شفيع الله بابرزی
| دغه ليکنه د تصديق لپاره نورو سرچينو ته اړتيا لري . (February 2017) |
شفيع الله بابرزى د خداى بخښلي عبدالوهاب زوى په ١٣٤٠ لمريز کال د شينوارو په سپين غر ولسوالۍ کې دې دنيا ته سترگې غړولې دي.
زده کړې
لومړنۍ زده کړې يې پخپله سيمه کې ترسره کړي ، وروسته يې د هلمند ولايت له کرنې ليسې څخه د دولسم ټولگي بريليک تر لاسه کړى دى .
په ١٣٥٨ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي پر وره ورننوت او په ١٣٦١ لمريز کال کې د لسانس بريليک تر لاسه کړ.
دندې
د کورنيو چارو وزارت د خپرونو په برخه کې يې کار پيل کړ . د دې تر څنگه يې د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون په هنري پروگرامونو کې فعاله ونډه اخيسته . د افغانستان په ملي راډيو ټلويزيون کې د نوموړي په سلگونه شعرونه عبدالله مقري ، بريالي صمدي ، گلزمان ، منگل ، نغمې ، سرفراز ، اشرف گلزار ، نازيه اقبال ، گلزار عالم ، ماسټر علي حيدر او گڼو نورو سندرغاړو د موسيقۍ په پردو کې زمزمه کړي دي .
ادبي ژوند چاپي اثار
د ښاغلي بابرزي د شعرونو دوه ټولگې د خيمې سيوري ته او بوره ونه د چاپ په گاڼه پسولل شوي او دوه نورې ټولگې د رنجو غرونه او په کاڼو کې خوبونه د چاپ لارې څاري .
- (د رنجو غرونه) درېيمه شعري ټولگه چاپکال ۲۰۱۱
شفيع الله بابرزى دا مهال په کابل کې د يو سيمه ييز ټلويزيون شمشاد د موسيقۍ او هنز د برخې مشري کوي
