سپېس‌اېکس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فضايي اکتشاف د تکنالوژیو شرکت (چې سوداګریز نوم یې سپېس‌اېکس دی) د هوايي او فضايي صنایعو د تولید، د فضايي لېږد رالېږد خدمتونو د وړاندې کولو او اړیکو یو امریکایی شرکت دی چې مرکز یې د کلفورنیا ایالت په هاوټورن ښار کې دی. سپېس اېکس په ۲۰۰۲ زکال کې اېلن ماسک د دې لپاره جوړ کړ چې د فضايي لېږد رالېږد لګښتونه کم شي او موخه یې دا وه چې مریخ ته کوچېدل شوني کړي. سپېس اېکس شرکت د «فالکون ۹» او «فالکون هیوي» توغوونکي وسایل، ګڼ راکټي موتورونه، ډراګون، بار وړونکي ډراګونونه، د کارکوونکو فضايي بېړۍ او سټارلېنک ارتباطي سپوږمکۍ تولیدوي.

د سپېس اېکس شرکت په لاسته‌راوړنو کې ویلی شو چې د ځمکې مدار ته یې د رسېدو لپاره په خصوصي بودیجه لومړنی توغندی ولېږه؛ لومړنی خصوصي شرکت دی چې یوه فضايي بېړۍ یې په بریالیتوب سره وتوغوله، وګرځېده او بېرته یې را ښکته کړه؛ لومړنی خصوصي شرکت دی چې نړیوال فضايي سټېشن ته یې یوه فضايي بېړۍ ولېږله؛ لومړنی مداري توغندی یې په عمودي ډول پورته کړ او بېرته یې راښکته کړ؛ په لومړي ځل یې مداري توغندی بیاځلي وکاراوه؛ او پر دې ټولو سربېره لومړنی خصوصي شرکت دی چې مدار او نړیوال فضايي سټېشن ته ستور مزلي لېږي. سپېس اېکس څه باندې سل ځله «فالکون ۹» توغندي الوزولي دي.

تاریخچه[سمول]

۲۰۰۱ تر ۲۰۰۴ز کلونه: بنسټ‌اېښودنه[سمول]

په ۲۰۰۱ ز کال کې اېلن ماسک د مریخ د سمسورولو طرحه جوړه کړه، دا په مریخ کې د یوې ازمېښتي میناتوري شنې خونې د ښکته کولو او نباتاتو د پالنې یوه پروژه او د فضايي اکتشافاتو په اړه د عمومي لېوالتیا د رامنځته کولو یوه هڅه وه. ماسک له «مایک ګریفین» سره یوځای د روسیې مسکو ته سفر وکړ، غوښتل  یې ارزان‌بیه او نوي جوړ شوي ډینېفر (Dnepr) راکټونه وپېري، خو د ارزان‌بیه راکټونو په پیدا کولو کې تر ناکامېدو وروسته تش لاس بېرته را وګرځېد. کور ته پر لاره فکر ورسره پیدا شو چې داسې شرکت جوړولای شي چې د خپلې اړتیا ارزان‌بیه توغندي یا راکټونه جوړ کړي. ماسک په دې باور و چې سپېس اېکس د عمودي ادغام، ارزان‌بیه سوداګریزو قطعاتو او په مدرنه سافټویر انجنیرۍ کې د مډولار (modular) کړنلارې په غوره کولو سره کولای شي چې د توغولو بیه په پام‌وړ کچه راټیټه کړي.[۱][۲][۳]

ماسک د ۲۰۰۲ ز کال په لومړیو کې د خپل نوي فضايي شرکت «سپېس اېکس» لپاره د کارکوونکو په لټه کې شو. ماسک د راکټونو له انجنیر «ټام مولر» (چې وروسته د سپېس اېکس د خوځند ځواک د ټکنالوژۍ مشر شو) سره ملګری شو او بلنه یې ورکړه چې سوداګریز شراکت ورسره وکړي. مولر ومنله چې له ده سره به کار کوي او په دې ډول سپېس اېکس شرکت رامنځته شو. په لومړیو کې یې مرکزي دفتر د کلفورنیا ایالت په سګونډو کې ځای پر ځای شو. د سپېس اېکس لومړني کارکوونکي لکه «ټام مولر»، «ګویر شاټول» او «کریس ټامپسون» له ګاونډیو شرکتونو «ټي.آر.ډبلیو» او «بویینګ» څخه د «بریلینټ پبلز» (Brilliant Pebbles) پروګرام تر لغوه کېدو وروسته راغلل. د ۲۰۰۵ ز کال تر نومبر میاشت پورې شرکت ۱۶۰ کارکوونکي لرل. ماسک په‌خپله د سپېس اېکس له ټولو لومړنیو کارکوونکو سره مصاحبې وکړې او بیا یې تایید کړل. ماسک ویلي چې په سپېس اېکس کې یې یوه موخه فضا ته په لاسرسي کې د لګښتونو راکمول او ډاډمنتیا لوړول دي.[۴][۵][۶][۷][۸]

۲۰۰۵ تر ۲۰۰۹: فالکون ۱ او لومړنۍ مداري توغونه[سمول]

سپېس اېکس د «فالکون ۱» په نامه مدار ته د توغولو لومړنۍ وسیله په خصوصي بودیجه جوړه کړه. فالکون ۱ یوه کوچنۍ توغول کېدونکې نقلیه وسیله وه. د دغې وسیلې د جوړولو ټول لګښت کابو ۹۰ تر ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالره و.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

سپېس اېکس په ۲۰۰۵ ز کال کې اعلان وکړ چې غواړي د دغې لسیزې تر پای پورې د انساني کچې یو سوداګریز فضايي پروګرام مخته یوسي چې وروسته پر ډراګون فضايي بېړۍ بدل شو. دغه شرکت په ۲۰۰۶ ز کال کې د (COTS) پروګرام په لړ کې د ناسا ادارې له‌خوا کارکوونکو ته د تجربوي تړونونو د وړاندې کولو او نړیوال فضايي سټېشن ته د بار وړلو لپاره انتخاب شو.[۱۳][۱۴]

د فالکون ۱ لومړنۍ دوې توغونې د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت وپېرلې. د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ ز کلونو تر منځ د دغه توغندي یا راکټ لومړنۍ درې توغونې ټولې له ماتې سره مخامخ شوې چې کابو ټول شرکت یې ختم کړ. د ټېسلا موټورز (Tesla Motors) مالي وضعیت هم ماتې خوړلې وه او بالاخره هماغه مهال ټېسلا، سولر سيټي او په خپله ماسک ټول دېوالي شول. ویل شوي چې ماسک د ډېر فشار له امله «د شپې له خوبه را ویښېده، چیغې یې وهلې او جسمي دردونه یې لرل».[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

مالي وضعیت هغه مهال د بدلون پر لوري لاړ چې د ۲۰۰۸ ز کال د سپټمبر میاشتې په ۲۸مه نېټه په څلورمه هڅه کې لومړنی بریالی راکټ وتوغول شو. ماسک خپل پاتې ۳۰ میلیونه ډالره د سپېس اېکس او ټېسلا تر منځ ووېشل او ناسا ادارې سپېس اېکس ته د سوداګریزو خدمتونو لومړنی قرارداد (CRS) ورکړ او په ډسمبر میاشت کې شرکت له مالي پلوه وژغورل شو. د دغو عواملو او نورو سوداګریزو کارونو له امله فالکون ۱ توغندی تر دویم بریالیتوب وروسته د ۲۰۰۹ کال په جولای میاشت کې څنډې ته شو. دغې چارې سپېس اېکس ته موکه برابره کړه چې د شرکت سرچینې د «فالکون ۹» په نامه د یوه لوی مداري راکټ پر جوړولو متمرکزې کړي. ګویین شاټول هم دغه مهال د شرکت رئیسه شوه او دلیل یې دا و چې له ناسا سره یې د (CRS) قرارداد په بریالیو خبرو اترو کې رول درلود.[۲۰][۲۱][۲۲]

له ۲۰۱۹ ز کال نه تر اوسه پورې: سټارشیپ، سټارلېنک او د عملې لومړنی لېږد[سمول]

سپېس اېکس د ۲۰۱۹ ز کال په جنورۍ میاشت کې اعلان وکړ چې د خپل کار ۱۰ سلنه ځواک د سټارشیپ او سټارلېنک پروژو د مالي مرستې لپاره لګوي. د سټارشیپ د لومړنیو بېلګو جوړونه او ازمېښتونه د ۲۰۱۹ ز کال په لومړیو کې په فلوريډا او تکزاس ایالتونو کې پيل شول. د سټارشیپ د جوړولو او ازمېښت ټول پړاوونه د هماغه کال په وروستیو کې په سوېلي تکزاس کې د سپېس اېکس د توغولو نوي ځای ته ولېږدول شول. د ۲۰۱۹ ز کال په مې میاشت کې سپېس اېکس د سټارلېنک د ۶۰ سپوږمکیو لومړنۍ ستره ټولګه فضا ته وتوغوله او د هغه څه د ځای پر ځای کولو پیل یې وکړ چې په را وروسته کال کې د نړۍ په تر ټولو لوی سټلایټي سیستم بدل شو. دغه شرکت په ۲۰۱۹ ز کال کې په ټولیز ډول ۱.۳۳ میلیارده ډالره پانګه جذب کړه. د ۲۰۱۹ ز کال تر مې میاشت پورې د سپېس اېکس ارزښت ۳۳.۳ میلیارده ډالرو ته لوړ شو او د ۲۰۲۰ ز کال تر مارچ میاشتې پورې ۳۶ میلیارده امریکايي ډالرو ته ورسېد.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

یو لوی بریالیتوب د ۲۰۲۰ ز کال په مې میاشت کې ترلاسه شو او دا هغه مهال و چې سپېس اېکس د ناسا ادارې دوه ستور مزلي «ډوګ هارلي» او «باب بنکن» د کریو ډراګون فضايي بېړۍ په مرسته د ځمکې مدار ته ولېږل؛ په دې سره سپېس اېکس لومړنی خصوصي شرکت شو چې ستور مزلي یې نړیوال فضايي سټېشن ته ولېږدول او دا په تېرو ۹ کلونو کې د امریکا له خاورې څخه د خدمې یا عملې لومړنۍ توغونه یا لېږدونه وه. دغه ماموریت په فلوريډا کې د کنډي فضايي مرکز د توغونې له مجتمع (LC-39A) څخه وتوغول شو.[۲۸][۲۹][۳۰]

د ۲۰۲۰ ز کال په اګسټ میاشت کې د ۱.۹ میلیارده ډالرو تر یوې مالي دورې وروسته چې د خصوصي شرکتونو له لارې د پانګې د راټولولو تر ټولو لویه هڅه وه، د سپېس اېکس ارزښت ۴۶ میلیارده ډالرو ته لوړ شو. د ۲۰۲۱ ز کال په فبرورۍ میاشت کې سپېس اېکس د ونډو په دوره کې له ۹۹ پانګوالو څخه د هرې ونډې د ۴۲۰ ډالرو په ارزښت ۱.۶۱ میلیارده ډالره راټول کړل او د شرکت ارزښت یې شاوخوا ۷۴ میلیارده ډالرو ته لوړ کړ. تر ۲۰۲۱ ز کال پورې سپېس اېکس په ټولیز ډول څه باندې ۶ میلیارده ډالره مالي پانګه جذب کړې وه. له ۲۰۱۹ ز کال را وروسته ډېره برخه راټوله شوې پانګه د سټارلېنک د سټلایټي سیستم د ملاتړ او د سټارشیپ د نقلیه وسیلې د جوړولو او توغولو لپاره کارول شوې ده. د ۲۰۲۱ ز کال تر اکتوبر میاشتې پورې د سپېس اېکس ارزښت ۱۰۰.۳ میلیارده ډالرو ته پورته شو. سپېس اېکس شرکت تر ۲۰۲۱ ز کال پورې له (Google Cloud Platform) او (Microsoft Azure) سره د سټارلېنک لپاره د کمپیوټري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه قرارداونه لرل.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

سرچینې[سمول]

  1. Elon Musk (30 May 2009). "Risky Business". IEEE Spectrum. مؤرشف من الأصل في ۲۳ فبروري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Andrew Chaikin (January 2012). "Is SpaceX Changing the Rocket Equation?". Air & Space Smithsonian. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ فبروري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Ashlee Vance (په 14 May 2015 باندې). Elon Musk's space dream almost killed Tesla. Bloomberg
  4. Michael Belfiore (1 September 2009). "Behind the Scenes With the World's Most Ambitious Rocket Makers". Popular Mechanics. مؤرشف من الأصل في ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Nancy Brooks (په 25 May 1991 باندې). TRW Wins $340.5-Million Star Wars Design Contract. Los Angeles Times
  6. Podcast: SpaceX COO On Prospects For Starship Launcher Archived 10 June 2020 at the Wayback Machine. Aviation Week Irene Klotz, 27 May 2020, accessed 10 June 2020
  7. Berger, Eric (2021). Liftoff. William Morrow and Company. د کتاب پاڼې 22. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-297997-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Space Exploration Technologies Corporation". SpaceX. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جون ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 17 June 2005 باندې). Private sector enticing public into final frontier. USAtoday.com
  10. (په 22 May 2007 باندې). Elon Musk Is Betting His Fortune on a Mission Beyond Earth's Orbit.
  11. "Commercial Market Assessment for Crew and Cargo Systems" (PDF). nasa.gov. NASA. 27 April 2011. د کتاب پاڼې 40. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۱۵. SpaceX has publicly indicated that the development cost for Falcon 9 launch vehicle was approximately $300 million. Additionally, approximately $90 million was spent developing the Falcon 1 launch vehicle which did contribute to some extent to the Falcon 9, for a total of $390 million. NASA has verified these costs. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Berger, Eric (2021). Liftoff. William Morrow and Company. د کتاب پاڼې 215. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-297997-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Michael Belfiore (18 January 2005). "Race for Next Space Prize Ignites". Wired. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 11 August 2021 باندې). This is probably why Blue Origin keeps protesting NASA's lunar lander award. Ars Technica.
  15. (په 21 March 2007 باندې). Falcon 1 Reaches Space But Loses Control and is Destroyed on Re-Entry. Satnews.com
  16. Graham Warwick and Guy Norris, "Blue Sky Thinking: DARPA at 50," Aviation Week & Space Technology, 18–25 Aug 2008, p. 18.
  17. (په 12 January 2022 باندې). Elon Musk, man behind Tesla, Paypal, speaks to packed crowd at CSUB. The Bakersfield Californian.
  18. Berger, Eric (2021). Liftoff. William Morrow and Company. د کتاب پاڼي 178–182. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-297997-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Berger, Eric (2021). Liftoff. William Morrow and Company. د کتاب پاڼې 216. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-297997-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Berger, Eric (2021). Liftoff. William Morrow and Company. د کتاب پاڼي 217–221. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-297997-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Graham, William (20 December 2017). "SpaceX at 50 – From taming Falcon 1 to achieving cadence in Falcon 9". NASASpaceFlight.com. مؤرشف من الأصل في ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Berger, Eric (2021). Liftoff. William Morrow and Company. د کتاب پاڼې 222. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-297997-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 11 January 2019 باندې). SpaceX to lay off 10% of its workers. CNN
  24. Patel, Neel. "SpaceX now operates the world's biggest commercial satellite network". MIT Technology Review. مؤرشف من الأصل في ۲۲ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 21 February 2020 باندې). SpaceX is looking to raise about $250 million, valuing Elon Musk's space company at $36 billion. CNBC
  26. "SpaceX valuation rises to $33.3 billion as investors look to satellite opportunity". CNBC. 31 May 2019. مؤرشف من الأصل في ۱۱ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Cao, Sissi (10 March 2020). "As SpaceX Reaches $36 Billion Valuation, Elon Musk Clarifies Starlink IPO Rumors". Observer. مؤرشف من الأصل في ۱۷ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 30 May 2020 باندې). SpaceX Lifts NASA Astronauts to Orbit, Launching New Era of Spaceflight – The trip to the space station was the first from American soil since 2011 when the space shuttles were retired.
  29. (په 30 May 2020 باندې). SpaceX Falcon 9 launches two NASA astronauts into the space CNN. CNN
  30. "SpaceX-NASA Dragon Demo-2 launch: All your questions answered". indianexpress.com. 2 June 2020. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 19 August 2020 باندې). Elon Musk's SpaceX raises $1.9 billion in funding. Reuters.
  32. . SpaceX is now a $46 billion 'unicorn'. CNN Business
  33. (په 16 February 2021 باندې). Elon Musk's SpaceX raised $850 million, jumping valuation to about $74 billion. CNBC.
  34. (په 16 February 2021 باندې). Elon Musk's SpaceX raised $850 million, jumping valuation to about $74 billion. CNBC.
  35. (په 15 April 2021 باندې). SpaceX adds to latest funding round. SpaceNews.
  36. Sheetz, Michael (8 October 2021). "Elon Musk's SpaceX hits $100 billion valuation after secondary share sale". cnbc.com (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 13 May 2021 باندې). Google wins cloud deal from Elon Musk's SpaceX for Starlink internet connectivity. CNBC.
  38. Howell, Elizabeth (12 July 2021). "Elon Musk unveils SpaceX's newest drone ship for rocket landings at sea". Space. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)