سېنګ(سنگھ)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سنګ یوه کلمه یا سرلیک دی چې د مستعار نوم، منځنی نوم یا وروستی نوم په توګه کارول کیږي چې په هند کې اختراع شوی. دا د سنسکرت کلمه ده چې مانا یې پړانګ ده. په هند کې دا نومځری(لقب) د مختلفو جنګیالیو قومونو له خوا منل شوی. د دې لقب کارول په ډېرو نورو ذاتونو کې موندل کیږي، مګر د سیکانو په منځ کې د هغې کارول ډېر عام دي. په هرصورت، په اوسني وخت کې دا یوازې په سکهانو پورې محدود نه دی بلکې دا په هند کې د ډېرو ټولنیزو او مذهبي ټولنو لخوا منل شوی او کارول شوی لقب دی. [۱]

تنوع[سمول]

د سېنګ کلمه د سانسېکرېت له کلمې سنهه څخه اخیستل شوې ده (सिंह تلفظ: siṃha) چې د پړانګ په مانا ده. دا په مختلفو ژبو کې په مختلفو لارو لیکل کیږي، د بېلګې په توګه:

  • په ګورموکي او شاهمکي پنجابي کې دا په ਸਿੰਘ / سنګه ليکل کیږي. د ژبې له مخې دې ته سنګ ویل کیږي.
  • په بنګالي ژبه کې ورته সিংহ (شنګوه) ویل کیږي.
  • په هندي کې دا په لفظي ډول सिंह (سنه) لیکل کیږي مګر په لغت کې یې سنګ تلفظ کیږي.
  • په مراټي کې دا د सिंह په نوم لیکل کیږي او د سنها په توګه لوستل کیږي.
  • په ګجراتي کې د સિંહ (سنها) په نوم لیکل کیږي. په ګجرات کې، د سینهجي کلمه کارول کیږي، د درناوي ښودلو لپاره سینه ته جی اضافه کوي.
  • په تېلوګو کې، సింహం (سېمهه) کارول کیږي.
  • ملیالم د سمهم یا سنهام (സിംഹം)(سنګم) کلمه کاروي، کوم چې په حقیقت کې د سنګ بدیل دی.
  • تاميلي ژبه د سنګهم (சிங்கம்)(سنګهم) کلمه کاروي، کوم چې د سنګ بدیل هم دی.
  • په سنهالي ژبه کې د සිංහ (سنها) په نوم هم ویل کېږي او لوستل کېږي، خو د سینهالي ژبې نوم هم له همدې څخه دی، سنها د زمري په مانا دی او لي د وينې په مانا، چې سنهالیز مانا د زمري په وینه سره یو کس. د زمري په څېر) زړور اوسئ).
  • په برمايي کې دا د สิงห์ (سېنګ) په توګه لیکل کیږي او لوستل کیږي.
  • په تایلندي ژبه(تايي ژبه) کې سانګا (สิงห์) دی. همدا ډول سنګا په اندونیزیا او مالیزیا کې لیکل او لوستل کیږي.

سرچينې[سمول]

  1. Kumar Suresh Singh (1996). Communities, segments, synonyms, surnames and titles. Anthropological Survey of India. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195633573. Going by the usage, Singh is more a title than a surname, cutting across communities and religious groups. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)