سپینۀ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

[۱]]] سپينه د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالۍ پری مربوط سیمه دی، چی شاوخوا ۱۱۵۰ کورنۍ ژوند کې کوی او ټولټال نفوس یې ۱۷۰۰۰ تنو ته رسیږي. سپینه غرنۍ او هواره ځمکې لري، چی د چلغوزیو ځنګلونه یې ډیر شهرت لري او کرهڼيزې ځمکي هم لري، چی د جواور او غنمو کرونده پکې زیاته کیږي. د سپینه اوسیدونکې له زده کړو سره زیاته مینه لري، چی له مرکزې لیسي څخه یې د اته کلنو په شاوخوا کې دری سوه تنه فارغین ورکړي او د هیواد په بیلابیلو ولایتونو په پوهنتونو کې زده کړې کوي او د مرکزي لیسې سربیره نورې ابتدایه ښوونځي هم فعال دی چی په سلګونه زده کونکې پکي زده کړی کوي. د سیمې اقتصاد یې په کرهڼه او مالدارې سربیره ځوانان یې په ګاونډیو او عربو هیوادونو کې کاروبار او مزدورې کوي. د روغتیا په برخه کې ورسته پاتې سیمه دی، ځکه په سپینه کې یواځې یو کلینک شتون لري، چی د سیمي اوسیدونکو له پاره بسنه نه کوي او مرکز، اورګون او یحیی خیلو ولسوالۍ سره ډیر تګ راتګ لري. د سپینه سیمه یو کوچنې بازار هم لري، چي د دوکانونو شمير یې تر ۱۵۰ پوري رسیږي خو بیا هم د اومني ولسوالي تر ټولو لوی بازار هم دادی او د ضرورت توکو رانیولو له پاره هټۍ پرانستل شوی، او بل داچې د ځوانانو هم ښه ګپه پکې برابره وي.

د سپینه سیمه په څو کلیو ویشل شوی، چی نیامی، ادین کلا، خاډله، لندګي او بلال اباد شامل دی. د سپینه اوسیدونکو لویې ستونزې: د لویو لار بندیدل، د سپینه او چهارباران ترمنځ لارې ستونزې چی د سیمې اوسیدونکو له شخصي جیبونو زیاتې پیسې پری مصرف کړي خو بیا ستونزې جوړ کړي، او د اوبو د بندونو نشتون چی له امله یې کرهڼیز ځمکې وچی پاتې او حاصلات نه لري.

Spinah Village
  1. سپینه کلی