شاتو مچی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Apis mellifera
دشاتو مچۍ
مملکه ژوی
شاخه بند پښه لرونکی ژوي
طایفه پرده وزری خوځندکې
ډله Apocrita
تیره Apidae

دشاتو مچۍ (په لاتين: Apis mellifera) يوه خوځندکه ده چې دري جوړې پښې لري . ډير سپيشيزونه لري، د اقتصاد له پلوه د اهميت اوارزښت وړ گڼل كيږي. كورنى جوړښت ئې نر،ملكه او كاريگران تشكيلوي او هر يو ئې جلا دنده سرته رسوي. د نر مچۍ وظيفه د ملكه القاح كيدل دي او د ملكه دنده ئې له نر سره يو ځاى كيدل او د هگيو اچول دي.كاريگران نكتار(شيره) او گرده راټولوي چې د غه عمليه د زراعت او كرنې په توليد كې د اهميت وړده. د مچيو شات د غذايي ارزښت له پلوه ښه غذا گڼل كيږي چې گلوكوز،فركتوزاو سكروز او يوه اندازه اوبه لري اوله هرحيثه غني دي. د انسانانو لپاره خاصتاً د ماشومانو د ودې لپاره يي سپارښتنه كيږي. مچۍ نه يواځې شات توليدوي ، بلكه موم او پروپولس هم توليدوي او نور اضافي مواد چې كولاي شي ماركيټ ته عرضه شي، موم،كريم،صابون او نورو محصولات چې د روزمره معشيت او د اقتصاد د پياوړتيا لپاره ښه وسيله او بهترين مصروفيت گڼل كيږي په توليد كې د استفادي وړ دي. د گرده افشانۍ په هكله ويلاي شو چې د زراعتي محصولاتو زياتوالي او د ميوو د ښه كيفيت لوړ حاصل او دشكل او جوړښت او د ماركيت د ارزښت او پايښت له پلوه د اهميت وړ كار بلل كيږي. د شاتو مچې يې د القاح لپاره ښه وسيله ده ، نو له دې حشرې سره په نرمۍ سره كړنه پكارده ځكه چې له يوې خوا د عايد منبع او له بلي خوا په عمومي توگه محيط سازگاروي. د مچيو د روزنې لپاره بايد له ماهرانو سره ليدنه او كتنه وشي او فني مشوري واخستل شي.د مچيو د بيماريو او روزنې لارې چارې بايد په پوره مهارت زده كړل شي. لومړي ځل بايد په لږ پيمانه كار شروع شي او وروسته وسعت وركړل شي . ځرنگه چې د افغانستان كرنيز سكتور، لكه د نورو سكتورونو په شان د اوږدې مودې تپل شوې جگړې له امله ډير تاوانې شوي اود هغه بيا رغونه حتمي گڼل كيږي خو پخوا تر دې چې كرنيزې چاري بيا راژوندۍ شي. بايد داسي پلان جوړ شي چې د كرنيزو چارو ځينو برخو ته پكې د لومړيتوب حق وركول شي، د شاتو مچۍ او چرگان د كرنيزو چاروهغه برخې دي چې بايد د افغانستان په بيا ودانولو او رغولو كې ورته د لومړيتوب حق وركړل شي ځكه چې :

  1. مچۍ په لنډ وخت كې په توليد او عايد پيل كوي
  2. لږسرمائې ته اړتيالري.
  3. ځمكه لرونكي او زمكه نه لرونكي دواړه كولي شي د شاتو مچې ورزي.
  4. د بل كسب ترځنگ كيدلي شي د شاتو مچۍ هم وروزل شي.
  5. هرځوك(ځوان،زوړ او ښځې) كولاي شي د شاتو مچۍ وروزي.

ځوك چې غواړي د شاتو مچۍ وروزي بايد پخوا تر روزلو ديو بل مچۍ روزنكي شخص نه چې د دروزلو عملي تجربې ولري د مچيو د روزلو په اړه معلومات تر لاسه كړي. دخلكو د پوهاوي لپاره د شاتو د مچيو د روزلو په هكله علمي او فني ليكونه ته اړتياده د همدې اړتيا پر اساس دا اثر وليكل شو چې زمونږ گران هيوادوال وكولي شي د شاتو د مچيو د روزلو لپاره يو لارښود تر لاسه كړي اوله دې لارښوده د شاتومچيو په روزلو كې گټه واخلي.

د شاتو د مچيو د روزلو اساسات[سمول]

هغه ځوك چې د شاتو مچيو ساتل او روزل غواړي نو تر هرځه د مخه بايد اساسات زده كړي، دا اساسات لاندې بيانيږي: كه ځوك غواړي د شاتو مچۍ وروزي نو له فني مشورو دې پيروي وكړي. له دې رشتې سره له سروكارپيداكولو سره سم بايد د مسلك په هكله پوره اشنائي پيداكړي. د مچيو د روزلو لپاره د محيط، اراضي او دهغو بوټو مطالعه ضروري ده چې دشاتو مچۍ يې گلان خوښوي او شات ورځخه توليدوي.

ددې مفيدې او گټورې حشر د روزنې په باب بايد مچۍ روزنكي فني لارې چارې زده او هغه وپيژني. دشاتو مچيو روزونكي ته لازم دي چې د شاتو مچيو د روزلود ماهرانو له علمي تجربو ځخه په استفاده دشاتومچيو د روزنې پورې اساسات زده كړي او هميشه له فني ماهرانو او اشخاصو سره ارتباط ولري. د هغه چا لپاره چې په لومړي ځل غواړي د شاتو مچۍ وروزي كولاي شي د شاتو د مچيو له يوې ځخه تر دوو پورې كالوني يا كورنۍ وروزي.

دشاتو د مچيو د نوعيت په هكله دې پوره معلومات حاصل كړي.له هر ډول مرض او افت ځخه پاكو مچيو روزنه دې وشي او له مچۍ روزونكى دې خپل ځان مطمئن كړي چې دا مچۍ له مرض او افت ځخه پاكې دي. دشاتو مچيو دكورنۍ ضعيف والى او قوي والى دې په نظر كې ونيول شي او دا په يوه كندو كې د ملكې، پوره شمير كارگرانو(دښځيو مچيو) او نرو مچيو موجوديت او ساليمتوب پورې اړه لري. دملكې د عمر په باب چې ځوانه ده ،زړه ده ؟ ايا د نر سره جوړه شويده كه ځنگه؟په دې باب بايد پوره معلومات ولري. په كندو كې د ذخيره شويو شاتو او دهغه دمقدار په باب پوره خبرتياوې او پوهه بايد موجوده وي. كه ځوك غواړي چې د مچيو له روزنې سره سرو كار پيداكړي نو د ماهرانو له فني مشوروځخه دې تل استفاده وكړي.

د موقعيت او اراضي انتخاب[سمول]

دشاتو د مچيو د روزلو ځاى او اراضي بايد دا لاندې خصوصيات ولري: په كوم ځاى كې چې د شاتو د مچيو روزنه تر سره كيږي نو بايد د شاتو د مچيو د استفادې وړ بوټواو ونو شميرهلته زيات وي. منطقه بايد باد ونه لري ځكه چې د شاتو مچۍ به بادكې له الوتلوځخه ډډه كوي. دځاى په انتخاب كې د گلانو موجوديت او د گلانو اندازه ضروري شرط دي چې د كال په اوږدو كې ورځخه دشاتو مچۍ استفاده وكړي. كله چې د شاتو مچۍ له يو ځاى ځخه بل ځاى ته وړل كيږي نو د صندقونو سوري دې بند شي او دشپې په تپه تياره كې دې چې د خلكو غال مغال نه وي صندقونه وتړل شي او بيا دې يوړل شي. كه چيرې د غذا كموالى محسوسيږي نو مصنوعي غذا دې برابره كړل شي. منطقه بايد جبه زاره نه وي او نورې ستونزې هم بايد ونه لري. مچۍ بايد له هر مرض او افت نه خوندي واوسي. په كوم ځاى كې چې فابريكې موجودې وي هوا ككړه وي او بدبوي موجوده وي هلته دې د مچيو روزنه تر سره نه شي. د مچيو د روزلو لپاره دې د غرونو لمنې ، ځنگلونه او نورښايسته ځاىونه انتخاب شي. د شاتو د مچيو د روزلو لپاره مناسب ځاى هغه دې ميوه لرونكو او غير ميوه لرونكو ونو باغونه او ډير گلان موجود وي. په كوم ځاى كې چې باغونه وي دروزنې ځاى دې هلته انتخاب شي.

دشاتو د مچيو لپاره د ځاى غوره كولو شرايط[سمول]

دشاتو د مچيو د روزنې لپاره د ځاى په انتخاب كې بايد روزنكى لاندې ټكي په پام كې ونيسي. په كوم ځاى كې چې مچۍ روزل كيږي د هغه ځاى په باب پوره معلومات لازم دي او دشات وركونكو بوټو پيژندل، دشاتو دمچيو د روزنكي لپاره اساسي وظيفه گڼل كيږي. دځاى خوښول د ونواو بوټو د گلانوپه موجوديت پورې تړلى دى. دصندقونو په ترتيب سره ايښودل او انسجام يې د قطارونوجوړول ، دصندقونو دشمارې پر اساس سرته رسيدلاي شي. په هغه ځاىونو كې چې سركونه او كورونه وي او ډير بيربار وي هلته د صندقونو كېښودل پكار نه دي دشاتو د مچيو صندوق بايد په پايه يا بل شي باندې له ځمكې لوړ كېښودل شي. دشاتو د مچيو د ژوند كولو ځاى بايد له شاتو وركوونكو بوټوتر يو يا دوه ۲-۱ كيلومترولرې نه وي. د اوبو منابع بايد د شاتو د مچيو له كورنيوځخه ډيره فاصله ونه لري او بايد هغو ته نږدې وي. دشاتو د مچيود كالونې ليدنه بايد په يوه ټاكلي وخت كې وشي. دشاتود توليد مقدار د صندقونو په تناسب پورې اړه لري. دشاتو توليد او لاس ته راوړنه دشات وركوونكو بوټو پر موجوديت ، نوعې او شمير پورې اړه لري.

دشاتو مچيو سره كار كول[سمول]

د شاتو د مچيو سره د كار كولو په وخت كې د مچيو روزنكى بايد دا لاندې شيان په پام كې ونيسي. له كندوځخه دشاتو راټولول بايد د اصولو او د فني طريقو په نظركې نيولو سره وشي. دليدنې ،كتنې او يا دشاتو د راټولولوپه وخت كې دودپمپ وركول ضروري دي او دا ددې لپاره چې مچۍ له كندو ووزي اوسړى ونه چيچي. دود وركول بايد د دود پمپ په ذريعه وشي. دضايع كيدو مخنيوى پكار دي ، د شاتو راټولواو دموادو استعمال بايد به ښه طريقه وشي او مواظبت يې ضروري دي. دكندو د ليدنې ، كتنې او تفتيش كولو په وخت كې بايد د جالۍ له خولۍ ځخه استفاده وشي چې د شاتو د مچيو له چيچلواو نېش وهلو ځخه سړى په امان كې پاتې شي. دشاتود مچيو سره په ډيره نرمۍ گوزاره كول پكاره ده او له تندې گوزارې ځخه بايد ډه ډه وشي. دصندوق يا كندو د خلاصولو په وخت كې له مچيو سره بايد په نرمۍ رفتار وشي او مچۍ په غصه نه شي او د نېش وهلو شرايط ورته برابر نه شي. له كندو ځخه د قاب يا چوكاټ پورته كول بايد په ډيره اسانۍ سرته ورسيږي او د خپل ځان په طرف يې ډير ورو او كرار كش كړۍ چې د مچيو د غصې او قهر سبب نه شي. عطريات بايد استعمال نه شي ځكه د شاتو مچۍ د عطرو بوى نه خوښوي او پرانسان د مچيو د هجوم او حملې سبب گرځي. موظف كسان دې له سپين لباس ځخه استفاده وكړي ځكه د شاتو مچۍ له نورو رنگونوځخه ناراحته كيږي او په غصه كيږي. كله چې سوځيدونكى لمر يار باران وي نو د شاتو د مچيو له كندو سره غرض كول پكارنه دي ځكه چې مچۍ په دغه وختونو كې ډيرې ناراحته وي. دشاتو د مچيو دعبور او مرور د لارې خيال ساتل پكار دي او دپوره نظم او نسق رعايت دې وشي چې په دې توگه د مچيو له نېش وهلوځخه مخنيوى وشي.

په كندو كې د شاتو د مچيو كتنه[سمول]

دمچيو د كندو دكتلو په وخت كې بايد دا لاندې ټكو ته كلكه پاملرنه وشي: دشاتو د مچيو د روزنكي له خوا بايد د مچيو كندو وكتل شي او د ملكې له ژوند او كار دې دشاتو د مچيو رونكى خپل ځان مطمئن كړي. د شاتو د مچيو روزنكى بايد د مچيو د كتنې ياداشت او ريكارډ واخلي او هم دې د ملكې حقيقي عمرياداشت او ريكارډ كړي. كه چيرې په كندو يا ځاله كې ملكه مړه شي فوري دې د هغه بكس يا صندوق شماره ياداشت شي او د نوې ملكې چې له نر مچى سره يوځاى شوې وي . صندوق ته برابره او معرفي شي چې له هغې پرته د شاتو د مچيو كندو نيمگړى دي. دشاتو د مچيو په يوه كندو كې ملكه بايد له دري كلونوځخه د زياتې مودې لپاره ونه ساتل شي او بايد حتماً هغه تبديله شي كه مصنوعي خوړو يا غذا ته چيرې ضرورت او اړتيا وي نو ورته دې برابركړل شي.

مچيو ته د ملكې د ورپيژندولو طريقه[سمول]

دقوي كورنۍ په نسبت هغې كورنۍ چې ضعيفي وي ملكه په اسانۍ او ژر مني.ځوانې مچۍ ډير ژر او په اسانۍ سره ملكه مني خو زړې مچۍ هغه ژر نه مني، كه چيرې وغواړۍ چې ملكه تبديله كړۍ نو پخوانۍ ملكه بايد مړه شي. له ځلورويشتو ساعتوځخه وروسته دې نوې ملكه تبديله شي ، نوې معرفي شوې ملكه بايد د تخمگذارۍ په حالت كې وي. ځوانه باكره ملكه ممكنه ده چې په پسرلي كې معرفي شي. د ملكې د معرفي ښه وخت په مني كې د ميزان مياشت ده.

اصطلاحات[سمول]

كندو: په حقيقت كې د مچۍ دځالې په نوم ياديږي. كالوني: هغې ډلې ته وايې چې د شاتو دمچۍ په اجتماعي ډول ژوند كوي. دري واړه ملكه،كارگران او نران مچۍ ولري. بروډ يا بچى: د ژوند هغې مرحلې دي ، لكه تخم، لاروا،پيوپا چې د ځالې په منځ كې ئې تيروي او دبروډ په نامه ياديږي. فونديشن: هغه چوكات ته ويل كيږي چې پكې د ننه د موم برجسته طبقه ځاى پرځاى كيدى شي. كومبه: يو شپږ ضلعي ساختمان دي چې د مچيو پواسطه جوړيږي او په هغه كې شات ذخيره كيږي او ملكه پكې تخم گذاري كوي.

مواد او سامان آلات[سمول]

دملكې تخت : ملكه په اسانۍ كولاي شي له هغه ځخه تيره شي، خو د نر مچۍ دشاتو له خوړولوځخه جلوگيري كيږي. رولر: يوه اله ده چې د موم چاپ شوې لوحه د چوكات په سيم پورې محكمه ساتي. دملكې قفس، روي بند،دستكشې، جالي دار دسمال. د موم كولو صندوق، موم تراش ، چاقو گان، صافي او برسونه. موم تراش ، خوراك داني، دشاتو شانه، دشاتو ايستلو ماشين. هغه بوټي چې د شاتو مچۍ ورځخه استفاده كوي دشاتومچۍ فطرتاً د خپل شوق او ذوق مطابق او د خپل مزاج مطابق خپله غذا له مختلفو رنگارنگ گلانو، ميوه دارو او بې ميوو بوټوځخه تر لاسه كوي ، لكه شينشوبى او د وحشي بوټو له گلانو ځخه حاصلوي او د شاتو مواد او موم ټولوي او د دوراني مرحلوله تيرولو وروسته په شاتو او موم بدليږي. همدارنگه د خپلې غذا د راټولولو لپاره له ښودل شوې لارې الوتنه كوي او بيرته خپلې ځالې ته راځي . د شاتو د مچيو غذا د اهلي او وحشي بوټو د تناسلي آلاتو او د ميوه لرونكو او بې ميو بوټو او دبعضې ونو د پاڼو له ترشحاتو ځخه په لاس راتلاي شي. دشاتو مچۍ د ځينوبوټوله گلانو ، لكه گل خار، د كچالو گل ، كونځله،دشړشم گل، د كوكنارگل،د بادرنگ گل، دولې گل،دلوكاټ گل، د نرگس گل او د نسترين گل ځخه زياته گټه اخلي.انتري گل ،شين شوبى گل ،ځمكني توت، دباقلي خاندان گل، دليمو گل، بهي، زعفرانو گل، انځر گل، نارنج گل ، پيچك گل،شبو گل، پتوني گل، زيتون گل، شتر خار، شوتلې گل، لوبيا ، اكاسي، شفتالو، بادام گل، د زردالو گل،د تورومرچكو گل ، دځيړۍ گل، خاتمي گل، ارغوان گل، د شينگل گل، د انارگل، لاله گل، دپلوسي گل، دپيازگل او د ستروس د كورنۍ له گلانو ځخه په پراخه پيمانه استفاده كوي.

شات[سمول]

كله چې د نباتي شيرې يو مقدار اوبه دشاتو د مچيو پواسطه تحليل او جذب شي او يوځه نور مربوط مواد ، لكه انزايم پرې علاوه شي نو شات ترې جوړيږي.

بيولوژي[سمول]

په كالوني كې د شاتو د مچيو گډ ژوند[سمول]

ملكه[سمول]

دا چي د شاتو مچي ډيري ځنگړني لري موږ بايد د هغه ستانه په شه ډول سره وکړو مچيو ته الله [ج] يو داسي نيظام ورکړي دي لکه د انسان په شان دا چي يو ډير اعجيبه نيظام لري نو مليکه دا وظيفه لري چي دي کوم امر وکړي هغه بايد سرته وسريږي که کوم يي نافرماني وکړه هغه بيا وژني

كارگران (ښځې مچۍ)[سمول]

ډورن يا نران مچۍ[سمول]

==دملكې القاح==شف

د شاتو مچۍ ځاله[سمول]

دنويو كاگرانو منځ ته راتگ[سمول]

نباتي گرده[سمول]

د شاتو د مچيو نځا[سمول]

گارډمچۍ[سمول]

د مچيو د نوې كالونې منځ ته راتگ[سمول]

د شاتو مچيو ترمنځ ارتباط ټينگول[سمول]

دشاتو مچيو سپيشيزونه[سمول]

دشاتو د مچيو محلي ډولونه[سمول]

گلان او د شاتو مچۍ[سمول]

گرده افشاني[سمول]

دگرده افشانۍ لنډه تاريخچه

دنباتاتو په توليد اوتکثير کې دگرده افشانۍ اهميت لومړى ځــــــــــــل په ١٧٦٠ م کې دجــوزيف کوايل ريتر(.Joseph koelreter) له

خواوښودل شو وهغه   مصنوعي
دوه رگه بوټي ديوه سپيشزدښځينه الي دپاسه دبل سپيشز دنارينه الې گردې اچولو په وا سطه توليد کړل تردې وخت درې لسيزي وروسته کريسچن سپررينگال (.Christian  springal) په درست ډول په نباتاتو کې دگرده افشانۍ.راز کشف کړ اوهغه په خپله گرده القاح کېدونکي سپيشزونه (...Self   pollinating     species) او په پردۍ گرده القاح کېدونکي سپيشزونه (.cross pollinated species)يو تربله وپيژندل اودحشرواوباد  رول يې دنار ينه الو څخه ښځنه الو ته دگردې په  انتقال کې څرگند کړ په دې توگه نوموړى نبات پوهانو ديوې داسې ساحې پېژندنې بنسټ ايښودونکي دي چې هغه نن ورځ دکرده افشانۍايــــــــــــــــکالوژي  (.pollination Ecology..) په نـــــــــــــــــــامه يـــــــاديږي

گرده افشاني ياگرده اچونه

گرده افشاني ديوگل دمذکرالى(Anther.)څخه يادنارينــــــــــه گردې ليږديدل دهمدې يابل گل تانيث الې (Stigma)ته گرده افشاني ويل کېږي کله چې نارينه گرده (Stigma)دپاسه واقع شي هلته ټوکـــــــــــــيږي يعنې القــــــاع صورت نيسي نوى القاع شوى تخم په تخمي ساختـــــمان 

کــــــې دننه په تخم او مـــــــــيوه بدليږي دورستيوانکشافى اووده ايـــــــزو پړاونوپه بشـپړيـدوســره داستفــــــــادى وړگرځي

په عمومي ډول دونو په گلانو باندې په دوه ډوله گرده افشاني صــورت نيسي يعنې گرده اچونه په دوه ډوله معمول ده
شکل   ۱
١-په.خپلې.گردې.سره.گرده.اچونه(..Self-pollination.)               داهغه حالت دى چې ديو گل نارينه الې څخه گرده دهمدې گل په ښځينه الې  لويږي يا دهمدې بوټي دنوروگلانو په ښځينــــــــــــه الووشيندل شي اويــاهم دعينې ورايټۍ دنورو ونوپه گلانو وشيندل شي نودې ډول گرده اچونې ته خـــــــــــود‌ي گرده افشاني(.Self  pollination)اودغــــــــــــــه ډول  القـــاح کېدونکـــــــــې ته په خپلې گردې القـــــــــــــاح کېدونکې يا 	Self   Fertilization  وايي او دغــــه ډول گرده افشاني په امروت،انگور،اوداسې نورو ميــــــوه جاتـــوکـې صـورت نيسي
        شکل (۲)

۲-په پردۍ يا ديوبل بوټي په گردې گرده افشاني کېدل

دا ډول گرده اچونه دبلې ورايټۍ دگلانو څخه دگردې انتقال ته ويل کيږي چې په يواويا څوخواصوکې يودبل سره فرق ولري دې.ډول.القاع.ته.) Cross fertilization ( وايــــــــــــــــــــي دميوو زيات شمېر ډولونه او انواع که څه هم دمکملو گلانو لرونکي وي دځينو ځانگړ تيا وپه لرلو سره دپردۍ گردې په وسيله گرده افشاني کيږي چې (٨٠) فيصده څخه دميوو زيات ډولونه دکراس گرده افشاني په وسيله القاح کيږي ددې ډول گرده اقشاني اجرا نسبت هغه گرده افشانۍ ته چې په خپلې گردې القاح شي دلوړکيفيت ميوې توليدي .

  شکل ( ۳ )

٣- ديادونې وړده چې ځينې نباتات پخپــــــــــــــــلې گردې ترڅنگ د ځينو لاملونولـــکه حشـــرات،باد او داســـــــې نورد پردۍ گردې په وسيله القاح کېدونکي دي چې دا ډول گرده افشاني ) Mix Pollination)بلل کيږي چې داډول نباتات کيـــــــداى شي د ٥فيصـــده څخه زيـــات دپردويو گردو پوسيله القاح شي

دگرده افشانۍ ميخانيکتونه: نبــــــاتات هم دحيواناتو په شان جنسي فعاليتــــــــــــــونه سرته رســوي.ددې فعاليتونو مرکزگلان دي چې هغوئ دمختلفو برخو څخه لکه گلمـــــــلو پاڼو Sepals ) Calvx ( گــــل پاڼو Petals ) Corolla ( نارينــــــه الــي Stamens ) Androcium ( اوښــــځيــــــنه الــــــــــــو Pistils ) Gynoecium ( څخه جوړې شوې دي او هــــــــــــــــــره برخه يې مختلفې دندې سرته رسوي .دمثال په توگه گلملې پاڼې په ژمــــــــــــي کې دگل داخلي اجزا ( گل پاڼې،نارينه الې او ښځينه الې ) دسړو دضـــرر څخه ساتي گل پاڼې چې ښايسته وي حشري او نور ژوندي شيــــان راجلبوي ترڅو نارينه الو څخه ښځينه الو ته گرده دالقاح په خاطر انتقـــــــــال کـــــــړي دنارينه الې گرده توليدوي او ښځينه الې دتخمدان دننه هگــۍ جوړوي تر څوهغه په گردې سره القاح شي او له دې پروسې څخه تخم اومېــــــوه تشکيــل شي ښکاره ده چې دگردې انتقال دژونديو موجوداتـو ( مختلفو حيواناتو) يا غيـــــــــري ژونديو موجوداتو( باد ،اوبه) په ذريعه سر ته رسيږي . دگلانو اوگردې بې نظيــــــره خاصيتونه چې ديونبــــــــات دگردې دنتقال ديوه خـــاص انتقالونکي عـــــــامل لپاره وړگرځوي دگردې انتقال دسينډروم Pollination Syndrome په نوم ياديږي دگلانــــو رنگ بوى خـــــوږ وي ،موم،تېل،بڼه او گرده ددې سبب کيږي چې گرده دمـــختلفو انتقالونکو

                    شکل ( ۴ )

ژونديو اوغيرې ژونديو موجوداتو په واسطه دگلانو تر منځ انتقال شي اودالقاح پروسه سرته ورسيږي دژونديو اوغيري ژونــــــديو موجوداتو په ډله کې چې په گلانو کې گرده دنارينه الو څخه ښځينـــــــــــــه الو ته وړي .گونگټـــان،بـــوراگان،مچـــــان،دشاتو مچــۍ،غومبســې،تاروگان،پتنگان ځنې الوتونکي شوپرکان،بـــاد او اوبـــه شــامل دي دگــــــــردې حيواني انتقالونکي دخپلو خوراکي موادو دلاستـــــه راوړو په خاطـــر پــه گلانو کښيني او په اتفاقي ډول گرده انتقالوي په عــــــــمومـــــي ډول هغــه گـــــــــرده چې دحيـــــــــــــــواني عاملينو په واسطه انتقاليــــــــــږي درنده او سريښناکه وي باد يې انــــــــــــتقالـــــــــولى نه شي اوکله چۍ حشرۍ يانور حيوانات په گلانو کښيني دهغــــو په بــــــــــــــــدن پورې نښلي ترڅو ښځينه دگرده اقشانـــۍ سپنډروم دگلانو خاصيتــــونه کوم چې دگردې دانتقال عامليـــــــن Vectors ځــــان ته راجلبـــوي چه داټول عـــــاملين په گــــــرده افشانۍ کې مهم رول لر

گرده شيندونکي:p

دگل دانتر (دگردي کڅوړې) څخه سټگما ښځيه الې باندې سريښناکه غوټو ته گردې لېږديدل دباد،حشرو ،مچيو،موږکانو ،انسانانو او اوبو او دځمکې دجاذبې په اثر صورت نيسي ديوگل پخوالي په يوه خاصه مرخله کې دگر دې کڅوړې ) Anther ( چوي او په زرگونو گردې ورڅخه الوزي نو دپورته عواملو له کبله يې ښځينه الې ته لېږديدل صورت نيسي ديادونې وړده چې دميوو دانوعې په تفکيک سره دهغوئ دگردې ټولې دانې فعالې نه وي چې په نارنجانو کي دفعالو گردو دانو فيصدي (٢٥) نه تر (٥٠) پورې ښودل شوې ده

دشاتو مچۍ Honey Bees

ټولې پــــاڼرېژې مېــــوې پرته د مغز بابواو ټولــــې تــــل شنـــې مېـــوې پــرته دمخروطيانو څخه دشاتو مچيو او حشرو په واسطه گرده افشاني کــيږي دشاتو مچۍ اوحشرات دونو دگلانو دبېلا بېلو برخو لکه درنگونو بوى او نکــــتار له کبله گل ته جلبيږي او کلـــــــه چې دسپړل شوو گلانو سره په تماس کې شي يا ورباند کښينــي نو دگلانو گرده دهغوئ په پښو يا دبدن په نورو برخو باندې نښلي او نورو گلانو ته دانتقال سبب گـــــــــــــــــــــرځي دحشراتو او مچيو په وسيله گرده افشاني کېدونکي نباتات (.Entomophilies.) بلل کيږي چې عمدتا مثالونه،مڼې ،زردالو ،گيلاس ،بادام،الوچۍ ،ناک، زيتون، او داســــــــې نورښودل کېږي دحشــراتو او مچيوپه نشتوالي سره ددغه ميوو گرده ا فشاني کـــــــې خنډ او ستونزې رامنځ ته کېږي .

          شکل ( ۵ )

باد: (..Wind.): دهغو ونو گلان چې رنگه نه وي بوى ا و نکتار ونه لـري نو حشرې او مچۍ چندان ورته نه جلبيږي نو دگل دگـــــردې د کڅوړې په چاودېدو سره دهغوئ دگـــــــــردې زرات د بـــاد په وسيـــله يو او بل گل ته ليږدول کېږي باد تر زرومترو او يا دهغې څخه زيات واټن دگـردې زرات وړلي شي،دپستو،غوزانو،خرما،ناريال،انگور ،توت،ښوون او داســـې نورگلان دباد په وسيله گــــرده افشاني کــــــــــېږي چې دغه ډول نباتاتو ته Anemophilous ويل کېږي دگرده افشانۍ په وړاندې ستونزې دځنو عواملو له کبله دگلانو گرده افشا ني صــــــورت نه نيسي چې په نتيجه کې گلان رژيږي په تخم او ميوه نه بدليږي او يا دنا قصې گرد ه افشانۍ له کبله وروسته د ونو څخه رژيږي او ياتخمونه او مــيوې پوره اوغوره و ده نشي کولى په عمومــــــــــــي ډول دگرده افشانۍ داجراتوپه صورت نيونې په وړاندې دوه ډوله خنډونه او مشکلات وجود لري چې يويې داخلي اوبل يې خارجي خنډونه دي ١:داخلي عوامل (Internal factors): غير مکمل گلان (.Imperfect flower .):غيري مکمل گلان هغه گلانو ته ويل کيږي چې يواځې دتانيث او يا دتذکير الـــــــــــه ولري په دي ډول نباتاتو کې نارينه گلان په يونبات کې اوښځينه گلان په بل نبـــــــــــــــــــات کې واقع وي لکه دخرمـــا او پستې ونې چې ددې و نو دښځينه ونو لپاره دنارينه ونو شته والى مهم بريښي او په نشتوالي کـــــــــې يې ښځينه ونې ميوې نه نيسي له بلې خوا دځينو ونو نارينــــــــه گلان په جلا موقعيت او ښځينه گلان په جلا موقعيت کــــــې ځاى لري چې دنارينه گلانو نشتوالى دگرده افشانۍ په وړاندې ستونزې رامنځ ته کوي لکه په توتانو،غوزانو،ام او يوشمېر نوروميووکـــــــــې ديادونې وړده چې نارينه گلان دگـــــــــــــــرده افشانۍ څخه وروسته رژيږي اوپه ميوه اوتخمدانونو باندې نه بدليږي دنباتاتو دگلي ساختمان جوړښت او خصوصيات:

دځنو نباتاتو دتانيث الې اوږدې او دتذکير الــــــې يې لنډې او ياهم برعکس وي چې دگرده اقشانۍ چانس کموي نو ددې ډول ونو دگرده افشانۍ لپاره دحشـــــرو ،مچيو باد شــــــتوالى مهـــــــم بريـــښي دگل داډول خصوصــــــيات (.Heterostyly)په نامه ياديږي (.Dichogamy.) :دگل د انتر يادگردې کڅوړې دسټگما ترپخيدو دمخه چوي په داسې حالاتوکې چې سټگما دگـردې داخستلولپاره خامهوي

اويا سټگما ددگردې دکڅوړې له چاوديدلومخکې پخه شوې وي نوکله چې دگردې کڅوړه چوي نو سټگما دگـــــــــــردې اخستو لپاره زوړ اوغير فعال شوې وي دلومړي ډول بېلگه غوزان اودوهم ډول يې ام (Mango) ښودل شوى دى نودهمد غو انواعو دنورو ورايټۍ گانوپه کــــــرلو سره يعنې ددغو ورايټيوکرنه دموثرې گرده افشاني لپاره مهم ښــــــگاري .البته داځانگړتيا اواوصاف ددې بوټو اوونو په ځنوورايټيو کې ليدل کېږي 

غير فعاله گرده (.Unviable pollen) دزيات شمېرنباتاتو دگلانوڅخه توليد شوې گرده ژوندۍ اوفعاله نه وي نو په سټگماباندې دغير فعالې گردې شيندل اولويدل دگرده افشانۍ يا دالقاح سبب نه گرځي همدارنگه کېداى شي شڼده تخمه اوپه ښځينه الو کې ځنې نور عوامل هم دگردې دشنه کېدو مخه نيسي لکه په .امونو،الوچو،شفتالو ،ناکو او گيلاسو کې ديوې څيړنې څخه ښکاره شوي چې دامونو(١٥٠٠)گلانو له جملې څخه يو گل القاح اونوريې شنډاو بېرته رژيږ او دمڼو د(٥) نه تر(١٠) فيصده په ميووبدليږي دداخلي فکتورونو په جمله کې جنيټکي عوامل هم دگرده افشانۍ مخه نيسي الف-جنيټکي فکتورونو تاثيرات Genetic influences ب-شنډتوب او عدم مطابقت Sterility and incompatibility دځنو ميوو ورايټي په خپله گرده نه القاح کيږي چې (Self sterile ) بلل کېږي دالقاح کېدو لپاره پردۍ گردې ته اړتيا لري او که چېرې گل ته پردۍ گرده وانه چول شي نو ټول گلان يې دميوو نيولو پرته رژيږي همدارنکه ځني وخت ښځينه تخمې دنارينه تخمونو سره د يو ځاي کېدو په وړاندې مطابقت نه ښيي داشنډوالي اوعدم مطابقت دمڼو

گيلاس،.بادامو ،.ناکو، زيتون،زردالو ،الوچو،اوداسې نوروميوو او په ځنوورايټو کې ليدل کېږي دمڼو د(.Red delicious) ددې خواص  لرونکي دي .

ج:فزيالوژيکي اغېزې يا خنډونه:

کله چې گرده ديوگل څخه په سټگماپرېوزي نوپه مساعدو شراېطوکې دسټگما دپاسه شنه کيږي او دسټگما په ميله کې  دتيوب په بڼه وده کوي او دغه  اوږود تشکيل شوى تيوب تخمدان  او غيرالقاح شوي تخمونو ته ځان رسوي نو کله کله دځنو عواملو له کبله دغه تيوب وده نه شي کولى اويا هم په تخمدان کې پرتې ستونزې لري چې القاح نه تر سره کېږي اوگلان رژيږي داکار ممکن دحرارت دنسبتي درجې اوهارموني موادو د توليد پوري هم اړه ولري

خارجي عوامل External Factor دونو او بوټو دداخلي ستونزو بر علاوه چې دگرده افشاني مخه نيسي يوشمېرنور خارجي عامل هم شته چې داپروسه تهديدوي چې ورڅخه يادونه کوو : الف: دونو لپاره دعذايي مودو تعادل: دعذايي موادو نشتوالى (دونوکمزوري ) او يازياتوالى (ډيره جسمي يابدني نمو اووده) شرايط دمؤثرې گرده افشانۍ په وړاندې خنډبلل کېږي ب: دحرارت درجه : دميوو گلان دسپړل کېدوپه وخت کې دچا پيرپال تودوخه چې ايا ټيټه ده که لوړه ده دمؤثرې گرده افشانۍ په وړاندې ر ول لري .دحرارت درجه دالوچو،گيلاس،مڼو،ناکو اوداسې نورو ميوو په سټگما دگردې ددانوپه شنه کېدو اغېزې لري چې دنوموړو په سټگماو باندې دگردې شنه کېدل په ( ٥٠ ) فارنهايټ کې په ښه ډول ترسره کېداى شي او په (٤٠) فارنهايټ او يا له دې څخه ټيټه درجه کې نه تر سره کېږي. دحرارت درجه دگردې ددانو اوسټگما دغير فعاله کېدو سبب گرځي له بلې خوا دسانتي گراد له ( ٨ ) درجو تودوخـــه دگرده افشانۍ لپـــاره دمچيو دفـــعــاليت مخه نيسي ج : باد، باران ، ږلۍ: Wind Rain Hails

باد که له يوې خوا دگلانو در ژيدو او زخمي کېدو سبب گرځي له بلې خوا داتومسفير لندبل دبې ځايه کېدوله کبله دونودپاڼو،گلانو او نورو برخو څخه دزيات تبخير له کبله دگردې او سټگما دوچېدو سبب هم گرځي .همدارنگه باد دمچيو او نورو حشرو دفعاليت مخنيوي کوي او هغوئ په گرده افشانۍ کې برخه نه شي اخستلى باران او ږلۍ دميخانيکي صدمو ترڅنگ دگردو د دان د بې ځايه کېدو او دسټگما له سره دهغوئ دگردې ددانو دمينځل کېدو سبب هم گرځي کوم چې گردې ورپورې نښتې وي باران اوږلۍ برسېره پردې چې بدني اغېزې لري د چاپيريال دحرارت ددرجې دټيټوالى او له بلې خوا دحشرو اومچيو دفعاليت کمېدو سبب هم گرځي بايد ووايو چې که چېرې دلاس په وسيله گرده افشاني صورت ونيسي او تر( ٢٤ ) ساعتو پورې باران ووريږي نو بايد دوباره گرده افشاني وشي وچکالي هم دگلانودرژيدو او دگلانو دالو دفزيالوژيکي فعاليت مخنيوى کوي او دمحدود کېدو سبب کېږي

د- رڼا  : گرده افشاني دلمر درڼا دشدت او دودې په خاصو مراحلو کې صورت نيسي کمه يا زياته رڼا دگرده افشاني عمل اغېزې کوي

دبېلگې په ډول دانگور دگلانو گرده دسهار د(٦-٩ ) بجواو دماسپښين  ٢ -٤ بجو پورې او دخرمادسهار  د١٠ دماسپښين تر( ٣ ) بجو پورې صورت نيسي .دگرده افشانۍ واقع کېدل په لاندې محدودو وختونو کې دلمر دوړانگو داغېزې ښکارندوى دى .

ه- دشاتودمچيو او حشرو فعاليت: هغه ونې او بوټي چې گلان يې رنگه بوى او نکتار لري دهغوئ گرده افشاني دحشرو په وسيله صورت نيسي نژدې تردې ټول پاڼريژې مېوې پرته له غوزانو ،فندق،پيکن څخه او ټول تل شنې ونې پرته دمخروطيانو څخه نور ټول لکه ستروس،لوکاټ،ام د شاتو دمچيو په وسيله گرده افشاني کيږي .په يو ه لمر لرونکې ورځ کې دشاتو مچۍ کولى شي دورځۍ څه ناڅه د پنځوو زرو٥٠٠٠گلانو سره په تماس کې شي او ديو گل څخه بل گل ته گرده وليږدوي دشاتو مچيو او نورو حشرو نه موجوديت اوهغه عوامل چې دمچيو فعاليت محدودوي دگرده افشانۍ په وړاندې خنډ بلل کېږي و: ناروغۍ او افات

ميوه لرونکې ونې دگلانو په موسم کې دځنوناروغيو او افتونو ديرغل لاندې راځي چې دگلانو درژ يدو او يا دتکثري الو دغير فعاله کېدوسبب گرځي.چې په نتيجه کې موثره گرده افشاني نه تر سره کيږي .همدارنگه په ونو باندې د نار وغيو  اوافتونو دمخنيوي اوکنټرول لپاره دافت وژونکو شيندل په گلانو او بوټو باندې دناوړه فزيالوژيکي اغېزو ترڅنگ دشاتو دمچيو دفعاليت مخه ونيسي اويا هم دهغوئ دوژل کېدو سبب گرځي.

دگرده افشانۍ دعملې په وړاندې داړوندو ستونزو دحل لارې چارې: موږ اوس دهغه عواملو اوخنډونودپېژندلو لپاره چې دگرده افشان مخنيوى کوي دهغوئ دحل لارې چارې به هم له نظره تېرې کړو دگرده شيندونکو ونووکرنه او استعمال: دمڼو ،ناکو ،گيلاسو،الوچو،بادامو،زردالو،لوکاټ،زيتون او داسې نورو ونو ځنې ورايټۍ په خپلو گردو دالقاح کېدو و ړ نه دي او که وي هم دکمو حصلاتو لرونکي به وي ددې ستونزې دحل لپاره بايد دنوموړو ميوو په باغوونو کې دنوموړو دوه ډوله ورايټۍ يعنې دسرو مڼو سره دژېړو مڼو ورايټي وکرل شي ترڅو يو دبل دپاره گرده توليد کړي او گرده افشاني او القاح په ښه شان صورت ونيسي .دا بايد په پام کې ونيول شي چې دهرې نوعې د واړه ورايټۍ په يوه وخت کې گلان وسپړي دگردې شيندونکې ونې په داسې ډول وکرل شي چې دباغ دونو .٨-١٠فيصده په تعداد تشکيل ولري .اودهر درييم کتار درېيمه و نه بايدگرده توليدوونکې ونه وي ديادولو وړ ده چې دغه گرده توليدوونکې ونه هم دخپل څنگ و رايټي ښيرازه کړي . که چېرې دباغ جوړولو په وخت کې گرده شيندونکي ونې ونه کرل شي اويا دکرلو دپاره وجود ونه لري نو په وروستيو کې کيداى شي چې دهرې ونې په يوه ښاخ دگرده شيندونکي په وسيله پيوند شي او ددغه پيوند شوې څانگې ونو او هم دونو څانگو ته گرده ورکوي ٢-دميوو دونو په ځنو ډولونو کې نارينه گلان په جدا او ښځينه گلان په جدا ونو کې موقعيت لري لکه دخرما او پستو په ونوکې نو کله چې د نوموړو ميوو باغونه جوړيږي دهرو څلويښتو(٤٠) ښځينوو بوټو ترڅنگ يو نارينه بوټى وکرل شي ترڅو دهغوئ لپاره گردې تو ليد کړي

 او دښځينه ونو دگرده افشانۍ او القاح  سبب شي

نارينه بوټي دښځينه بوټو ترمنځ په داسې ډول وکرل شي چې دباد په وسيله يې گرده ټولو ښځينه بوټو ته خپره شي او يا دې دلاس په وسيله کېدونکې گرده افشاني ته گرده توليد کړي

٣- دشاتو دمچيو استعمال: په.ځينوحشروگرده.افشاني.کيدونکې.ميوې.لکه،مڼې،ناک،گيلاس،زردالو،بادام،الوچې،لوکاټ،زيتون او داسې نورو کې دگلانو دسپړلو په وخت کې دشاتو دمچيو صندوقونو کېښودل ضروري دي ځکه مچۍ او حشرات ديو گل څخه بل گل ته گرده ليږدوي او ددې عمل دسرته رسولو لپاره دهر هکتار باغ لپاره ٢-٣ صندوقه مچۍ کفايت کوي . دشاتو دمچيوو وحشي نوغې ( Aphis cerana) او اهلي اصلاح شوې نوعې يې (Aphis Mollifies.) داستعمال وړدي . دشاتو دمچيو په وسيله گرده افشاني دلاس دگرده افشانۍ په مقايسه اته ٨ ځلې ارزانه پرېوزي .

٤-:دلاس په وسيله گرده افشاني Pollination Hand کېداى شي چې دځنو ميوو په باغونو کې گرده توليدونکي ونې نه وي کرل شوې او يادشاتو دمچيوو او نور و حشراتو فعاليت مجود نه وي نو داغېزمنې گرده افشانې لپاره بايد گرده افشاني دانسان دلاس په واسطه وشي. دلاس په وسيله کېداى شي چې دعين نوعه دبلې ورايټۍ دسپړل کېدو وړ گلانو يوه څانکه راپرې کړو او په هره ونه کې يې وټومبو ترڅو دهرې پرې کړاى شوې يا مېلمه څانگې دگلانو گرده دکوربه ونې پر گلانو وشيندل شي پرې کړل شو ې څانگه په يوه ټيم يا په پلاسټکي کڅوړه کې چې له لمدو خټو يااوبو څخه ډکه وي وټومبل شي او په کوربه ونه

کې وزړول شي.  

دچين په يوه دره کې (Maoxian county) چې دمڼو دحاصل له مخې ډيره مشهوره ده کرونده گريې دمڼو گلان په لاس سره گرده افشاني کوي او داعمليه په دې ډول پرمخ وړي چې دمڼوسپړل شوي يا سپړيدو ته نژدې او نيمه سپړل شوي گلان ټولوي هغه د يوې يا دوه ورځو لپاره د اطاق په حرارت کې يا لمريز ځاى کې اچوي چې دگردې کڅوړې وچوي اوگردې.ورڅخه.پرېوزي.نوموړې.گردې.دغنمودوړواويادوچوشيدودپوډروسره يوځاى کوي بيايې دمخصوصو برشونو دسگرټودفلټروپه وسيله په هغوگلانو شيندي چې دورځې په جريان کې سپړل شوې وي اودهروينځوگلانو له جملې څخه چې دگلي څانگو کې موقعيت لري ددې په واسطه گرده افشاني کېږي داگرده افشاني بايدپه موسم کې درې ځلې ترسره شي ترڅودگلانوپه موسم کې ټول سپړل شوي گلان گرده افشاني شي . ديادونې وړده چې دمڼودونودټولو سپړل شووگلانوله جملې څخه د٥ تر ١٠ فيصده گلان القاح اوپه مېووبدليږي اونور گلان يې رژيږي چې ددې ډول گلانورژيدنه دتشويش وړ نه ده هيله ده چې په ميوو د بدليدونکو گلانو له جملې دهرو٤٠ پاڼولپاره يوه ميوه پرښودل کېږي . ځکه په دې شمېر سره پاڼې کولى شي يوه دمڼې ميوه تغذيه کړي . دلاس په وسيله گرده افشاني له کبله ٥٠% د حاصل مقدار زيات او کيفيت يې ډير ښه کېږي يو فني سړى کولى شي دورځې په معمول ډول د خرما ٣٠ ونې گرده افشاني کړي.

٥ - دنا مساعدو شرايطو په وړاندي مبارزه.

دښې گرده افشاني دصورت نيولو لپاره بايد دميوو ونوته په کافي مقدار سره په مناسبو وختونو کې دکېمياوي سرې ،عضوي سري اونور کم مصرفه عناصر اوهورموني موادو استعمال هېرنه شي ځکه چې دونو لپاره دعذايي موادو کموالي اوياډيروالي دگرده افشاني په صورت نيولو کې مستقيمه اغېزه لري دحرارت دنسبتي درجې له کبله دونوزيانمن کېدل او دگلانو خرابېدل ددې سبب کېږي چې داډول زيانمن شوي گلان ددې وړتيا ونه لري چې گرده افشاني پکي صورت ونيسي نو دديلپاره چي زپات شميرميوو ونې په پسرلي کې گلان سپړي نو دپسرلي دسړې هوا له کبله زيانمن کېږي نوددې مشکل لپاره دمقاوموورايټيو استعمال چې پسرلي کې ناوخته گلان سپړي يوه ښه لاره ده دبېلگې په ډول په پاڼريژو ميووکې لکه د بادامو دونو ورايټيو Feregnes---Ferradul---Lauronee---Nonperile په کرلو سره چې دغه ورايټي دمحلي بادامو په نسبت ډيړې اونۍ وروسته گلان سپړي حل کېداشي.دځنو کرنيز و عملياتو په کارولو سره ونې ديخنۍ په وړاندې مقاومت پيداکولى شي همدارنگه دونواو بوټو دنمو مخه نيوونکو موادو په کارولو سره په پسرلي کې دوخته گلانو سپړل کېدو مخنيوى کېداى شي له بلې خوا دسړو په وړاندې دمقاومو اومحلي نيله بوټو په کرلو سره دامشکل حل کېداى شي . دبادونو دمخنيوي لپاره چې دگرده افشاني لپاره خنډ بلل کېږي دباغونو شاوخوا دباد ماتونکو ونو کرل او همدارنگه دهغو ورايټيو کرنې څخه ډډه وشي چې دبادونو دلوتلو په موسم کې گلان سپړي له بلې خوا دهغو باغونو گرد چاپېره دلوړو ديوالونو دجوړولو څخه ډډه وشي چې دبادپه وسيله گرده افشاني ترسره کېږي لکه: انگور،غوزانو،توتانو،پستو باغونه، دلمر دوړانکو په رابطه ويلى شو چې هغه سيمې چې دمڼو دگلانو دسپړلو وخت کې دلمر نه لري او وريځ وي هلته بايد دونو دکرلو څخه ډډه وشي او هغه سيمې چې دونو دگلانو دسپړلو وخت کې بارانونه او ږلۍ ولري هلته بايد دنوموړو ونو دکرلو څخه خودداري وشي دافتونو او ناروغيو دمخنيوي او کنټرول لپاره افت وژونکو استعمال دکموالي لپاره هغه لارې چارې په نظر کې ونيول شي چې له دې امله يې دچاپيريال ککړتيا منځ ته راځي بايد داسې افت وژونکي وکارول شي چې دشاتو دمچيو او مفيده حشرو دوژل کېدو سبب نه شي ځنگلونه څړځايونو ته وده ورکول شي چې مچيو او نورو مفيده حشرو لپاره چې په گرده افشاني کې رول لري دفعاليت ښه زمينه برابره شي


لاسته راوړنې (نتيجه گيري) گرده افشاني دگلانو دجوړښت په وخت کې يو ه مهمه حياتي پديده ده چې دهغې په واسطه يو زيات شمېرنباتاتو کې تخمونه او مېوې جوړيږي نن ورځ دمختلفو ژونديو موجودانو خوراکي مواددگرده افشاني محصول گڼل گېږي گرده افشاني (دنباتاتو د نارينه الې څخه ښځينه الو ته دگردي انتقال )چې ديو شمېر مختلفو ژ ونديو او غير ژونديو عاملېنو لکه ،باد ،،اوبو ،الوتونکو اونورومختلفوژونديوموجوداتو ،په واسطه اجرا کيږي ډيرو غلو دانو، تخمونو، ميوو،سبو او شاتو دجوړبت سبب کيږي چې هغوئ دانسانانو ،حيواناتو او نور و ژونديو موجوداتو دغذا منابع تشکيلوي دغذا منابع تشکيلوي په گلانو کې دگرده افشاني دعملې په واسطه ښلا ،بدني او روحي غذا او دميني محبت فضا رامنځ ته کوي دگرده افشاني پرته دانسانانو ،حيواناتو او نباتاتو ژوند ناشونى دى راځئ! هرڅومره چې کولى شوو دگلانو دښکلا او جوړښت ستاينه وکړو همداگرده افشاني او گلان دي چې زموږ بدن او روح ته دغذاورکولو زمينه مساعد وي اوشاعران گرم نه دي چې تل دگل او بلبل په باره کې شعرونه وايې

هله غوټۍ شونډې دې گل کړه کنه ! کـــــم وي اکــثر د پسرلــيــو ژونـــدون

سپارښتنې

١-د گرده افشاني د ښه تر سره کېدو لپاره هغه ورايټۍ گانې لکه مڼې ،خرما چې Fertilizer (گرده ورکونکي ) ته ضرورت لري بايد گرده ورکونکي ونې ورته ترڅنگ وکرو ترڅو ښه گرده افشاني ترسره شي او ښه حاصل لاسته راوړو ٢- دگرده افشاني دښه ترسره کېدو لپاره دگلانو دغوړيد و په وخت کې بايد له ابياري څخه ډډه وشي ٣-دگلانو په وخت کي بايد کيمياوي ادويه جات استعمال نه شي ځکه چې دد وا گانو په وجه گلاو ته زيان رسيږي ځکه چې دواگانې جانبي عوارض رامنځ ته کوي ٤-دگرده افشاني دعملې په وړاندې داړونده ستونزو بايد مخنيوى وکړو ترڅو په گرده افشاني کې ستونزې رامنځ ته نه کړي ا و گرده افشاني په ښه توگه ترسره شي. ٥- ځنگلونو او څړ ځايونو ته بايد وده ورکړل شي او بلې خوا بايد مصنوعي ځنگلونه جوړ کړا‌ى شي چې د گرده افشانۍ لپاره د حشراتو شمېر زيات شي چې د گرده افشانۍ په فيصدۍ کې زياتوالى راشي چې دا کار د گرده افشانۍ لپاره اسانتياوې رامنځته کو . ٦- هغه ونې چې په ځانته ځايونو کې ځاى لري او پردۍ گردۍ ته اړتتيا لري هغه ونې بايد د لاس په وسيله گرده افشاني شي . درنښت!

صابر شاه (عادل) ۰۰۹۳۷۸۷۶۳۷۲۰۵)

صابر شاه (عادل) ۰۰۹۳۷۸۷۶۳۷۲۰۵