شپږمه تلپاتې پرمختیایې موخه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شپږمه تلپاتې پرمختیایې موخه (SDG 6 یا شپږمه نړیواله موخه) د "ټولو لپاره پاکې اوبه او حفظ الصحه" ده. چې د اوولسو تلپاتې پرمختیایې موخو له ډلې ګڼل کيږې او په ۲۰۱۵ز کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا رامنځ ته شوه. [۱][۲]

SDG6اته موخې لري چې لږ تر لږه باید تر ۲۰۳۰ز کال پورې ترلاسه شي. د دغو موخو پرمختګ د یوولسو شاخصونو پر مټ اندازه کېږې، چې له ډلې ېې شپږ هغه چې پایله لرونکې"Outcome-oriented" موخې دي، دا دي: د څښاک لپاره خوندي او وړیا اوبه؛ په خلاصه فضا کې رفع حاجت ته د پای ټکی کېښودل او حفظ الصحې ته لاسرسی پیدا کول؛ د اوبو کیفیت ښه کول؛ د فاضله اوبو خوندي بیا کارونه؛ د اوبو د کارولو موثریت زیاتول او د تازه اوبو د رسولو ډاډ ورکول؛ اوبو پورې د اړوند ایکوسیسټم ساتنه او بیارغونه. دوه نورې موخې ېې په دې ډول دي: د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د اوبو او حفظ الصحې ملاتړ پراخول؛ د اوبو او حفظ الصحې مدیریت کې د ځایی خلکو د ښکیلتیا لاسنیوی کول دي.[۳]

د احصایوي ارقامو له مخې په ۲۰۱۷ز کال کې، ۲.۲میلیارده خلکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلوده او ۴.۲میلیارده خلکو د حفظ الصحې نشتوالی سره مخ ول. همدارنګه په ټوله نړې کې درې میلیارده خلک په کور کې د لاس مینځلو لومړنۍ اسانتیاوې نه لري او په هرو پنځو روغتیايي مرکزونو کې دوه یې صابون او اوبه یا د لاس مینځلو الکولي مایعات نه لري. کوویډ-۱۹وبا  د دغې موخې ارزښت لا ډېر کړې. که څه هم دغه ناروغۍ کولی شي په عایداتو کې د کمښت په رامنځ ته کولو سره د دې موخې پوره کول اغیزمن کړي دا ځکه چې کېداې شې دغه عواید په بل ډول د پانګوونې لپاره وکارول شي.[۴][۵][۶]

دغه شپږمه تلپاتې پرمختیايي موخه (SDG6) له نورو تلپاتې پرمختیایې موخوسره نږدې اړیکې لري. د بېلګې په ډول، پهSDG6  کې هر ډول پرمختګ په روغتیا او مکتبونو کې د ګډون (SDG3) کې د ښه والي او پرمختګ لامل ګرځي چې په پایله کېدواړه د بې وزلۍ په کمولو کې مرسته کوي. د ۲۰۲۰ز کال اپریل میاشت کې د ملګرو ملتونو سر منشي انتوني ګوتریس وویل چې " د تلپاتې پرمختیایې موخوله ډلې شپږمه موخه له خپل اصلي مسیر څخه په وتو ده"  چې دا د ۲۰۳۰ز کال په اجنډا  کې د پرمختګ، د بشري حقونو د تحقق، او په ټوله نړۍ کې د امنیت او سولې مخه نیسي.[۷]

شالید[سمول]

د ملګرو ملتونه (UN) د پریکړې له مخې پاکو اوبو او حفظ الصحې ته لاسرسی د هر انسان اساسي حق دی. په نړۍ کې له ۲میلیارده نه ډېر خلک داسې اوبو ته چې له روغتیايي ګواښونو څخه خوندي وي لاسرسی نه لري. په ۲۰۱۷ز کال کې، ۸۰ هېوادونو خپل ۹۹ سلنې نه زیات نفوس ته پاکو اوبو  ته د لاسرسي اسانتیاوې رامنځ ته کړي دي.[۸][۹][۱۰]

له ۲۰۰۰ز کال نه تر ۲۰۱۷ز کاله پورې، د نړۍ هغه برخه خلک چې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري له شل سلنې نه لس سلنې ته راټیټ شوی. په خلاصه فضا کې رفع حاجت پای ته رسولو لپاره اړینه ده چې باید د ۲.۶میلیارده خلکو لپاره تشنابونه او د روغتیايي چوپړ چمتو شې او همدارنګه د خلکو چلند کې بدلون راوړل شې. تر ۲۰۳۰ز کال پورې د (SDGs) اړوند د حفظ الصحې موخې پوره کولو لپاره نږدې۱/۳ برخه هېوادونه د برازیل چین، ایتوپیا، هند، اندونیزیا، نایجیریا او پاکستان په ګډون باید خلاصه فضا کې رفع حاجت اړوند خپل اقدامات ګړندې کړې چې د حکومتونو، مدني ټولنو او خصوصي سکتورنو ترمنځ پراخې همکارۍ ته اړتیا لري.[۱۱][۱۲][۱۳]

د څښاک پاکې اوبه او صحې تشنابونه خلک له ناروغیو نه ساتي او له اقتصادي پلوه ټولنې ځواکمنوي. ښوونځي ته تګ او پرته له کوم خنډ څخه کار کول د زده کړو او کارموندنې بهیرونه پیاوړې کوي. له همدې امله، په ښوونځي او په کارځای کې تشنابونه په دویمه موخه کې شامل دي چې عنوان ېې ("د ټولو لپاره کافي او برابرو روغتیا اسانتیاوو او حفظ الصحې ته لاسرسی") ده.

په عادلانه ډول د روغتیايي او حفظ الصحې اړوند ستونزو ختمول د ښځو، نجونو او په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې زیانمنونکې دي، لکه زاړه یا د معلولیت لرونکو خلکو اړتیاوې پوره کوي.

د ۲۰۱۹ز کال په جون میاشت کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) او د روغتیا نړیوال سازمان خپل یو ۱۳۸مخیز راپور خپور کړ چې "د کورنېو د څښاک پاکو اوبو، حفظ الصحې په برخه کې پرمختګ، او نابرابرۍ ته ځانګړې پاملرنې" په اړه دی، پدغه راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۱۷ز کال کې ۵.۳میلیارده خلک چې د نړۍ د نفوس ۷۱سلنه جوړوي"د څښاک پاکو اوبو خوندي اداره کولو چوپړ" او له ککړتیاو څخه پاکو اوبو ته لاسرسی لري.[۱۴]

په ۲۰۱۷ز کال کې شپږ اعشاریه اته میلیارده خلکو چې د نړې ۹۰سلنې نفوس جوړوي" لږترلږه یو بنسټیز خدمت" کارولی، چې پکې د څښاک د اوبو سرچینې دي چې یو ځل تګ راتګ ورته ۳۰دقیقې وخت نیسې.

همدارنګه، په ۲۰۱۷ز کال کې لاهم ۷۸۵میلیونه خلک د ۱۴۴میلیون نورو په ګډون چې د ځمکې د سر اوبه کاروي، د څښاک اوبو لومړنۍ اسانتیاوې نه درلودې،. راپور کې دا هم ویل شوي چې نږدې ۲میلیارده خلکو د څښاک لپاره هغه  اوبه کارولې چې  په اطراحیه موادو  ککړې وې.

راپور خبرداری ورکړی چې د اسهال، کولرا، نس ناستې، ټایفایډ او پولیو په ګډون ناروغۍ د ککړو اوبو له لارې لیږدول کېږي، چې هر کال شاوخوا ۴۸۵۰۰۰خلک یوازې د اسهال له امله مري. د نړۍ ۵۰ سلنه نفوس به تر ۲۰۲۵ز کاله پورې د اوبو له پلوه په ستونزمنو سیمو کې ژوند وکړي. تر ۲۰۱۷ز کاله پورې، په مخ پر وده هېوادونو کې ۲۲سلنه صحي مرکزونو د اوبو خدمتونه؛ حفظ الصحه؛ او د کثافاتو د مدیریت اړوند برنامې او چوپړونه نه درلوده. د ملګرو ملتونو له خوا په ۲۰۲۰ز کال کې په (SDG) کې د پرمختګونو بیاکتنه وشوه چې موندنو یې دا په ډاګه کوله چې د اوبو برخه کې د تمویل کونکو ژمنو زیاتوالی به په (SDG6) د پرمختګ لپاره خورا مهم وي، له همدې امله ملګرو ملتونو یو نوښت رامنځته کړ چې هېوادونو سره د مرستو لړۍ لا پراخه کړی.[۱۵]

د کوویډ-۱۹وبا اغیزې[سمول]

کوویډ ۱۹وبا په ښاري بې وزلو خلکو باندې خورا ډېر اغیز کړی چې د ښار په ګڼ میشته سیمو کې ژوند کوي او پاکو اوبو ته لږ یا هېڅ لاسرسی نه لري. چې نوموړې وبا د ناروغیو د مخنیوي لپاره د روغتیا ساتنې، حفظ الصحې او پاکو اوبو ته د لاسرسي ارزښت ډېر کړی.[۱۶][۱۷]

د نړیوال روغتیا سازمان په وینا، لاس منځل یو له هغو خورا اغیزمنو کړنو نه دی چې کولی شي د ناروغۍ د خپریدو کمولو اود کوویډ ۱۹وېروس په ګډون د انتاناتو مخنیوي لپاره ترسره شي. له نړۍ څخه غوښتل شوي چې په ورځ کې څو ځله لاسونه ومینځي، هر هغه شی چې له بهر نه راوړل کیږي باید  ومینځل شې او پاک کړای شې او د ورځې په یو ټاکلي وقفه کې ټول عامه ټرانسپورټ تعقیم شې. ځکه د اوبو مصرف، او  ټوله نړۍ کې د فاضله اوبو تولید اوس څو چنده زیات شوي.[۱۸][۱۹][۲۰]

د اقلیمي بدلون ګواښ

اقلیمي بدلون د شپږمې تلپاتې پرمختیايي موخې په وړاندې چې د ټولو لپاره د پاکو اوبو او روغتیا تامینول دي، یوه لویه ننګونه ده. د فوسیليموادو سونګد اوبو د ککړتیا لامل ګرځېدلې چې پایله کې پاکو اوبو ته لاس رسی کموي او د اقلیمي بدلون لامل ګرځې چې دغه اقلیمي بدلون په ځینو سیمو کې د وچکالۍ او په ځینو نورو سیمو کې سیلابونو د راوتو لامل ګرځي.

۲۰۱۷ز کال کې د دی لپاره چې پاکو اوبو او روغتیا ساتنې ته  لاسرسي پیدا شې  د (Bio-Fuels) کارول وړاندیز کړی چې د اقلیمي بدلون اغیزې کمولې شې. شپږمه تلپاتې پرمختیايې موخه (SDG 6) له ځينو نړۍ والو ګواښونو لکه اقلیمي بدلون، بیولوژیکي یرغلونه، د اوبو کمښت، او د ځمکې کارولو شدت له خوا ګواښل کیږي کوم چې تلپاتې زیرمې او جهيلونه له ګواښ سره مخامخ کوي. د اوبلنو زیرمو او جهيلونو په وړاندې داسې ګواښونه دا په ډاګه کوي چې د (SDGs) په منځ کې (SDG 6) موخه له نورو هغو ډېره د اقلیمي  بدلون له خوا ګواښل کیږي.

ښارياسکان، د اوبو پر سر مقاومتونه، مایکروپلاستیک (Micro plastics) او د ککړتیا نور ډولونه د اقلیمي بدلون ناوړه اغیزې زیاتوې او داوبو زیرمو او جهيلونو پایښت کمزوری کوي. د ۲۰۱۸ز کال د (SDG6) اړوند ناستې د اوبو برخه کې د اسانتیاوو راوستل د مدیریتي ننګونو له منځه وړل وړاندیز کړل. په دې توګه، د اوبو د خوندیتوب د مخ پر زیاتیدونکو مسلو د حل او د اقلیمي بدلون ګواښونو په شتون کې تلپاتې پرمختګونو ته د رسیدو لپاره ډیرو پالیسیو، وسایلو او کړنو ته اړتیا ده.

د عرضې او تقاضا له اړخه ننګونې

پاکې اوبه او اصولی دفع حاجت نه یوازې د لوی چاپیریال ، بلکې په پراخه توګه د صنعتي موخو او د اوبو مصرفولو سلوک له امله هم اغیزمن کیږي. لکه څنګه چې په فرعي صحرا افریقا (Sub-Saharan Africa) او سویل ختیځ آسیا کې ځینې مخ پر وده هېوادونه د بډایه کیدو په خوا روان دی، خو لا هم دغه هېوادونه د اوبو اکوسیستمونو د ریسایکل او ساتنې لپاره ځانګړي ننګونې لري.[۲۱][۲۲]

په راتلونکې لسیزه کې به ډیر تمرکز د فرعي سهارا افریقایي هېوادونو باندې وي دا ځکه چې شونې ده دا هېوادونه خپلې موخې د بودیجوي کمښت له امله ترلاسه نه کړې. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

له نورو SDGs  سره تړاو[سمول]

تلپاتې پرمختیاېي موخې خورا یو له بل سره تړلي دي. له همدې امله، د ټولو لپاره د پاکو اوبو او حفظ الصحي اړوند موخه کې پرمختګ د نورو موخود لاسته راوړنې لپاره لاره هواروي. د واش (WASH) د متخصصینو په وینا که چیرې شپږمه موخه کې پرمختګ ونشي، نورې موخې هم نشي ترلاسه کېدای.[۲۷][۲۸][۲۹]

د بېلګې په ډول، دحفظ الصحې په برخه کې پرمختګ به  ډېرې کاری بوختیاوې (SDG8) رامنځته او د اقتصادي ودې لامل شې. په(SDG6)کې پرمختګ په روغتیا (SDG3)او ټولنیز عدالت (SDG16) کې د ودې لامل ګرځېداې شی. د هغو اوبلنو سرچینو ریکور کول (Recovering)چې په  فاضله موادو او فاضله اوبو(لکه مغذي توکی، اوبه او انرژي )  ککړې وي د ۱۲مې تلپاتې پرمختايي موخې (تلپاتې مصرف او تولید) او SDG 2  دویمې موخې (لوږه ختمول) په تر لاسه کولو کې مرسته کوي. په ښارونو کې د حفظ الصحې رعایتاو د فاضله اوبو مدیریت د ۱۱مې (تلپاتې ښارونه او ټولنې) او لومړۍ موخې (بې وزلي ختمول) په تر لاسه کولو کې مرسته کوي. د سرچینو په بیارغونې او بیاکارونې تمرکز د حفظ الصحې سیسټمونو ته هم پاملرنه زیاتوي. چې  یادې شوې موخې کولی شي لږ تر لږه  د څوارلسوSDGs موخو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړې.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

سازمانونه[سمول]

د تلپاتې حفظ الصحې ایتلاف (SuSanA) ماموریت لري تر د (۶.۲موخې)او (۶.۳موخې) په تر لاسه کولو کې مرسته وکړي. نړیوال سازمانونه لکه اکسفام، یونیسف، واټر ایډ او نورې کوچنۍ نادولتي موسسې او همدارنګه پوهنتونونه، څیړنیز مرکزونه، خصوصي شرکتونه، دولتي ادارې د (SuSanA) برخې دي او دSDG 6 تر لاسه کولو لپاره وقف شوي دي.[۳۴][۳۵][۳۶]

په متحده ایالاتو کې میشت سازمانونه[سمول]

په متحده ایالاتو کې له دریو زرو څخه ډیر له مالیې نه معاف سازمانونه کار کوي چې SDG6 اړوندمسلو باندې کار کوي، د داخلي عوایدو ادارې –IRS سره ثبت شوي او د X4Impact.X4Impact لخوا راټول شوي امار او ارقام ښئی چې د فورډ بنسټ(Ford Foundation)،هیولیټ بنسټ (Hewlett Foundation)او ګیونګ ټیک لېب (Giving Tech Lab)په مرسته په متحده ایالاتو کې د پاکو اوبو او حفظ الصحې په اړه د معلوماتو یو وړیا آنلاین  وسیله جوړه کړې چې کاروونکو ته اړین معلومات چمتو کوي چې په ملي او دولتي کچه د اوبو او حفظ الصحې اړوند شاخصونه وګوري، له دغه انلاین وسېله د هغو دریو زرو څخه د زیاتو له مالیاتو معاف سازمانونو لپاره هم وړیا ده چې د ملګرو ملتونو SDG 6 پورې اړوند مسلو باندې کار کوي. ددغې وسیلې غیر انتفاعي ډیټا په هرو15 ورځواو شاخصونه په هر یو کال کې تازه کیږي.[۳۷][۳۸][۳۹]

سرچینې[سمول]

  1. "Goal 6: Clean water and sanitation". UNDP. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  3. United Nations (2018). Sustainable Development Goal. 6, Synthesis report 2018 on water and sanitation. United Nations, New York. OCLC 1107804829. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789211013702. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Goal 6 | Department of Economic and Social Affairs". sdgs.un.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. United Nations Economic and Social Council (2020) Progress towards the Sustainable Development Goals Report of the Secretary-General, High-level political forum on sustainable development, convened under the auspices of the Economic and Social Council (E/2020/57), 28 April 2020
  6. "The impact of covid 19 on water and sanitation". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Blazhevska, Vesna. "United Nations launches framework to speed up progress on water and sanitation goal". United Nations Sustainable Development (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "World Water Development Report 2019 - Leaving No One Behind". UNESCO (په انګلیسي ژبه کي). 2019-02-11. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. کينډۍ:Cite report
  10. Progress on sanitation and drinking-water: 2014 update. United Nations Children's Fund (UNICEF) and World Health Organization. 28 July 2014. OCLC 889699199. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789240692817. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. WHO and UNICEF (2017) Progress on Drinking Water, Sanitation and Hygiene: 2017 Update and SDG Baselines. Geneva: World Health Organization (WHO) and the United Nations Children’s Fund (UNICEF), 2017
  12. "Progress for Every Child in the SDG Era" (PDF). UNICEF. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Kellogg, Diane M. (2017). "The Global Sanitation Crisis: A Role for Business". Beyond the bottom line: integrating sustainability into business and management practice. Gudić, Milenko,, Tan, Tay Keong,, Flynn, Patricia M. Saltaire, UK: Greenleaf Publishing. OCLC 982187046. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781783533275. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. کينډۍ:Cite report
  15. "SDG6 action space". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Martin. "Water and Sanitation". United Nations Sustainable Development (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Heidari, Hadi; Grigg, Neil (2021). "Effects of the COVID-19 Pandemic on the Urban Water Cycle". Advances in Environmental and Engineering Research (په انګلیسي ژبه کي). 2 (3): 1. doi:10.21926/aeer.2103021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Impact of Covid-19 on SDG Goal 6: Clean Water and Sanitation". Times of India Blog (په انګلیسي ژبه کي). 2020-06-08. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Martin. "Water and Sanitation". United Nations Sustainable Development (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "The sustainable development goals report 2020" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Bo, Yan; Zhou, Feng; Zhao, Jianshi; Liu, Junguo; Liu, Jiahong; Cais, Phillipe; Chang, Jinfeng; Chen, Lei (2021). "Additional surface-water deficit to meet global universal water accessibility by 2030". Journal of Cleaner Production (په انګلیسي ژبه کي). 320 (3): 128829. doi:10.1016/j.jclepro.2021.128829. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Labat, Ashley (2018). "Measuring Progressive Realization of Sustainable Development Goal 6 A Review of Implementation Outcomes for Improvement". University of North Carolina at Chapel Hill (په انګلیسي ژبه کي). 1 (1): 29. doi:10.17615/tmpr-5f64. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Cai, Jialiang; Zhao, Dandan; Varis, Olli (2021). "Match words with deeds: Curbing water risk with the Sustainable Development Goal 6 index". Journal of Cleaner Production (په انګلیسي ژبه کي). 318 (4): 14. doi:10.1016/j.jclepro.2021.128509. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. World Health Organization (2019). "UN-Water GLAAS 2019: National systems to support drinking-water, sanitation and hygiene – Global status report 2019". UN Water (په انګلیسي ژبه کي). 1 (1): 144. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Libey, Anna; Adank, Marieke; Thomas, Evan (2020). "Who pays for water? Comparing life cycle costs of water services among several low, medium and high-income utilities". World Development (په انګلیسي ژبه کي). 136: 13. doi:10.1016/j.worlddev.2020.105155. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Nkiaka, Elias; Bryant, Robert; Okumah, Murat; Gomo, Fortune Faith (2021). "Water security in sub-Saharan Africa: Understanding the status of sustainable development goal 6". Wires Water (په انګلیسي ژبه کي). 8 (6): 13. doi:10.1002/wat2.1552. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Sustainable sanitation and the SDGs: interlinkages and opportunities". Sustainable Sanitation Alliance Knowledge Hub. 16 November 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ نومبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Rao Gupta, Geeta (October 2015). "Opinion: "Sanitation, Water & Hygiene For All" Cannot Wait for 2030". Inter Press. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Batty, Margaret (25 September 2015). "Beyond the SDGs: How to deliver water and sanitation to everyone, everywhere". د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Andersson, Kim; Dickin, Sarah; Rosemarin, Arno (2016-12-08). "Towards "Sustainable" Sanitation: Challenges and Opportunities in Urban Areas". Sustainability (په انګلیسي ژبه کي). 8 (12): 1289. doi:10.3390/su8121289. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Press release – UN General Assembly's Open Working Group proposes sustainable development goals" (PDF). Sustainabledevelopment.un.org. 19 July 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Andersson, Kim; Dickin, Sarah; Rosemarin, Arno (2016-12-08). "Towards "Sustainable" Sanitation: Challenges and Opportunities in Urban Areas". Sustainability (په انګلیسي ژبه کي). 8 (12): 1289. doi:10.3390/su8121289. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Paranipe, Nitin (14 November 2017). "The rise of the sanitation economy: how business can help solve a global crisis". Thomson Reuters Foundation News. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Vision". Sustainable Sanitation Alliance. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Contribution of sustainable sanitation to the Agenda 2030 for sustainable development - SuSanA Vision Document 2017". SuSanA, Eschborn, Germany. 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ نومبر ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Contribution of sustainable sanitation to the Agenda 2030 for sustainable development - SuSanA Vision Document 2017". SuSanA, Eschborn, Germany. 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Press Release: X4Impact, a Market Intelligence Platform for Social Innovation, Announced U.S. Launch During the 2020 Un General Assembly - NextBillion". nextbillion.net (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. X4Impact. "Ford Foundation Fuels Tech for the Public Interest with X4Impact". www.prnewswire.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Press Release: Hewlett Foundation Becomes X4Impact Founding Partner to Advance Technology for the Public Interest With Focus on Entrepreneurs Creating Tech for Good Solutions - NextBillion". nextbillion.net (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)