سټیفن فوچز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سټیفن فوچز
د شخص معلومات
پيدايښت ۳۰ اپرېل ۱۹۰۸
د مړينې نېټه 17 جنوري 2000 (92 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت اتريش   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱]
هندي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سټیفین فوچز (انګلیسي: Stephen Fuchs؛ زوکړه: د ۱۹۰۸ زکال د اپرېل ۳۰ مه – مړینه: د ۲۰۰۰ زکال د جنوري ۱۷ مه) اتریشي کاتولیک کشیش، مبلغ او انسان پېژندونکی و چې په هند کې یې د قوم پوهنې (ethnology) او له تاریخ وړاندې دورو اړوند څېړنې کړې دي. په ۱۹۵۰ زکال کې یې د ویانا له پوهنتون څخه د قوم پوهنې او هند پوهنې (Indology) اړوند د دوکتورا له سند ترلاسه کولو وروسته هند ته سفر ورکړ او د انسان پوهنې په برخه کې یې د بمبی د سنټ زیوئرس کالج له جوړېدو سره مرسته وکړه. فوچز د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د بریتانوي دولت له خوا د جرمني مبلغ په توګه معرفي شو او له همدې امله یې د لنډ مهال بند تېرولو وروسته د انتروپوز انستیتیوت هندي څانګه پرانیسته چې وروسته یې نوم د هندي کلتور پر انستیتیوت واوښت. فوچز د روغتیايي ستونزو له امله په ۱۹۹۶ زکال کې اطریش ته کډه وکړه او د ۹۱ کلونو په عمر د اطریش په مدلینګ کې ومړ.

فوچز د خپلو څېړنو په موخه په مرکزي هند کې میداني څېړنې ترسره کړې. د نوموړي څېړنې د معاصرو هندي قبایلو په دودونو او رواجونو باندې تمرکز لري. هغه مهال چې هند ته یې کډه وکړه، په پیل کې یې د معاصرو هندي قبایلو د ټولینزو دودونو او کلتور اړوند څېړنې ترسره کړي. د هندي کلتور د بنسټ له جوړولو وروسته، فوچز د هند د اصلي اوسېدونکو اړوند د لرغوني هند د کلتورنو په اړه څېړنې وکړې.

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

فوچز د ۱۹۰۸ زکال د اپرېل په ۳۰ مه د اتریش د ستایرا سیمې په بروک ان درمور برخه کې وزېږېد. وروسته د نوموړي کورنۍ ګراز ته کډه وکړه چېرې چې نوموړي له ۱۹۲۲ زکال څخه تر ۱۹۲۷ زکال پورې د Society of the Divine Word په نوم عالي لیسه کې زده کړې وکړې. نوموړي له ۱۹۲۷ زکال څخه تر ۱۹۳۰ زکال پورې د جرمني د بن ښار په سنت اګوستین کې فلسفه ولوسته او له ۱۹۳۰ زکال څخه یې تر ۱۹۳۴ زکال پورې د اطریش د مدلینګ سیمې په سنت ګابریل کالج کې د الهیاتو زده کړې وکړې. په مدلینګ کې نوموړي د ویلهلم شمیت د ادبیاتو په ټولګیو کې چې د سنت ګابریل په علمیه حوزه کې یې د قوم پوهنې او ژب پوهنې په برخه کې تدریس کاوه، ونډه واخیسته. له شمیت سره له اړیکې پیدا کولو وروسته نوموړي پرېکړه وکړه چې انسان پېژندونکی یا انټروپولوژیسټ شي. [۲][۳]

وروسته په ۱۹۳۴زکال کې نوموړی SVD ته په اړوند هغه ماموریت کې وګمارل شو چې د هند په ایندور (نن ورځني مادیا پرداش) کې نوی افتتاح شوی و. نوموړي په مرکزي هند کې د څېړنو له ترسره کولو وړاندې همدلته انګلیسي، هندي او د مادیا پردیش سیمه ئیزې لهجې زده کړلې. په ۱۹۷۴ زکال کې SVD پرېکړه وکړه چې د خپل ماموریت په هره سیمه کې باید یوم قوم پېژندونکی ولري او له همدې امله نوموړی د SVD له خوا د قوم پوهنې څېړونکی مامور شو. نوموړی په ۱۹۴۸زکال کې اتریش ته راوګرځېد او د قوم پوهنې او هندولوژۍ د دوکتورا د ترلاسه کولو په موخه یې د ویانا په پوهنتون کې زده کړې پیل کړې. نوموړي په پریمانه کچه میداني مطالب له ځان سره له هنده، اطریش ته راوړي و او همدا و چې یوازې د دوه کلونو په تېرولو سره یې په ۱۹۵۰ زکال کې خپله دوکتورا ترلاسه کړه. نوموړي د خپلې دوکتورا په پای لیک کې بومیاس آئین (د بایګا قبیلې څانګه) ته د اړوندې د «آسونو د قرباني کولو» د چارې په اړه څېړنه وکړه او په دې سره یې د دغه وګړو اړیکه له آریايي آشومادا او د هغو د اسونو د قرباني کولو سره څرګنده کړه. [۴][۵]

څېړنې[سمول]

فوچز د انسان پوهنې په خوا کې یو کاتولیک مبلغ او کشیش و. فوچز تر ډېره پورې ځان عالم او څېړونکی باله. بېرنډ پیفلګ لیکي، «دا ډېره ستونزمنه ده چې ووایم په فوچز کې کوم څه ډېر اغېز درلود – مبلغ یا څېړونکی؟ د دواړو اړوند شواهد شتون لري، خو په تېرو شپږو لسیزو کې په ټولیزه توګه د انسان پوهنې په برخه کې د نوموړي څېړنو ته په پام دا استدلال کېدلای شي چې فوکس تل د څېړنې په برخه کې مخکښ و، په داسې حال کې چې دغه چاره یې د تبلیغ له دندې سره اړونده وه». فوچز باورمن و چې کولای شي «خپلې تبلیغي چارې د هند د لومړي تمدن څخه له ترلاسه شوو عملي موندونو سره ترکیب کړي». هغه په هند کې د قوم پوهنې او له تاریخ وړاندې دورو اړوند څېړنو باندې لسیزې وخت تېر کړ. د هغه د څېړنو تمرکز د مرکزي هند په قبیلوي او «کوچني مقیاس» لرونکو ټولنو باندې و. نوموړي «د هند په لرغونو وګړو» باندې د انټروپولوژي څېړنې ترسره کړې څو د هندي بومي وګړو «د لرغونو لومړنیو کلتورونو» تاریخ روښانه کړي. [۶]

نوموړی د اسیايي فلکوریکو څېړنو د لیکونکي پلاوي غړیتوب درلود. نوموړي د هند د قبیلوي کلتورونو او دلیت وګړو سره «له کچې زیاتې لیوالتیا» لرله. د هندي کلتور د بنسټ مشر سبسټین ام. مایکل لیکي: «... د ویلهلم شمیت په څېر هغه په ټوله نړۍ کې د بشریت د درک په موخه د تاریخي مطالبو او همدارنګه د ساده وګړو اړوند د معلوماتو په راټولولو باوري شوی و. هغه له هند او د بډایه قبیلوي او دلیتي میراث سره د مینې واقعي اړیکه لرله». ویلهلم شمیت د فوچز مربي و، خو له دې سره فوچز د شمیت د کلتوري کړۍ له نظریې (چې د ۱۹۰۰ مې لسیزې په لومړیو کې یې د ویانا کالج د قوم پوهنې د څانګې په برخه کې وده کړې وه) ځان جلا کړ، هغه چې پیفلګ (Pflug) «سخته» بلله. د پیفلګ پر باور فوچز «د کلتوري حوزې د اړوندې نظریې انعطاف منونکې برخه منلې وه». جوزف سلمن نوموړی یو کلتوري انټروپولوژیسټ یا انسان پېژندونکی باله. [۷][۸]

اطریش ته تګ او مړینه[سمول]

فوچز یو کلتوري انسان پېژندونکی و چې په میداني کار او یاددښت نیولو کې مخکښ و. نوموړی د هغو وګړو د کلتوري ثبت له امله چې ورسره یې ژوند کاوه ستایل کېږي. نوموړي د ژبو د زده کړې او د تاریخ د یاد ساتلو لپاره ډېر ښه اورېدونکی و. هغه د انسان پوهنې په برخه کې خپله کړنلار جوړه کړه او د ویانا د کالج له کلتوري نظریو او پوهنتوني مفروضاتو څخه لرې پاتې شو. نوموړی د خپل کار د جدیت او همدارنګه سادګۍ له امله د ستاینې او نیوکو سره مخ شوی. هغه د خپلو اثارو لپاره پیاوړې پولې رامنځته کړې چې د ډېری انسان پېژندونکو پر باور ارزښتمنې خو ستړې کوونکې وې.

فوچز په ۱۹۶۶ زکال کې د خپلو روغتیايي ستونزو له امله اطریش ته راوګرځېد. د ۱۹۹۸ زکال د مارچ په ۲۶ مه، فوچز ته د اطریش د دولت له خوا د علومو او هنرونو په برخه کې د ویاړونو لومړۍ درجه صلیب ورکړل شو. نوموړي د ۱۹۹۹ زکال د نومبر په ۱۴ مه «د هندي وګړو د انسان پوهنې اړوند ځانګړې ونډې په ویاړ» د دوکتورا طلايي دیپلوم ترلاسه کړ. په دغه سند کې راغلي چې «هغه د هند د قوم پوهنې په برخه تر ټولو زیاته وړتیا لرلې». نوموړی د ۲۰۰۰ زکال د جنوري په ۱۷ مه د ۹۱ کلونو په عمر د اتریش د مدلینګ سیمې په سنټ ګابریل کې ومړ او مړی یې د هغه علمیه مرکز په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو چې ویلهلم شمیت هم هالته خښ دی. [۹][۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12025332h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. Michael, S. M. (2000). Knecht, Peter; Chilson, Clark (المحررون). "Stephen Fuchs SVD (1908–2000): Founder of the Institute of Indian Culture". Asian Folklore Studies. Japan: Anthropological Institute, Nanzan University. 59 (1): 141–145. ISSN 0257-9774. JSTOR 1179031. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Salmen, Josef (2000). Gächter, Othmar; Piepke, Joachim; Quack, Anton (المحررون). تُرجم بواسطة Brandewie, Ernest. "Fr. Stephen Fuchs (1908–2000)". Anthropos. Nomos Verlagsgesellschaft mbH. 95 (2): 537–542. ISSN 0257-9774. JSTOR 40465958. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Pflug, Bernd (2018). "Between Ethnography and Mission in India: The Anthropology of Stephen Fuchs". Sociological Bulletin. Indian Sociological Society. 67 (1): 20–34. doi:10.1177/0038022917751975. ISSN 0038-0229. S2CID 149400104. د لاسرسي‌نېټه August 12, 2020 – عبر SAGE. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Michael, S. M. (2000). Knecht, Peter; Chilson, Clark (المحررون). "Stephen Fuchs SVD (1908–2000): Founder of the Institute of Indian Culture". Asian Folklore Studies. Nagoya, Japan: Anthropological Institute, Nanzan University. 59 (1): 143. ISSN 0257-9774. JSTOR 1179031. He was awarded a Doctorate from the University of Vienna in 1950 for his study of the horse sacrifice, an important sacrificial ritual of the Bhumias (a branch of the Baiga tribe). In the dissertation he showed the connection between this ritual and the Ashva Medha horse sacrifice of the Aryans. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Rahmann, Rudolf (December 1974). Baumgartner, Joseph; Chia, Rita; van Engelen, Herman; Flieger, Wilhelm; et al. (المحررون). "Reviewed Work: The Aboriginal Tribes of India by Stephen Fuchs". Philippine Quarterly of Culture and Society. Cebu City, Philippines: University of San Carlos Publications. 2 (4): 262. JSTOR 29791174. The author of this book, Dr. Stephen Fuchs, SVD, is the Acting Director of the Institute of Indian Culture in Bombay. He has worked in the field of Indian ethnology and prehistory for forty years. The extensive experience acquired during this long period has been deepened by his great devotion to his tasks as researcher, lecturer and writer. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Pflug, Bernd (2018). "Between Ethnography and Mission in India: The Anthropology of Stephen Fuchs". Sociological Bulletin. Indian Sociological Society. 67 (1): 20–34. doi:10.1177/0038022917751975. ISSN 0038-0229. S2CID 149400104. د لاسرسي‌نېټه August 12, 2020 – عبر SAGE. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Salmen, Josef (2000). Gächter, Othmar; Piepke, Joachim; Quack, Anton (المحررون). تُرجم بواسطة Brandewie, Ernest. "Fr. Stephen Fuchs (1908–2000)". Anthropos. Nomos Verlagsgesellschaft mbH. 95 (2): 537–542. ISSN 0257-9774. JSTOR 40465958. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Salmen, Josef (2000). Gächter, Othmar; Piepke, Joachim; Quack, Anton (المحررون). تُرجم بواسطة Brandewie, Ernest. "Fr. Stephen Fuchs (1908–2000)". Anthropos. Nomos Verlagsgesellschaft mbH. 95 (2): 537–542. ISSN 0257-9774. JSTOR 40465958. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Michael, S. M. (2000). Knecht, Peter; Chilson, Clark (المحررون). "Stephen Fuchs SVD (1908–2000): Founder of the Institute of Indian Culture". Asian Folklore Studies. Japan: Anthropological Institute, Nanzan University. 59 (1): 141–145. ISSN 0257-9774. JSTOR 1179031. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)