجاز هېوادونو ته لاړ او هلته یې د همدې ځایونو په علمي مراکزو کې د احادیثو له حافظانو او عالمانو سره بحث وکړ او د حدیثونو ستر راوي پاتې شو.

په تذکرة الحفاظ کې راځي، چې امام قتیبه صاحب ډېر د باور وړ له محدیثینو څخه شمارل کېږي، لوی عالم و او د ډېرو حدیثونو رواي و، چې په همدې برخه کې مختصص هم ګڼل کېږي. امام ابوداود یادونه کوي، چې امام قتیبه صاحب په کال ۲۱۶ه.ق کې بغداد ته دننه شو او هلته د احادیثو دوو مشهورو عالمانو، امام احمد بن حنبل، امام جرح او یحیی بن معین د قتیبه بن سعید د علم له ګټې اخیستنې په موخه دده څنګ ته راغلل. امام ابو حاتم رازيهم روایت کوي: زه په بغداد کې امام قتیبه څنګ ته حاضر شوم او امام احمد بن حنبل د ځینو احادیثو په اړوند له امام قتیبه رحمه الله څخه د تفسیر غوښتنه وکړه او امام صاحب ورته په ورین تندي قرائت وکړ. همدارنګه امام ابوبکر بن ابي شیبه او ابن نمیر په کوفه کې امام قتیبه څنګ ته راغلل او موږ ټولو د سحر تر رڼايي پورې امام قتیبه صاحب سره د ترلاسه شوي احادیثو کره واليباندې بوخت شولو. بل محدث چې عبدالله بن محمد بن سیار نومېږي، روایت کوي: امام قتیبه رحمه الله د احادیثو ډېر رښتینی رواي دی، په عراق کې هېڅ داسې لوی عالم نه دی پاتې چې له ده څخه یې روایت نه وي کړی، همدارنګه امام احمد بن حنبل، ابو خمیثه، عباس عنبري او حمیدي په مکه کې له امام صاحب څخه د حدیثونو روایت درلودل.

لقبونه او روایتونه[سمول]

امام قتیبه رحمه الله په خپل علمي سفرونو او د حدیثونو په روایت کې د لوړوعالمانو له خوا په عالي لقبونو باندې وستایل شو، امام ذهبي د علمي پوهې له مخې امام قتیبه صاحب ته د (جوال) لوړ لقب ورکړ، چې د محدیثینو ترمنځ امام صاحب «د خراسان محدث» لقب باندې هم یادېده. د علمي ترفیع له مخې امام قتیبه رحمه الله د حافظ، امام، شېخ الاسلام او روایه الاسلام لقبونه هم ګټلي وو.

امام ذهبي یادوونه کوي چې قتیبه بن سعید دومره حدیثونه روایت کړي دي چې له ستاینې وتلې ده، یعنې د ځینو روایتونو له مخې امام قتیبه صاحب کابوله سلو زرو (۱۰۰۰۰۰) څخه کم او زیات حدیثونه روایت کړي. له قرآن څخه وروسته په اسلام کې دوه صحیح کتابونه (صحیح مسلم او صحیح بخاري) دي چې په دې کتابونو کې امام بخاري او امام مسلم نیشاپوري د امام قتیبه رحمه الله هغه حدیثونه چې دی یې رواي و، دوی اخذ کړي دي، حافظ ابن حجر له زهره کتاب څخه نقل کوي: د امام قتیبه صاحب د روایت شوي حدیثونو تعداد په صحیح البخاري کې (۳۰۸) او په صحیح مسلم کې (۶۶۸) حدیثونهدي، چې دی یې له نورو څخه راوي و.

ښوونکي او شاګردان[سمول]

امام قتیبه رحمه الله په احادیثو کې د علمي بصیرت له مخې ډېر لوی عالم و،چې د اسلامي امت د یوسلو دیارلس(۱۱۳) سترو علماوو څخه زده کړې کړي چې مشهور استاذان یې امام مالک د مالکي مذهب امام، لیث بن سعد مصري، حماد بن زید او ابو عوانه ول. په کم وخت امام قتیبه صاحب په احادیثو کې ډېر د پوهې خاوند شو، چې د امام صاحب علمي بصیرت د ده په شاګردانو کې ښکاري، د شېخ الاسلام محدث امام قتیبه رحمه الله د شاګردانوشمېر نهه وېشت (۲۹) کسانو ته رسېږي، چې له مشهورو شاګردانو څخه یې:بخاري، مسلم، ابوداود، نسايي او ترمذي ول. امام قتیبه رحمه الله برسېره پر دې چې د علم او عرفان لوړې پوړۍ وهلې وې، بلکې دیارلس ځله د مکې معظمې په زیارت هم مشرف شوی دی. خدای تعالی دې ورته روح ښاد لري، په ګور یې نور او جنت الفردوس یې نصیب شه! آمین

اخځلیک[سمول]

۱. د بغلان محدثین، لیکوال: محمد کریم ادیب.

۲. معرفی و کارنامه های امام قتیبه رحمه الله، ګردآورنده: رحمت الله قریشی،۱۳۹۹.

۳. علماء الافغان، لیکوال: ابو عبد الله بغلاني.

۴. د زیارت کتیبه.

۵. ژباړه، اوډنه او راټولونه : عبدالوهاب مومند