شيطاني کانټار
ونگبڼه
| Beelzebufo شيطاني کانټار | |
|---|---|
| مملکه | ژوی |
| عمومي بڼې | Chordata |
| ځانتياوي بڼې | شمزۍ لرونکي ژوي |
| طبقه | دوه ژوندوي |
| طایفه | چونگښې |
| کورنۍ | Leptodactylidae |
| څېرمه کورنۍ | Ceratophryinae |
| جنس | Beelzebufo |
شيطاني کانټار (علمی نوم: Beelzebufo) د کانټارانو څخه تر ټولو ستر کانټار وو چې ۷۰ میلیونه کاله مخکې په مادغاسکر کې یې ژوند کاوه. که څه هم فُسیلونه یې په ۱۹۹۳ کال کې د لرغوني ژوند پوه David W. Krause لخوا کشف شو خو د فسیلونو توصيف په ۲۰۰۸ کال کې د طبیعت پوهانو Susan E. Evans, Marc E. H. Jones Krause لخوا تر سره شو.
توصيف
[سمول]شيطاني کانټار د غوښه خورونکو ژويو څخه وو چې د Leptodactylidae په کورنۍ او د Beelzebufo په جنس اړه لري. اوږدوالی یې ۴۱ سانتیمتره او وزن یې ۴،۵ کیلوگرامه وو.