Jump to content

سیریماو بندارانایکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سیریماو بندارانایکه
سیریماو بندارانایکه

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل د زړه حمله (ناروغي)   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت سريلانکا   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک

سیریماو راتواته دیاس بندارانایکه (زوکړه: د ۱۹۱۶ زکال د اپرېل ۱۷ مه – مړینه: د ۲۰۰۰ زکال د اکتوبر ۱۰ مه) چې په عام ډول د سیریماو بندارانایکه په نوم پېژندل کېږي، سریلانکا یي سیاستواله وه. نوموړې د نړۍ لومړنۍ لومړۍ وزیره وه چې په ۱۹۶۰ زکال کې د سریلانکا (هغه مهال د سیلان قلمرو ورته ویل کېدل) لومړي وزارت ته ورسېده. نوموړې له ۱۹۶۰ زکال څخه تر ۱۹۹۴ زکال پورې د سریلانکا د آزادۍ ګوند مشري وکړه او دوه ځله له ۱۹۶۰ زکال څخه تر ۱۹۶۵ او بیا ځلي له ۱۹۷۰ زکال څخه تر ۱۹۷۷ زکال پورې د سریلانکا اجرایوي مشره او بیاځلي په ولسمشریز نظام کې د خپلې لور چاندریکا کوماراتونګا د ولسمشرۍ پر مهال له ۱۹۹۴ زکال څخه تر ۲۰۰۰ زکال پورې لومړۍ وزیره وه. [۱]

بندارانایکه چې په یوه سینهالي کاندیايي اشرافۍ کورنۍ کې وزېږېده، په کاتولیک متوسطه انګلیسي ښوونځیو کې یې زده کړې وکړې، خو په بودایي آئین باندې پاتې شوه او لکه څه ډول یې چې په انګلیسي خبرې کولې په سینهالي یې هم هماغه ډول خبرې کولای شوې. له ښوونځي څخه له فراغت وروسته هغې له کورنۍ جوړولو او واده وړاندې په بېلابېلو ټولنیزو چارو کې ونډه واخیسته. د خپل مېړه اس. دابلیو. آر. دی. باندرانایکه لپاره د کوربه په رول لوبولو سره چې نوموړي په ۱۹۵۱ زکال کې د سریلانکا د آزادۍ ګوند جوړ کړ او په ۱۹۵۶ زکال کې لومړی وزیر شو؛ د هغه د غیر رسمي سلاکارې په توګه یې د هغه باور خپل کړ. د نوموړې ټولنیزو چارو د سریلانکا په کلیوالي سیمو کې د ښځو او نجونو د ژوندانه د وضعیت په ښه کېدو تمرکز درلود.

په ۱۹۵۹ زکال کې د هغې د مېړه له ترور وروسته، بندارانایکه ډېر ژر د ګوند د مشرتابه پلاوي له خوا اړ شوه څو سیاست ته مخه کړي او د خپل مېړه د ځای ناستې په توګه د ګوند مشري پر غاړه واخلي؛ هغې خپل ګوند بېرته واک ته ستون کړ او د ۱۹۶۰ زکال په ټاکنو کې یې د UNP ګوند څخه لومړي وزیر دادلی سنانایکه ته ماتې ورکړه. د ۱۹۶۵ زکال په ټاکنو کې یې له سنانایکه څخه ماته وخوړه او وړاندې له دې چې په ۱۹۷۰ زکال کې یې له سیالو مارکسیستي ګوندونو سره د ټاکنیز اتحاد په جوړولو اکثریت رایې خپلې کړي؛ د اپوزیسیون مشرۍ ته یې مخه کړه.

بندارانایکه هڅه وکړه څو د بانکوالۍ، روزنې، صنعت، رسنیو او سوداګریزو برخو د بنسټونو په ملي کولو سره د بریتانیا پخوانۍ مستعمره سیلان په یوه سوسیالیستي جمهوریت جوړولو سره اصلاح کړي. هغې سینهالي ته د انګلیسي رسمي ژبې په اړولو او په معمول ډول سینهالي ملت پالنې او تامیل ضد سیاستونو ته په کمپاین کولو چې هغه مهال اصلي سیاسي لیدلوری و؛ د بومي تامیل وګړو او همدارنګه د هغو تابعیت لرونکو تامیل وګړو ناخوښي راوپاروله چې د ۱۹۴۸ زکال د تابعیت د قانون له مخې بې تابعیته شوي و.

د بندارانایکه د دوه دورو لومړي وزارت پر مهال دغه هېواد له لوړ انفلاسیون او لوړو مالیاتو، د خوارکي توکو وارداتو ته له اړوندتیا، لوړې بیکارۍ او د هغې د سینهالي ملت پاله سیاستونو له امله د سینهالي او تامیل وګړو ترمنځ له قطبي کېدو سره مخ شو. نوموړې په ۱۹۶۲ زکال کې د کودتا له هڅې او همدارنګه په ۱۹۷۱ زکال کې د راډیکال ځوانانو له پاڅون څخه په سلامت وتلو سره په ۱۹۷۲ زکال کې د نوي اساسي قانون پر تدوین او د سریلانکا د جمهوریت په جوړولو څارنه وکړه؛ هغه یې د بریتانیا له سترواکۍ جلا کړ او پارلمان یې پراخه کړ. په ۱۹۷۵ زکال کې بندارانایکه داسې یوه اداره رامنځته کړه چې په پایله کې د سریلانکا د ښځو او ماشومانو په وزارت واوښته؛ همدارنګه یې د سریلانکا په کابینه کې له ځانه پرته لومړنۍ ښځینه وزیره وټاکله. د بندارانایکه د واکمنۍ دوره په ملي کچه د ناکافي اقتصادي ودې له مخې ځانګړې کېږي. نوموړې له هېواده بهر د ناپیلو هېوادونو ترمنځ د مذاکره کوونکې په توګه مهم رول درلود.

د ۱۹۹۷ زکال په ټاکنو کې د جونیوس ریچارډ جایواردنه پر وړاندې له ماتې خوړلو او همدارنګه د UNP د حکومت له خوا د دیموکراتیکو حقونو په راکمولو سره بندارنایکه په ۱۹۸۰ زکال کې له خپلو مدني حقونو بې برخې شوه او د واکمنۍ پر مهال یې د واک څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په تور د اوو کلونو لپاره له سیاسي فعالیت منع کړه او اجازه یې ورنکړه د نوي ولسمشریز نظام د ۱۹۸۲ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي. نوي دولت په پیل کې کورني اقتصاد ته وده وکړه خو وه یې نه شو کولای ټولنیزې ستونزې هوارې کړي او هېواد یې له تامیل ملیشه ډلو سره په اوږد مهاله کورنۍ جګړه کې ښکېل کړ چې د کلونو لپاره دغو تاوتریخوالو دوام وموند او هغه مهال یې لا زور واخیست چې د هند سوله ساتو ځواکونو ته د مداخلې اجازه ورکړل شوه. خو کله چې په ۱۹۸۶ زکال کې د یو عمومي شخصیت په توګه بندارانایکه ته بیرته اجازه ورکړل شوه سیاست ته مخه کړي د هند له مداخلې سره یې مخالفت وکړ او هغه یې د سریلانکا د ملي حاکمیت تر پښو لاندې کوونکی ګام وباله.

نوموړې وروسته له هغه چې د ۱۹۸۸ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د UNP د نوي مشر راناسینګ پرماداسا پر وړاندې ماتې وخوړه خپل ګوند یې چې په کورنۍ جګړه کې یې د تامیل وګړو پر وړاندې له جوړښت غوښتونکو کړنلارو ملاتړ کاوه او مرکز پلوو سیاستونو ته یې مخه کړې وه له ۱۲ کلونو وروسته یې په لومړیو پارلماني ټاکنو کې په پښو ودراوه او د دویم ځل لپاره یې له ۱۹۸۹ زکال څخه تر ۱۹۹۴ زکال پورې د اپوزیسیون د مشرې په توګه خدمت وکړ. هغه مهال چې لور یې د هغې پر ځای د ګوند مشره شوه د ۱۹۹۴ زکال ولسمشریزې ټاکنې یې وګټلې او بندارانایکه د دریم ځل لپاره د لومړي وزارت څوکۍ ته ورسېده؛ نوموړې په ۲۰۰۰ زکال د خپل تقاعد تر مهاله په دغه څوکۍ کار وکړ او له تقاعد دوه میاشتې وروسته مړه شوه.

سیاسي ژوند

[سمول]

بندارانایکه د ۱۹۶۰ زکال په مۍ میاشت کې د آزادۍ ګوند د اجرایوي کمېټې د رایو په اکثریت د ګوند د مشرې په توګه وټاکل شوه، په داسې حال چې لا یې د جولای میاشتې په ټاکنو کې د خپلې نوماندنۍ پرېکړه نه وه کړې. هغې له کمونیستانو او تروتسکېستانو سره له خپلو پخوانیو ګوندي اړیکو څخه په انکار د جون تر لومړیو پورې په دې ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل مېړه سیاستونه به مخته وړي – په ځانګړې توګه دا چې جمهوریت به جوړوي، داسې قانون به تصویب کوي چې سینهالي به د هېواد رسمي ژبه کوي او په حکومت کې به د بودېزم غلبه په رسمیت پېژني له دې سره چې د تامیل وګړو له خوا د هغوی خپله ژبه او هندو باوري وزغمي. [۲][۳][۴][۵]

په داسې حال کې چې له پېړیو راهیسې په دغه هېواد کې تامیل وګړو شتون درلود خو ډېری ملکیت لرونکي تامیل وګړي د انګلیسي چارواکو له خوا له هند څخه سیلان ته د کرنیزو چارو ترسره کولو په موخه راوستل شوي و. ګڼ شېر سیلاني وګړو هغوی ته د لنډ مهالو کډوالو په سترګه کتل، په داسې حال کې چې دوی د نسلونو لپاره دلته ژوند وکړ. د سیلان په خپلواکۍ سره د ۱۹۴۸ زکال د تابعیت قانون ټول هندي تامیل وګړي له تابعیت محروم او هغوی یې بې تابعیته کړل. د بې تابعیته تامیل وګړو پر وړاندې د S.W.R.D سیاستونه معتدل و؛ یو شمېر ته یې تابعیت ورکړ او ځینو مولدو کارګرانو ته یې اجازه ورکړه څو دلته پاتې شي. د هغه ځای ناستی دادلی سنانایکه لومړنی کس و چې دوی ته یې د اجباري وتو امر ورکړ. بندارانایکه ټول هېواد ته سفر وکړ، احساسي ویناوې یې کولې او ځان یې د خپل مړ شوي مېړه سیاستونو ته ژمن باله آن ځینې مهال به یې ورسره ژړل. د هغې د دغه ډول چارو له امله مخالفینو یې ورباندې د «ژړېدونکې کونډې» نوم کېښود. [۴][۶][۷][۸][۹]

مړینه

[سمول]

بندارانایکه د ۲۰۰۰ زکال د اکتوبر په ۱۰ مه هغه مهال چې په کولمبو کې خپل کور ته په لار وه په کاداواتا کې د زړه د سکتې له امله مړه شوه. نوموړې په هغو پارلماني ټاکنو کې چې همدغه ورځ ترسره کېدلې رایه ورکوله. سریلانکا دوه ورځې ملي ماتم اعلان کړ او دولتي راډیویي چینلونو خپل معمول پروګرامونه بند کړل او د تدفین د ویرجنو مرسیو په خپرولو یې پیل وکړ. [۷][۱۰][۱۱][۱۲]

سرچينې

[سمول]
  1. The Economist 2000.
  2. Richardson 2005، مم. 171–173.
  3. The Times 1960b، م. 8.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ The Daily Telegraph 2000.
  5. The Times 1960a، م. 10.
  6. Kanapathipillai 2009، م. 74.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ BBC 2000b.
  8. Mahadevan 2002.
  9. Kanapathipillai 2009، مم. 62–63.
  10. Dugger 2000.
  11. Nakkawita 2010.
  12. Kirinde 2000.