سپینۀ علمي بهیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سپینۀ کلي د با احساسو ځوانانو له ډېره وخته هیله دا وه، چې پۀ سپینۀ کلي کې پۀ علمي او ښوونیزو برخو کې پۀ ګډه او منسجمه توګه کار وکړي، ترڅو مو د کلي راتلونکی نسل او تنکي ځوانان علم او پوهې ته هڅولي وي؛ نو پۀ همدې موخه مو تقریباََ شپږ میاشتې وړاندې د سنبلې پر ۱۴ نېټه د سپینۀ کلي له علمي اشخاصو، محصلینو او تعلیم یافته ملګرو سره ګډه ناسته وکړه او د سپینۀ علمي بهیر پۀ نوم مو دغه بهیر پرانیست او د ټولو ملګرو پۀ مشوره مو سپینۀ علمي بهیر ته لاندې موخې هم وټاکلې:

↩د علم او پوهې پۀ اړه د عامه پوهاوي کچه لوړول.

↩ مطالعه دود کول.

↩ د علمي کچې د لا پیاوړتیا پۀ موخه هره اوونۍ پۀ موضوعاتو لکچر/ سیمينار وړاندې کول.

↩ جرائت لوړونه او د پټو استعدادونو اظهارول.

↩ د علمي اشخاصو ترمنځ د راټولېدنې (ناستې) فرصت برابرول او د هغوی ترمنځ د علم او پوهې شریکول.

سپینۀ علمي بهیر مالي پانګه نه لري؛ د بهیر د غړو پۀ شخصي لګښت او د سپينۀ کلي له تجارانو مو دومره فنډ (پیسې) راټولې کړې، چې د بهیر لپاره اړین وسایل لکه (سټېج، سکرین، مایک، لاوډسپیکر او ځینې نور اړین وسایل) واخلو؛ الحمدالله تر دې دمه مو زموږ بهیر ښۀ روان دی او پۀ تېرو شپږو میاشتو کې مو درویشت (۲۴) اووه نیزې ناستې ترسره کړې؛ دا چې زموږ بهیر علمي دی، نو ځکه هم یوازې پکې موضوع ګانې د پريزینټېشن له لارې د سیمینار او لکچر پۀ ډول وړاندې کېږي.[۱]

د سپینۀ علمي بهیر د فیسبوک اکاونټ لیاره دلته کلیک وکړئ.

سپینۀ علمي بهیر

*د بهیر رهبري ټيم او بنسټ اېښودونکي:*

*۱* - محمد حسن انوري (چهاربران ولسوالۍ کې د سویډن تعليمي موسسې لپاره ساحوي کارمند 📞  0777711783)

*۲* - محمدالله محمدي ( د سپینۀ عالي لېسې آمر،  📞 0767214633)

*۳* - عبدالسلام رحیمي (د سپینۀ عالي لېسې ښوونکی, 0779727443)

*۴* - صبغت الله مسرور (د سپینۀ عالي لېسې ښوونکی, 0764280227)

*۵* - عبدالله مشال (د سیدخېل متوسطه ښوونځي ښوونکی, 0773258718)

Spinah Educational Series
  1. https://www.facebook.com/profile.php?id=100085157840843