شونډکيز چرگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شونډکيز چرگ
Meleagris gallopavo

شونډکيز چرگ (په انگرېزي: Turkey) د مېلياگريس مرغانو خېل پورې اړه لري . همدا مېلياگريس گېلوپاو ته په عمومي توگه د شډل يا ځنگلي شونډکيز چرگ په مانا کتل شوي . دغه ډول ېې تر ډېره د سوېلي امريکا په ځنگلونو کې موندل شوي دي . همدا رنگه نورو د دغه شونډکيز چرگانو ډولونو ته ميلياگريس اوسيلاټا او يا هم اوسيلېټد چرگ وايي . ددې ډېر زيات ډولونه دي چې د اټکل له مخې ېې لرغونتوب ۲۳ ميلیونه کلونو ته رسېږي . دغه مرغان د هگۍ اچوونکو ژؤو په کورنۍ کې شمېرل کېږي . د کورني شونډکيز چرگانو آر له شډلو يا ځنگلي شونډکيز چرگانو څخه اخيستل شوی . دا چرگ لکه د هرمارغه د توکم او خېل په څېر په خپل لړلیک کې وېشل شوی د چرگانو په کورنۍ پورې اړه مومي . د شونډکيز چرگ د مښوکې پر سر له پوزې راځوړنده غوښه ددې لامل شوې چې د ځوړندې شونډې په مانا وگڼل شي او د همدې له کبله ورته شونډکیز ويل کېږي . د شونډکيز چرگ وزرې چې گز شوي نو ۱.۵ تر ۱.۸ مترو پورې يادېږي . تر اوسه پورې د ځنگلونو په پراخ چاپېريال کې استوگنه لري او ددغه چرگ ښځينه چرگه ېې له نارينه چرگ څخه په بڼه وړوکې او وزن ېې هم لږ او له نارينه شونډکيز چرگ څخه ېې د بڼکو رنگونه لږ وي . د ځينې څېړونکي په دې اند دي چې اروپا ته په لومړي ځل شونډکيز چرگان د ترکيې له لارې ورغلي دي ځکه ورته په انگرېزي کې (Turkey) ټرکي وايي .

د شونډکيز چرگ ځانتياوې

کله چې شونډکيز چرگ شوقمن شي نو ېې د پوستکي رنگ سور واوړي او بڼکې ېې هم خپل رنگونه بدلوي رابدلوي . همدارنگه خپل ځان ببر کړي بڼکې خپرې او د شا دخوا ېې بڼکې پورته خواته کتار ودرېږي .

د شونډکيز چرگ ډولونه او الوتنه

شونډکيز چرگان لکه د نورو ژوؤ په څېر په نارينه او ښځينه ؤ وېشل شوي دي . همدا رنگه د دوی ځينې ډولونه د وزن له مخې غټ او واړه او له رنگونو بېل موندل شوي . شونډکيز چرگان چې کله له هگيو راووځي نو دوو وونيو کې په پښو گرځي . ځينې د مرغانو څېړونکي وايی چې دغه چرگان د اسيا څخه اروپا او بیا امريکا ته رسېدلي دي . دا هم ويل کېږي چې شونډکيزه چرگه په کال کې۷۰ هگۍ اچوي . ځینې له شونډکيز چرگانو څخه بیخي نشي الوتلای او ځينې چې بیا الوتلای شي نو ډېر لږ الوزي ددوی د الوتنې کچ تر شاوخوا ۱ او يا هم ۲ مترو پورې مېچ شوی .