سیالي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سیالي انګلیسي: Competition په بازارونو کې د سالمې سیالۍ هغه قانوين عمل او یا کړنې، چې د دوه او یا ډېرو سیالو کاروبارونو ترمنځ، چې یو شان توکي یا خدمتونه عرضه کوي او یا ورته تقاضا لري د یو بل په وړاندې یې ترسره کیږي لکه اعلانات، د تولید د کیفیت ښه کول، د قېمت راټیټول او داسې نور، چې د عین تولید لپاره وي او معمولا په دوه ډولونو سره ترسره کېږي، چې عبارت دي له:

  1. د څو سیالو کاروبارونو ترمنځ سیالي (Competition Among a Few)
  2. د ډېرو کاروبارونو ترمنځ سیالي (Competition Among Many).

د یادولو وړ ده، چې سیالي د اقتصاد له بنسټیزو مباحثو څخه ده او په بیلابیلو بڼو ترسترگو کېږي لکه د تولیدوونکو ترمنځ سیالي، د تقاضا کوونکو ترمنځ سیالي.

سرچینې[سمول]

  • د اقتصاد او تجارت اصطلاحات / پوهاند عبدالله عادل او امان الله ورین