Jump to content

سپېس اېکس سټاربېس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سپېس اېکس سټاربېس
عامه معلومات
عمومي معلومات
ځای
Boca Chica (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اداري سیمه
هېواد
څښتن
نور اړين مالومات
برخې
جوړښت
بنسټګر
نور معلومات
کورډي‌نېشن
۲۵°۵۹′شمال ۹۷°۱۱′لويديځ / 25.99°شمال 97.19°لويديځ / 25.99; -97.19 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

سټاربېس د متحده ایالاتو د تکزاس په بوکاچیکا کې د سټارشېپ توغندیو د تولید او پراختیا په موخه فضايي اډه ده. د دغې اډې ودانیزې چارې د ۲۰۱۰مې لسیزې له وروستیو راهیسې د سپېس اېکس په نامه د امریکایي فضایي تولیدي شرکت له خوا روانې دي.

دغه اډه په دې موخه جوړیږي څو «د سپېکس اېکس لپاره انحصاري د توغوولو ځای واوسي او پر مټ یې یاد شرکت وکولای شي فضا ته د ستورمزلو توغندیو د لېږلو په برخه کې خپل مانیفېست (ارمان) پلی او د توغولو لپاره خپله کړکۍ ومومي». دغه اډه په پیل کې د فالکون ۹ او فالکون هېوي توغندیو د توغولو په موخه طراحي شوې وه چې لاندني مدار ته د لېږلو او بېرته د کارونې وړ توغندي دي. ورته مهال سپېس اېکس د ۲۰۱۸ زکال په لومړیو کې د خپلو پلانونو د بدلون وویل او څرګنده یې کړه چې دغه اډه به په انحصاري ډول فضا ته د توغندیو د راتلونکي نسل؛ سټارشېپ او سپېس اېکس د لېږلو په موخه کارول کېږي، همدا و چې له ۲۰۱۸ زکال څخه تر ۲۰۲۰ زکال پورې په دغه سایټ کې د توغندیو د تولید او ازموینې ظرفیت په پام وړ کچه لوړ شو. په ۲۰۱۴ زکال کې د سپېس اېکس عامل مدیر ایلان ماسک اعلان کړی و چې تمه لري «د تکزاس له سویل څخه سوداګریز او خصوصي ستورمزلي توغندي فضا ته ولېږي» او بالاخره له دغې اډې څخه مریخ ته توغندي وتوغووي. [۴][۵][۶][۷]

سپېس اېکس له ۲۰۱۲ زکال څخه تر ۲۰۱۴ زکال پورې په متحده ایالاتو کې د خپلو نویو سوداګري فضايي الوتنو لپاره د تاسیساتو جوړولو په موخه اووه غوره ځایونه په پام کې نیولي و. په ټولیزه توګه د مداري سفرونو په موخه له اوبو څخه د خوندي تېرېدنې لپاره ایډیال ځای ختیځ و چې تر ډېرې کچې یې د استوا کرښې ته د نږدې موقعیت لرلو له امله د توغندیو په سفر کې د ځمکې د څرخ له سرعت څخه ګټنه کولای شوه. په ډېری دغه مهال کې د یادې چارې په موخه تر ټولو پام وړ برخه د تکزاس براونزویل ته څېرمه په بوکاچیکا ساحل کې یوه ټوټه ځمکه وه؛ همدا و چې د متحده ایالاتو د هوايي چلن فدرال ادارې اوږدمهاله څېړنې وکړې څو په تکزاس کې د توغندیو د توغوولو د یوې اډې د جوړېدو چاپېریالي موارد واروزي. دغه ځای د توغندیو د توغولو لپاره غوره وبلل شو او په دغه موده کې سپېس اېکس هڅه وکړه دلته ځمکې وپېري؛ همدا و چې ۴۱ هکتاره (۱۷۰ زره متر مربع) ځمکه یې وپېرله او ۵۷ هکتاره (۲۳۰ زره مترمربع) نوره یې د ۲۰۱۴ زکال په جولای میاشت کې په کرایه ونیوله. دغه شرکت د ۲۰۱۴ زکال په اګست میاشت کې اعلان وکړ چې هغوی براونزویل ته څېرمه دغه سیمه د غیردولتي فضايي ماموریتونو لپاره غوره کړې؛ او د ۲۰۱۴ زکال په جولای میاشت کې یې د یادې سیمې وروستۍ چاپېرېالي ازموینې او اړوندې چاپېریالي هوکړې هم ترسره کړې. د سټارشېپ توغندي له لومړنۍ یو موټې بشپړې ازموینې وروسته دغه اډه د سپېس اېکس شرکت د توغوولو په فعال څلورم مرکز واوښته؛ په داسې حال کې چې نور درې یې د متحده ایالاتو څخه په اجاره نیولي دي. [۸]

سپېس اېکس د ۲۰۱۴ زکال په سپټمبر میاشت کې د خپل دغه نوي فضايي مرکز د بنسټ اېښودنې غونډه جوړه کړه او د هغو د سطحې په چمتووالي باندې یې د ۲۰۱۵ زکال په اکتوبر میاشت کې په کار پیل وکړ. لومړنی کشف کوونکی انتن یې په کې د ۲۰۱۶ زکال په اګست میاشت کې نصب کړ او د ۲۰۱۸ زکال په جولای میاشت کې یې ورته د سون توکو لومړنۍ زخیره راوړه. د ۲۰۱۸ زکال په وروستیو کې یې پراختیايي چارو زور واخیست؛ په دغه موده کې یاده اډه د سټروپر په نامه د ۹ متره قطر لرونکي (۳۰ فوټه) توغندي د جوړوله شاهده وه او د ۲۰۱۹ زکال له مارچ میاشتې څخه تر اګست میاشتې پورې یې د ازموینې او توغوولو چارې ترسره شوې. د ۲۰۲۳ زکال تر وروستیو پورې په دغه مرکز کې ۲۱۰۰ بشپړ مهالي کارکوونکي په کار بوخت و چې شمېر یې د زیاتوالي په حال کې دی. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

تاریخچه[سمول]

د سپېس اېکس او د متحده ایالاتو د دولت ترمنځ د ستورمزلو توغندیو د توغوولو د یو خصوصي مرکز د جوړولو اړوند خبرې اترې د ۲۰۱۱ زکال په لومړیو کې په خصوصي بڼه پیل شوې. ورته مهال د سپېس اېکس اجرایوي مشر ایلان ماسک هم د ۲۰۱۱ زکال په سپټمبر میاشت کې د خپلو سوداګریزو فضایي الوتنو لپاره د یو شخصي فضايي مرکز د لرلو اړوند لېوالتیا وښوده. دغه شرکت د ۲۰۱۴ زکال په اګست میاشت کې اعلان وکړ چې د دغې چارې لپاره یې تکزاس خوښ کړی هماغه ډول یې چې بیا په سویلي تکزاس کې یاد فضايي مرکز تاسیس کړ. د دغه اډې د خاورې په تنظیم باندې یې په ۲۰۱۵ زکال او په هغو کې یې د تاسیساتو په جوړولو باندې په ۲۰۱۸ زکال کې لاس پورې کړ؛ همدا و چې له ۲۰۱۹ زکال راوروسته په دغه فضايي مرکز کې د توغندیو د ماشینونو ازمیښتي چارې او ازمایښتي الوتنې پیل شوې. [۱۸][۱۹]

د ځای ټاکنه او چاپېریالي ارزونې[سمول]

د ۲۰۰۷ زکال د اپرېل میاشتې په لومړیو کې، لږ تر لږه پنځه پام وړ ځایونه د دغه نوي خصوصي فضايي مرکز د جوړولو لپاره په پام کې نیول شوي و، په دغو کې په الاسکا، کالیفورنیا، فلوریډا، تکزاس او ویرجینیا کې سایټونه شامل و. د ۲۰۱۲ زکال په سپټمبر میاشت کې څرګنده شوه چې د جورجیا ایالت او پورټوریکو هم لېوالتیا لري سپېس اېکس ته اړوند دغه سوداګریز فضایي تاسیسات یې په اړوندو سیمو کې جوړ شي. په جورجیا کې د کمډن ښارګوټي د ګډې پراختیا ادارې د ۲۰۱۲ زکال په نومبر میاشت کې د رایو په اکثریت څرګنده کړه چې فضا ته د ستورمزلو توغندیو د لېږلو په برخه کې د مرستې په موخه د آرام سمندر په یو ساحلي سایټ کې د «فضايي تاسیساتو په پراختیایي څېړنیزو» چارو کې مرسته کوي. په پورټوریکو کې بیا د دغې چارې په موخه پام وړ ځای د سمندري ځواکونو روزولټ روډز پخوانۍ اډه وه. د ۲۰۱۲ زکال تر سپټمبر میاشتې پورې سپېس اېکس د خپل نوي سوداګریز فضايي مرکز د جوړولو په موخه په متحده ایالاتو کې اووه بالقوه ځایونه وارزول. له دغو چارو راوروسته د دغو نوو تاسیساتو لپاره د تکزاس براونزویل ته څېرمه په بوکاچیکا ساحل کې یوه ټوټه ځمکه غوره کړای شوه. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د ۲۰۱۳ زکال له لومړیو څخه نور نو تکزاس د سپېس اېکس د نوې فضايي اډې د جوړولو لپاره په اصلي ځای واوښت، په داسې حال کې چې فلوریډا، جورجیا او نور ځایونه هم لا د دغې موضوع اړوند د سیالۍ په کتار کې ولاړ وو. سربېره پر دې د تکزاس ایالت داسې یو قانون وړاندې کړ چې د توغندي توغوولو پر مهال یې د لنډ مهال لپاره د نږدې ایالتي سواحلو د تړلو اجازه ورکوله څو د توغندي توغوولو پر مهال اخلال کم او د توغوولو د چارو پر وړاندې ګواښونه کم کړي؛ ورته مهال یې یو لړ اسانتیاوې رامنځته کړې څو سپېس اېکس شرکت په دغه ځای کې د خپلو تاسیساتو جوړولو ته لا زیات وهڅوي. د ۲۰۱۳ زکال اقتصادي پخلي وښوده چې سپېس اېکس په دغه ځای کې په ودانیزو او پراختیايي چارو شاوخوا ۱۰۰ میلیون ډالر پانګونه کوي؛ سربېره پر دې د تکزاس قانون جوړونکو هم د دغه ځای لپاره یوه ۱۵ میلیون ډالري تشویقي کڅوړه تصویب کړه. [۲۵][۲۶][۲۷]

د ۲۰۱۳ زکال په سپټمبر میاشت کې د تکزاس ایالت د ځمکو عمومي ادارې او کامرون کونټي یوه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې یې په راتلونکي کې د سپېس اېکس له فضايي پروګرام څخه د ملاتړ په موخه د سواحلو د تړلو ډول روښانه شو. د دغې هوکړې موخه په کامرون ښارګوټي کې اقتصادي پراختیا او د تکزاس ایالت سواحلو ته د عامه لاسرسي د حق خوندیتوب و. په ۲۰۱۳ زکال کې د تکزاس ایالت د پلان له مخې د سواحلو د تړل کېدو چارې جواز وموند، خو هر ځل تړل کېدو نه باید له ۱۵ ساعتونو څخه تجاوز کړی وای؛ ورته مهال یې د مموریال ورځې له شنبې څخه د کارګرانو تر ورځې پورې یوازې دریو پلان شوو فضايي الوتنو ته اجازه ورکوله او یوازې په هغه حالت کې یې بیا نور فعالیت کولای شو چې د ځمکې د ادارې تائید به یې درلود. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

په ۲۰۱۹ زکال کې د هوايي چلن فدرال ادارې د تکزاس په سویل کې د سپېس اېکس د تاسیساتو نوې ارزونه ترسره کړه؛ دغه ارزونه د یوې سوداګریزې اډې پر ځای د فضايي بېړیو د تولید ځای، د توغندیو د ازموینځای او همدارنګه د بېلابېلو توغندیو – د سپېس اېکس سټارشېپ او پروټوټایپ نقلیه وسایط – د توغوولو د مرکز په توګه ترسره شوه؛ هغه مرکز چې د ۲۰۱۴ زکال پر مهال په پخوانۍ ارزونه کې یې د فالکون ۹ او فالکون هېوي د توغوولو چاپېریالي اغېزې ارزول شوې وې. د ۲۰۱۹ زکال په مۍ او اګست میاشتو کې یادې ادارې یو لیکلی راپور خپور کړ او څرګنده یې کړه چې د چاپېریالي اغېزو کوم بشپړ راپور ته اړتیا شتون نه لري. د ۲۰۲۱ زکال په می میاشت کې د هوايي چلن ادارې د بوکوچیکا په فضايي مرکز کې د سپېس اېکس د سټارشېپ/سوپر هېوي توغندیو د عملیاتي چارو د چاپېریالي ارزونې اړوند د خپلې ویب پاڼې د تکراري پوښتنو په برخو کې لیکنه وکړه. [۴۰]

سرچينې[سمول]

  1. Reference URL: https://www.texasmonthly.com/news-politics/elon-musk-boca-chica-starbase-texas.
  2. Reference URL: https://www.youtube.com/watch?v=-1wcilQ58hI&t=1780s.
  3. Reference URL: https://www.businessinsider.com/elon-musk-starbase-city-spacex-texas-launch-site-2021-3.
  4. Nield, George C.; et al. (Office of Commercial Space Transportation) (April 2014). "Volume I, Executive Summary and Chapters 1–14" (PDF). Draft Environmental Impact Statement: SpaceX Texas Launch Site (Report). Federal Aviation Administration. HQ-0092-K2. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Gleeson, James; Musk, Elon; et al. (10 May 2018). "Block 5 Phone Presser". GitHubGist. خونديځ د اصلي څخه ۰۶ اگسټ ۲۰۱۸. لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۱۸. Our South Texas launch site will be dedicated to BFR, because we get enough capacity with two launch complexes at Cape Canaveral and one at Vandenberg to handle all of the Falcon 9 and Falcon Heavy missions. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. (په 22 September 2014 باندې). SpaceX Breaks Ground on Texas Spaceport. SpaceNews.
  7. (په 27 September 2014 باندې). SpaceX chief: Commercial launch sites necessary step to Mars. Brownsville Herald.
  8. (په 4 August 2014 باندې). Texas, SpaceX announce spaceport deal near Brownsville. Houston Chronicle
  9. (په 22 September 2014 باندې). SpaceX breaks ground at Boca Chica beach. Brownsville Herald.
  10. (په 22 September 2014 باندې). SpaceX Breaks Ground on Texas Spaceport. SpaceNews.
  11. (په 22 October 2015 باندې). Soil headed to Boca Chica for SpaceX. Valley Morning Star.
  12. (په 18 January 2016 باندې). Foundation Problems Delay SpaceX Launch. KRGV.com/5news.
  13. (په 13 December 2023 باندې). Starbase general manager discusses future plans at invite-only Brownsville event. MyRGV.com.
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. (په 2023-11-29 باندې). Spectators of SpaceX rocket may be damaging critical bird habitats in Texas, regulators say.
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. (په 12 February 2014 باندې). Texas tries to woo SpaceX on launches.
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. (په 3 April 2013 باندې). Proposed Shiloh launch complex at KSC debated in Volusia.
  21. (په 16 April 2012 باندې). [{{{url}}} Details Emerge on SpaceX's Proposed Texas Launch Site].
  22. (په 13 September 2012 باندې). Sanchez: Texas offering $6M, Florida giving $10M.[مړه لينکونه]
  23. (په 16 November 2012 باندې). Camden County wants to open Georgia's first spaceport.
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. (په 15 August 2013 باندې). SpaceX buys more land.[مړه لينکونه]
  26. (په 1 April 2013 باندې). The great state space race.
  27. (په 5 May 2013 باندې). Brownsville leading SpaceX sweepstakes?.
  28. "SpaceX Proposes New Texas Launch Site". Citizens in Space. 9 April 2012. خونديځ د اصلي څخه ۰۹ مې ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. (په 10 April 2012 باندې). Brownsville area candidate for spaceport.
  30. (په 16 April 2012 باندې). [{{{url}}} Details Emerge on SpaceX's Proposed Texas Launch Site].
  31. "FAA Notice of Intent to conduct an Environmental Impact Statement" (PDF). Federal Aviation Administration. 3 April 2012. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۲۹ جولای ۲۰۱۴. لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. (په 10 April 2012 باندې). Brownsville area candidate for spaceport.
  33. (په 25 May 2012 باندې). Texas reaches out to land spaceport deal with SpaceX.
  34. (په 20 June 2013 باندې). SpaceX buys more land here.[مړه لينکونه]
  35. (په 23 November 2013 باندې). SpaceX buys more land in Cameron County.
  36. (په 19 September 2013 باندې). SpaceX beach closure rules set.[مړه لينکونه]
  37. (په 9 July 2014 باندې). FAA approves SpaceX application to launch rockets from Cameron County beach.
  38. (په 9 July 2014 باندې). FAA approves SpaceX application to launch rockets from Cameron County beach.
  39. (په 4 August 2014 باندې). Texas, SpaceX announce spaceport deal near Brownsville. Houston Chronicle
  40. (په 19 September 2013 باندې). SpaceX beach closure rules set.[مړه لينکونه]