سیرالیون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Flag بيرغ نښان
Location of  سیرالیون  (dark green)
Location of  سیرالیون  (dark green)
نخشه
موقعيت
Location of  سیرالیون  (dark green)
حکومت
 -  ولسمشر جولیوز مادال بیو
 -  مرستیال محمد جولده جالو
 -  لومړی وزیر داوید ج. فرانسز
 -  د ولسي جرګې رئیس عباس بوندو
 -  چیف جوستیک ډسکونډ باباتوند اډوارډ[۱]
Legislature ولسي جرګه
جوړښت
 -  له بریتانیا ۲۷ افریل ۱۹۶۱ 
 -  ولسمشریزه جوړیدل ۱۹ افریل ۱۹۷۱ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۷۱,۷۴۰ کيلومتر2 (۱۱۷th)
۲۷,۶۹۹ sq mi 
 -  اوبه (%) ۱.۱
د وګړو شمېر
 -  ۲۰۱۵ census ۸,۰۵۹,۱۵۵[۲] (۱۰۲nd)
 -  ګڼه ګونه ۱۱۲/km2 (۱۱۴tha)
۲۹۱/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۸ اټکل
 -  ټولټال $۱۲.۱۷۷ بیلیونه[۳] 
 -  پر کس $۱,۶۰۸[۳] 
GDP (nominal) ۲۰۱۸ اټکل
 -  ټولټال $۳.۸۲۴ بیلیونه[۳] (۱۵۵th)
 -  پر کس $۵۰۵[۳] 
Gini (۲۰۱۸) ۳۵.۷ 
بشري پرمختيا (۲۰۱۹) ۰.۴۵۲ (۱۸۲nd)
د وخت سيمه (UTC )
د موټر چلولو لوری ښویb
د انټرنټ مخکښ شپول .sl
پيل ګڼ +۲۳۲

سېرالیون چې رسمي نوم یې د سېرالیون جمهوریت دی په لویدیځې افریقا کې پروت هیواد دی. د سرالیون پلازمینه فری ټاون او رسمي ژبه انګلیسي ده یاد هیواد ۷۴۰'۷۱ کیلومتره مربع مساحت او ۷۷۴'۲۹۴'۶ میلیونه وګړي لري. د سیرالیون لیون SSL د یاد هیواد د پیسو واحد دی، سرالیون په ۲۷ د افریل ۱۹۶۱م کال له بریتانیا خپل واکی ترلاسه کړه.

سیرالیون، په رسمي ډول د سیرالیون جمهوریت، په غیر رسمي ډول سیلون، د لویدیځې افریقا په سویل لویدیځ ساحل کې یو هېواد. دا هېواد له سویل ختیځ لوري له لایبیریا سره ګډه پوله لري او ګیني د دې هېواد شمالي نیمه برخه چاپېره کوي کوي. سیرالیون استوایی اقلیم لري چې متنوع چاپیریال له چمن ځایونو څخه نیولې تر باراني ځنګلونو پورې سیمې لري، ټول مساحت یې ۷۱۷۴۰ کیلومتر مربع (۲۷۶۹۹ مایل مربع) دی او د ۲۰۱۵ ز کال د سرشمیرنې پر بنسټ ۷۰۹۲۱۱۳ وګړي لري. پلازمېنه او لوی ښار یې فریټاون دی. دا هېواد په پنځو اداري سیمو وېشل شوی دی چې په شپاړسو ولسوالیو وېشل شوي دي.سیرالیون د اساسي قانون یو جمهوریت دی چې یو مجلسه پارلمان لري او مستقیم ټاکل شوی ولسمشر ډېر تر ډېره  د دوو پنځه کلنو دورو لپاره خدمت کوي. اوسنی ولسمشر یې جولیوس مادا بایو دی. سیرالیون یو سیکولر هېواد دی چې اساسي قانون یې د دولت او دین د جلا کولو او د فکري ازادي (چې د فکر او دین ازادي پکې ګډون لری) وړاندې کوي. د نفوس دری پر څلورمه برخه مسلمانان دي، که څه هم د پاوړ مسیحي لږکي هم لري. د لویدیځې افریقا په ملتونو کې دیني زغم خورا لوړ دی او په عمومي ډول د سیرالیون د کلتوري هویت یوه برخه او اصل ګڼل کېږي. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

سیرالیون چې د زرګونو کلونو په اوږدو کې اوستوګنځای دی، خو د چې نن ورځ هېواد او سرحدونه او پولې یې د بریتانوي حاکم له لوري په دوه پړاوونو کې وټاکل شوې: لومړی، په ۱۸۰۸ کال کې د ساحلي سیرالیون مستعمره (د غلامۍ له پای وروسته د افریقایانو د راستنیدو لپاره)؛ دوهم، په ۱۸۹۶ کال کې د داخلي خودیتوب (تحت الحمایه) په وخت کې (لکه څنګه چې حاکم د ۱۸۸۴ – ۱۸۸۵ ز کلونو د برلین د کنفرانس له پایلو وروسته په هېواد کې د لا زیاتو واکمنیو رامنځ ته کېدو ته اړتیا درلوده). له همدې امله، دا هېواد په رسمي توګه د "سیرالیون مستعمېرې او تحت الحمایه" یا په ساده ډول د بریتانوي سیرا لیون په نوم یادېده. سیرالیون د ۱۹۶۱ ز کال د اپریل په ۲۷ له انګلستان څخه خپلواکي ترلاسه کړه او په همدې ورځ د مشترک المنافع هېودونو غړی شو او د هېواد نوم د سیرالیون په واکمنۍ بدل شو. ښاغلی میلټن مارګای د سیرا لیون لومړی وزیر شو.[۱۳][۱۴][۱۵]

له خپلواکۍ وروسته د څو لسیزو په اوږدو کې، سیرالیون د سیاسي فعالیتونو، بدلونونو، ګډوډۍ، بشري او ټولنیز-اقتصادي ناورینونو د زیاتوالي شاهد و. د ۱۹۶۱ز کال د می په ۲۷ نیټه دې هېواد د یوه خپلواک هېواد په توګه لومړي ټولټاکنې تر سره کړې. د مارګي د سیرا لیون خلق ګوند (SLPP) په پارلماني څوکیو کې اکثریت وګټې او نوموړی یو ځل بیا لومړی وزیر شو. په ۱۹۱۷ ز کال کې نوی اساسي قانون تصویب شو، چې د سیرالیون جمهوریت ته یې لاره هواره کړه، او سیاکا سټیونز، د ټولو خلکو کانګرس ګوند (APC) مشر، د سیرا لیون جمهوریت لومړی اجرایوي ولسمشر شو. سټیونز د حکومت د یو ګوندي نظام تر سیوري لاندې چې د ۱۹۸۷ ز کال د جنجالي اساسي قانون پر بنسټ چمتو شوی و، د ۱۴ کلونو لپاره (تر ۱۹۸۵ ز کال پورې) دا چوکۍ په واک کې درلوده. خو د سټیونز ټاکل شوی ځای ناستی جوزف سیدو مومو ژمنه وکړه چې هېواد به څو ګوندي نظام ته راولي. په ۱۹۹۱ ز کال کې نوی اساسي قانون تصویب شو چې د څو ګوندونو ډیموکراسۍ لپاره یې لاره هواره کړه. په همدې کال کې وحشي کورنۍ جګړه پیل شوه چې د ۱۱ کلونو په اوږدو کې یې په هر هغه څه باندې چې سیرا لیون یې د یو ملت په توګه تعریف کړی و، ویجاړونکو اغېزې وکړې. د جګړې له پیلېدو یوازې یو کال وروسته (په ۱۹۹۲ ز کال کې)، ولسمشر مومو د سیرالیون د اردو د کپتان ویلنټاین سټراسیر په مشرۍ کودتا کې له واکه لرې شو. سټراسیر وروسته د اردو د خپل  همکار او د دوهم لوړپوړي قوماندان جولیوس مادا بایو له لوري  "وشړل" شو، ځکه ملکي واکمنۍ ته د ګړندي لېږد په ژمنې کې پاتې راغئ. بایو به بیا په ۱۹۹۶ ز کال کې د عمومي ټاکنو له لارې هېواد بیرته یو دیموکراتیک جمهوریت ته راوست.  [۱۶][۱۷]

سره له دې چې د ۱۹۶۶ ز کال په پیل کې هېواد له یوې وحشي کورنۍ جګړې تېرېده، د څو ګوندي ډیموکراسۍ ته د بېرته راستنېدو احتمال د سیرالیونیانو د اکثریت ترمنځ نوې هیلې او لویې تمې راوړي، لکه څنګه چې ملي بحث "له ټاکنو وړاندې سوله – له سولې وړاندې ټاکنې" یوه توده موضوع شوه. بالآخره "له سولې مخکې ټاکنې" مناظره وګټله. احمد تیجان کابه د ۱۹۹۶ ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د سیرالیون لومړنی څو ګوندي ډیموکراتیک منتخب ولسمشر شو. له هغه وخت راهیسې، د ټولټاکنو له لارې ولسمشرۍ د ځایناستي لپاره آسانه لاره را منځ ته شوه. په ۱۹۹۷ ز کال کې د سیرالیون د پوځ مشر جاني پاول کوروما تر مشرۍ لاندې یوې لنډې کودتا کبا له واکه لرې کړ، چې ګیني ته په جلاوطنۍ لاړ. نوموړی نهه میاشتې وروسته د لوېدیځې افریقا د هېوادنونو د اقتصادي ټولنې د څارونکې ډلې (ECOMOG) له لوري د نظامي لاس وهنې له لارې بېرته راستون شو. د کابه ولسمشرۍ د نوي سیرا لیون پیل په نښه کړ، چې په ۲۰۰۲ ز کال کې د کورنۍ جګړې پای، د ملي یووالي او پخلاینې پیاوړتیا، په حکومت باور، سولې او ثبات، د ډیری هېوادونو سره د اړیکو ښه والی، او د بریتانیا د ځانګړې مرستې او روزنې پر مټ د سیرالیون د وسله وال ځواک بېرته رغېدلو ګډون درلود.  [۱۸][۱۹]

په سیرالیون کې نږدې ۱۸ قومونه اوسېږي؛ دوه لویې او خورا اغیزمنې ډلې د تیمني او مینډي وګړي دي. د هېواد نږدې ۲٪ کریول وګړي دي، چې د آزاد شوو افریقی امریکایی او لویدیځ هند غلامانو اولاده ده. انګلیسي رسمي ژبه ده چې په ښوونځیو او دولتي ادارو کې کارول کېږي. کریو په سیرا لیون کې په پراخه کچه تکلم کېږي چې د هېواد ۹۷٪ وګړي پې خبرې کوي. سیرالیون د طبیعي زیرمو، په ځانګړې توګه د الماسو، سرو زرو، بکسایت او المونیم، بډایه هېواد دی. دا هېواد د ملګرو ملتونو، افریقایي ټولنې، د لویدیځې افریقا د هېوادونو د اقتصادي ټولنې (ECOWAS)، د مانو د سیند ټولنې، د مشترک المنافع هېوادونو، د پیسو د نړوال صندوق سازمان یا IMF، د نړیوال بانک، د سوداګرۍ د نړوال سازمان یا WTO، د افریقا د پراختیايي بانک او د اسلامي همکاریو د سازمان غړیتوب لري. سیرا لیون د افریقا سویلي صحرا لومړی لوېدیځ-دوده پوهنتون کوربه دی، چې د فورا بې کالج دی (چې په ۱۸۲۷ کال کې تاسیس شو).  [۲۰]

ایداري وېش

د سیرالیون کوچینی هیواد له سیاسي جغرافیې له مخې په ۱۳ ولایتو ویشل شوی دی.

جغرافیه

اقتصاد

کلتور

تاریخ

  1. Thomas, Abdul Rashid (22 December 2018). "Sierra Leone parliament approves new Chief Justice". Sierra Leone Telegraph. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Sierra Leone Population". World O Meter. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ "Sierra Leone". د پیسو نړیوال صندق. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Wells, John C. (2008), Longman Pronunciation Dictionary (الطبعة 3rd), Longman, د کتاب نړيواله کره شمېره 9781405881180 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. کينډۍ:Cite Merriam-Webster
  6. Salone Definition الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Encarta Encyclopedia "Sierra Leone (country)"..   Archived 28 February 2008 at the Wayback Machine.
  8. "Sierra Leone 2015 Population and Housing Census National Analytical Report" (PDF). Statistics Sierra Leone. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "National Electoral Commission – Press Release" (PDF). 6 September 2017. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۴ نومبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. . Sierra Leone unveils new geographical map. Africa Review.
  11. OFFICE OF INTERNATIONAL RELIGIOUS FREEDOM (May 12, 2021) 2020 Report on International Religious Freedom: Sierra Leone. U.S. Department of State. Retrieved October 25, 2021.
  12. United Nations (5 July, 2913) Inter-religious cooperation can be vital asset for rebuilding Sierra Leone – UN expert. Archived. Retrieved October 26, 2921.
  13. Hargreaves, J. D.(December 20, 2011) The Establishment of the Sierra Leone Protectorate and the Insurrection of 1898. Cambridge Historical Journal vol 12(1). Retrieved on 26 October 2021.
  14. UNITED NATIONS INTEGRATED PEACEBUILDING OFFICE IN SIERRA LEONE. ABOUT SIERRA LEONE: HISTORY. Archived. Retrieved October 26, 2021.
  15. Humphrey J. Fisher (1969) Elections and Coups in Sierra Leone, 1967. The Journal of Modern African Studies Vol. 7, No. 4 (Dec., 1969), pp. 611-636 (26 pages) Published By: Cambridge University Press. Archived. Retrieved on October 22, 2021.
  16. M’cleod, Herbert and Ganson, Brian (2017) The underlying causes of fragility and instability in Sierra Leone. LSE-Oxford Commission on State Fragility, Growth and Development. International Growth Centre Archived. Retrieved 22 October 2o21.
  17. Kandeh, J.D. (September, 1998) Transition without Rupture: Sierra Leone's Transfer Election of 1996. African Studies Review Flight. 41, No. 2 (Sep., 1998), pp. 91-111. Cambridge University Press. Archived. Retrieved October 25, 2021.
  18. University of Central Arkansas. 41. Sierra Leone (1961-Present). Archived. Retrieved 22 October 2021.
  19. Davis, Dickie (20 November 2017) The British Experience in Africa and Oman Archived 2023-05-31 at the Wayback Machine.. The Journal of Complex Operations. National Defense University. Archived Archived 2023-05-31 at the Wayback Machine.. Retrieved October 29, 2021
  20. Nwauwa, Apollos O. (2003) Book review: "The Athens of West Africa: A History of International Education at Fourah Bay College, Freetown, Sierra Leone by Daniel J. Paracka Jr. New York: Routledge". Comparative Education Review, Vol 49(4). Archived. Retrieved 29 October 2021