شينتو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
څوباکي مزار

شینتو (神道) د جاپان یو مذهب دی, د بودیسم سره، دا په جاپان کې یو له مشهورو مذهبونو څخه دی. شینتو د طبیعت په عبادت ، د روحانی نیکونو ، د روحانی پاکوالی ، او د " کامی" (神) په نوم د روحونو په درناوی ټینګار کوی.

دینپوهه[سمول]

کامي[سمول]

کامي د خدای لپاره د ياماتو ژبې ويی دی خو په ياماتو پښويه کې ډېرگړی او يوگړی نشته نو کامي تش يو خدای له نه کارول کيږي بلکې د خدای بېل بېل څرگندوي له هم کارول کيږي. له شينتو مخې دا څرگندوي په چاپېريال کې موندل کيږي لکه په ونو، سيندونو، ژوي وغيره وغيره کې کامي مېشت کېدې شي.

کاننگاره[سمول]

د دوی طنيعي غونډال سره دا جاج تړاو لري. تر دې لاندې د شينتو لار تلونکو په ښه او بد باندې توپير کولی شي.

امېنوميناکانوشي[سمول]

له شينتو مخې امېنوميناکانوشي لومړی کامي و. له شينتو مخې امېنوميناکانوشي د ټول ټوپن او تخليق سرچينه ده.

د ياماتو جوړونه[سمول]

يزاناگي او يزانامي

له شينتو مخې دوه څښتنو ياماتو جوړه کړې وه: يزاناگي [څوک چې بولي] او يزانامي [څوک چې بلل شوې وي]. دوي نه بيا نور کامي را ووتل.