شيرين عبادي
شيرين عبادي (د ۱۹۴۷ ز کال د جون په ۲۱مه زېږېدلې) يوه ايرانۍ سياسي فعاله، وکيله، پخوانۍ قاضۍ, د بشري حقوقو فعاله او په ايران کې د «بشري حقوقو د مدافعينو مرکز» بنسټګره ده. د ۲۰۰۳ز کال د اکتوبر په لسمه نېټه عبادي ته د ديموکراسۍ او بشري حقوقو په برخه کې د مهمو مخکښو هڅو له امله د سولې نوبل جايزه ورکړل شوه، په ځانګړي ډول د ښځو، کوچنيانو او کډوالو په حقوقو کې. ژوند او د قاضۍ په توګه د ژوند لومړي کلونه[سمول]عبادي په همدان کې زېږېدلې. د هغې پلار محمد علي عبادي په خپل ښار کې د رسمي اسنادو د تاييد رئیس او د سوداګرۍ قانون پروفيسر و. د هغې کورنۍ په ۱۹۴۸ز کال کې تهران ته کوچېدلې وه. نوموړې په ۱۹۶۵ز کال کې د تهران پوهنتون د قانون په پوهنځي کې داخله واخسته او په ۱۹۶۹ز کال کې په فارغېدو سره د قاضي د دندې لپاره د وړتيا په ازموینو کې بريالۍ شوه. د شپږو مياشتو لنډمهالي مودې څخه وروسته، نوموړې د ۱۹۶۹ز کال د مارچ په مياشت کې په رسمي دول قاضۍ وټاکل شوه. هغې په ورته وخت کې د تهران په پوهنتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، څو په ۱۹۷۱ز کال کې يې په قانون کې ى ىوكتورا سند تر لاسه کړ. په ۱۹۷۵ز کال کې، نوموړې د تهران د ښاري محکمې لومړۍ ښځينه مشره وټاکل شوه او په ۱۹۷۹ز کال کې د ايران تر انقلاب پورې يې په دې دنده کار وکړ. نوموړې په ايران کې د لومړيو ښځينه قاضيانو څخه يوه وه.[۶][۷][۸] له دې امله چې د هغې غوښتنليکونه بيا بيا رد شول، عبادي ونه شول کولای چې تر ۱۹۹۳ز کال پورې د وکيلې په توګه دنده تر سره کړي، په داسې حال کې چې دا مهال يې د قانون دفتر درلودلو اجازتنامه درلوده. نوموړې له دې وزګار وخت څخه په ايراني مهالنيو خپرونو کې د ګڼو مقالو د ليکلو لپاره کار واخيست.[۹] عبادي د وکيلې په توګه[سمول]تر ۲۰۰۴ زکال پورې عبادي د تهران په پوهنتون کې د قانون د استادې په توګه کار کاوه، په داسې حال کې چې په ايران کې يې د وکيلې په توګه هم دنده تر سره کوله. نوموړې د ماشومانو او ښځو د حقوقي حيثيت د پياوړي کولو یوه مبارزه ده، چا چې وروسته د سمونپال محمد خاتمي د ۱۹۹۷ز کال د مۍ مياشتې د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال مهمه ونډه تر سره کړه.[۱۰] د وکيلې په توګه هغه له دې امله شهرت لري چې په وړيا ډول به يې د هغو مخالفو څېرو د قضيو پر مخ وړلو مسئوليت په غاړه اخيست چې له قضايي قوې سره يې ستونزې درلودې. هغې د داريوش فروهر د کورنۍ استازولي کړې وه، څوک چې يو مخالف روڼ اندی او سياستوال و او په خپل کور کې د چاقو په ګوزارونو وژل شوی موندل شوی و. د هغه مېرمنه پروانه اسکندري هم په همدې وخت کې وژل شوې وه. دا جوړه د هغو ګڼو مخالفينو له منځه يوه وه، څوک چې د وحشتناکو وژنو په یوه څپه کې ووژل شول، کومو وژنو چې د ايران روڼ اندې ټولنه ووېروله. شکونه په هغو سخت دريځو وشول، چا چې د هغه ازاد چاپېريال ته د پای اېښودلو پرېکړه يې کړې وه، کوم چې د ولسمشر خاتمي له خوا منځ ته راوړل شوی و او د بيان ازادۍ څخه يې دفاع کوله. دا وژنې د ايران د استخباراتو د وزارت د کار کوونکو د يوې ډلې له خوا تر سره شوې وې، د کومو مشري چې سعيد امامي کوله، په څرګند ډول نوموړي محکمې ته تر رسول کېدو مخکې ځانوژنه وکړه. عبادي همدا راز د عزت ابراهيم نژاد د کورنۍ استازولي هم وکړه، څوک چې د ۱۹۹۹ز کال د جولای په مياشت کې د ايران د محصلينو د لاریونونو پر مهال وژل شوی و. په ۲۰۰۰ز کال کې، په عبادي تور ولګېد چې د انصار حزب الله د پخواني غړي امير فرشاد ابراهيمي په يو ثبت شوي ويډيويي اعتراف کې يې لاسوهنه کړې. ابراهيمي په لوړه کچه د محافظه کارو مسئولينو په امر د ګوند له خوا په تر سره شويو بريدونو کې د خپلې ښکېلتيا اعتراف کړی و، په کومو کې چې د عزت ابراهيم نژاد د وژلو او ولسمشر خاتمي د کابينې پر غړيو بریدونه هم شامل وو. عبادي ادعا کړې وه چې هغې یواځې د امير فرشاد ابراهيمي اعترافات په دې موخه ثبت کړي چې محکمې ته يې وړاندې کړي. سخت دريځو دې قضيې ته د «ويډيو جوړونکو» نوم ورکړی و، چا چې د دې ویډیو د ثبت باور او تر څنګ يې د هغې محرکات تر پوښتنې لاندې راوستل. ولسمشر خاتمي او اسلامي قضايي قوې مشر ته د ابراهيمي د دې ثبت شوې ويډيويي اعتراف د استولو له امله عبادي او روحامي په پنځه کاله بند محکوم شول او د هغوی د وکالت جواز وځنډول شو. وروسته د اسلامي قضايي قوې سترې محکمې دا سزاوې لغوه کړې، خو د ابراهيم ثبت شوی ويډیو اعتراف يې ونه باښه، او هغه ته يې د اته څلوېښتو مياشتو بند سزا ورکړه چې په دې کې شپاړس مياشتې په کوټه قلفي کې ساتل شامل وو. دې قضيې له بهر څخه د بشري حقوقو ډلو له خوا د ايران پر لور زیات تمرکز راجلب کړ.[۱۱][۱۲][۱۳] عبادي له کوچنيانو سره د ناوړه چلند د بېلا بېلو قضيو دفاع هم وکړه، په دې قضيو کې د ارين ګلشني قضيه هم شامله وه، دا يو ماشوم و، له چا سره چې څو کاله ناوړه چلند شوی و او بيا يې خپل پلار او ناسکه مور په وهلو ډبولو وژلی و. دې قضيې ته نړيوال پام واوښت او په ايران کې د مخالفتونو لامل وګرځېد. عبادي له دې قضيې څخه له ستونزو سره د مخ ماشومانو د ساتنې قوانينو د راسپړلو په توګه کار واخيست، چېرته چې عموماً د طلاق پر مهال د ماشوم پالنه پلار ته ورکول کېږي، ان د ارين په قضيه کې، چې د هغې مور محکمې ته ويلي و چې پلار يې بدخويه دی او له محکمې څخه يې د هغې د لور د ورسپارلو غوښتنه کړې وه. عبادي همدا راز د ليلا قضيه هم پر مخ وړې وه، کومه چې تنکۍ پېغله نجلۍ وه او له ډله ييز جنسي تيري وروسته وژل شوې وه. د ليلا کورنۍ حکومت ته د مجرمانو د اعدام د لګښتونو د تاديې په هڅو کې بې کوره شوه، ځکه د ايران په اسلامي جمهوريت کې که پر يوه ښځه جنسي تيری کېږي، نو دا د قرباني د کورنۍ مسئوليت دی چې د خپل عزت د بېرته پر ځای کولو لپاره د مجرمانو د اعدام په بدل کې حکومت ته پيسې ورکړي. عبادي ونه شول کولای په دې قضيه کې بريالۍ شي، خو هغې دې ستونزه زېږونکې قانون ته د نړيوالو پام راوګرځولو. عبادي همدا راز په مهالنيو خپرونو د بنديزونو اړوند ځينې قضيې هم پر مخ يوړې (د حبيب الله پيمان، عباس معروفي او فراج سرکوهي د قضيو په ګډون). هغې همدا راز په ايران کې دوه نادولتي ادارې هم جوړې کړې چې د لويديځ له خوا یې مالي تمويل کېدو، د يوې ادارې نوم د ماشوم دخونديتابه ټولنه (SPRC) (۱۹۹۴) او د بلې نوم يې د بشري حقوقو د مدافعينو مرکز (DHRC) و چې په په ۲۰۰۰ز کال کې جوړه کړې وه. [۱۴][۱۵] نوموړې همدا راز د ماشومانو سره د بدني ناوړه سلوک پر ضد د قانون اصلي متن د مسودې په چمتو کولو کې هم مرسته وکړه، کوم چې په ۲۰۰۲ز کال کې د ايران د پارلمان له خوا تصويب شوی و. د پارلمان ښځينه غړيو همدا راز له عبادي څخه غوښتي و چې داسې يو قانون جوړ کړي، کوم چې د ښځو دا حق تشريح کوي چې ښځه خپل مېړه ته له شريعت (اسلامي قانون) سره سم طلاق ورکړي. عبادي دا قانون حکومت ته وړاندې کړ، خو د عبادي د يادښتونو تر مخې نارينه غړيو هغه قانع کړه چې دا قانون بې له دې چې په نظر کې ونيول شي خوشې کړي. [۱۶] سياسي اندونه[سمول]د «ايران بيداري» په نوم د هغې په کتاب کې، عبادي د اسلام، ديموکراسۍ او جنسيتي برابرۍ په اړه خپل سياسي / مذهبي اندونه تشریح کړي دي.
سرچينې[سمول] |
- ↑ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm1505923/ — د نشر نېټه: ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۵
- ↑ subject named as: Schirin Ebadi — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=30246 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/ebadi-schirin — subject named as: Schirin Ebadi — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/203266 — subject named as: Shirin Ebadi
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb14551896x — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ (په 27 November 2009 باندې). Profile: Shirin Ebadi. BBC News.
- ↑ "2004–2005 Lecture – Shirin Ebadi", University of Alberta Visiting Lectureship in Human Rights, Edmonton, Alberta, 21 October 2004, د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اپرېل ۲۰۱۷ باندې, د لاسرسينېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۷ الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Porochista Khakpour (په 25 April 2017 باندې). Shirin Ebadi: 'Almost a fourth of the people on Earth are Muslim. Are they like each other? Of course not'.
- ↑ Karen L. Kinnear (2011). Women in Developing Countries: A Reference Handbook. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 152. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59884-425-2. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "2004–2005 Lecture – Shirin Ebadi", University of Alberta Visiting Lectureship in Human Rights, Edmonton, Alberta, 21 October 2004, د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اپرېل ۲۰۱۷ باندې, د لاسرسينېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۷ الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Shirin Ebadi – Biographical". The Norwegian Nobel Institute. 2003. د لاسرسينېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Shirin Ebadi – Facts". The Norwegian Nobel Institute. 2003. د لاسرسينېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Shirin Ebadi – Other Resources". The Norwegian Nobel Institute. 2003. د لاسرسينېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ LoLordo, Ann. "Girl's murder shames Iran Torture: She was as much a victim of Iran's child custody laws as of relatives who killed her". baltimoresun.com. د لاسرسينېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Shirin Ebadi (10 April 2007). Azadeh Moaveni (المحرر). Iran Awakening: One Woman's Journey to Reclaim Her Life and Country. Random House. د کتاب پاڼې 256. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8129-7528-4. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Shirin Ebadi (10 April 2007). Azadeh Moaveni (المحرر). Iran Awakening: One Woman's Journey to Reclaim Her Life and Country. Random House. د کتاب پاڼې 256. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8129-7528-4. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Ebadi, Shirin, Iran Awakening: A Memoir of Revolution and Hope, by Shirin Ebadi with Azadeh Moaveni, Random House, 2006, p.204
- ليکنې په کومو کې چي د فارسی ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P551
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P69
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P108
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه