Jump to content

شداد بن عاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
شداد بن عاد
اړوند
ښاروندتوب
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

شداد بن عاد د عربو له مشهوره پاچاهانو څخه وو چي نوم یې د ارام د ښار د جوړیدو سره تړلی دی، هغه ارم ښار چي په قرآن کریم کي یې هم یادونه سو ې ده. نوموړي ته د الله جل جلاله نبي حضرت هود (ع) داسلام بلنه ورکړه، خو شداد له هغه څخه پوښتنه وکړه چي پر خداىﷻ د ايمان راوړلو بدله څه ده. حضرت هود (ع) ځواب ورکړ، چي د ځمکي او اسمانونو په اندازه پراخه جنت او د خداىﷻ رضا ده. شداد د حضرت هود (ع) په دې ځواب سره تکبر وکړ او له حق څخه په مخ اړولو یې وغوښتل چي د ځمکي پر سر باندي یو جنت جوړ کړي. نوموړي د دې جنت په جوړولو باندي نږدې 500 کاله کار وکړ، او په هغه کې یې بېلابیلي وني، د سرو زرو کورونه او ښکلې ماڼۍ جوړې کړې، سیندونه یې پکښي ډیزاین او د زمرد په څیر مهم قیمتي څیزونه یې هم پکښي استعمال کړه. خو ددې ټولو شیانو تر جوړولو وروسته ورباندي د الله تعالی له لوري ستر عذاب رانازل او هرڅه یې پوپناه سول. د روایاتو مطابق د شداد روح هغه وخت د ملک الموت ( د مرګ ملایکي ) له لوري قبض سو، کله چي نوموړي غوښتل خپل جوړ کړي جنت ته داخل سي، خو هلته تر داخلېدو مخکي یې نه یوازي دا چي هغه ځای ونه لیدی بلکي ژوند یې هم پای ته ورسېد.