سپړنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سپړنې (ساختار ماتونه یا deconstruction) اصطلاح هغو لارو چارو ته نغوته کوي چې د متن او معنی ترمنځ د اړیکو پوهېدو ته اړوندې دي. دغه اصطلاح د فیلسوف ژاک دریدا له خوا د یو شمېر اشکالو پر ظاهري ډول باندې د هغو د «حقیقي» ډول او ماهیت د برترۍ اړوند د افلاطوني نظریاتو څخه د لرې کېدو په معنی په داسې توګه تعریف شوې چې له مخې یې د یوې ژبې د تل بلدېدونکو پېچلو کړنلارو پر وړاندې د هغو اړوند ساکن او ایډیالیستي لیدلوري ناکافي ګڼل کېږي. سپړنه د هغو پر ځای د ژبې په لیکنه او ویلو کې د هغو په ظاهري ډول ټینګار کوي او وړاندیز کوي چې د هغو جوهر هماغه ډول چې شتون لري د هغو په ظاهر کې باید وموندل شي، په داسې حال کې چې دغه چاره «پرېکړه کوونکې نه ده» او ورځني تجربیات نه شي کېدلی په تجربي ډول وارزول شوي او له مخې یې د یوې ژبې واقعي توب وموندل شي.[۱]

په سپړنه کې دا استدلال کېږي چې ژبه، په ځانګړې توګه په ایډیالیستي مفاهیمو لکه حقیقت او عدالت کې په نه کمېدوني ډول پیچلې، ناپایداره او ستونزمنه ده چې هغه واضحه کړای شي او لامل ګرځي څو تغیرمنونکي او جامع نظریات په سپړنیز نقد کې مناسب وي. له ۱۹۸۰ زکال وروسته د ژبې تغیر منونکی ډول د دې پر ځای چې په ایډیاله بڼه ساکن او تشخیص وړ وبلل شي د انساني علومو په مطالعاتو کې د پراخو څېړنو الهام بخښونکی و چې په دغو کې د حقوقو، انسان پوهنې، تاریخ لیکنې، ژبپوهنې، ټولنیزې ژبپوهنې، اروايي تحلیل، د همجنسګرايي او فیمنېزم په برخه کې څېړنې شاملېږي. سپړنه همدارنګه د معمارۍ په برخه کې د معمارۍ د سپړنې الهام بخښونکې وه او همدارنګه د هنر، موسیقي او ادبي نقد په برخه کې پام وړ اهمیت لري. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

اغېزې[سمول]

د سپړنې اړوند د دریدا نظریات په خپله د یو شمېر ژب پوهانو لکه د فردیناند دو سوسور (چې د نښو پېژندنې په برخه کې یې لیکنو د ۲۰ مې پېړۍ په نیمايي کې د ساختار پالنې بنسټ کېښود) او ادبي تیوري ورکوونکي رولان بارت (چې اثار یې د ساختار پالونکي نظر د منطقي پای اړوند څېړونو ته اړوند و) تر اغېز لاندې و. د سپړنې اړوند د دریدا نظریات د یو شمېر ساختار پالونکو لکه د اروايي تحلیل د نظریه ورکوونکی ژاک لاکان او انسان پېژندونکي کلود لوی – استروس د نظریاتو سره په ټکر کې و. ورته مهال دریدا د هغه په اثارو باندې «د وروسته ساختار پالونکو» اثارو په توګه د نښان لګولو پر وړاندې مقاومت وکړ.

د نیچه اغېز[سمول]

د سپړونکي نقد د پراختیا لپاره د دریدا انګېزه چې د ژبې تحرک یې د هغو د ولاړو اشکالو پر وړاندې څرګند کاوه، تر ډېره پورې د فریدریش نیچه له فلسفې الهام اخیست چې له اورفئوس څخه د هغه له تفسیر یې سرچینه اخیسته. نیچه په خپل اثر سپېده چاوده  (Daybreak) کې څرګنده کړې چې «ټول هغه شیان چې اوږد عمر لري په تدریج سره د هغو د ریښې د لامل نه لرلو له امله په ذهن کې د غیرمحتمل په توګه اشباع کېږي. ایا تقریبا د هرې ریښې کره نېټه زموږ احساسات په متناقضه او ناغوښتلې توهین کوونکې توګه تر خپل اغېز لاندې نه راولي؟ آیا یو ښه تاریخ لیکونکی هېڅکله هم نیمګړتیا نه لري؟». [۱۴]

په Daybreak کې د نیچه موخه دا ده چې د معاصر تاریخ په پای کې په درېدو سره، معاصر مفکرین په ډېرو شیانو پوهېږي خو غواړي څو د رضایت بخښونکي عقلانیت پر ځای شک پارونکی درک رامنځته نه کړي. یوازې د استدلال، منطق، فلسفې او علم اړوند وړاندیزونه د سلطنتي لارو په توګه حقیقت ته د رسېدو په برخه کې کفایت نه کوي. نیچه هغه افلاطون له پامه غورځولی چې د لویدیځ تاریخ یې د سیاسي حرکتونو یعنې په قدرت کې د ارادې په تجلا سره د یوې تل پاتې ټولګې په توګه انځور کړی او د حقیقت اړوند په کې هېڅ اسمي (مطلق) ادعا نه ده شوې. نیچه دغه واقعیت ته زموږ د پام جلبولو په موخه چې هغه د افلاطون له دیالکتیکي دریځ سره د اورفئوس د ځمکې لاندې رول لوبولی او هیله یې ښوودلې څو موږ د سیاسي او کلتوري زمینې او هغو سیاسي اغېزو پر وړاندې چې پر لیکوالۍ یې اغېز کړی، باخبره کړي.

په داسې حال کې چې نیچه سپړنې ته نه دی رسېدلی هماغه ډول چې دریدا ته څرګنده شوې، له دې امله وه چې نوموړي دا فرصت له لاسه ورکړی و چې وکولای شي په قدرت کې اراده هماغه ډول چې افلاطون د ټولنیزې – سیاسي اغېزمنې لیکنې د عملکرد په تجلا کې توصیف کړې؛ توضیح کړي او دا هر څه د لویدیځو ارزښتونو اړوند د نیچه له وروستۍ ارزښت ټاکنې پورته وه څو وکولای شي د «پوهې په تولید کې د لیکنو په رول» ټینګار وکړي. [۱۵]

د سوسور اغېز[سمول]

دریدا ټولو متونو ته په داسې توګه کتلي چې هر ګفتمان (بحث) باید د خپلو چاپېرو جوړونکو عناصرو په څېر معنی بیان کړي. دا له دې امله چې په ذات نه پالونکو اصطلاحاتو کې هویت د یوه جوړښت په توګه لیدل کېږي، همدا لامل دی چې دغه جوړښتونه «د جلا نښانو په نظام کې» یوازې د متقابل اغېز پر بنسټ معنی تولیدوي. د متن په برخه کې دغه کړنلار د فردیناند دوسوسور د نښانه پېژندنې تر اغېز لاندې ده. [۱۶][۱۷]

سوسور وروسته له هغه د ساختار پالنې یو له بنسټګرو پلارانو بلل کېږي، کله چې نوموړي څرګنده کړه چې اصطلاحات خپله معنی په ژبه کې دننه له نورو اصطلاحاتو څخه په متقابله توګه ترلاسه کوي:

په ژبه کې یوازې دوه توپیرونه شتون لري. حتی تر ټولو مهم: یو توپیر عموما د هغو مثبتو شرایطو متضمن دی چی له مخې یې د هغو ترمنځ تفاوت تنظیم کېږي، خو په ژبه کې له مثبتو اصطلاحاتو پرته توپیرونه هم شتون لري. هغه که دلالت کوونکی او یا خپل دلیل وي، ژبه نه تصورات لري او نه هم داسې غږونه چې له ژبني نظام وړاندې دې شتون ولري، یوازې هغه مفهمومي او غږیز توپیرونه لري چې یو نظام رامنځته کړي. هغه ایډیا او غږ لرونکی مفهوم چې له ځانه سره یوه نښه لري له نورو هغو نښو څخه چې په چاپېر کې یې شتون لري لږ اهمیت لري. [...] یو ژبنی نظام د غږیزو توپیرونو او نظریاتي توپیرونو ټولګه ده. خو د ټاکل شوو غږیزو نښانو او له عامه فکر څخه د ګڼ شمېر اخذونو یوځای کېدل د ارزښتونو یو سیستم جوړوي. [۱۸]

سوسور په ښکاره توګه وړاندیز وکړ چې ژبپوهنه د عمومي نښې پوهنې یوه څانګه ده، چې نښې پوهنه ټولیزه بڼه لري او انساني کوډونه یې یوازې یوه برخه جوړوي. [۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. Lawlor, Leonard (2019), "Jacques Derrida", in Zalta, Edward N. (المحرر), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Fall 2019), Metaphysics Research Lab, Stanford University, د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Deconstruction". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Allison, David B.; Garver, Newton (1973). Speech and Phenomena and Other Essays on Husserl's Theory of Signs (الطبعة 5th). Evanston: Northwestern University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0810103979. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۷. A decision that did not go through the ordeal of the undecidable would not be a free decision, it would only be the programmable application or unfolding of a calculable process...[which] deconstructs from the inside every assurance of presence, and thus every criteriology that would assure us of the justice of the decision. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Critical Legal Studies Movement". The Bridge. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "German Law Journal - Past Special Issues". 16 May 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Morris, Rosalind C. (September 2007). "Legacies of Derrida: Anthropology". Annual Review of Anthropology. 36 (1): 355–389. doi:10.1146/annurev.anthro.36.081406.094357. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Munslow, Alan (1997). "Deconstructing History" (PDF). Institute of Historical Research. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Busch, Brigitta (1 December 2012). "The Linguistic Repertoire Revisited". Applied Linguistics. 33 (5): 503–523. doi:10.1093/applin/ams056. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Esch, Edith; Solly, Martin, المحررون (2012). The Sociolinguistics of Language Education in International Contexts. Bern: Peter Lang. د کتاب پاڼي 31–46. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783034310093. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Deconstruction – Art Term". Tate. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۷. Since Derrida's assertions in the 1970s, the notion of deconstruction has been a dominating influence on many writers and conceptual artists. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Cobussen, Marcel (2002). "Deconstruction in Music. The Jacques Derrida – Gerd Zacher Encounter" (PDF). Thinking Sounds. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Douglas, Christopher (31 March 1997). "Glossary of Literary Theory". University of Toronto English Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ نومبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Kandell, Jonathan (10 October 2004). "Jacques Derrida, Abstruse Theorist, Dies at 74". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Nietzsche, Friedrich; Clark, Maudemarie; Leiter, Brian; Hollingdale, R.J. (1997). Daybreak: Thoughts on the Prejudices of Morality. Cambridge, U.K.: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 8–9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521599634. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Zuckert, Catherine H. (1996). "7". Postmodern Platos: Nietzsche, Heidegger, Gadamer, Strauss, Derrida. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0226993317. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Royle, Nick (2003). Jacques Derrida (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة Reprint). London: Routledge. د کتاب پاڼي 6–623. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415229319. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Derrida, Jacques; Ferraris, Maurizio (2001). A Taste for the Secret. Wiley. د کتاب پاڼې 76. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780745623344. I take great interest in questions of language and rhetoric, and I think they deserve enormous consideration; but there is a point where the authority of final jurisdiction is neither rhetorical nor linguistic, nor even discursive. The notion of trace or of text is introduced to mark the limits of the linguistic turn. This is one more reason why I prefer to speak of 'mark' rather than of language. In the first place the mark is not anthropological; it is prelinguistic; it is the possibility of language, and it is every where there is a relation to another thing or relation to an other. For such relations, the mark has no need of language. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Saussure, Ferdinand de (1959). "Course in General Linguistics". Southern Methodist University. New York: New York Philosophical Library. د کتاب پاڼي 121–122. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ جولای ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۷. In language there are only differences. Even more important: a difference generally implies positive terms between which the difference is set up; but in language there are only differences without positive terms. Whether we take the signified or the signifier, language has neither ideas nor sounds that existed before the linguistic system, but only conceptual and phonic differences that have issued from the system. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Derrida, Jacques (1982). Positions (په انګلیسي ژبه کي). University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226143316. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)