شريف الدين عظيمي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د شرف الدین عظیمي ژوند لیک

ښاغلی شرف الدین عظیمي په ۱۳۶۵ ل. ل کال کې دې دنیا ته سترګې غړولي دي. د ښوونځي زده کړې یې د لومړی نمبر نسوان لیسې څخه، چې اوسمهال د ملکه سریا لیسې په نوم یادیږي پیل کړې دي، بیا ورپسې د موسی شهید، ناصر خسرو بلخي په اوسنۍ لیسه کې، چې ورپسې د نادریې له عالي لیسې څخه په عالي درجه فارغ شو.

شرف الدین عظیمي د لیسې په دوران کې یو بریالی او د ښه استعداد خاوند زده کوونکی و، چې دوه ځلې یې د سویې ازموینه هم ورکړې ده.

په ۱۳۸۳ ل.ل کال کې د کانکور ازموینې له لارې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې څانګې ته بریالی شو. نوموړی په ۱۳۸۷ ل.ل کال کې د کادري نمرو په درلودلو سره د ارواپوهنې له څانګې څخه فارغ شو، چې تر فارغیدو وروسته په همدې کال د سید جمال الدین افغان په دارالمعلمین کې د استاد په حیث دنده پیل کړه.

په ۱۳۸۸ ل.ل کال کې د تخصصي او ژبې ازموینې تر بریالیتوب وروسته د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړي په حیث وټاکل شو. په علومو اکاډمي کې د دوو کالونو تر څیړنو وروسته د مرستیال محقق تر علمي کادري رتبې پورې ورسیده.

ښاغلی شرف الدین عظیمي د استادۍ سپیڅلې مینې دیته اړ کړ، چې یو ځلې بیا استادي پیل کړي، تر علمي کنفرانس او ازموینې وروسته د کابل ښوونې و روزنې پوهنتون د ارواپوهنې په څانګه کې د استاد په حیث وټاکل شو. استاد شرف الدین عظیمي نن سبا د پوهنمل علمي رتبې په درلودلو سره د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، چې اوسمهال د استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون په نوم یادیږي استاد دی او د تدریس چارې پرمخ بیایي.

استاد شرف الدین عظیمي په لویه کچه په انګلیسي، کمپیوټر، ژورنالیزم، څیړنه، د ( ) د ښوونکو په روزنیزه برخه کې ډیر دیپلومونه او تصدیقونه ترلاسه کړي دي، چې له همدې ځای څخه یې خپله ماسټري هم تر لاسه کړې ده.

استاد عظیمي اوسمهال په خپله څانګه کې د دوکتورا ترلاسه کولو لپاره چمتو والی بوخت دی. ښاغلي استاد تر اوسه په څو روغتونونو، روغتیایي او رواني مرکزونو کې دندې ترسره کړي دي، چې په زرګونو خلکو ته یې د کورنۍ، رواني او اروایي ستونزو په برخو کې ګټورې سلا مشورې ورکړي دي. ښاغلی شرف الدین عظیمي د هیواد د بیلابیلو ولایتونو په مرکزونو کې علمي سیمینارونه جوړ کړي دي او خپلو وطنوالو ته یې د ارواپوهنې درماني درسونه ورکړي دي، چې له دې سره سره یې د ارواپوهنې په برخه کې خورا ډیر کتابونه او سي ډي ګانې هم خپرې کړي دي.

ښاغلی استاد په رسنیو کې د فعالې ونډې په اخیستلو سره د خلکو رواني ستونزې اوریدلي او د حل لارې چارې یې ور په ګوته کړي دي. استاد په خپل هغه کار او نوښت چې ډیر ویاړي، هغه په افغانستان کې د ارواپوهنې علم ترویج دی، چې اوسمهال د هیواد په انسیتیتونونو، پوهنتونونو، ټلویزیونونو، راډیوګانو او نورو برخو کې خورا ځای نیولی دی. د استاد په اند په دې برخه کې لا هم ډیر کار ته اړتیا ده، چې نوره وده هم ورکړل شي.

ښاغلی استاد عظیمي کلک هوډ او اراده لري، چې د نورو نړیوالو ژبوو څیړنیز او علمي کتابونه په خپلو ملي ژبو وژباړي او د هیوادوالو په واک کې یې ورکړي.


ويسسايټ

sharafuddinazimi.com/#pll_switcher

تړلې لیکنې[سمول]

پوهنتون کابل ولایت