سکندر لودي
![](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/8/88/Coin_of_Sikandar_Lodi.jpg/250px-Coin_of_Sikandar_Lodi.jpg)
سلطان سکندر خان لودي د هند د لودي ټولواکمنۍ يو افغان پاچا و. هغه د بهلول لودي زوى ، په ۱۴۸۹ ز کال کې زېږېدلى دى . وروسته له هغه نه چې بهلول لودي ارواښاد شو ، نو يې زوى سکندر لودي د ډيلي پر پلازمېنه کېناست . د هند د يوه نوي تاريخ په ۱۲۰ مخ کې داسې راغلي دي : سکندر لودي د هند په ټولو سلاطينو کې هوښيار ، پوه غوره ، زيارکښ او ښکلى سلطان وو . ده پخپله شعرونه ويل او پوهان يې پخپل ځان راټول کړي وو . له هرې خوا يې پوهان خللک وربلل او دوى يې هڅول ، چې کتابونه وليکي . د روعتيايي څېړنو مرکز يې جوړ کړى و ، چې نوم يې ورته (( مدينه الشفا )) اېښى وو . موسيقۍ ته يې ډېره پاملرنه وکړه ، نوي ((لارپي )) او اهنگونه يې جړ کړل ، چې د (( سکندر شاهي لهجه )) په نامه يادېدل . خلک د خپل استعداد له مخې په ادبياتو ، موسيقۍ ، حساب ، کېميا ، درمل او نورو صنايعو لپاره روزل کېدل . سکندر لودي همدا راز د مذاهبو ترمنځ د پوخلاينې لار غوره کړې وه . ده داسې يو نظام جوړ کړ ، چې د هر ډول عقېدې لپاره لار خلاصه وه . له پورتنيو توضيحاتو نه داسې څرگنديږي ، چې وروسته مغولي دولتونو دده سياست تعقيب کړى وي . قطب منار ، چې دده پر مهال بشپړ شوى ، د هند د لويو اديانو لکه اسلام او هندوتوب نښې لري . دده خپلواکي د ولس لپاره وه . ده ځان يو کلک مسلمان عادل معرفي کاوه . له نورو اديانو سره يې تعصب نه درلود . دده د واکمنۍ پر مهال ډېر خلک په اسلام شرف شول ، ځکه چې جبر او اکرا نه وه .
![](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/ps/thumb/a/a9/%D8%AF_%D8%B3%D9%84%D8%B7%D8%A7%D9%86_%D8%B3%DA%A9%D9%86%D8%AF%D8%B1_%D9%84%D9%88%D8%AF%D9%8A_%D8%AF_%D9%BE%D8%A7%DA%86%D9%87%DB%8D_%D8%AD%D8%AF%D9%88%D8%AF.jpg/220px-%D8%AF_%D8%B3%D9%84%D8%B7%D8%A7%D9%86_%D8%B3%DA%A9%D9%86%D8%AF%D8%B1_%D9%84%D9%88%D8%AF%D9%8A_%D8%AF_%D9%BE%D8%A7%DA%86%D9%87%DB%8D_%D8%AD%D8%AF%D9%88%D8%AF.jpg)
اخځونه
- قدرت الله حداد ( فرهاد )، د افغان ملي تاريخ ، ۲۴۱- ۲۴۲ مخونه ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا د مرکز د ۱۳۸۳ لمريز کال چاپ .