سیمبول پوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نښي پوهنه (Semiotic) هغه علم دی چي په یوه ژبه کي دخبرو ترڅنګ په غزل، نښو، ځانګړو جوړښتونو، انځورنو او نورو علامو باندي هم خلک خپلو اهدافو او موخوته رسیږي . ددې علم هر هغه فعالیت، چلند، یا پروسه چې نښې پکښي ګډون اوتعریف سوي وي معمولا د معنی په نوم یادیږي . معنی کیدای شي قصدي وي، لکه یوه کلمه چې د ځانګړي معنی سره ویل کیږي؛ یاهم غیر ارادي وي، لکه یوه علامه چي دیوځانګړي حالت نښه وي . په یوه ژبه کي نښې هم کولی شي د احساساتو سره اړیکه ونیسي (کوم چې معمولا معنی نه ګڼل کیږي) او کیدای شي په داخلي توګه دفکر اوحواسو له لارې: لکه اورېدل، لیدل، خوند اوداسي نورو سره اړیکه ونیسي . معاصر سیمیټیکس د ساینس یوه څانګه ده چې معنی جوړونه اوبېلابېل ډوله پوهه مطالعه کوي. [۱]

سیمیټیک دود د نښو او سمبولونو مطالعه داړیکو د یوې مهمې برخې په توګه لټوي. همدارنګه د ژبپوهنې په خلاف، سیمیټیکس د غیر ژبني نښانو سیسټمونه هم مطالعه کوي. په سیمیوتیک کې د نښو او نښانو د پروسو مطالعه لکه نښې، نومول، مشابهت ، تمثیل ، میتوونیمي ، استعاره ، سمبولیزم ، نښه، او ارتباط هم شامل دي .

سیمیوتیک سیسټم په مکرر ډول د مهمو بشری او ټولنولوژیکي اړخونو په توګه لیدل کیږي. د مثال په توګه ایټالوی سیمیوت پوه او ناول لیکونکی امبرټو اکو ویلي دي چې هره کلتوري پدیده د ارتباط په توګه مطالعه کیدی شي. [۲]

  1. Campbell, C., Olteanu, A., & Kull, K. (2019). Learning and knowing as semiosis: Extending the conceptual apparatus of semiotics. Sign Systems Studies 47(3/4), 352–381.
  2. Caesar, Michael (1999). Umberto Eco: Philosophy, Semiotics, and the Work of Fiction. Wiley-Blackwell. د کتاب پاڼې 55. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7456-0850-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)