افغانه نجلۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له شربت گله نه مخ گرځېدلی)
د شربت گلې مشهور انځور

افغان جينۍ(Afghan Girl) يو مشهور انځور دی کوم چې د نړۍ له ټولو زياتو مشهور انځورونو کې حسابيږي، دا انځور 6 جون 1985 کې هغه وخت سټيو مک کري نومې کس اخيستی و کله چې هغه د افغان کډوالو خېمو ته تلی و. دا انځور د پېښور په ناصرباغ سيمه کې اخيستی شوی و او وروستو بيا د نېشنل جيوگرافک په مېگزين کې هم شائع شو، دا انځور د شربت گلې نومې يوې پښتنې جينۍ و کومه چې د افغانستان جگړې په سبب پېښور کې اوسېده.دا انځور په ټوله نړۍ کې مشهور دی.

په کال 2002 کې اسټيو مک کري افغانستان او پاکستان کې ډېړ گرځېدو څخه وروستو بيا شربت گله ومونده او هغې ته يي په تلويزيون د مرکې غوښتنه وکړه چې ستا انځور په ټول نړۍ کې مشهور دی.شربت گلې دا وخت افغانستان په يو وړوکي کلي کې ژوند کوي.

شربت گله مخېنه[سمول]

کله چي په ۱۹۷۹ع کال کي پخواني شوروي يرغلګرو پر افغانستان بريد وکړی، سمدلاسه لوېديځ د خپلو شومو موخو د پاره په مِکر سره د افغانانو تر شا ودرېد او افغانان ئې خورا مظلومان او د زړسوي وړ ښوول، يو له مکرجنو تبليغاتو څخه د افغاني نجلۍ ننۍ د بحث عکس دئ چي په سترکو کي ئې خواري او بې وسي له ورايه نارې وهي، هغه عکس چي لوېديځ غوښتل د روسانو څخه د کرکي د پاره ئې د هر چا په سترګو ورننباسي، لوېديځ د خپلو تبليغاتي دستګاوو په زور دا عکس د نړۍ هر کونج ته ورساوه، ددې عکس تر شا خورا لوی داستان هم پروت دئ چي نن به ئې وشنو. سټيو ټیم مَک، د نړۍ د نوموتو عکاسانو څخه دئ چي د مشهوري مجلې ( نيشنل جیوګرافیک ) سره کار کوي، مک په خټه امريکايي دئ چي ۵۲ کاله د مخه د امريکا په پنسلوانيا ايالت کي پيدا سوی دئ، نوموړی هغه وخت د نړۍ په نوموتو عکاسانو کي حساب سو چي په ۱۹۸۵ع کال ئې د پېښور په ناصر باغ کېمپ کي د يوې افغاني نجلۍ ( شربت ګلي ) عکس واخست، دا عکس وروسته خورا ډېر نوم وکړ چي ان يو کال وروسته د نيشنل جیوګرافیک مجلې پر لومړي مخ د «افغاني نجلۍ» تر نامه لاندي چاپ سو. هغه مهال شربت ګله ۱۲ کلنه او د کډوالو د ښوونځی زده کوونکې وه (دغه عکس هم د ښوونځی د خېمې مخ ته ځيني اخستل سوی دئ ) هغه مهال چي مک له شربت ګلي څخه عکس نيوه د نامه پوښتنه نه وه کړې نو ځکه د «افغاني نجلۍ » اصلي نوم تر ۱۷ کلونو پوري نامالوم وو. د یاد عکس اخیستونکی او ورسره نور ملګري ئې په نيوي یمو کلو کي څو ګښته د شربت ګلي په لټون پسي ناصرباغ ته ورغلي خو بریالي سوی نه وه. شربت ګله پښتنه او ننګرهار ولايت د پچير او اګام اولسوالۍ د سپين غره د توري بوړي اوسېدونکې ده، دا شپږ کلنه وه چي د پخواني شوروي اتحاد له لوري ئې په بمبارۍ کي مور او پلار له لاسه ورکړه او له هغه وروسته د خپل ورور، درې خوندو او انا سره د پېښور ناصر باغ ته راکډه سوه، دې د ۱۹۹۰ع کال په پای کي له رحمت ګل سره چي پېښور ته نژدې ئې په يوه تنور کي کار کاوه واده وکړ، اوس شربت ګله درې لوڼي لري، چي روبینه، زاهده او عالیه نوميږي او څلورمه لور ئې په کوچنیوالي کي مړه سوې ده. دغه عکس په داسي حال کي اخيستل سوی چي د شربت ګلي سور پوړنی پر سر، او اوبو ته ورته شنې سترګي ئې کمرې ته مخامخ نیولي، دا عکس د افغان جګړې او په ټوله نړۍ کي د کډوالو د حالت انځورګري کوي. د عکس بل اړخ دا دئ چي شربت ګله شنې اغېز لرونکي شنې سترګي لري چي تر اوسه په بل عکس کي نه وې ليدله سوي. کله چي د نړۍ په ټولو نامتو رسنيو کي د شربت ګلي عکس لاس پر لاس سو نو د ۲۰۰۲ ع کال په جنورۍ کي نيشنل جیوګرافیک ټلوېزیون د شربت ګلي د بيا پيدا کولو د پاره د سټو مک په مشرۍ یوه ډله پاکستان ته واستوله چي له عکاس او خبریال سره ژورنالیست رحیم الله یوسفزی هم د شربت ګلي په پيداکولو کي د دوی ژباړن او لاروی وو، دوی د پېښور د ناصر باغ افغان کډوالو کېمپ کي د شربت ګلي د پيداکېدو د پاره کور په کور وګرځېدل، او هر چا ته ئې د شربت ګلي عکس ورښکاره کړ، که ئې څرک ولګول سي، له دوو ورځو وروسته د ښوونځۍ یوه ښوونکي وویل، چي دا انجلۍ پېژني، خو اوس ئې خلک علم بي بي بولي، کله چي مک کري ولیده، هغه نجلۍ شربت ګله نه وه، پلټونکي ډلي داسي فکر وکړ چي په غالب ګمان شربت ګله بيرته خپل هيواد افغانستان ته څو کاله مخکي کډه سوې، چي ښايي د توري بوري په څنډو کي خپلي غرنۍ سیمي ته تللې وي؟ درې ورځي وروسته د ډلي ښځينه غړو چي کله شربت ګله د خوني په لور د تګ پرمهال ولیده، وویل، همدغه شربت ګله ده، شربت ګله اوس د ۳۰ کالو وه او تر دې مهاله دخپل عکس په مشهورتيا نه وه خبره خو کله چي د مجلې کارکوونکو خبره کړه، دا ډېره حيرانه سوه، د پخوا په پرتله د شربت ګلي پر مخ ډېري ناخوالي ليدل کېدې. په ۲۰۰۲ع کال کي پر شربت ګله د لومړي ځل له پاره نیشنل جیوګرافک ټلویزيوني رسنۍ یو مستند فلم جوړ کړ چي له هغه وروسته شربت ګله دافغان جګړې « مونالیزا » په نوم په ټوله نړۍ کي مشهوره سوه، د فلم وروسته نيشنل جیوګرافیک د هغې د کورنۍ د روغتیا ټول لګښتونه په غاړه واخيسته او همدا راز ئې ګله د حج د ادا کولو لپاره مکې ته ولېږل. شربت ګله وايي : "..هغه وخت ئې په یاد دئ، چي بهرني عکاس ئې د پېښور په یوه کېمپ کي عکس اخيسته، خو زه نه پوهېدم چي همدغه عکاس به مي ۱۷ کاله وروسته نور عکسونه هم واخلي.". عکاس وايي : ".. د شربت ګلي لومړی عکس مي په داسي وخت د پاکستان په یوه افغان پنډغالي کي واخیست، چي ګلي په یوه خېمه کي ژوند کاوه.". دغه عکس، هغه مهال د نيشنل جیوګرافیک مجلې په تاریخ کي، تر ټولو غوره عکس ګڼل سوی وو. شربت ګله په ۲۰۱۴ع کال کښي، دا عکس ئې د پاکستاني پېژندپاني د پاره اخيستی دئ. شربت ګله اوس ۴۷ کلنه او په پاکستان کي د هجرت شپې او ورځي ګالي، اوس په رسنيو کي غالمغال دئ چي د پاکستان دنفوسو د ثبت ادارې یا (نادرا ) د حیات اباد ( پېښور ) دفتر له خوا خپاره کړی مالومات په ډاګه کوي، چي د غه ادارې افغان مهاجر رحمت ګل او د هغه ماينې شربت بي بي ته د پاکستان پيژندپاڼي ( شناخت کارډ ) ورکړی دئ. مک په دې عکس ځان ته نړيوال شهرت پيدا کړي او اوس لکه امريکا چي د روس له ماتېدو سره موږ ته شا کړه، ده هم همداسي غوږنه د شربت ګلي په اړه ګاڼه اچولي دي.[۱]

د افغانستان نامتو ښځو[سمول]

د پاکستانی پولیسو لخوا نيول کيدل[سمول]

نور ولولئ[سمول]

  1. د ښاغلي سردارولي پښتونزوی، ليکنه[مړه لينکونه]