سید احمد خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ښاغلی سید احمد خان (زوکړه: د ۱۸۱۷ زکال د اکتوبر ۱۷مه – مړینه: د ۱۸۹۸ زکال د مارچ ۲۷مه) هندي مسلمان اصلاح غوښتونکی، فیلسوف او د ۱۹مې پېړۍ پر مهال په بریتانوي هند کې د ښوونې او روزنې متخصص و. په داسې حال کې چې نوموړي په پیل کې د هندوانو او مسلمانانو له یووالي ملاتړ وکړ، خو وروسته په هند کې د مسلمانانو د ملت پالنې په مخکښ کس واوښت چې په پراخه کچه د دوه ملیت توب د نظریې پلار ګڼل کېږي، هغه نظریه چې د پاکستاني خوځښت بنسټ یې جوړ کړ. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سید احمد په ۱۸۳۸ زکال کې د ختیځ هند له شرکت سره دنده واخیسته او په ۱۸۶۷ زکال کې د کوچنیو قضایاوو په محکمه کې د قاضي په توګه په کار بوخت شو چې بیا په ۱۸۷۶ زکال کې تقاعد شو. په ۱۸۵۷ زکال کې نوموړی د هندي خیانت یا د هند د پاڅون پر مهال بریتانوي راج ته وفاداره پاتې شو او د اروپايي وګړو د ژوند ژغورنې له امله یې شهرت وموند. له پاڅون وروسته نوموړي د هندي پاڅون د لاملونو تر عنوان لاندې رساله ولیکله؛ په دغه رساله کې یې په بېلابېلو بریتانوي سیاستونو باندې په زړوره توګه نقد ولیکه او دغه سیاستونه یې د پاڅون لامل وبلل. سید احمد باور درلود چې د مسلمانانو راتلونکې د هغوی د سخت دریځي او ارتدوکس لیدلوري له امله له ګواښ سره مخ ده؛ نوموړي په لویدیځ سبک باندې د زده کړو د ترویج په موخه معاصر ښوونځي او ژورنالونه تاسیس کړل او همدارنګه یې د اسلامي شرکتونو په تنظیم لاس پورې کړ. [۱۴]

سید په ۱۸۵۹ زکال کې په مراد آباد کې د ګلشن په نامه ښوونځی، په ۱۸۶۳ زکال کې په غازي پور کې ویکټوریا ښوونځی او همدغه کال یې د مسلمانانو علمي ټولنه تاسیس کړه. نوموړي په ۱۸۷۵ زکال کې محمدن اینګلو اورینټل کالج تاسیس کړ چې په سویلي آسیا کې لومړنی اسلامي پوهنتون و. نوموړي د خپل کاري ژوند پر مهال څو ځله مسلمانان د بریتانوي راج وفادارانه خدمت ته راوبلل او همدارنګه یې د دې چارې ترویج ته کار وکړ چې اردو ژبه د ټولو هندي مسلمانانو ژبه واوسي. سید د هند په ملي کانګرس ګوند باندې نیوکې کولې. [۱۵][۱۶][۱۷]

سید د پاکستان او هند په مسلمانانو باندې پیاوړي اغېز له ځانه پرېښی. نوموړی د پاکستاني خوځښت او د علامه اقبال په ګډون د هغو د فعالینو د الهام سرچینه و. د اسلام له عقل پالونکي دود څخه د نوموړي ملاتړ او همدارنګه له علم او معاصر ژوند سره د همغږي کولو په موخه له قران څخه د هغه پراخ او راډیکال تفسیر په اسلامي نړۍ کې د اصلاحاتو پر بهیرونو پام وړ اغېز لرلی. په پاکستان کې ګڼ شمېر پوهنتونونه او دولتي ودانۍ د هغه په نوم نومول شوې دي. د علیګړ اسلامي پوهنتون د ۲۰۱۷ زکال د اکتوبر په اوولسمه د هغه د زیږون ۲۰۰ کلیزه پر ډیر شور او ځوږ ولمانځله. د دغو مراسمو اصلي مېلمه د هند پخوانی ولسمشر پرناب موکرجي و. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

زده کړې[سمول]

سید خپلې لومړنۍ زده کړې په ۱۸۲۲ زکال کې د خپل پلار له معنوي لارښود شاه غلام علي څخه پیل کړې. هغه قران کریم له یوې ښځینه خصوصي ښوونکې څخه زده کړ. نوموړي مسلمانو اشرافو ته اړوندې سنتي زده کړې په ډهلي کې وکړې. له دې وروسته نوموړی د خپلو نیکونو کور ته څېرمه د مخکښ عالم مولوي حمید الدین له خوا مخته وړونکي ښوونځي ته ولاړ او هلته یې د فارسي او عربي ژبو په زده کړې پیل وکړ. هغه د صحبايي، ذوق او غالب په څېر د مسلمانو پوهانو او لیکوالانو آثار لوستل. نورو شخصي ښوونکو نوموړي ته ریاضیات، ستور پوهنه او الجبر ور زده کړل. سربېره پر دې یې د حکیم غلام حیدرخان تر نظر لاندې څو کاله د طبابت زده کړې وکړې. سید د لامبو، نښې ویشتنې او نورو لوبو په برخه کې هم مهارت درلود. هغه د مغولو د دربار په کلتوري چارو کې فعاله ونډه لرله، د هغوی میلمستیاو او جشنونو ته به تله او د هغوی په غونډو کې به یې ګډون کاوه. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

کاري ژوند[سمول]

سید د مغولو په واکمنۍ کې د مخ پر زیاتوالي زوال په درک سره هوډ وکړ چې د ختیځ هند له شرکت سره کار ته مخه کړي. هغه نشو کولای په استعماري ملکي خدماتو کې شامل شي، ځکه له ۱۸۶۰مې لسیزې وروسته هندوانو ته د دغه شرکت په اډانه کې د کار اجازه ورکړل شوه. د هغه لومړنۍ دنده د ډهلي په صدر امین (د بریتانوي راج پر مهال هندي محکمې ته کارول کېدونکی نوم دی) دفتر کې د جنایي برخې د منشي (سرشته دار) په توګه وه او مسئولیت یې درلود د محکمې چارې ثبت او مدیریت کړي. د ۱۸۳۹ زکال په فبروري میاشت کې نوموړی اګرې ته تبدیل شو او د کمېشنر په دفتر کې نایب منشي یا مرستیال لوستونکی وټاکل شو. په ۱۸۴۱ زکال کې نوموړی د فتح پور سیکري منصف یا ټیټ پوړی قاضي وټاکل شو چې بیا په ۱۸۴۶ زکال کې له دغه ځایه ډهلي ته تبدیل شو. نوموړی تر ۱۸۵۴ زکال پورې په ډهلي کې پاتې شو او یوازې دوه ځلې په ۱۸۵۰ او ۱۸۵۳ زکال کې د لنډ مهال لپاره په صدر امین کې د روتک ښار مسئول وټاکل شو. نوموړي په ۱۸۵۵ زکال کې د بیجنور د صدر امین د مشر په توګه ارتقا وکړه. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سید چې له لوړ رتبه بریتانوي چارواکو سره بلد و، د خپل خدمت پر مهال یې د بریتانیا د استعماري سیاستونو اړوند پام وړ اطلاعات ترلاسه کړل. د ۱۸۵۷ زکال د می په ۱۰مه نېټه د هندي پاڅون د پیل پر مهال نوموړي د بیجنور په دربار کې د ارزونې د لوړ پوړي مامور په توګه دنده ترسره کوله. هغه د بیجنور د انګلیسي افسرانو په خوا کې ودرېد او د پاڅون کوونکو ځواکونو څخه یې ګڼ شمېر انګلیسي افسران او د هغوی د کورنیو غړي وژغورل. په دغو نښتو کې پریمانه ملکي وګړي ووژل شول چې د ډهلي، اګرا، لکنهو او کانپور په څېر یې د مسلمانانو د قدرت پام وړ مراکز په شدت سره تر اغېز لاندې راغلل. هغه څو تنه خپلوان د دغه پاڅون پر مهال له لاسه ورکړل. هغه له دې سره چې وکولای شول خپله مور له دغو جنجالونو وژغوري، خو د هغو محرومیتونو له امله چې تجربه کړي یې و په میروت کې مړه شوه. [۳۵][۳۶]

نوموړي په ۱۸۵۸ زکال کې د مرادآباد لوړ پوړې څوکۍ یا سداروس سودار ترلاسه کړه او همدلته و چې هغه د هندي پاڅون تر عنوان لاندې په خپل مشهور ادبي اثر کار وکړ. نوموړی په ۱۸۶۲ زکال کې قاضي پور او بیا وروسته په ۱۸۶۴ زکال کې علیګړ ته تبدیل شو. په ۱۸۶۴ زکال کې بنارس ته ولېږل شو او هلته یې د کوچنیو قضایاوو د محکمې د مرستیال قاضي په توګه دنده ترلاسه کړه. [۳۷]

نوموړی د ۱۸۶۹ زکال په اپریل میاشت کې له خپلو زامنو سید محمود او سید حمید سره انګلستان ته ولاړ؛ هغوی په انګلستان کې د زده کړو بورس ترلاسه کړی و. [۳۸]

سید احمد په ۱۸۷۶ زکال کې له دولتي ماموریت څخه تقاعد شو او په علیګړ کې یې ژوندانه ته دوام ورکړ. نوموړی په ۱۸۷۸ زکال کې د سلطنتي مقننه شورا د اضافي غړي په توګه نوماند شو چې د ۱۸۷۸ زکال له جولای میاشتې څخه یې د ۱۸۸۰ زکال تر جولای میاشتې پورې په دغه ځایګي کار وکړ. نوموړی بیاځلي دغه ځایګي ته غوره شو او تر ۱۸۸۳ زکال پورې یې دلته کار ته دوام ورکړ. [۳۹][۴۰][۴۱]

سرچينې[سمول]

  1. Cyril Glasse (2001) The New Encyclopedia of Islam, Altamira Press
  2. Encyclopedia of Islam and the Muslim World, Thomson Gale (2004)
  3. "Ahmad Khan, Sayyid – Oxford Islamic Studies Online". www.oxfordislamicstudies.com (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ فبروري ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Misreading Sir Syed". The Indian Express (په انګلیسي ژبه کي). 17 October 2017. مؤرشف من الأصل في ۰۷ فبروري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 19 October 2011 باندې). Two-nation theory: Aligarh boys remember Sir Syed Ahmed Khan. The Express Tribune (newspaper).
  6. Two Nation Theory, History, Features and Impacts, StudyIQ, 3 July 2023 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Shirali, Aresh (10 August 2017). "The Enigma of Aligarh". Open Magazine. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 27 October 2014 باندې). Beacon in the dark: Father of the two-nation theory remembered. The Express Tribune (newspaper).
  9. Paracha, Nadeem F. (15 August 2016). "The forgotten future: Sir Syed and the birth of Muslim nationalism in South Asia". DAWN.COM (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Jinnah's two nation theory". The Nation (په انګلیسي ژبه کي). 27 February 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Sir Syed Ahmad Khan-Man with a Great Vision". www.irfi.org. مؤرشف من الأصل في ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 27 October 2014 باندې). Beacon in the dark: Father of the two-nation theory remembered. The Express Tribune (newspaper).
  13. (په 19 October 2011 باندې). Two-nation theory: Aligarh boys remember Sir Syed Ahmed Khan. The Express Tribune (newspaper).
  14. Cyril Glasse (2001) The New Encyclopedia of Islam, Altamira Press
  15. Grad, Prospect (2022-12-26). "Aligarh Muslim University". GradProspect.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Sir Syed Ahmad Khan | The greatest Muslim reformer and statesman of the 19th Century" (په انګلیسي ژبه کي). 1 June 2003. مؤرشف من الأصل في ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Ikram, S.S. Sir Sayyid Ahmad Khan: Muslim Scholar. Encyclopædia Britannica. مؤرشف من الأصل في ۰۵ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Why Sir Syed loses and Allama Iqbal wins in Pakistan – The Express Tribune" (په انګلیسي ژبه کي). 8 February 2013. مؤرشف من الأصل في ۰۱ جولای ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "'Commercialisation of Sir Syed's name': Court seeks input from city's top managers – The Express Tribune" (په انګلیسي ژبه کي). 1 February 2012. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اپرېل ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Sir Syed Day: Why October 17 Is Important For AMU And Its Alumni". NDTV. 17 October 2017. مؤرشف من الأصل في ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. . Mukherjee calls for research at AMU celebration. The New Indian Express.
  22. Kidwai 2020, p. 21
  23. Kidwai 2020, p. 22
  24. Kidwai 2010, p. 28
  25. Kidwai 2020, p. 23
  26. Nizami, p. 23
  27. Kidwai 2010, p. 29
  28. Kidwai 2020, p. 19
  29. Graham, p. 5
  30. Graham, p. 5
  31. Hali
  32. Graham, p. 6
  33. Nizami, p. 28
  34. Kidwai 2020, p. 33
  35. Kidwai 2020, p. 33
  36. Nizami, p. 34, 35
  37. Kidwai 2020, p. 34
  38. Graham, p. 64
  39. Graham, p. 169
  40. Kidwai 2020, p. 36
  41. Kidwai 2020, p. 35