سپينه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مېرمن سپينه يوه پښتنه شاعره ده، چې د وزير يارمحمد خان الكوزي د حكومت په وخت د هرات په شا او خوا كي اوسېدله، دا پښتنه د نورمحمد خان الكوزي لور وه، او هغه وخت چې اېرانيانو په (1255 هـ) كال هرات كلابند كړ، او د هرات پښتنو د دوى سره د مېړاني مقابله وكړه، زموږ پښتنه شاعره ژوندۍ وه دهرات محاصره خو يو كال او اته مياشتي اوږده شوه مگر پښتون ځان تسليم نه كړ او هرات يې نه پرېښود.

په دې جگړو او ملي مېړانو كي د پښتنو سرداران شاه كامران سدوزى او وزير يارمحمد خان الكوزى و، دوى د پښتنوالي، ټېنگار او راسخ عزم په دې مقاومت كي څرگند كړ.

زموږ پښتنه شاعره "سپينه" هم په دې ملي جگړو او د آزادۍ ساتني په محارباتو كي ژوندۍ وه او ډېر خواږه اشعار يې د پښتنو د توري او ننگياليتوب په ستاينه كي ويلي دي، چې د پښتنو ښځو حماسي افكار ښه ځني څرگندېږي.

سپينه د دغي محاصرې او جنگ په ټولو واقعاتو خبره ده او دا ښكارېږي چې دا او خپلوان د دغي ننگي په لار كي ولاړ وه او ټوله وقايع يې په سترگو ليدلي دي.

كه موږ تخمين او اټكل وكړو، چې په دغه وخت كي دا پخه ښځه وه ځكه چې افكار او احساسات يې هم پاخه دي نو به په دغه محاصره كي د دې عمر له 35 څخه تر 40 كلونو پوري تخمين كړو او د تولد كال به يې هم له (1200 هـ) څخه وروسته و بولو.

د سپيني د اشعارو له مضامينو دا هم را ايستل كيږي چې د دې كورنۍ د وزير يارمحمد خان له كورنۍ سره خپلوي او يا هم نژدې تماس درلود، ځكه چې د محاصرې او جگړې ډېر خصوصي وقايع يې را وړي او نظم كړي دي!

د سپيني پښتني حماسيات:[سمول]

زموږ ملي شاعري په خپله ملي ژبه موږ ته يوه مفصله كسيه په څو شوه بيته شعر كي پرې يښې ده چې د هرات د محاصرې منظوم تاريخ گاڼه سي، په دې كيسه كي پښتنه شاعره، د خپلو وروڼو مېړاني ستايي او په خورا ساده او سپېڅلو الفاظو د دې جگړې مختلف مناظر تصوير كوي! د كيسې په ابتدا كي په يو څو بيته د كامران خان او وزير يارمحمد خان ستاينه كوي وروسته بيا په كيسه شروع كوي.

د سپيني پښتنې شاعري حماسي احساسات ډېر پياوړي او ننگيالي دي، شعر او كلمات يې له تاثير او جذابيته ډك دي، وينا يې د حماسيت يوه ټوټه ده، او د پښتونوالي او مېړاني نماينده گي كولاى سي. د سپيني شاعري نور اشعار موږ ته نه دي را رسېدلي، فقط د دغي محاصري منظوم تاريخ چې د مثنوي په ډول دى، ځيني برخي را څخه سته چې هغه هم بشپړي نه دي، د دې مثنوي په سر كي پښتنه شاعره په حمد او نعت ابتدا كوي وروسته نو د شهزاده كامران او وزير يارمحمد خان ستاينه شروع كوي، د دې له مضامينو داسي ښكاري چې سپينه يوه عالمه او فاضله په تاريخ او د پښتنو په حال خبره ښځه ده، كه څه هم اشعار يې ټول تاريخي دي وقايع او حوادث بيانوي، مگر د حماست او جذابيته هم ډك دي ځكه چې دا اشعار خورا سليس او روان او خواږه دي، نو دلته ټولي هغه برخي چې لاس ته راغلي دي ليكو:

په هرات او كندهار كي د سدوزو پاچاهي:[سمول]

راسه چې تاته حكايت كومه

د سدوزو د سلطنت كومه

په خوا تر دې وه د هرات پاچاهان

د سدوزو د ذوالفقار زمان خان

دوى سردارن د پښتنو د هرات

غليم يې تل د تېرې توري و مات

د پښتنو توري به تل ځلېدې

د دښمن سترگې له برېښنا وې ړندې

دوى وه مېړونه پښتانه توريالي

پر ننگه ټينگ وه د وطن ننگيالي

په جنگ كي هر يو لكه غټ شين مزرى

د سدوزو و هر زلمى بريالى

چي به يې توره له نيامه وكښه

غچ او كينه بې له ايامه وكښه

د هرات خوا وه د غليمه خالي

دلته خپره وه هوسايي خوشحالي

ټول پښتانه په اتفاق وه ولاړ

كار د دښمن د دوى له لاسه ويجاړ

چي به پښتون زلمي په خوب كي دښمن

وليدل وېري به يې رېږد په بدن


متاسفانه تر دې وروسته اشعار له دغي كيسې څخه لاس ته را نغله. له دغو څخه هم ويونكي د دې پښتنې افكارو او د طبع رواني او نور علمي او تاريخي معلومات، ښه څرگندولاى سي.

نور بيتونه[سمول]

دغه لاندي بيتونه هم له دغي كيسې څخه لاس ته راغلي دي چې د محاصري د يوه جنگ حال ښئي:

غليم بيا پرښار هجوم راوړى

مخ تې ولاړ دى يارمحمد پياوړى

زموږ پښتانه لكه مزري جنگيږي

ولې د وينو پر حصار بهيږي

هرات په وينو د پښتون شو گل رنگ

پښتون زخمي دى د پښتون په خدنگ

يارمحمد وايي پښتنو زما زمرو

ټوله راوزئ وسله دار له كورو

پر غليم وكړئ يو هجوم گړندى

هرات له لاسه په ژوندون مه باسئ

دا خو زموږ كور زموږ وطن دينه

دا زموږ ټاټوبى زموږ مامن دينه

كفن په غاړه دا وطن وساتئ

زموږ د پلرو ښكلى مدفن وساتئ

دلته پراته دي ننگيالي نيكه گان

دلته بهېږي ويني تل د افغان

هرات زموږ دى زموږ كور دينه

زموږ نغرى دى زموږ گور دينه

دښمن راغلى تر دېواله د كور

ولاړ سئ دا دى د پښتون لوى پېغور

كامران نارې كړې چې پښتونه كامه

توره را باسه مره پر ننگ و نامه

مه بايله ځان اوسه ولاړ پر حصار

د پښتانه پر ننگه ځان كړه ايثار

بويه غيرت چې مو ناموس خوندي سي

نوم د پښتون نوم د ولس خوندي سي

زلمو چې واورېدې نارې غلبلې

له يارمحمد او له كامرانه دلې

له كلا وواته، زمريانو په څېر

پر دښمنانو يې جوړ كړ لټپېر

سرونې غوڅ كړه د دښمن په توره

موره يې كړه پر غليمانو بوره

دښمن شو مات راغئ دوران د كامران

د يارمحمد د بري ستورى ځلان

كه ښاغلي ويونكي دا وروستني د محاصرې اشعار په دقت ولولي نو د دې پښتنې مېرمني تاوده احساسات او پښتني جذبات به ښه ورته څرگند سي.

په څه آمرانه او له غروره ډكه لهجه پښتنو زلميو ته د پښتونوالي درس وركوي. او له همدې جذباتو څخه معلوميږي چې د ښځي تاثرات او احساسات څومره لطيف او له حرارته ډك دي او د ښځي له خوا دا تعليم تر څه اندازې موثر واقع كېږي. او دغه نمونه د نر او ښځي د تاثراتو په منځ كي ښه قضاوت كولاى سي.