شوروي اتحاد په دویمه نړیواله جګړه کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وروسته له دې چې د ۱۹۳۸ ز کال په سپټمبر کې انګلستان/UK، فرانسې او ایټالیا له جرمني سره د مونیخ تړون لاسلیک کړ او په ترڅ کې يې د چکسلواکیا د سوډیټین جرمن خاوره، جرمني ته ورکړل شوه، د ۱۹۲۴ ز کال د ائتلاف تړون او د ۱۹۲۵ ز کال د پوځي تړون د موجودیت سره سره چې مونیخ د خیانت په نوم هم یاديږي.  نږدې یو کال وروسته شوروي اتحاد له نازي المان سره د ۱۹۳۹ ز کال د اګست په میاشت کې د نه یرغل کولو تړون لاسلیک کړ. د یرغل نه کولو د قراردادونو سربېره، په دې تړون کې یو محرمانه پروتوکول شامل و چې د رومانیا، پولنډ، لېتوانیا، لیتویا، استونیا او فنلند خاورې (نفوذي ساحې) يې د جرمني او شوروي اتحاد تر منځ ویشلې، د دغو هېوادونو د ځمکني او سیاسی پوتنشیل د بیا تنظیماتو وړاندوینه وشوه. د ۱۹۴۰ کال په اکتوبر او نوامبر کې په برلین کې له محور سره د یو ځای کېدو د پوتنشیل په اړه د جرمني-شوروي تر منځ مذاکره وشوه، خو دا چې د هېټلر اېډیالوژيکې موخې په ختيځ کې لیبرالیزم و، مذاکراتو تر هغې څه پایله نه درلوده. [۱]

جرمني د دویمې نړیوالې جګړې له پیل سره  د ۱۹۳۹ ز کال د سپټمبر په لومړۍ تاریخ پر پولند یرغل وکړ، سټالین د سپټمبر تر ۱۷ پورې په تمه و تر څو پر پولنډ خپل یرغل پیل کړي. د فنلند د کارېلیا او سالا سیمې تر ژمنۍ جګړې وروسته له شوري اتحاد سره یو ځای شوې. وروسته استونیا، لیتویا، لېتوانیا او د رومانیا ځینې برخې (بیسارابیا، شمالي بوکووینا او د هرتسا سیمه) له شوروي  سره ونښلول شوې. د نوریمبرګ په محکمو کې د دغو ځمکو د پلان شوي وېش په اړه د جرمني-شوروي د تړون پټ پروتوکول وپیژندل شو. پر بوکووینا یرغل د مولوتوف-ریبینتروپ تړون مات کړ، ځکه د شوروي د نفوذ له هغې حوزې څخه يې تېری وکړ چې جرمني ورسره هوکړه کړې وه. [۲]

د شوروي د جګړې زیاته برخه په ختیځه جبهه کې ترسره شوه چې د برتانیې په همغږۍ د فنلند دوامداره جګړه او د ایران نیول (اګست ۱۹۴۱) او بیا د جګړې په وروستیو کې پر جاپان یرغل (اګست ۱۹۴۵ز کال) په کې شامل و، چې شوروي تر دې مخکې تر ۱۹۳۹ز کال پورې ورسره  سرحدي جګړې لرلې.

سټالین له وینستون چرچیل او فرانکلین ډي روزوېلټ سره د تهران په کنفرانس کې لیدنه وکړه او د جرمني پر وړاندې د دوه اړخیزه جګړې او همدا رنګه له جګړې څخه وروسته د اروپا د راتلونکې په اړه خبرې اترې وکړې. برلین بالاخره په ۱۹۴۵ ز کال کې نسکور شو. د جرمني د یرغل دفاع او په ختیځ کې فتح او بریالیتوب د شوروي اتحاد زیاتو قربانیو ته اړتیا درلوده چې په جګړه کې يې لوړه مرګ ژوبله وزغمله او له ۲۰ میلون څخه زیات هېوادوال یې له لاسه ورکړل چې د دویمې نړیوالې جګړې د ټولو قربانیانو درېیمه برخه جوړوي. د شوروي خلکو ته بشپړ [1]دیموګرافیک تر دې هم زیات و. [۳]

له جرمني سره د یرغل نه کولو تړون[سمول]

د ۱۹۳۰ ز لسیزې په بهیر کې د شوروي د بهرنیو چارو وزیر مکسیم لیتوینوف د شوروي د امنیتې ټولګې او د لویديځو قدروتونو د مخکښ غږ په توګه د نازي المان پر وړاندې راڅرګند شو.  په ۱۹۳۵ز کال کې لیتوینوف له فرانسې سره د ګډو همکاریو د تړونونو د لاسلیک او له چکوسلواکیا سره يې د هېتلر د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې. د مونیخ له تړون وروسته چې د چکوسلواکیا ځینې برخې یې نازي المان ته ورکړل شوې، د لویديځو دیموکراسیو د ډاډګیرنې پالیسې شوروي اتحاد دې ته وهڅاوه چې له جرمني سره د نېکو اړیکو د لرلو په اړه خپله بهرنۍ پالیسي بیا له سره تنظیم کړي. د ۱۹۳۹ ز کال د مې میاشتې په درېیمه سټالین لیتوینوف چې د جرمني ضد څېرې په توګه ښه پیژندل شوی و، لرې او په ځای یې وچیسلف ملوتوف کېناست. [۴]

د ۱۹۳۹ ز کال په اګست کې سټالین له جرمني سره د یرغل نه کولو تړون په اړه دهېټلرغوښتنه ومنله او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، ویچیسلف مولوتوف د شوروي له لوري او جاوچیم ون ریبینتروپ د جرمني له لوري خبرې وکړې. په رسمي توګه یوازې د نه یرغل کولو تړون او تر څنګ یې د پټ پروتوکول ائتلاف هم د اګست په ۲۳مه ترسره شو چې ټوله ختیځه اروپا یې د جرمني او شوروي په نفوذي سیمو سره وویشله. د تړون د انحلال په حالت کې د شوروي اتحاد له سوسیالستي جمهوریت سره د پولند د ختیځې برخې ژمنه شوې و، چې هغه مهال په کې تر ډېره اکراین‌یان او بېلاروس‌یان مېشت وو او جرمني د لیتویا، استونیا او فنلند سیمې د شوروي د نفوذي حوزو په توګه په رسمیت وپېژندلې او د ۱۹۳۹ ز کال په سپټمبر کې لیتوانیا د دویم پټ پروتوکول په توګه ورزیاته شوه. د تړون بل شرط دا و چې بیساریبیا چې هغه مهال د رومانیا یوه برخه وه باید د مالدوا له SSR (شوروي سوسیالیستي جمهوریت) سره یوځای او د مالدوا SSR د مسکو تر کنترول لاندې راشي. [۵][۶][۷][۸]

دا تړون د ۱۹۳۹ ز کال په اګست کې د بریتانیې او فرانسې له استازو سره د شوروي د پوځي مذاکراتو تر ماتې دوه ورځې وروسته د فرانکو-انګلو-شوروي د یو بالقوه اتحاد د رامنځته کولو په موخه ترسره شو. سیاسي بحثونه د اګست په دویمه هغه مهال وځنډېدل کله چې مولوتوف وویل چې نه شي کولی له سره یې پيل کړې مګر تر هغه چې د اګست تر وروستیو پورې په پوځي مذاکراتو کې پرمختګ نه وي راغلی، وروسته له هغه چې مذاکرات د بالتیک دولتونو د ضمانتونو په اړه ودرول شول یو ځل بیا د اګست په ۱۱ هغه نظامي مذاکرې وشوې، چې مولوتوف پرې ټینګار کاوه. په ورته وخت کې، جرمني ـ چې شورویانو ورسره د جولای په ۲۹ مه پټې خبرې اترې پیل کړې وې په دې بحث وکړ چې شوروي ته د برتانیې او فرانسې په پرتله ښه شرایط وړاندې کولی شي، د ریبنټروپ له ټیګار سره «د بالتیک او تور سمندر تر منځ هیڅ داسې کومه ستونزه نه وه چې د مونږ تر منځ دې حل نه شي.» د جرمني چارواکو وویل چې د بریتانیې برخلاف، جرمني کولی شي شوروي ته اجازه ورکړي تر څو خپلو پرمختګونو ته بې له کوم خنډه دوام ورکړي او د جرمني، ایټالیا او شوروي اتحاد په ایډیالوژیو یا افکارو کې یو ګډ ټکی یا عنصر شته دی هغه دا چې د لویديځ له کپیتالیستو دیموکراسیو سره مخالف دي. په همدې وخت کې مولوتوف د انګلو-جرمن مذاکراتو او په فرانسه کې د شوروي د سفیر د یوه بدبینانه راپور په اړه معلومات تر لاسه کړل.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د پولنډ او رومانیې له لارې (چې پولند او رومانیې یې مخالفت وکړ) د سره پوځ  د لښکرو د لیږدولو لپاره د سټالین د غوښتنې له مخالفت څخه وروسته، د اګست په ۲۱ مه شوروي د شوروي د لوړپوړو چارواکو د نه موجودیت په بهانه د پوځي مذاکراتو د ځنډولو وړاندیز وکړ چې د شوروي قواوو د مني د موسم د مانورونو (نظامي تمریناتو) د مداخلې او مزاحمت لامل هم شول، که څه هم لومړنی اصلي لامل یې د شوروي- جرمن په مذاکراتو کې پرمختګ و. سټالین په هم‌هغه ورځ ډاډ تر لاسه کړ چې جرمني به د نه یرغل کولو د وړاندیز شوي تړون پټ پروتوکولونه تصویب کړي چې په پایله کې به یې شوروي ته د پولنډ، بالتیک دولتونو، فنلند او رومانيې خاورې وسپارل شي، وروسته له هغه چې سټالین په هم‌هغه شپه هېټلر ته تلګراف وکړ چې شوروي دې ته لیواله و چې تړون لاسلیک کړي او د اګست په ۲۳ مه به هغه ریبینتروپ تر لاسه کړي. د ټولیز امنیت د لویې موضوع په اړه ځینې تاریخ پوهان وایې یو دلیل چې سټالین د نظریې د پریښودو پریکړه وکړه دا و چې د مونیخ په تړون کې د فرانسې او بریتانیې د ننوتلو او ائتلاف پریکړه وه او ورپسې د جرمني له خوا د چکوسلواکیا د اشغال د مخنیوي ناکامي وه. ښايي سټالین دغه تړون له هېټلر سره د وروستۍ جګړې لپاره د وخت ترلاسه کولو او د خپل پوځ د پياوړي کولو د ښه فرصت په سترګه کتلي وي او د لویدیځ لور ته یې د شوروي د پولو غزول په پام کې نيولي وي چې له نظامي اړخه به دا ډول جګړه ګټوره وي.  [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. "chathamhouse.org, 2011". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Brackman, Roman. The Secret File of Joseph Stalin: A Hidden Life (Psychology Press, 2001) p. 341, کينډۍ:ISBN
  3. Geoffrey A. Hosking (2006). Rulers and victims: the Russians in the Soviet Union. Harvard University Press. p. 242. کينډۍ:ISBN
  4. "Maksim Litvinov". Encyclopaedia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Roberts 1992, pp. 57–78
  6. Encyclopædia Britannica, German-Soviet Nonaggression Pact, 2008
  7. Text of the Nazi-Soviet Non-Aggression Pact Archived 2014-11-14 at the Wayback Machine., executed 23 August 1939
  8. Christie, Kenneth, Historical Injustice and Democratic Transition in Eastern Asia and Northern Europe: Ghosts at the Table of Democracy, RoutledgeCurzon, 2002, کينډۍ:ISBN
  9. Roberts 2006, pp. 30–32
  10. Lionel Kochan. The Struggle For Germany. 1914–1945. New York, 1963
  11. Shirer, William L. (1990), The Rise and Fall of the Third Reich: A History of Nazi Germany, Simon and Schuster, د کتاب پاڼې 504, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-671-72868-7 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Watson 2000, p. 709
  13. Michael Jabara Carley (1993). End of the 'Low, Dishonest Decade': Failure of the Anglo-Franco-Soviet Alliance in 1939. Europe-Asia Studies 45 (2), 303–341. کينډۍ:Jstor
  14. Watson 2000, p. 715
  15. Watson 2000, p. 713
  16. Fest, Joachim C., Hitler, Houghton Mifflin Harcourt, 2002, کينډۍ:ISBN, page 588
  17. Ulam, Adam Bruno,Stalin: The Man and His Era, Beacon Press, 1989, کينډۍ:ISBN, page 509-10
  18. Shirer, William L., The Rise and Fall of the Third Reich: A History of Nazi Germany, Simon and Schuster, 1990 کينډۍ:ISBN, page 503
  19. Fest, Joachim C., Hitler, Harcourt Brace Publishing, 2002 کينډۍ:ISBN, page 589-90
  20. Vehviläinen, Olli, Finland in the Second World War: Between Germany and Russia, Macmillan, 2002, کينډۍ:ISBN, page 30
  21. Bertriko, Jean-Jacques Subrenat, A. and David Cousins, Estonia: Identity and Independence, Rodopi, 2004, کينډۍ:ISBN page 131
  22. Roberts 2006, pp. 30–32
  23. Watson 2000, p. 715
  24. Murphy 2006, p. 23
  25. Shirer, William L., The Rise and Fall of the Third Reich: A History of Nazi Germany, Simon and Schuster, 1990 کينډۍ:ISBN, pages 528
  26. Max Beloff The Foreign Policy of Soviet Russia. vol. II, I936-41. Oxford University Press, 1949. p. 166, 211.
  27. For example, in his article From Munich to Moscow, Edward Hallett Carr explains the reasons behind signing a non-aggression pact between USSR and Germany as follows: Since 1934 the U.S.S.R. had firmly believed that Hitler would start a war somewhere in Europe: the bugbear of Soviet policy was that it might be a war between Hitler and the U.S.S.R. with the western powers neutral or tacitly favourable to Hitler. In order to conjure this bugbear, one of three alternatives had to be envisaged: (i) a war against Germany in which the western powers would be allied with the U.S.S.R. (this was the first choice and the principal aim of Soviet policy from 1934–38); (2) a war between Germany and the western powers in which the U.S.S.R. would be neutral (this was clearly hinted at in the Pravda article of 21 September 1938, and Molotov's speech of 6 November 1938, and became an alternative policy to (i) after March 1939, though the choice was not finally made till August 1939); and (3) a war between Germany and the western powers with Germany allied to the U.S.S.R. (this never became a specific aim of Soviet policy, though the discovery that a price could be obtained from Hitler for Soviet neutrality made the U.S.S.R. a de facto, though non-belligerent, partner of Germany from August 1939 till, at any rate, the summer of 1940)., see E. H. Carr., From Munich to Moscow. I., Soviet Studies, Vol. 1, No. 1, (June, 1949), pp. 3–17. Taylor & Francis, Ltd.
  28. This view is disputed by Werner Maser and Dmitri Volkogonov
  29. Yuly Kvitsinsky. Russia-Germany: memoirs of the future, Moscow, 2008 کينډۍ:ISBN p.95
  30. Watson 2000, pp. 695–722
  31. Shirer, William L., The Rise and Fall of the Third Reich: A History of Nazi Germany, Simon and Schuster, 1990 کينډۍ:ISBN, pages 541