Jump to content

سټیون پینکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سټیون آرتور پینکر (زوکړه: د ۱۹۵۴ زکال د سپټمبر ۱۸مه) کاناډايي الاصله امریکايي ادراکي ارواه پوه، د ژبو ارواه پوه، د عامه علومو لیکوال او روڼ آندی دی. دی د تکاملي ارواه پوهنې او د ذهن د محاسباتي نظریې یو له مدافعینو څخه دی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

پینکر په هاروارډ پوهنتون کې د جانسټون کورنۍ د ښوونکي په توګه د ارواه پوهنې د پوهنځي استاد دی. دی د بصري ادراک او رشدي ژبپوهنې په برخه کې تخصص لري چې په تجربوي موضوعاتو کې یې ذهني انځور جوړونه، د شکل تشخیص، بصري پام، په ژبه کې نظم او بې نظمي، د کلماتو او ګرامر عصبي بنسټ او د ماشومتوب پر مهال د ژبې وده شاملېږي. بله هغه تجربي موضوع چې دی ورباندې کار کوي د همکارۍ او ارتباطاتو ارواه پوهنه ده چې په دغو کې عاطفي بیان، تعبیر، کنایه او له مشترکې پوهې څخه د خلکو د ګټنې ډول شاملېږي؛ له مشترکې پوهې څخه ګټنه یو هنري مفهوم دی او په دې معنی دی چې دوه یا ډېر کسان په یو څه پوهېږي، ځکه پوهېږي چې یو بل پرې پوهېږي، په هغه څه چې دوی پوهېږي یو بل هم پوهېږي او په همدې ډول دوام مومي. [۷]

ده دوه تخنیکي کتابونه لیکلي چې دواړه د ژبې د زده کړې اړوند یوه ټولیزه نظریه وړاندې کوي او له هغو څخه د ماشومانو له خوا د افعالو په زده کړه کې کار اخلي. په ځانګړې توګه له الن پرینس سره د هغه اثر چې په ۱۹۸۹ زکال کې خپور شو پیوند پالونکی (connectionist) موډل نقد کوي چې څه ډول ماشومان د افعالو تېره (ماضي) بڼه زده کوي او باوري دی چې ماشومان د «-ed » وروستاړي په اضافه کولو په منظم ډول له هغو ګټنه کوي، له دې سره چې ځینې وختونه تېروتنه هم کوي، خو دوی اړ دي دغه چاره یو په یو د نا منظمو ډولونو د زده کړې لپاره ترسره کړي.

پینکر د عامه مخاطبینو لپاره د نهو کتابونو لیکوال دی. د ژبې غریزه (The Language Instinct؛ ۱۹۹۴ زکال)، ذهن څه ډول کار کوي (How the Mind Works؛ ۱۹۹۷ زکال)، کلمات او قوانین (Words and Rules؛ ۲۰۰۰ زکال)، سپینه تخته (The Blank Slate؛ ۲۰۰۲ زکال) او د فکر کولو مطالب (The Stuff of Thought؛ ۲۰۰۷ زکال) یې د اروايي ژبپوهنې او ادراکي علومو اړخونه بیانوي او په دې برخه کې د ده هغه خپل راپورونه وړاندې کوي چې څرګندوي ژبه یو ذاتي چلن دی چې د طبیعي انتخاب پر مټ رامنځته او زموږ له ارتباطي اړیکو سره ځان همغږی کوي. د سبکي احساس (The Sense of Style؛ ۲۰۱۴ زکال) په نامه اثر یې ژب محوره سبکي لارښود دی.  [۸]

زموږ د طبیعت د غوره فرښتو (The Better Angels of Our Nature؛ ۲۰۱۱ زکال) په نامه د پینکر اثر څرګندوي چې په ټولیز ډول د وخت په تیرېدو سره په بشري ټولنو کې تاوتریخوالی کم شوی، دی د دغه کمښت اړوند شپږ مهم موارد او پنځه تاریخي قوې تشرېح کوي چې په دغو کې تر ټولو مهم یې بشرپالونکی انقلاب دی چې د روڼ آندۍ او د هغو د اړوندو لاملونو له امله رامنځته شوی. د اوسنۍ روڼ آندۍ (Enlightenment Now؛ ۲۰۱۸ زکال) تر عنوان لاندې اثر یې استدلال وړاندې کوي چې په وروستیو کې بشري وضعیت په ټولیز ډول د عقل، علم او انسان پالنې له امله ښه شوی دی. ده په خپل وروستي خپاره شوي اثر؛ عقلانیت: دا څه دی، ولې کمیابه ښکاري، ولې اهمیت لري (Rationality: What It Is, Why It Seems Scarce, Why It Matters؛ ۲۰۲۱ زکال) کې د عقل ماهیت او اهمیت ته نغوته کړې ده.

پینکر په ۲۰۰۴ زکال کې د ټایمز مجلې له خوا د نړۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو په کتار کې راغی؛ سربېره پر دې نوموړی د ۲۰۰۵، ۲۰۰۸، ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ زکلونو پر مهال د فارین پالیسي مجلې له خوا د نړۍ د ۱۰۰ متفکرینو په کتار کې ځای درلود. همدارنګه د پراسپېکټ مجلې په ۲۰۱۳ زکال کې د نړۍ له ۱۰ مخکښو متفکرینو څخه وباله. ده د امریکا د ارواه پوهنې له ټولنې، د علومو له ملي اکاډمۍ، سلطنتي بنسټ، د ادراکي عصب پوهنې له ټولنې او د امریکا د بشرپالونکې ټولنې څخه جایزې ترلاسه کړې دي. همدارنګه یې د ۲۰۱۳ زکال پر مهال په اډینبورګ پوهنتون کې د ګیفورډ لکچرونه ورکړل. ده د بېلابېلو مجلو د لیکوالانو په ډله او د څو بنسټونو د سلاکارانو په پلاوو کې خدمت کړی دی. پینکر له ۲۰۰۸ زکال څخه تر ۲۰۱۸ زکال پورې د امریکن هریتیج ډیکشنرۍ (American Heritage Dictionary) د پراختیا ورکوونکي پلاوي مشري پرغاړه لرله.  [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

ژوند لیک[سمول]

پینکر د ۱۹۵۴ زکال پر مهال د کیوبک د مونټریال سیمې د انګریزي ژب ویونکې ټولنې د منځنۍ طبقې په یوې سیکولر یهودي کورنۍ کې وزیږېد. د ده نیکه او نیا په ۱۹۲۶ زکال کې له پولنډ او رومانیا څخه کاناډا ته کډه شوي وو او په مونټریال کې یې یو کوچنی کور درلود. پلار یې هري د املاکو په برخه کې کار کاوه او وکیل و. مور یې روزلین په پیل کې د کور چارې مخته وړې خو وروسته لارښوونکې سلاکاره او ورپسې د یوې عالي لیسې سرمعلمه شوه. پینکر د یوې مرکې پر مهال خپله مور «ډېره روڼ آندې» او «تکړه لوستونکې وبلله چې په هر څه باندې پوهېده». ورور یې رابرټ د څو لسیزو لپاره د کاناډا په حکومت کې د مدیر او د پالیسو د تحلیل ګر په توګه خدمت وکړ، په داسې حال کې چې خور یې سوزان پینکر ارواه پوهه او لیکواله ده چې د جنسي پاراډوکس (The Sexual Paradox) او د کلي د اغېز (The Village Effect) په نومونو باندې یې دوه اثار لیکلي. سوزان همدارنګه د وال سټریټ ژورنال مقاله لیکونکې ده. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

پینکر په ۱۹۷۳ زکال کې له ډاوسون کالج څخه فارغ شو. په ۱۹۷۶ زکال کې یې د مک ګېل پوهنتون څخه د ارواه پوهنې په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه او بیا یې د سټیفن کوسلین تر نظر لاندې په هاروارډ پوهنتون کې د تجربوي ارواه پوهنې په برخه کې د دوکتورا په کچه زده کړو ته مخه کړه او په ۱۹۷۹ زکال کې یې د دوکتورا سند ترلاسه کړ. ده د ماساچوستس د ټکنالوژۍ په انستیتیوت کې د یو کال لپاره څېړنیزې چارې ترسره او بیا په سټنفورډ پوهنتون کې ښوونکی شو. [۲۶]

پینکر له ۱۹۸۲ زکال څخه تر ۲۰۰۳ زکال پورې د ماساچوستس د ټکنالوژۍ په انستیتیوت کې د مغزي او ادراکي علومو په څانګه کې تدریس وکړ، له دې وړاندې د ادراکي علومو د برخې مدیر و (۱۹۸۵ – ۱۹۹۴ زکال) او بالاخره همدلته د ادراکي عصب پوهنې د مرکز رئیس وټاکل شو چې دغه دنده یې بیا تر ۱۹۹۹ زکال پورې ترسره کړه. په دغه موده کې ده له ۱۹۹۵ زکال څخه تر ۱۹۹۶ زکال پورې رخصتي واخیسته او په سانتا باربرا کې یې د کالیفورنیا په پوهنتون کې تدریس وکړ. نوموړی له ۲۰۰۳ زکال راهیسې په هاروارډ پوهنتون کې د جانسټون کورنۍ د ښوونکي په توګه د ارواه پوهنې د پوهنځي استاد دی. ده د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ زکال ترمنځ تدریس ته د خپلې ژمنتیا له امله د هاروارډ کالج د پروفیسورۍ عنوان هم خپل کړ. اوس مهال نوموړی په لندن کې د انساني علومو په نوي جوړ شوي کالج کې د مېلمه پروفیسور په توګه تدریس کوي. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

پینکر په ۱۹۸۰ زکال کې له نانسي اتکوف سره واده وکړ او په ۱۹۹۲ زکال کې سره جلا شول؛ ده بیاځلي په ۱۹۹۵ زکال کې واده وکړ خو دویمه ښځه یې هم طلاق کړه. د هغه دریمه ښځه ناول لیکونکې او فیلسوفه ربیکا ګلډشټاین ده چې په ۲۰۰۷ زکال کې یې ورسره واده وکړ. دی له خپلې دغې ښځې څخه دوه پردۍ لورانې هم لري چې یوه ناول لیکونکې یائل ګلډشټاین لاو او بله یې شاعره ډانیل بلاو ده. پینکر د ۱۳ کلنۍ په عمر الحاد یا اتئېزم ومانه خو د خپل ژوندانه په بېلابېلو مهالونو کې یو جدي «کلتوري یهودي» و. دی له بایسکل زغلونې سره ډېره لېوالتیا لري. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې[سمول]

  1. "Steven Pinker Biography". Encyclopædia Britannica. خونديځ د اصلي څخه June 29, 2015. لاسرسي‌نېټه October 12, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "Steven Pinker: the mind reader". The Guardian. November 6, 1991. خونديځ د اصلي څخه December 19, 2013. لاسرسي‌نېټه September 11, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Sherk, John (October 4, 2019). "Steven Pinker on Cognitive Psychology, Computational Theory, and Conversation". خونديځ د اصلي څخه July 16, 2020. لاسرسي‌نېټه July 22, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. "YouTube". YouTube. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۱ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "Understanding common knowledge". The Harvard Gazette. March 20, 2015. لاسرسي‌نېټه October 9, 2023. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. The Sense of Style
  9. Wright, Robert (April 26, 2004). "The 2004 Time 100". Time. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "World Thinkers 2013". خونديځ د اصلي څخه August 24, 2020. لاسرسي‌نېټه July 14, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "APA PsycNet". psycnet.apa.org. خونديځ د اصلي څخه April 15, 2021. لاسرسي‌نېټه July 14, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "Steven Pinker". www.nasonline.org. خونديځ د اصلي څخه October 13, 2018. لاسرسي‌نېټه July 14, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "Humanist of the Year Award". American Humanist Association. خونديځ د اصلي څخه June 7, 2020. لاسرسي‌نېټه July 14, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. "George A. Miller Award". خونديځ د اصلي څخه February 13, 2020. لاسرسي‌نېټه July 14, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. "Curriculum Vitae of Steven Pinker" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر August 7, 2020 باندې. لاسرسي‌نېټه July 14, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. "Developmental Review Editorial Board". Elsevier. خونديځ د اصلي څخه July 14, 2020. لاسرسي‌نېټه July 13, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Pinker, Steven (2014). The Sense of Style: The Thinking Person's Guide to Writing in the 21st Century. New York: Penguin. خونديځ د اصلي څخه August 5, 2020. لاسرسي‌نېټه July 14, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Pinker, S. (2009). Language Learnability and Language Development, With New Commentary by the Author. Harvard University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674042179. لاسرسي‌نېټه October 10, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Pinker, Steven (April 30, 2018). "A Montreal pilgrimage in the footsteps of Leonard Cohen (the girl standing next to the young Cohen in the group photo is my mother, Roslyn Wiesenfeld Pinker).https://www.jta.org/2018/04/24/news-opinion/montreal-pilgrimage-footsteps-leonard-cohen#.WucYP-F0APc.twitter …". خونديځ د اصلي څخه April 30, 2019. لاسرسي‌نېټه May 30, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. (په December 14, 2012 باندې). At home: Steven Pinker.
  22. Brockman, John (January 7, 2019). Curious Minds: How a Child Becomes a Scientist. Vintage Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400076864. خونديځ د اصلي څخه June 30, 2023. لاسرسي‌نېټه October 16, 2015 – په وسيله Google Books. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. (په June 26, 2006 باندې). Groups and Genes.
  24. Shermer, Michael (March 1, 2001). The Pinker Instinct. Altadena, CA: Skeptics Society & Skeptic Magazine. خونديځ د اصلي څخه October 10, 2008. لاسرسي‌نېټه September 11, 2007. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Steven Pinker: the mind reader Archived February 17, 2020, at the Wayback Machine. The Guardian Accessed November 25, 2006.
  26. "Britannica Encyclopedia". خونديځ د اصلي څخه June 29, 2015. لاسرسي‌نېټه October 12, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Curriculum Vitae (PDF), Harvard University, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر July 15, 2017 باندې, لاسرسي‌نېټه June 23, 2017 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. "Professor Steven Pinker", New College of the Humanities. Retrieved November 4, 2014.
  29. "The professoriate" Archived June 8, 2011, at the Wayback Machine., New College of the Humanities. Retrieved June 8, 2011.
  30. Pinker, Steven. "Official Biography. Harvard University". Pinker.wjh.harvard.edu. د اصلي آرشيف څخه پر December 29, 2005 باندې. لاسرسي‌نېټه January 20, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Biography for Steven Pinker at imdb Archived December 12, 2015, at the Wayback Machine.. Retrieved September 12, 2007.
  32. "How Steven Pinker Works" by Kristin E. Blagg Archived October 17, 2014, at the Wayback Machine. The Harvard Crimson Accessed February 3, 2006.
  33. "Steven Pinker: the mind reader" by Ed Douglas Archived February 17, 2020, at the Wayback Machine. The Guardian Accessed February 3, 2006.
  34. Grothe, D.J. (February 23, 2007). "Podcast:Steven Pinker - Evolutionary Psychology and Human Nature". Point of Inquiry with D.J. Grothe. د اصلي آرشيف څخه پر July 24, 2018 باندې. لاسرسي‌نېټه December 29, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. "This Harvard Cognitive Psychologist Can't Stop Thinking Deeply About Cycling". April 2022. خونديځ د اصلي څخه July 7, 2022. لاسرسي‌نېټه September 2, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)